top of page

د مړ آس تيوري

هجرت الله اختيار

په مديريت کې او همدارنګه په سياسي علومو کې د (مړه آس تيوري) يوه مشهوره تیوري ده. ښايي ډېرو اورېدلي وي او مخ کې یې بار بار په بېلابېلو مناسبتونو د دې تیورۍ يادونه شوې وي. دا تيوري اصلاً د يو ناکام او ناکارنده حالت له منلو څخه تېښته تشریح کوي. له بده مرغه چې په سياست او د ژوند په نورو ډېرو ټولنیزو او حتا انفرادي عرصو کې د خلکو لپاره دا اسانه نه ده چې ناکام يا ناکارنده حالت منلو ته غاړه کېږدي. د دې لپاره چې دا حالت ورته د منلو وړ نه دی،‌ نو له حالت نه د تېښتې لپاره نور استدلال رامخې ته کوي. د تیوري اصالت څه په دې ډول دی چې: ((که چېرې وپوهېدې چې آس دې مړ دی، نو تر ټولو غوره ستراتيژي دا ده چې ترې راکښته شې.))

دا اصلاً په بومي امریکایانو کې د ډاکوټا Dakota د خلکو يو متل غوندې دی او دا تیوري په حقیقت کې له همدې متل څخه رغېدلې ده. د تیورۍ نورې برخې پر دې راڅرخي چې څنګه له آس څخه د راکښته کېدلو ستراتېژي وځنډوي. په همدې خاطر نور خیالي او د وخت د ضیاع لارې چارې وړاندې کوي،‌ د بېلګې په توګه د دې پر ځای چې ومني‌ آس مړ دی، نور د تګ جوګه نه دی، وايي:

- که د آس قمچينه (متروکه) کار نه کوي، راځئ چې يوه نوې متروکه راپیدا کړو او آس پرې ووهو، نو کېدای شي حرکت وکړي.

- آس ممکن له دې امله له پښو غورځېدلی وي چې ګنې پر آس سپور کس نه پوهېږي چې آس څه ډول وځغلوو، راځئ چې پر آس سپور کس يا د آس ځغلوونکی بدل کړو او وګورو چې آس ځي او کنه؟

- راځئ چې آس ته اخطار ورکړو چې که پورته نه شو او منډې یې نه کړې، نو نور به یې هېڅکله له کوره راوناسو؛

- راځئ چې يوه ډله مسلکي کسان ورته راولو تر څو معلومه کړي چې آس ولې مخ ته نه ځي او له پښو غورځېدلی دی؛

- ځئ چې لاړ شو، وګورو چې په نورو ځایونو کې خلک دې ته ورته مړه آسونو باندې څه ډول سپرلی کوي او ځغلوي یې؛

- ځئ چې وګڼو آس مړ نه دی،‌ بلکې یوازې دا چې ژوند ورسره وفا نه ده کړې؛

- که موږ نه شو کولای چې دا مړ آس په حرکت راولو،‌ نو ځئ چې له بهره څوک متخصص او سلاکار راولو او ورڅخه وغواړو چې مړ آس ته حرکت ورکړي؛

- که دا مړ آس نه شي تللی،‌ نو ځئ چې دې ته ورته نور مړه آسونه سره یو ځای وتړو، کېدای شي حرکت وکړي او تر پخوا ډېر تېز لاړ شي؛

- يوه لار دا هم ده چې يو اندازه پیسې (بودیجه) دې ته ځانګړې کړو چې دې آس ته پرې روزنه ورکړو، ممکن دا ځل په حرکت راشي؛

- يوه لار دا هم ده چې پر آس د پخوا په نسبت دا ځل يو سپک بار وتړو او آسوان یې له پړي راکاږي، ممکن په حرکت راشي؛

- ځئ، دمخه تر دې چې مړ آس مړ وګڼو، نو دا به تبلیغ کړو چې وګورئ، آس خوراک نه کوي،‌ نو هېڅ لګښت هم نه لري، په همدې خاطر دا آس نسبت د دنيا ټولو اسونو ته اقتصادي تمامېږي؛

- يوه لار دا هم ده چې د نړۍ د ټولو آسونو مسووليتونه او دندې له سره تعين کړل شي، کېدای شي د منډو او ځغلېدای پر ځای ټول آسونه او په ځانګړې توګه د بلې کومې دندې په اجرا کې ښه وځلېږي؛ او

- که د مړ آس د پورته کېدا او حرکت بله هېڅ کومه چاره نه وي، نو ځئ چې همدې مړ آس ته ترفیع ورکړو، په دې ډول به دی د منډې لپاره بل يو تکړه آس وګوماري.

که څه هم دا پورته بېلابېلې تګلارې د (مړه آس) د حقیقت له درک کولو څخه د تېښتې لپاره وروسته د طنز په ډول راوړاندې شوي دي او په دې ډول یې د (مړه آس تیوري) جوړه کړې ده، خو له ناکاميو او د ناکارنده حالاتو له منلو څخه د تېښتې کابو ټول استدلالونه همدا دي. دا تيوري نه یوازې په مديریت کې ډېره مشهوره ده، بلکې اوسمهال چې سياست او اداره سره غاړه غړي دي، کابو د ډېرو هېوادونو د ناکارنده شرايطو څخه په يو نه يو ډول د تېښتې له استدلال سره سر خوري.

موږ هم دا ستونزه لرو چې د آس مړينه نه شو منلای، نو له دې حقیقت څخه د تېښتې لپاره بېلابېل دلایل راوړو. دلایل که هر څه وي، وي به، خو واقعيت دا دی چې د يوې انساني ټولنې په توګه زموږ آس مړ دی.

bottom of page