top of page

آرواښاد شېرآغا سالم او په هريپور کې زموږ لومړني ادبي ګامونه

هجرت الله اختيار

ارواښاد شېرآغا سالم او په هريپور کې زموږ لومړني ادبي ګامونه

ليکوال: هجرت الله اختيار

مرګ حق دی.‌ ټول باور لرو چې د ځمکې هر ساه کښ د الله تعالی جل جلاله له حکم سره سم پر يو ټاکلي وخت او یوې ټاکلې شېبې خپله روح حق تعالی جل جلاله ته سپاري او پر دې دنيا به یې ژوند پای ته رسېږي. الله تعالی چې انسانانو ته څرنګه ژوند وربښلی دی، دغسې یې مرګ هم ورته ټاکلی دی او هر انسان به پر هماغه ټاکلې شېبې له ژوند سره مخه ښه کوي او له دنيا به رخصتېږي.

د ځمکې پر مخ دا مهال تر اته زره ميلیونو څخه هم ډېر انسانان ژوند کوي او د نړۍ د ارقامو له مخې کابو هره ورځ له درې نیم سوه زرو څخه زیات ماشومان زېږي او کابو له دوو سوو زرو څخه ډېر کسان مري. د دونيا نظام پر همدې روان دی چې نوي ماشومان به دنيا ته راځي او عمر خوړلي به ورو ورور خپل ځای ورپسې نسل ته پرېږدي. که يو څوک سپینږی نه شي، زوی یا لور یې ځوانۍ ته نه رسېږي. که د چا زوی یا لور تکړه، د کار جوګه او توانمن کېږي، نو طبیعي ده چې پلار او مور به یې په خپل وجود د فزيکي کمزورۍ او زهیرۍ احساس کوي. استثناءت همېشه وي، خو هغه په حساب کې نه شي راتلای.

زموږ مشر ملګری، شاعر او لیکوال ارواښاد شېرآغا سالم هم د نورو انسانانو په څېر د ژوند او وخت پر دې طبیعي لار طبیعي مزل درلود او د الله تعالی له حکم او ټاکلي وخت سره سم یې دا مزل د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر يوويشتمه نېټه پای ته ورسوه او اوس د حق جل جلاله پر لوري دی. اروښاد سالم هم لکه د نورو ټولو انسانانو په څېر ماشوم و، زلمی شو او د ژوند هره مرحله یې قدم په قدم ووهله. خپل اولادونه یې پيدا کړل او بيا اهسته اهسته پرې زهیري غالبېده. نن که هغه له موږ سره نشته، خو تر شا یې په خپله کورنۍ کې څو ځایناستي (زامن او لوڼې) پرېښي دي. هماغسې چې د ارواښاد سالم والدينو صاحبانو تر شا ارواښاد سالم او د هغه نورو وروڼه او خویندې پرېښي وي.

ښايي ما د لومړي ځل لپاره د اروښاد سالم نوم (بلکې تخلص) د ښاغلي بشرمل زرغون له خولې اورېدلی وي. دا غالباً دوه زره لومړی یا دويم کال و. زه د ابو مسلم خراساني لېسې په لسم – یوولسم ټولګي کې وم. دا لېسه د پښتونخوا د هریپور نومي د کډوالو په کیمپ کې و. د هريپور د کډوالو کیمپونه په شمېرو یادېدل. غالباً په منځ او شاوخوا کې به یې د ځینو شمېرو کیمپونه له منځه تللي وو، ځکه یې شمېرې منظمې نه ښکارېدې. زموږ کیمپ ته به یې شپږم، نهم، يا يوولسم کیمپ وايه. د ابومسلم خراساني لېسه د ازبکانو بازار (بازار د ازبکانو په نوم مشهور و، خو شاوخوا ته یې اکثریت ترکمن قوم اوسېده) په وروستي سر کې وه. بشرمل زرغون صیب هم د النصر عالي لېسې په لسم – يوولسم ټولګي کې و. النصر عالي لېسه په شلم کیمپ کې وه چې ما هېڅ نه وه لیدلې او نه کله ورغلی وم. دې لېسې ته به خلک په بایسیکل تلل او هغه مهال زما (زموږ د کورنۍ) دا وس نه و چې بايسیکل دې یوازې ښوونځي ته د تګ لپاره واخلم یا ولرم.

د زرغون دوی خپل کور دا مهال په افغانستان کې و، خو زرغون د ښوونځي لپاره خپل کاکا کره اوسېده او د کاکا کور یې نوی نوی زموږ کوڅې ته راغلی و. دغه مهال زما يو دوه بيته شعر د پېښور د جلوزو کيمپ له دارالارقم مرکز څخه خپرېدونکې اوونیزې (اصلاح) کې چاپ شوی و. يوه ورځ بشرمل زرغون زموږ دکان ته راتاو شو، راسره کېناست، پېژندګلوي مو سره وکړه، نو ما په ډېرې خاکسارۍ (په حقیقت کې له وياړه ډک) د اصلاح اوونیزې هغه پاڼه ورته وښوده چې زه یې د شاعر په توګه زبادولم. زرغون خوشحاله شو او پر خپلې شاعرانه طبعې یې هم اقرار وکړ. له دې وروسته مو په هريپور کیمپ کې د مشاعرې او ادبي هلو ځلو د امکان په اړه هم ځکه خبرې شریکې کړې چې دا مهال زما ټولګيوال او زما د شاعرۍ لارښود احمد ولي (هغه مهال مرور او اوس) یوسفزي او زموږ دواړو استاد حفیظ الله شريف او زما درېواړو هڅه دا وه چې يو شاعرانه او ادبي بنسټ باید رامنځته کړو. زرغون د سالم صیب نوم یاد کړ چې په شله ټکيو (شله ټک اصلاً د لغمان يوه سيمه ده، دا چې د دې سیمې ډېر اوسېدونکي په ديارلسم کیمپ کې اوسېدل، نو د دوی سیمې ته به د دیارلسم کیمپ پر ځای د شاوخوا سیمو خلکو شله ټکي وايه).

په هر حال، زما نه یادېږي چې زموږ له خوا په هريپور کيمپ کې د لومړنۍ ادبي بنسټ (پامير ادبي ټولنه) يوازینیو دوو غونډو (مشاعرو) ته به سالم صیب راغلی وي او کنه، خو پامیر ادبي ټولنه او د مشاعرو لړۍ یې له هماغو دوو غونډو وروسته له منځه لاړه. خو زما یادېږي چې سالم صیب مې په لومړي ځل زما د لومړني ښوونځي (ابتدايه دورې) ټولګيوال محمدولي دوی په دوکان (چې د پلار په نوم یې مشهور و او خلکو به د کاتب ماما دوکان باله) کې ولید. سالم صیب پر قد متوسط، توره ږیره، سپینه جالۍ خولۍ پر سر، سپین څادر پر اوږه له کوڅې راووت او دوکان ته راتاو شو. زه له محمدولي سره په دوکان کې ولاړم وم. محمدولي دی د سالم صيب په نوم یاد کړ،‌ نو زه پوه شوم چې دا هماغه شاعر سالم صیب دی چې زرغون یې یادونه کړې وه. سالم صیب سره ما هم روغبړ وکړ، ځان مې وروپېژنده. زه یې پخوانی نه پېژندم،‌ خو وروڼه مې یې پېژندل. یادېږي مې چې راته یې وویل وروڼو مې ورسره د حسين دین په بټيو کې يو ځای کار کړی و. د هریپور کیمپ د بېوزله اوسېدونکيو اسانه او ارزانه کار د خښتو په بټيو کې کار و. زموږ کورنۍ او سالم صیب دوی هم د خښتو د بټيو کاريګر وو.

له سالم صیب سره دا شناخت اهسته اهسته پراخه کېده، يو وخت له دې شناخته يوه لويه ادبي حلقه جوړه شوه. دې حلقې سره قاري نعمت الله (هغه مهال عزيزي او اوسمهال) فراست هم یو ځای شو، محمد روز محتاج هم چې تازه د ايران له مساپرۍ راستون شوی و، د حلقې برخه شو. قاري عبدالله زاهد (چې موږ به په نارسمي توګه په قاري تور خان زاهد يادوه) هم د حلقې برخه شو. جهاد ګل نظر صیب چې د شعر لیکلو هڅه یې ونه کړه، خو شعر، ادب،‌ او شاعران پالل یې خوښېدل هم په حلقه کې و. يوه یادونه باید وکړم چې دا پورته ياد ټول ملګري کابو د یوې محلې او سیمې اوسېدونکي وو او وروسته وروسته مو بيا ترې اورېدل چې شهزاده شيرینزوی صاحب هم همدلته له دوی سره یو ځای اوسېده او په حقیقت کې د دوی شاعرانه او ادبي حلقه له پخوا څخه موجوده وه. ښايي په هغې حلقه کې نور نومونه هم وو، خو کله چې زه او سالم صیب سره مخ شو، نو شيرینزوی صیب له هريپور کیمپ څخه د کچه ګړۍ کیمپ ته کډه کړې وه.

په پامير ادبي ټولنې پسې دويم اقدام موږ د پورته یادو ملګرو په مرسته زموږ د منځني ښوونځي استاد مولوي عبدالله (چې په مولوي شمشمېر مشهور و) په مشرۍ او همدارنګه د استاد خان آغا حميدي او استاد محمد هاشم دانشيار په ملاتړ او مرسته د (اصلاحي ادبي ټولنې) د بنسټ په کېښودو واخيست.‌ دې ادبي ټولنې ته بيا نور ډېر استادان،‌ لیکوالان او شاعران راغلل. استاد سيد علي شاه هاشمي صیب هم د یادې ټولنې یو اساسي ستن وه.‌ اصلاحي ادبي ټولنې به هره جمعه د جمعې له لمانځه وروسته خپلې غونډې کولې او اروښاد سالم د دې ټولنې هغه ستره پايه وه چې د هغه له حضور پرته به غونډه نيمګړې محسوسېده. که څه هم سالم صاحب منظمې او رسمي زده کړې نه وې کړې، خو پراخه مطالعه یې درلوده او تر څنګ یې د ژوند د سړو او تودو تجربې هم وې، نو ځکه خو یې د شعر و ادب په ډګر کې ګامونه پاخه وو او هر غزل و نظم به یې د هېواد او ملت پر محور راڅرخېده. هغه به کابو هره اوونۍ غونډې ته نوی شعر راوړ، شعر به یې له سټیج نه په ترنم وايه، کله کله به یې سترګو ورسره سمه انډیوالي نه کوله، همدا لامل و چې کله به یې ترنم هم ټکنی شو. پر شعر یې د کلاسیکې شاعرۍ رنګ غالب و. استعارې او تشبیه ګانې یې هم د کلاسيکې شاعرۍ کارولې. د شعر په نورو فورمونو کې یې هم لیکل کول. يو ځانګړی خوی یې دا درلود چې کله به یې هم شعر نقد ته وړاندې کړ، نو چې هر چا به هر څومره خبرې پرې وکړې، ده به په ډېر غور اورېدې. زیاتره به یې د چا د نقد ځواب نه وايه. موږ پرې پوهېدو چې د استاد خان آغا حميدي نقد او بحث به پرې غمېده، خو هغه ته به یې هم حوصله کوله.‌

تر ټولو جالبه ځانګړنه یې دا وه چې خپله ځانګړې لیکنۍ ژبه یې درلوده چې پرته له ده به پرې نور هېڅوک نه پوهېدل. په خپله لیکنۍ ژبه کې به یې ډېرې هغه دوه کلیمې چې باید بېلې ولیکل شي، یو ځای لیکلې. ډېرې هغه کلیمې چې يو ځای ولیکل شي، بېلې لیکلې. د س، ث، ص توري یې هم په کلیمو کې داسې یو د بل پر ځای کارول چې لوستونکيو ته به یې د ده شعر او نثر لوستل ناممکن کول. د او ت توري به یې هم یو د بل پر ځای کارول. د پ او ف ناسمه کارونه (ويلو) کې خو هسې هم لغمانيان نوم لري. بېځايه او پر ځای ي ګانې هم د سالم صیب په متن کې زیاتې نه، نهایت زیاتې وې. خو تر ټولو جالبه دا وه چې موږ هېچا به هم پر دې نه تنګوه. ده به خپله کله کله ځان پړ ګاڼه، په ځانګړې توګه کله به چې دریځ ته پورته کېده، نو خامخا به یې د خپلې نالوستۍ یادونه کوله. قاري صیب نعمت الله (عزيزي) فراست به ورسره کله شخ شو چې سالم صیب تاسې باید ځان ته نالوستی ونه وايئ. ځکه یو نالوستی دغسې فکر هېڅکله نه شي پنځولی کوم چې تاسې په خپلو غزلو او نظمونو کې پنځوئ.‌

د اصلاحي ادبي ټولنې له غونډو او مشاعرو وراخوا به سالم صیب د ملګرو د مازیګرنۍ ناستې لازمي غړی و. مازیګرنۍ ناسته يا قدم وهل به په حقیقت کې له شله ټکيو (د سالم صیب د اوسېدو له ساحې) د قاري نعمت الله فراست، قاري عبدالله (تور خان) زاهد، محمد روز محتاج او جهاد ګل نظر په یو ځای کېدا راپيل شوه، کله کله به زه هم ورسره د ازبکانو بازار په منځ کې یو ځای شوم او د ازبکانو بازار د دواړو لوريو دوکانونو د دورې پر تکمیل به پای ته ورسېده. کله کله به دا ناسته د بازار تر شا د غنمو پټيو کې تر سره کېدله. دې ناسته کې به هم شعرونه ويل کېدل، نقد به کېده، د اصلاحي ادبي ټولنې د غونډو پر بحثونو به بيا بحثونه کېدل او کله کله به ټوکې ټکالې هم کېدې. زما یادېږي چې کله به پر سالم صیب د خښتو بټۍ کې ناوخته شوې وه، نو کور ته له رارسېده سره سم به ستړي ستړي خو چابک چابک قدمونه رااخیستل او تر دې مجلس به یې ځان رارسوه.

په مړي ژوندي پالنه کې هم تر هر چا ډېر مېړنی و. په ۲۰۱۰ز کال کې چې زما له واده په هريپور کیمپ کې خبر شو، له استاد سيد علي شاه هاشمي سره یو ځای یې ځان د لغمان عزیز خان کڅ ته راورسوه. همداسې به یې هر ملګري ته هر ځای ته ځان رسوه.

سالم صیب په کال () کې له هريپور کيمپ بېرته خپل وطن ته راستون شو. که څه هم د سالم صیب اصلي ځای د لغمان ولایت عزیز خان کڅ و، خو دا چې سالم صیب په عزیز خان کڅ کې ځمکه، کور او جایداد نه درلود، نو ځکه خو اړ شو چې د ننګرهار ولایت د سرخرود په موي مبارک سيمه کې ځانته يوه ټوټه ځمکه واخلي او کور پرې جوړ کړي. کله چې د سالم صیب زامن راغټکي شول، نو لږه رڼا هم پرې راغله. په زامنو کې یې کوم يو له هېواده بېرون هم استولی و. اوس یې ژوند د هغه پر خوارۍ و مزدورۍ روان و. وطن ته په راتګ سره هم سالم صیب ونه شول کړای چې د ننګرهار يا لغمان ادبي حلقو کې ځای پیدا کړي. ښايي يو لامل یې د هغه عمر و چې نور د زهېرېدا په حال کې و. دويم لامل یې هم شاید دا و چې د هغه د هريپور د وخت ادبي ملګري خواره واره و. فیسبوک هم يوه هغه وسيله ده چې ډېر لیکوال او شاعران یې له یو بل سره اشنا کړي دي او پر نورو یې پېژندلي دي. دا چې سالم صیب زده کړې نه وې کړې، نو ځکه خو ورته د فیسبوک کارول هم اسانه نه و چې يا دې پکې خپله پوسټونه وکړي او یا دې هم د نورو پوسټونو ته کمنټونه وکړي.‌

زموږ د هريپور کیمپ د ملګرو په وټس آپ ګروپ کې هم سالم صیب د حوصلې او اخلاص غر و. که ګروپ به د یوې ورځې لپاره خاموشه و، نو لومړی غږ به د سالم صیب و چې ملګرو غږ وکړئ، څه شوئ؟ لا یې هم خپل شعرونه په ترنم کې ويل. زه به چې په دې ګروپ کې وم، ځان به راته داسې ښکارېده لکه هماغسې چې د ښوونځي زده کوونکی یم او په هريپور کیمب کې له دغو ملګرو سره یو ځای اوسېږم. لکه زمانه چې هېڅ تېره شوی نه وي.

په هر حال، سالم صیب اوس له موږ سره نشته، خو يادونه یې شته دي، غزلې او شعرونه یې شته دي. له بده مرغه چې شاعري یې لا هم نه ده چاپ شوې. يو وخت ما هڅه وکړه چې غزلې او نظمونه یې کمپوز کړم. غالباً پوهاند استاد فضل ولي ناګار ته مې د سریزې لپاره هم ورکړي وو او هغه پرې ډېره صوفیانه او عارفانه سریزه هم لیکلې وه، خو بيا هم زه پوه نه شوم او نه پوه یم چې هغه شعرونه څه شول.

تېره ورځ مې له ملګرو واورېدل چې د سالم صیب یو زوی شعر پالي او شاعرانه ذوق لري، نو هیله ده چې هغه به وکولای شي د سالم صیب ټول لیکلي آثار لږ تر لږه له ضایع کېدا خوندي کړي. د نوموړي د شعرونو د راټولولو او منظمولو لپاره په ملګرو کې زما سترګې په لومړي قدم کې بشرمل زرغون صیب ته اوړي، هغه دا مهال د علومو اکاډمۍ غړی دی، تر دې دمخه یې هم د ګڼو لیکوالو او شاعرانو اثار راټول کړي، منظم کړي، سریزې یې پرې کښلي او چاپ کړي یې دي. همدارنګه زموږ بل ملګری شهزاده شيرینزوی صیب هم په مسلکي لحاظ دا توانايي لري چې د سالم صیب ټول شعرونه راټول، منظم او کمپوز کړي. له هغې وروسته به یې بيا د چاپ لارې هم ورته وسنجوو. سالم صیب دې الله تعالی وبښي. د هغه پر مړينې ټول ملګري،‌ په ځانګړي توګه د هريپور د اصلاحي ادبي ټولنې د حلقې ملګري سخت ودردېدل. هغه په هريپور کې زموږ د لومړنيو ادبي ګامونو مخکښ ملګری و.

bottom of page