
زمــا فــکــر
تمساح (۹)
فيوډور دوستويفسکي

په دفتر کې ما هېڅ داسې ونه ښوده چې ما ته دې دومره جنجالونه راپېښ وي او زه یې د تشویشونو ښکار اوسم. خو ژر تر ژره مې پام شو چې پرمختيايي روځپاڼې به ژر ژر د کارکوونکيو له لاسونو څخه یو بل ته انتقالېدې. دا ورځپاڼې به هر يو په داسې حال کې لوستلې چې مخونه او څېرې به یې معلومېدل چې جدي دي، د ځینو مخونه خو به تک سره اوښتي وو. تر ټولو لومړۍ ورځپاڼه چې ما ته راورسېده News-sheet وه. دا د کوم مشخص سیاسي ګوند ورځپاڼه نه وه بلکې په خپلواکه توګه خپرېده او يوازې پر بشردوستانه مسايلو به یې تمرکز کاوه. زياترو به دې ورځپاڼې ته په درنه سترګه نه کتل، خو بيا به هم لوستل کېده. ما په کې لاندې مطلب ولوست چې زه یې حيران نه کړم، ليکلي یې و:
((پرون ورځ زموږ د ښار په پراخو کوڅو او ښکليو ودانيو کې داسې اوازې خپرېدې چې يو پېژندل شوی شخص، د ټولنې د لوړ پوړ شخص ښايي د دې له امله چې د بورېل له ايکس کلب خوراکونو څخه نور ستړی شوی و، ارکيډ (نندارتون) ته تللی دی، هغه ځای ته چېرته چې يو غټ تمساح راوړل شوی او نندارې ته ايښودل شوی دی. دې سړي د تمساح خاوند ته په تاکيد سره ويلي دي چې تمساح دې د ده د ماښامنۍ ډوډۍ لپاره تيار کړای شي. کله چې یې د تمساح له خاوند سره معامله شوې ده، نو هغه لوړپوړی سړي خپله د خوراک کار ته پلتۍ وهلې ده. لوړپوړي سړي له ژوندي حيوان څخه د خپل جېب د چاقو په مرسته ټوټې راپرې کول شروع کړي او په ډېرې لېوالتيا او اشتها یې خپلې معدې ته ښکته کړي دي. په دې ډول ورو ورو ټول تمساح د هغه معدې ته ښکته شوی دی، خو دا چې دغه لوړپوړی شخص لا هم نه و موړ، نو هڅه یې کوله چې هلته موجود ايکنيومون (ichneumon) هم وخوري ځکه فکر یې کاوه چې دا به هم د تمساح په څېر خوندور وي. موږ په هېڅ لحاظ له دغه ډول غذايي رژيم سره مخالف نه يوو ځکه بهرنيان له دغه ډول غذا خوړلو سره اشنا دي. موږ وړاندوينه کړې وه چې دغسې به کېږي. د انګليستان لارډان او مساپرين هېمشه په مصر کې له ژوندي تمساح څخه د غوښو راپرې کولو او خوړلو پروګرامونه جوړوي او د دغه هېولا (تمساح) د شا غوښې داسې کبابوي او خوري یې لکه د غوايي د غوښې کباب چې له پيازو، او کچالو سره خوري. فرانسويان چې د ليسيپس په ټرین کې سفر کوي، خوښېږي یې چې د تمساح پښې په سکرو او تودو ايرو کې کباب شي او بيا یې وخوري. که څه هم انګریزان پر هغوی خاندي، خو زموږ په هېواد کې به دا دواړه طریقې ومنل شي او خلک به یې خوښې کړي.
موږ د دې نوي صنعت لپاره خوښ يوو، دا د تمساح د واردولو او خوړلو صنعت چې زموږ هېواد یې غوړېدا ته سخت تږی دی او و. ښايي کال وروسته په سلګونه نور تمساح هم راوړل شي چې د هغه لومړي تمساح ځای ونيسي، هغه چې د پيټرزبرګ د سړي په معده کې ورک شو. پوښتنه دا ده چې ولې دې تمساح په روسيه کې عادي او رواج نه شي؟ که چېرې د نيوا اوبه د دغه په زړه پورې بهرني موجود لپاره ډېرې سړې وي، نو موږ په پلازمېنه کې هم حوضونه لرو او له پلازمېنې بېرون بيا سيندونه هم شته دي. ولې دې ماسکو د پارګولوفو، يا پاولوسکي او يا دې هم د بريژينسکي او سيموټيکا په حضونو کې تمساح ونه ساتل شي؟ په داسې حال کې چې تمساح کولای شي زموږ د حساسو خوړونکيو لپاره خواړه برابروي. تمساحګانې په عين حال کې د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې د حوضونو شاوخوا کې ګرځي د سېل او ساعتېرۍ زمينه برابروي او حتا زموږ ماشومان ترې د طبعیت د ژوندي تاریخ درس هم اخيستلای شي. د تمساح پوستکی هم ډېر ارزښتمن دی، له دې څخه د زیوراتو بکسونه، د سېګرېټو بکسونه او د جیبي کتابونو بکسونه جوړېدای شي. یوازې د تمساح له پوستکي څخه زرګونه ډالر ګټه سوداګرو او کاروباريانو ته رسېږي. موږ هيله لرو چې پر دې په زړه پورې موضوع بيا بيا ليکل وکړو.))
که څه هم ما په ورځپاڼو کې د دغسې يو څه د خپرېدا او راتلو وړاندوينه درلوده، خو بيا هم د News-sheet دغسې بې غوره او بې بنسټه مضمون ليکل پر ما بد اثر وکړ. ما هېڅوک داسې پیدا نه کړل چې خپل احساسات ورسره شریک کړم. ما پروهور سيووېچ ته مخ واړوه، هغه ما ته مخامخ ناست و. زما پام شو چې هغه له ښایسته شېبې راهیسې ما ته کتل. ما وکتل چې په لاس کې یې Voice ورځپاڼه نيولې ده، غوښتل یې چې Voice ورځپاڼه ما ته راکړي. پرته له دې چې ما ته څه ووايي زما له لاسو یې News-sheet واخيسته او Voiceیې ما ته راکړه. د راکولو پر مهال یې د خپل نوک په زور د ورځپاڼې يو مضمون ما ته راوښوده، ښايي د دې لپاره چې ویې ولولم. دا پروهور سيوويچ ډېر عجیب و غریب سړی و. هېڅ خبرې یې نه کولې، سنجيده او هوښيار معلومېده، زوړ هم و. زموږ د دفتر په همکارانو کې د هېچا ملګری نه و. په آسانۍ یې له چا سره خبرې نه کولې. د هر شي په اړه یې خپل یو نظر درلود، خو له هېچا سره یې خپل نظر نه شريکوه. يوازې اوسېده. زموږ د دفتر په همکارانو کې هېڅوک هم د هغه ځای ته نه و ورغلی. ما چې Voice ورځپاڼه واخيسته او هغه مضمون مې ولوست، په دې ډول و:
((هر څوک پوهېږي چې موږ بشردوسته او پرمختلونکي یوو او غواړو چې په دې برخو کې له اروپا سره سيال شو. خو له دې ټول پرمختګ او زموږ د ورځپاڼو له هڅو سره سره موږ لا هم له هوښيارتيا څخه لرې پاتې یوو. دا خبره ممکن د هغې پېښې په اړه له پوهېدا ښه زباد شي چې پرون په ارکيډ کې پېښه شوې ده، خو وړاندوينه یې ډېره مخکې شوې وه. يو بهرنی سړی دلته راځي او له ځان سره يو تمساح هم راوړي. هغه خپل تمساح په ارکيډ کې نندارې ته وړاندې کوي. موږ سمدستي د صنعت د دغه نوې او ګټورې څانګې هرکلی کوو ځکه چې د صنعت دا نوې څانګه زموږ ځواکمن متنوع هېواد لپاره ډېره ګټوره ده او موږ ورته ډېره اړتيا لرو. پرون پر څلورو بجو ناڅاپه یو ښاغلی چې بې اندازې غټ هم و د دغه بهرني د تمساح نندارځي ته په داسې حال کې ورځي چې نشه هم و. هغه د داخلېدو د ټيکټ پیسې ورکوي او سمدستي له کوم خبرداري پرته د تمساح ژامو ته غورځي، طبیعي ده چې تمساح مجبورېږي هغه خوی تېر کړي، ځکه تمساح هم اړ و چې ځان له مرګه وژغوري.
کله چې دغه نابللی مېلمه د تمساح خېټې ته ورسېد، ځان یې پر خوب واچوه. نه د تمساح بهرني خاوند چيغو، نه د هغه وېرېدلې کورنۍ فرياد او نه هم د پولیسو د راغوښتلو وېرې کوم اثر وکړ. وروسته د تمساح له خېټې یوازې خنداګانې راتللې او د دې تاکيد چې تمساح دې وڅېرل شي. که څه هم تمساح بېچاره مجبور و چې دغسې يوه غټه جوثه خويه تېره کړي، پرته له دې چې اوښکې تویې کړي، بل به یې څه کړي وای؟ لکه چې متل دی: نابللی مېلمه له تاتار نه هم بدتر دی. خو له دې ټولو سره سره دغه نابللی مېلمه هلته کلک ناست دی او د تمساح خېټه نه پرېږدي. موږ نه پوهېږو چې دغسې ظالمانه پېښه څه ډول تشریح کړو، دا پېښه زموږ کولتوري کمی او وروسته پاتېوالی ښيي او بس! او په واقعيت کې موږ د بهرنيانو پر وړاندې کم راولي. د روسانو بې پروایۍ اوس يوه نوې لار موندلې ده. بایده دي چې دا پوښتنه په جدي ډول وشي چې د دغه نابللي مېلمه موخه څه وه چې ځان یې د تمساح خېټې ته اچوه؟ که غوښتل یې چې يو ارام او راحت ځای ومومي، نو په پلازمېنه کې خو ډېر ښه ارام او اسوده ځایونه شته دی چې ډېر ارزانه هم دي. دا ځایونه د نيوا اوبه هم لري او حتا زینې یې پر ګیس روښانه کېږي. تر دې چې د کور خاوند يوه دروازه بان هم ګوماري. موږ د خپلو لوستونکيو پام له کورنيو ژويو (څارويو) سره دغه ډول ظالمانه برخورد ته رااړوو. د تمساح لپاره بېشکه چې دا ډېره سخته ده چې دغسې يوه لويه او غټه جوثه هضمه کړي، دا چې نه یې شي هضمولای، نو هغه اوس لکه د یو غر پړسېدلی پروت دی او په ډېر تکلیف او درد د خپل مرګ انتظار کوي. په اروپا کې که څوک له کورنيو څارويو سره ناانساني چلن کوي، د قانون له مخې اوږدې سزاګانې ورکول کېږي. موږ سره له دې چې اروپايي پوهه او روشنفکري لرو، سره له دې چې لارې او کوڅې مو د اروپا په څېر پخې شوي دي، سره له دې چې ودانۍ او کورنۍ مو د اروپا په ساخت جوړ کړي دي، خو لا هم له اروپا ډېر لرې له خپل عنعنوي کولتور سره پاتې یوو.
که څه هم کورونه نوي دي، خو د جوړونې ډول یې پخوانی دی. او په حقیقت کې کورونه هم نوي نه دي، لږ تر لږه د کورونو زینې نوې نه دي. موږ بار بار په خپله ورځپاڼه کې رااخيستې ده چې د پيټرزبرګ طرف ته د میرچينټ لوکيانوف په کور کې له لرګيو څخه د جوړو شویو زينو د پښو ايښودو ځایونه له کاره لوېدلي دي، او د افيميا سکاپيډاروف (چې يوه سرتېرې ښځه ده او په هغه کور کې کار کوي او زياتره مجبوره وي چې پاس پوړ ته اوبه په لاس او يا هم يوه غېږ لرګي په غېږه کې لاړه شي. بالاخره زموږ وړاندوينه رښتیا شوه: پرون ماښام اته نیمې بجې افيميا سکاپيډاروف د سوپ له يوې کاسې سره له زینې لاندې راولوېده او پښه یې ماته شوه. موږ نه پوهېږو چې لوکیانوف به اوس خپلې زینې جوړې کړي او کنه. روسيان زیاتره له پېښې وروسته هوښيارېږي، خو د روسیې د بې احتیاطۍ قرباني اوس روغتون ته رسول شوې ده. په عين وخت کې موږ بايد دا خبره هم هېره کړو چې په ويبورګسکی طرف کې د کورونو ساتونکي چې له خپلو حويليو (فرشونو) څخه خټې لرې کوي، نو پر پليو لارو دې یې نه اچوي چې د خلکو پښې پرې ککړې نه شي، بلکې موږ بايد ووايوو چې دوی دې خټې لکه د اروپا غوندې په يوه کنده کې واچوي چې پر لار تېرېدونکي کسان ترې پعذاب نه شي او همداسې نور هم ډېر څه شته چې موږ یې د اروپا په څېر عملي کولای شو.
ما ناڅاپي پروهور سياوويچ ته وکتل او ترې مې وپوښتل: ((دا څه دي؟ د دې مانا څه ده؟!))
هغه بېرته زه وپوښتلم ((ته دا څنګه مانا کوې؟!))
ما وويل: ((ولې؟ زما په فکر د دې پر ځای چې له ايوان ماتوويچ سره خواخوږي وښيي، دوی له تمساح سره خواخوږي ښيي!))
هغه وويل: ((که داسې ووايو څنګه به وي؟ هغوی د ژويو درناوی کوي، او هغوی له ژويو سره خواخوږي لري، موږ هم بايد د اروپا په څېر شو، څنګه بايد نه شو؟ دوی د تمساح په اړه ډېر ګرم احساسات لري. ههه ههه ههه!))
هغه بوډا پروهور سياوويچ همدا وويل، نور یې خپلې ورځپاڼې ورټولې کړې او نور یې هېڅ هم ونه ويل.
ما د Voice او د News-sheet ورځپاڼې او ځینې نورې زړې ورځپاڼې ټولې راټولې کړې او خپل جېب کې مې واچولې او غوښتل مې چې ماښام د ايوان ماتوويچ خوا ته ورشم. که څه هم ماښام ته ډېر وخت پاتې و، خو زه وختي له دفتره ووتم، غوښتل مې چې وختي ارکيډ ته ولاړ شم او له لرې وګورم چې هلته څه روان دي او بل دا چې هلته ورکول کېدونکي بېلابېل نظرونه واورم چې خلک څه وايي. ما فکر کاوه چې هلته به ډېر رش وي، ما خپل د کوټ کلر راکات کړ چې خلک مې ونه ګوري. ما يو څه د خجالت احساس هم کاوه، ځکه زه د خلکو له نظرونو سره ډېر اشنا نه يم. خو زه داسې احساس کوم چې زه حق نه لرم چې د دغې اصلي او نه هېرېدونکې پېښې په اړه خپل واقعي احساسات وليکم.
پای