
زمــا فــکــر
ټول کالمونه

ملي عمل او عکس العمل
په اوسنۍ نړۍ کې هر دولت (له خپلې ملي جغرافيې څخه بېرون) د خپل بهرني سياست لپاره دوه محورونه لري. يو د ملي عمل محور دی او بل هم د ملي عکس العمل محور. د ملي عمل په محور کې د يو دولت ټول هغه نوښتونه (Initiatives) او اقدامات راځي چې د خپلو ملي ګټو او ملي قدرت په پار یې تر سره کوي، خو په ملي عکس العمل کې د يو دولت ټول هغه غبرګونونه، ممانعتونو، محدوديتونه، د اقداماتو ضد اقدامات او ... شاملېږي چې د نورو دولتونو د عملونو يا عکس العملونو په مقابل کې یې د خپلو ملي ګټو او ملي قدرت د ساتنې په پار تر سره کوي.

موږ او وطن
موږ دلته داسې يوو لکه يو ناروغ چې عملياتخونې ته له ننويستو دمخه بېخوده شوی وي، عملياتخانه کې پرې د بېخودۍ په حالت کې هر درد و تکليف تېر شوی وي، خو ده هېڅ نه وي حِس کړی او کله یې چې نشه له سره والوځي، سترګې وغړوي، شاوخوا ته وګوري، حيران دريان پاتې وي چې دا هر څه څه شی دي؟ دغه حالت (چې نه بېخودي ده او نه هم د خودۍ حالت) کې د ناروغ ذهن کله خپل پخواني حالت ته وګرځي او کله بېرته حال ته رامنډه کړي، خو د راتلونکي لپاره یې ذهن يو قدم هم مخکې نه اخلي.

د ملتپالنې منطق
يو د سياسي ملتپالانو منطق دی چې د کومو دلايلو له مخې ځانونه پر خلکو مني او په اصطلاح ځانونه تر نورو د سیاسي قدرت ډېر حقدار ګڼي او بل خپله د يوې ايډيالوژۍ او نظريې په توګه د ملتپالنې منطق دی چې څنګه دا ايډيالوژي منطقي، عاقلانه، بلکې لازمي او ضروري ده. سياسي ملتپالان د خپل منطق لپاره ښايي د ورځنيو مسايلو څخه نيولي، تر لنډمهاله او منځمهاله ستونزو او د نورو سياسي ډلو ټپلو د نيمګړتياوو او نيمګړو کارونو دلايل او مثالونه راوړي او په اصطلاح له خلکو وغواړي چې دوی ته د رايې او يا هم هرې بلې مروجې لارې سياسي قدرت ورکړي.

د مارتين لوتر کينګ (جونير) خوب
نن د جنوري نولسمه نېټه په متحده ايالاتو کې د مدني حقونو د ستر مبارز ډاکټر مارتين لوتر کينګ (جونير) ورځ وه. په متحده ايالاتو کې هر کال د جنوري د مياشتې درېیمه دوشنبه هغه د شخصيت او د هغه د کړې مبارزې د درناوي په پار (د فدرال دولت په سطحه) عمومي رخصتي وي. نوموړی په متحده ايالاتو کې د نژادي توپیرونو د له منځه وړلو لپاره په مبارزې مشهور دی. هغه سوله ييزه او له تشدد پرته مبارزه وکړه او باور یې درلود چې لکه څنګه چې تياره په تياره له منځه نه شي تللی، نو نفرت هم په نفرت له منځه نه شي تللی، بلکې (نفرت) يوازې او یوازې په (مينه) ماتېدلای شي.

سياسي زغم
سياست د قدرت لپاره د مبارزې په نوم يادېږي؛ خو هغوی چې عملاً قدرت یې په لاس کې دی سياست نه کوي؟ ځواب یې دا دی چې هو کوي یې. کله چې ويل کېږي (د قدرت لپاره مبارزه) د دې عبارت مانا دا نه ده چې (د قدرت ترلاسه کولو لپاره مبارزه)، خو ډېر خلک یې په همدې مانا اخلي. (د قدرت لپاره مبارزه) کې د قدرت تر لاسه کولو لپاره مبارزه هم شاملېږي. د قدرت ساتلو لپاره هم مبارزه شاملېږي او د قدرت اضافه کولو لپاره مبارزه هم. نو هغه خلک چې عملاً یې قدرت په لاس کې دی، هغوی هم سياست کوي، خو هغوی یې د خپل قدرت د ساتلو او يا هم اضافه کولو لپاره کوي.

کاسموپالېټنېزم، نېشنلېزم او لوکلېزم
هر انسان د ځان، ټولنې او نړۍ په اړه يو ليدلوری لري او کله کله پر خپل ليدلوري د عقيدې هومره کلک ولاړ وي. کله چې يو انسان له خپل ليدلوري څخه نړۍ ته ګوري، نو نړۍ ورته په يوه بڼه ښکاري، نو انسان د خپل ليدلوري له مخې نړۍ درک کوي. همدا د انسان نړۍليد دی. د انسان پر نړۍ ليد کېدای شي د هغه د دين اثر وي، کېدای شي د هغه د کولتور، او يا هم کېدای شي د هغه د سياسي باور او داسې نور اغېزناک عوامل هم شته دي چې د انسان پر نړۍ ليد اغېز کوي.

ټولنيز رنګ اخيستنه
ټولنيز رنګ راخيستلو ته په انګليسي کې Conformity ويل کېږي. دا اصطلاح اصلاً د ارواپوهنې ده، خو په سياست، جنايي علومو، ټولنپوهنه او وګړپوهنه کې هم په پراخه کچ ه او په پراخه مفهوم کارېږي. ټولنيز رنګ اخيستل دې ته وايي چې يو انسان له خپل اصلي رنګ ووځي او د ډلې يا ټولنې په رنګ کې ځان رنګ کړي. په دې مانا چې يو شخص خپل چلن، باور او نظر داسې بدل کړي چې د ډلې يا ټولنې له معيارونو سره برابر شي.

د بحران ادبيات او د ادبياتو بحران
ويل کېږي چې اختناق او بحراني شرايط د انسان فکر ژورو ته ښکته کوي او خيال ته یې نوي وزرونه ورکوي. په ځانګړې توګه د ليکوالو او د فکر و نظر د خاوندانو فکر و خيال ته. که د نړۍ تاريخ ولوستل شي، کابو هر ملت او هر هېواد د تاريخ په اوږدو کې له بېلابېلو بحراني شرايطو او د اختناق له دورو تېر شوی دی. خو د هغه ملت ليکوالو، شاعرانو او د فکر و نظر خاوندانو بحراني شرايط د خپل فکر و خيال لپاره د خېز د تښتې په څېر ګڼلي دي. بحرانونو لوی ليکوال او شاعران زېږولي دي او په بحراني او د اختناق په شرایطو کې دې لویو ليکوالو او شاعرانو د خپلو ژورو فکرونو او لوړو خيالونو په زور داسې نوي او تلپاتې آثار تخليق کړي او ليکلي چې نه یوازې په بحران کې ښکېلو ملتونو ترې د خپل راتلونکي ژوند لوری او لودن موندلی دی، بلکې د نورو ملتونو لپاره هم د الهام سرچينه شوي دي.

د شر عادي کېدل
د شر عادي کېدل يا The Banality of Evil د جرمنۍ ليکوالې او مفکرې هانا ارنت مشهوره نظريه ده چې په ۱۹۶۳ز کال کې یې وړاندې کړېده. نوموړې د جرمني د نازي توتاليتر رژيم په اړه ډېرې ليکنې کړې دي چې تر ټولو مشهور اثر یې د توتاليتر نظامونو سرچينې يا (The Origins of Totalitarianism) نومېږي. د نوموړې په اند توتاليتر واکمنيو تر ټولو بد ميراث په ټولنه کې د شر عادي کېدل دي. هغه وايي چې شر پېښېدل د وحشي، شيطانصفته او يا هم لېونيو انسانانو کار نه دی، بلکې عادي خلک، عادي مامورين هم د لویو شرونو د پېښېدا لامل کېدای شي. په ځانګړې توګه کله چې دوی فکر کول پرېږدي او اطاعت کول پیل کړي.

ملي باور
ملي باور د هغه حالت نوم دی چې د يوې ټولنې ټول وګړي ځانونه سره په يو ملي تار (هويت) تړلي وګڼي او ټول خلک ځان ته د يوې داسې کتلې په سترګه وګوري چې يو له بل یې رغېدن نه کېږي، داسې لکه د نوک او ورۍ رغېدن چې يو له بله نه کېږي. ملي باور جوړېدنه يا د ملي باور ټينګېدنه د څو کلونو او څو لسيزو کار نه دی، بلکې د پېړيو پېړيو تېرېدل غواړي چې په دې ټوله موده کې خلک دومره سره ګډ شوي او يو شوي وي چې بېلېدل یې ناشوني شوي وي. د ملي باور د جوړېدا او يا هم د پياوړتيا تخم او رېښه بايده دي چې د دولت پر بنسټ کې کرل شوی وي او د دولت له ځواکمنتيا سره ملي باور هم بايد د ملت په هره څانګه کې خپلې رېښې ځغلولي وي.

سياست، ايډیالوژي او ادب
یو سياست دی، بله ايډیالوژي ده. سیاست د قدرت لپاره مبارزې ته وايي. ایډيالوژي د انسان په ذهن کې د ښې ټولنې یا د ټولنې ښه تصور یا فکر ته ويل کېږي. انسانان ممکن په انفرادي ډول په خپلو خپلو ذهنونو کې د ټولنې د بهبود او ښه والي لپاره بېلابېل تصورات او فکرونه ولري، خو کله چې د انساني ټولنې د بهبود لپاره دا ټول انفرادي تصورات او فکرونه په الفاظو کې راشي، کټګورایز شي، ورته یې یوې خوا ته کېښودل شي او متفاوت یې بېل شي، نو د ټولنې د بهبود او ښه والي لپاره څو جامع او هر اړخیزې ايډیالوژۍ ترې جوړېږي. هماغسې چې هره ايډیالوژي خپلو پلویانو او مننونکيو ته خپل معقول او قانع کوونکی استدلال لري، مخالفانو ته یې د نامعقولیت او ردونې وړ استدلال موجود وي.

د يو مثبت ملي روايت تشه
ملي روايت یا National Narrative د یو ملت د وجود ښودلو او د ملت د هویت د تعریف هغه بیانيهیا کیسه ده چې نور خلک پر خپل ملت بودن قانع کوي. ملت روايت نه یوازې د نورو خلکو لپاره دی، بلکې په خپله د ملت په داخل کې د بېلابېلوګروپونواو وګړيو لپاره هم دی چې په حال او راتلونکي کې یې سره د وحدت په تار وتړي او په کېد واحد موجودیت احساس او انعکاس پیدا کړي.

د محدوديتونو او مسووليتونو دايرې
تېره اوونۍ مې په فرانسه کې يو ملګري سره خبرې کولې. د کډوالۍ پر ژوند بحث شو. کډوالي هر چېرته سخته ده، او د هر چا لپاره سخته ده ځکه انسان په کې له نسبتاً له يو نورمال ژوند، ماحول او سيسټم نه وځي، او بل ته لا داخل شوی نه وي. په دې مرحله کې ځان او په ځانګړې توګه خپل روح و روان ارام ساتل د ډېرو لپاره اسانه نه وي. ملګري سره مې د ټولو خبرو خلاصه او نچوړ دا و چې موږ و تاسې د محدوديتونو په درېوو بېلابېلو دايرو کې ژوند کوو. اولنۍ دايره زموږ خپله ده.

ملي احساس او ملي فکر
يو ملي احساس دی، بل ملي فکر. احساس د حِس کېدا اسمي حالت دی. نو ملي احساس د حِس کولو د هغه حالت نوم دی چې يو فرد پرې له يو ملت سره تړل کېږي، يا يو فرد ځان د يو ملت برخه ګڼي. په ساده الفاظو، که چېرې د افغانستان د لوبو يوه ملي لوبډله د هندوستان د لوبو له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، په ميدان کې ناست دوه کسه چې يو یې افغان دی او بل یې هندوستانی، دواړه به دا لوبه په دوو بېلابېلو ډولونو حِس کوي. افغان به د افغانستان د ملي لوبډلې پر هرې لاسته راوړنې او بريا خوشحالي حِس کوي او پر له لاسه ورکولو او پاتې راتګ به خفګان حِس کوي.

حريمونه
ه حقوقي بحثونو کې د درې ډوله حريمونو ذکر کېږي. يو ته یې دولتي حريم يا ساحه State Sphere وايي، بل ته یې د عوامو (عامه) حريم یا ساحه Public Sphere او درېیم ته یې هم د شخص (خصوصي) حريم یا ساحه Private Sphere.
په دولتي حريم کې د مقننه قوې، اجرايه قوې، قضايه قوې رسمي درېځونه، بحثونه، مکتوبونه، ويناګانې، اعلاميې، پالیسۍ او ... شاملېږي. يا چېرته چې دولت يا د دولت هر استازی ارګان د عامه نظم او عامه ګټو پر بنسټ هر عمل يا عکس العمل کوي هغه ساحه دولتي حريم، فضا يا ساحه ګڼل کېږي. د دولتي حريم بنسټ د عامه نظم او ګټو د رامنځته کولو او ساتنې په موخه مشروع واک دی.

د حیثیت د بېرته راجوړولو سټراتيژي
هر شخص، هره کورنۍ او هره اداره د حیثيت د درلودلو او ساتلو حق لري. د (حيثيت) کلیمې اصل عربي دی چې د مقام، ارزښت او اعتبار په مانا ده، د ټولنیز مقام، ارزښت او اعتبار په مانا!
هېڅوک، هېڅ کورنۍ، او هېڅ اداره نه غواړي چې په ټولنه او خلکو کې دې یې تر لاسه کړی مقام، ارزښت او اعتبار خدشه دار شي، یا دې یې له لاسه ورکړي. د اشخاصو، کورنيو او ادارو لپاره ټولنیز مقام، ارزښت او اعتبار (په کُل کې حیثیت) هغه نامريي ځواک دی چې هڅوي یې يا مجبوروي یې چې د ټولنې له منل شویو نورمونو سره ځان عيار کړي او له هر هغه عمل او اقدام څخه یې راوګرځوي چې حیثيت یې پرې زیانمنېږي یا له منځه ځي.

روڼآندي بحثونه
بحث او مباحثه، خبرې اترې، تا ویلې او ما ويلې تر هغې ښې دي چې پر فزيکي جګړې او په اصطلاح د یو بل د سر په ماتولو منتج نه شي. ښايي دا مشهوره مقوله ټولو اورېدلي وي چې الله تعالی انسان ته دوه غوږونه او یوه خوله د دې لپاره ورکړي دي چې د بل دوه. خبرې واوري او خپله يوه وکړي. دا دوه خبرې کول او يوه خبره اورېدل هغه وخت ډېر اغېزناک وي چې د نورو د پوهولو لپاره وي، د نورو پوهول په دې مانا نه چې هغوی اصلاً ناپوهه دي یا دې هم ورته مطلق د ناپوهه نسبت وشي، پوهول پر دې مانا چې نورو ته خپل باورونه، خپل فکر او خپل نظر څرګند کړل شي او په مقابل کې یې د نورو باور، فکر، او نظر هم واورېدلای شي. دې ډول بحثونو ته روڼآندي بحثونه ويل کېږي.

انساني پرمختيا او انساني وروسته پاتېوالی
په پرمختيايي بحثونو کې د هېوادونو د اقتصادي پرمختيا تر څنګ د هېواد د اوسېدونکيو پر پرمختيا باندې تمرکز زيات شوی دی چې انساني پرمختيا (Human Development) یې بولي. د نړۍ په کابو ټولو هغو هېوادونو کې چې پر معلوماتو پابندي نه وي، انساني پرمختيا د انساني پرمختيا شاخص (Human Development Index) پر بنسټ ارزول کېږي. د انساني پرمختيا شاخص بيا بېلابېل درې نور اړخونه يا فرعي شاخصونه لري: روغتيا، تعليم او د ژوند معيار (عايد).

نېشلنېزم مسلمانېږي!
غالباً د حمزه بابا په (ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی؟) کتاب کې مې لوستي و چې په يوه مرکه کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د تعصب په اړه خپل نظر څرګندوي، هغه وايي چې کله هم يو څوک د خپل قوميت يا ژبې لپاره (جارحيت) ته لاس پورې کړي، نو دا تعصب دی. له دې اخوا که څوک له خپل قام، خپلې ژبې سره مینه لري او غواړي چې قام و ژبه یې راپورته شي او د نورو قامونو او ژبو سيال شي، نو دا تعصب نه دی.

نظرياتي اختلاف
نظرياتي اختلاف د ژونديو ټولنو خاصه ده، خو هغه نظرياتي اختلاف چې د یو بل د ککريو د ماتولو لامل نه شي. نظريه دې ته وايي چې تاسې ته يو شی (په سياست او ټولنیزو چارو کې يوه مسئله) څنګه په نظر درځي، يا درغلې ده. کله کله د انسان نظر د سراب غوندې شيانو باندې تېروځي هم، په وچه دښته کې ورته اوبه په نظر ورځي، خو دا د هغه د نظر تېروتنه وي، دی ګوري چې اوبه دي، خو اوبه نه وي. دغسې تېروتنې چې خپله سمې نه شي، د بل چا په استدلال یې سمېدل اسانه نه دي.

ښوونکي د ټولنیز ثبات پالوونکي او ساتونکي
نن د اکتوبر پینځمه د ښوونکيو نړیواله ورځ وه. د ښوونکيو د کار نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر پینځمه نمانځل کېږي. په ۱۹۶۶ز کال کې د کارګرانو نړیوال سازمان او يونيسکو (د ملګرو ملتونو ښوونیز، ساینسي او کولتوري سازمان) په ګډه (د ښوونکيو د وضعيت په اړه سپارښتنه) سرلیک لاندې يو سند ترتیب کړ.

د مړ آس تيوري
په مديريت کې او همدارنګه په سياسي علومو کې د (مړه آس تيوري) يوه مشهوره تیوري ده. ښايي ډېرو اورېدلي وي او مخ کې یې بار بار په بېلابېلو مناسبتونو د دې تیورۍ يادونه شوې وي. دا تيوري اصلاً د يو ناکام او ناکارنده حالت له منلو څخه تېښته تشریح کوي. له بده مرغه چې په سياست او د ژوند په نورو ډېرو ټولنیزو او حتا انفرادي عرصو کې د خلکو لپاره دا اسانه نه ده چې ناکام يا ناکارنده حالت منلو ته غاړه کېږدي.

نوي اعتراف
ما يو وخت په ملي شورا کې کار کاوه. په اصطلاح مامور وم او ټول معاش مې نهه زره او درې سوه افغانۍ کېده. دا د ۲۰۰۸ز کال وروستۍ میاشتې او د ۲۰۰۹ز کال لومړۍ څو میاشتې وې. معاش ډېر کم و، ګوزاره پرې نه کېده. موږ سره همالته په ملي شورا کې د (اراده) ورځپاڼې مسوول مدير خادم صیب هم همکار و. هغه او سيد نظيم سيدي صیب تشویق کړم چې ارادې ته يوه نيمه لیکنه کوه.