top of page

زموږ په تېرو څو څلوېښت کلن ناورین کې له افغانستانه د مسلکي او علمي کادرونو د وتلو او یا هم وتلو ته د اړ ايستلو دا درېيم ځل دی. لومړی ځل چې کله په اصطلاح کمونيستان واک ته ورسېدل نو له افغانستانه یې ګڼ روڼاندي ايستلو ته اړ کړل. پر دې موضوع ارواښاد سيد بهاو الدين مجروح په انګليسي ژبه یوه هر اړخيزه مقاله لیکلې ده، خو د مقالې ډېر فوکس پر کابل او کابل پوهنتون دی چې څنګه د ثور له کودتا سره سم او له هغې وروسته افغان روڼاندي اړ شول چې هېواد پرېږدي. دا مقاله په انګليسي ژبه Afghan Intellectuals in Exile نومېږي چې ما تېر کال راوژباړله،‌ خو ژباړه مې یې لا چېرته نه ده خپره کړې. د مقالې د لوستلو او ژباړې پر مهال مې داسې احساس کاوه لکه پر افغانستان چې بیا د ثور انقلاب راغلی وي.

تمساح (۹)

ملي عمل او عکس العمل

د آتن د حکومتولۍ بنسټيز اصول (۳)

شاعري

غزل



زنده ګي مې پرې اوږدېږي، ستا ارمان راسره ښه دى
ډېره ګټه پرې كومه، لږ تاوان راسره ښه دى


تصور د خورو زلفو، تصور دې د ښايسته مخ
اضطراب راسره ښه دى، اطمنان راسره ښه دى


ايېنې مې پكار نه دي، تصويرونه مې خوښ نه دي
په دې خپل وجود مې شكر، دا خپل ځان راسره ښه دى


نن راياد يې ګلاب مخيه! نن مې زړه درپسې ژاړي
نن ورېځ په آسمان ښه ده، نن باران راسره ښه دى


هېڅ مې هغه دواړه سترګې، وځي نه له فكر و خياله
پرېږدئ! پرېږدئ! خيال و فكر چراغان راسره ښه دى


زه خو بېرته پر زړو لارو واپس شومه اختياره
تګ يوازې نور ښه نه دى، څوك راوان سره ښه دى


۱۳۸۹ل، د زمري دوه ويشتمه، د مباركې روژې درېيمه

لغمان، عزیز خان کڅ،‌ الفت كلى

زه مې په ملګري پسې د پوهنتون داخل ته ورغلم، تر هغې مې چې موټر راګرځوه، ملګرى مې له يو بل سپين کالي کس سره له پوهنځي راووت. ما د موټر شيشه کښته کړه، هغوى دواړه د موټر په لور راروان و. سپين کالي سړي غوږ ته موبايل نيولى و او په ډېرې وارخطايۍ غږېده: ((درته وايم، کښته شه! ووځه! له دې ځايه ژر ځان باسه! رئيس صيب هيله کوم، نورې پوښتنې مه کوه، خو ته مهم يې، ځان وباسه! يوه دقيقه کې ...))

ټليفون يې قطعه کړ، دواړه موټر ته راوختل. ما دواړو ته ستړي مه شي وويله، ملګري مې ستړي مه شي واخيسته، خو سپين کالي سړي ته بيا زنګ راغى. په خبرو سر شو: ((اورم صيب! اجرائت وشول صيب! بلې صيب! رئيس مو همدا اوس له ودانۍ وويست! بلې صيب! زما کسان د ودانۍ شاوخوا ته توظيف دي! څو شېبو کې به شنډوونکى ټيم راورسېږي! سمه ده صيب! تاسې بيا په جريان کې اچوم!! زه هم څو شېبو کې ورسېږم))

اجراات

bottom of page