
زمــا فــکــر
ټولې مقالې (ليکنې)

له افغانستانه د مسلکي کادرونو وتل او وتلو ته اړ کول:
عوامل او دلایل
هجرت الله اختيار
زموږ په تېرو څو څلوېښت کلن ناورین کې له افغانستانه د مسلکي او علمي کادرونو د وتلو او یا هم وتلو ته د اړ ايستلو دا درېيم ځل دی. لومړی ځل چې کله په اصطلاح کمونيستان واک ته ورسېدل نو له افغانستانه یې ګڼ روڼاندي ايستلو ته اړ کړل. پر دې موضوع ارواښاد سيد بهاو الدين مجروح په انګليسي ژبه یوه هر اړخيزه مقاله لیکلې ده، خو د مقالې ډېر فوکس پر کابل او کابل پوهنتون دی چې څنګه د ثور له کودتا سره سم او له هغې وروسته افغان روڼاندي اړ شول چې هېواد پرېږدي. دا مقاله په انګليسي ژبه Afghan Intellectuals in Exile نومېږي چې ما تېر کال راوژباړله، خو ژباړه مې یې لا چېرته نه ده خپره کړې. د مقالې د لوستلو او ژباړې پر مهال مې داسې احساس کاوه لکه پر افغانستان چې بیا د ثور انقلاب راغلی وي.

د اساسي قانون واکمني
پوهنمل هجرت الله اختيار
کنسټيټيوشنلېزم Constitutionalismپه پاړسي/ دري کې پر (مشروطیت) ژباړل شوی دی، خو په پښتو کې ما ورته بل مناسب لفظ پیدا نه کړ، نو ځکه یې زه (د اساسي قانون واکمني) ګڼم. مشروطیت د شرط ایښودل شوي په مانا دی چې د مطلق په مقابل کې راځي. که یوه پدیده مشروطه وي، نو په دې مانا چې هغه مطلقه نه ده. که زه له کوم ملګري سره سبا د رخصتۍ په ورځ چېرته د لیدو ژمنه کوم او بیا شرط کېږدم چې که سبا ته باران ونه شو او آسمان شین و، نو زه به له تا سره په فلاني پارک کې ګورم. نو زما ژمنه مشروطه ده او شرط یې د باران نه کېدل دي. ما مطلقه ژمنه نه ده کړې چې په هر حالت کې به زه له خپل ملګري سره په نوموړي ځای کې ګورم.

آرواښاد شېرآغا سالم او په هريپور کې زموږ لومړني ادبي ګامونه
هجرت الله اختيار
مرګ حق دی. ټول باور لرو چې د ځمکې هر ساه کښ د الله تعالی جل جلاله له حکم سره سم پر يو ټاکلي وخت او یوې ټاکلې شېبې خپله روح حق تعالی جل جلاله ته سپاري او پر دې دنيا به یې ژوند پای ته رسېږي. الله تعالی چې انسانانو ته څرنګه ژوند وربښلی دی، دغسې یې مرګ هم ورته ټاکلی دی او هر انسان به پر هماغه ټاکلې شېبې له ژوند سره مخه ښه کوي او له دنيا به رخصتېږي.
د ځمکې پر مخ دا مهال تر اته زره ميلیونو څخه هم ډېر انسانان ژوند کوي او د نړۍ د ارقامو له مخې کابو هره ورځ له درې نیم سوه زرو څخه زیات ماشومان زېږي او کابو له دوو سوو زرو څخه ډېر کسان مري. د دونيا نظام پر همدې روان دی چې نوي ماشومان به دنيا ته راځي او عمر خوړلي به ورو ورور خپل ځای ورپسې نسل ته پرېږدي. که يو څوک سپینږی نه شي، زوی یا لور یې ځوانۍ ته نه رسېږي. که د چا زوی یا لور تکړه، د کار جوګه او توانمن کېږي، نو طبیعي ده چې پلار او مور به یې په خپل وجود د فزيکي کمزورۍ او زهیرۍ احساس کوي. استثناءت همېشه وي، خو هغه په حساب کې نه شي راتلای.

د ښاغلي مصطفی سالک پر يو نظم څو خبرې
هجرت الله اختيار
د ښاغلي مصطفی سالک مشهور نظم چې اصلي عنوان یې (په کربلا کې ټوکېدلی ګل یې!) دی، خو مشهور د دې نظم پر لومړۍ کرښه (جینۍ د خدای او د رسول ومنه!) دی، ما ډېر پخوا د لومړي ځل لپاره لوستی و، ښايي هغه مهال چې زه د ښوونځي زده کوونکی وم. خو د ښوونځي له مهاله، بيا تر پوهنتونه او آن تر اوسه پورې، زما په تېر ادبي ژوند کې مې دا نظم بيا بيا لوستی دی او هر ځل یې پر ما بېل بېل اثر کړی دی. واقعيت دا دی چې دا نظم موږ ته د يو، بلکې څو تصويرونه ښيي. تصويرونه هم په يو اړخيزه مکالمه کې وړاندې کوي، داسې يو اړخيزه مکالمه چې يوازې شاعر خبرې کوي، مقابل لوری هېڅ هم نه وايي، خو د نظم په لوستو لوستونکی پوهېږي، يا یې درک کوي چې د شاعر مقابل لوری څه ويل غواړي؟ يا شاعر د مقابل لوري د کومو خبرو، د کومې ارادې يا کوم څه کولو (عمل) په مقابل کې دا ډول عکس العمل ښودلای دی.