top of page

له افغانستانه د مسلکي کادرونو وتل او وتلو ته اړ کول:
عوامل او دلایل

هجرت الله اختيار

له افغانستانه د مسلکي کادرونو وتل او وتلو ته اړ کول:

عوامل او دلایل

هجرت الله اختیار

زموږ په تېرو څو څلوېښت کلن ناورین کې له افغانستانه د مسلکي او علمي کادرونو د وتلو او یا هم وتلو ته د اړ ايستلو دا درېيم ځل دی. لومړی ځل چې کله په اصطلاح کمونيستان واک ته ورسېدل نو له افغانستانه یې ګڼ روڼاندي ايستلو ته اړ کړل. پر دې موضوع ارواښاد سيد بهاوالدين مجروح په انګليسي ژبه یوه هر اړخيزه مقاله لیکلې ده، خو د مقالې ډېر فوکس پر کابل او کابل پوهنتون دی چې څنګه د ثور له کودتا سره سم او له هغې وروسته افغان روڼاندي اړ شول چې هېواد پرېږدي. دا مقاله په انګليسي ژبه Afghan Intellectuals in Exile نومېږي چې ما تېر کال راوژباړله،‌ خو ژباړه مې یې لا چېرته نه ده خپره کړې. د مقالې د لوستلو او ژباړې پر مهال مې داسې احساس کاوه لکه پر افغانستان چې بیا د ثور انقلاب راغلی وي.

استاد اسماعيل یون هم په اصطلاح د مجاهدینو د تېرې واکمنۍ او په کابل کې د کورنيو جګړو پر مهال ((له افغانستانه د مسلکي او علمي کادرونو د فرار عوامل)) تر سرلیک لاندې کتابګوټی لیکلی دی چې خپله یې چاپ کړی دی. په دې کتاب کې هم تر انقلاب وروسته له افغانستانه د علمي او مسلکي کادرونو د وتلو په اړه احصایه او ګڼ تحلیلي معلومات راغلي دي.‌ دا کتاب هم ما تېر کال ولوست، د دې کتاب د لوستلو پر مهال مې هم فکر کاوه چې افغانستان هماغه د اویایمو کلونو د مجاهدینو غویمنډ ته ورستون شو.

درېيم ځل له افغانستانه د مسلکي‌ او علمي کادرونو تېښته یا هم تېښتې ته اړيستل تېر کال د اګست پر پینځه لسمه د جمهوريت له سقوط سره سم د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدلو پيل شول. که څه هم تر اوسه پورې له افغانستانه د مسلکي‌ او علمي‌اشخاصو د وتلو دقیقه احصایه نه شته او نه هم راټوله شوې ده، ځکه دا پروسه لا بشپړه نه ده، بلکې لا هم په زرګونه افغان مسلکي او علمي‌اشخاص په دې هڅه کې دي چې ځان ته له افغانستانه بېرون، په ځانګړې توګه په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې د ژوند او مهاجرت امکانات برابر کړي او له افغانستانه ووځي. په زرګونه علمي او مسلکي اشخاص په ایران،‌ پاکستان، ترکيه،‌ هند او ... نورو هېوادونو کې پراته دي تر څو پورته یاد شوي‌هېوادونه د دوی د مهاجرت د ویزو او یا هم د نامهاجرت ويزو غوښتنلیکونه ومني او دوی هلته پناه یوسي.‌

د بي بي سي پښتو یو راپور چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۱۶مه خپور شوی دی، وايي چې یوازې له درېوو پوهنتونونو (کابل، بلخ او هرات پوهنتونونو) څخه څلور سوه استادان له افغانستانه وتلي دي.[1]‌ د بي بي سي د دغه راپور په حواله یوازې د کابل پوهنتون له ۸۲۰ استادانو څخه ۲۵۴ یې خپلې دندې په دغه پوهنتون کې پرېښي دي او له هېواده وتلي دي.‌ د دغه راپور په حواله د هرات پوهنتون له څلور سوه استادانو څخه اتیا یې له افغانستانه وتلي دي او بلخ پوهنتون هم له کابو څلور سوه استادانو څخه پینځه شپيته یې له افغانستانه وتلي دي. د معلوماتو او احصایې ادارې د ۲۰۲۰ز کال د احصایې او معلوماتو کالنۍ له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې ټولټال ۱۶۷ دولتي او خصوصي پوهنتونونه یا د لوړو زده کړې موسسې موجودې وې.‌ په دې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په دې موسسو کې ټولټال ۱۸۴۳۰ استادانو تدریس کاوه چې له ډلې یې ۲۵۴۹ ښځینه وې. سره له دې چې موږ پوهېږو چې له افغانستانه د پوهنتونونو د استادانو وتل یوازې د علمي او مسلکي اشخاصو ډېره کوچنۍ سلنه جوړوي.‌ د افغانستان له کابو دېرشو ډېرو وزارتونو او ادارو څخه ټول لوړرتبه اشخاص چې اکثریتو یې له افغانستانه بېرون او د افغانستان په داخل کې لوړې زده کړې کړې وې او د کلونو کلونو کار او تجربې درلودونکي وو، ټول له افغانستان څخه له خپلو کورنيو سره ووتل چې په دې اړه به دقیقه څېړنه ډېر وخت او ډېر کار ته اړتيا ولري.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د اټکل له مخې له افغانستانه وتلي ډېری کسان لوستي وو. دوی لږ تر لږه ليک لوست کولای شو،‌ اکثریتو یې پر یوې بهرنۍ ژبې خبرې کولی شوې او یا هم له پوهنتونه فارغ وو. د دغې ادارې اټکل دا و چې په ۲۰۲۱ز کال کې به د طالبانو له راتګ سره سم کابو پینځه سوه زره کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.‌ د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې په هر سلو کاري ښځو کې شپاړس یې له دندو ګوښه شوي دي او په هرو سلو نارینه وو کې یې څلور کسه ګوښه شوي دي.‌

په تېر یو کال کې له افغانستان د مسلکي او علمي کادرونو د وتلو او مهاجر کېدلو بهير لا هم ودرېدلی نه دی او نه هم تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي به دا بهير ودرېږي. ځکه د طالبانو واکمنه ډلګۍ هېڅ داسې کومه پالیسي او پرېکړه نه لري چې پر راتلونکي د خلکو باور زیات شي او په افغانستان کې پاتې کېدا ته زړه ښه کړي. د بي بي سي د پورته یاد راپور له مخې د خصوصي پوهنتونونو د محصلانو په شمېر کې هم په تېر یو کال کې څلوېښت سلنه کموالی راغلی دی. د پوهنتونونو د مسوولینو په وینا د دې کموالي غټ لامل د دوی په واکمنېدا سره د افغانستان اقتصادي رکود او بلکې مخ پر ځوړ حالت دی. د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱ز کال کې د افغانستان اقتصادي ځوړتیا شل سلنه وه، خو که حالات همداسې وي، نو ممکن دا ځوړتیا تر څلوېښتو سلنو پورې لاړه شي.‌ لنډه دا چې له افغانستانه د طالبانو د ډلګۍ له واکمنېدا وروسته په زرګونو پوهان، د پوهنتونونو استادان، مسلکي او تخنيکي اشخاص او په کُل کې د لوړو زده کړو درلودونکي له خپلو کورنيو سره کډوال شول. د دې کډوالۍ ګډ عوامل دي‌ چې ځینې یې خپله د طالبانو په ډلګۍ پورې اړه لري او ځینې یې په نامستقيمه توګه د زور له لارې د دوی د واک نیولو او د دوي د ناسمو پاليسيو! او پرېکړو له امله رامنځته شوي‌ دي. په دې لنډه او تنګه لیکنه کې یو څو عواملو ته په لاندې ډول اشاره کېږي:

لومړی: د اسلام د محدود تعبير و تفسير پلي کول

طالبان د یوې ډلګۍ په توګه او په ځانګړې توګه د دوی مشران او تصمیم نیوونکي ټول ملایان دي. د افغانستان په تاريخ کې دا واضحه ده چې د سياست او حکومتولۍ، له دنیا سره د اړيکو او د متفاوتو افکارو د زغم او تحمل په برخه کې د ملایانو نظرونه او فکرونه همېشه څومره محدود او تنګ دي.‌ که څه هم پر افغانستان واکمنه اوسنۍ ډلګۍ د اسلام مبارک دین د اصالت ډېره کمه سلنه استازولي‌هم نه شي کولای، خو بیا هم دوی ځانونه د اسلام دین ته منسوبوي او خپله تګلاره اسلامي تګلاره ګڼي. دوی د اسلام د مبارک دين احکامات په ډېرې تنګنظرۍ تفسيروي او د یوې عیني مسئلې په اړه یو قياس ته ځي، له هغه قیاسه بل قیاس کوي او له هغه بيا بل او هغه بیا بل، تر څو چې ډېره کوچنۍ مسئله تر تکفيره ورسوي. د بېلګې په توګه په دوی کې داسې اشخاص ښه زیات دي چې د ږیري‌ نه پرېښودل د سنت ترک وبولي او د سنت په ترک سره مسلمان د پیغمبر علیه السلام له مینې او د لارې له پیروۍ ګمراه وګڼي او څوک چې د پیغمبر په لاره نه وي‌ برابر، نو هغه د کفارو یا د شيطان په لاره دی او د کفارو او شيطان په لاره تګ کفر دی او په کفر کې پاتې کېدل او پرې افتخار کول د کافر حکم لري او د کافر وژل روا دي.‌ همداسې ډېر مسايل، پر ښنګرو د پايڅو له کښته کولو څخه نيولې تر په لوڅ سر لمونځ‌ کولو پورې او له پتلون اغوستلو څخه تر نکټايي تړلو پورې دا ټول اعمال په ډېرې اسانۍ سره د غرب،‌ کفر،‌ یهوديت او عيسويت له ادیانو سره د شباهت ورکولو له امله کفري کېدلی شي او یو مسلمان شخص پرې په ډېرې اسانۍ له دین څخه ایستلی شي. ډېر علمي او مسلکي اشخاص چې له دوی سره په سیاسي او فکري لحاظ هېڅ‌کومه ستونزه نه لري یا یې نه درلوده، خو له دين څخه د دوی دغه ډول ناسم او تنګ او کوچنی تعبير و تفسير هغوی اړ کړي او اړ کوي یې چې په دفترونو کې له دوی سر دندې پرېږدي او چې دنده یې پرېښوده نور نو په افغانستان کې ورته د اوسېدلو مجال نه پاتې کېږي، باید یو بل پردي ملک ته کډوال شي.

دویم: د تېر شل کلن جمهوري نظام لاسته راوړنو او کادرونو ته د شک په سترګه کتل

د لوړو زده کړو وزير څو ځل په ډېر صراحت سره وویل چې په تېرو شلو کلونو کې چې چا زده کړې کړي دي، هغه هېڅ په درد نه خوري او ګواکې د دوی دا زده کړې غیر اسلامي او غیر شرعي دي.‌ په یوې بلې ناسته کې یې د کابل پوهنتون استادانو ته وويل چې په افغانستان کې د تېر شل کلن فساد لوی لامل تاسې یاست.‌ د دوی مشر ته منسوب یو شخص د دوی د پلویانو په یوه غونډه کې چې دوی یې د افغانستان د علماوو! غونډه ګڼي په ډېره واضحه توګه وویل چې په تېر شل کلن جمهوري نظام کې چې چا کار کړی دی، هغوی ته عفوه شوې ده. د دې مانا دا ده چې دوی به وژل کېږي نه، خو دوی د عزت او اکرام حقدار نه دي. دلته په بې حیثیته او بې عزته توګه د یو عادي فرد په توګه ژوند کولای شي،‌ خو د دندو او موقفونو او امتیازاتو تمه دې هېڅکله نه کوي. د دې خبرو واضحه مانا دا ده چې دوی د تېر شل کلن جمهوري نظام هر څه ته، خصوصاً د زده کړو او تعلیم په ډګر کې ټولو لاسته راوړنو ته د شک په سترګه ګوري او باوري دي چې دا خلک د دوی په درد نه خوري.‌ همدا لامل دی چې دوی په مستقيم او نامستقيم ډول د تېر شل کلن جمهوري نظام په ترڅ کې تعليميافته او مسلکي اشخاص په ډول ډول سپکوي،‌ تحقيروي یې، وېروي یې، ګواښي یې،‌ تر څو اړ شي چې کډوال شي او وطن پرېږدي. د طلوع ټلویزیون تکړه خبریال سعيد شینواري پر فیسبوک یوې ویډیو کې کيسه کوي چې یوه ورځ د طالبانو کوم غړي (غالباً د دوی د کورنيو چارو وزارت پخواني‌ ویاند سعيد خوستي) ورپسې وسلوال کسان دفتر ته وروستي وو چې څنګه یې په مرکه کې او خپرونه کې ترې تُندې پوښتنې کړي دي.‌ ښاغلی وايي ما ورته وویل چې دا څه ډول حالت دی،‌ له دې نه خو چې ما ووژنئ، ښه ده، هره ورځ تهدید او تحقير،‌ اخر تر کومه؟ وايي راته یې وویل چې نه، موږ مو وژنو نه،‌ خو دومره مو تحقيروو او تذلیلوو چې له ډېر تحقير او تذلیل څخه خپله ځانونه ووژنئ. ښاغلی شينواری وايي چې له هماغې وروسته ما له هېواده د وتلو او کډوال کېدلو پرېکړه وکړه.

درېیم‌: د راتلونکي په اړه نهيلي

هېواد کور دی او د کور یوه مانا دا ده چې چېرته هیلې وي، هماغه ځای کور هم دی.‌ یانې کور له هيلو ډک وي، یا باید له هيلو ډک وي. کله چې کور له هيلو تش وي،‌ نو هغه بيا کور نه دی،‌ هدیره ده، ځکه هیله ژوند دی او نهیلي مرګ. له بده مرغه چې افغانستان له تېر یو کال راهیسې د هیلو پر هدیره بدل شوی دی. نه یوازې د مسلکي او علمي‌ اشخاصو لپاره، بلکې د هر افغان لپاره نهیلي ورځ تر بلې زیاتېږي. پر راتلونکي باور له منځه تللی دی او د مجبورۍ او بېوزلۍ کړۍ ورځ تر بلې پراخېږي. د ملګرو ملتونو د احصایو او راپورونو له مخې د بېوزلۍ کچه له اویا سلنه څخه تر نوي سلنې او له دې هم لوړه شوې ده. د جمهوريت پر مهال کابو څلور سوه زره نظامیانو او همداسې څلور سوه زره ملکي مامورینو او ښوونکيو لږ تر لږه هره میاشت معاشونه اخیستل. په زرګونو پروژې روانې وې، چې دا ټولې پیسې بېرته مارکېټ ته زرق کېدې او د افغانستان د اقتصاد څرخ پرې تاوېده. اوسمهال د دوی په واکمنۍ کې یوازې د دوی ملګري معاشونه اخلي او د هغوی هم زیاترو یې کورونه په پاکستان کې دي. پراختيايي پروژې او پروګرامونه په ټپه ولاړ دي. بهرنۍ مرستې نه شته دي.‌ د ملکي مامورینو معاشونو نه هم اضافه کاري او نور امتیازات له منځه تللي دي‌.‌ په کل کې د افغانستان په اقتصادي مارکېټ‌کې دومره پیسې نه شته دي چې د افغانستان د اقتصاد څرخ تاو کړي او په لویو ښارونو کې د لویو پانګوالو څخه تر لاسپلورونکيو او په کلیو او اطرافو کې کوچنيو دوکاندرانو ته د اقتصادي‌څرخ اثر ورسېږي. تر ټولو مهمه دا چې ډېر خلک پر دې باور و چې د یو کال په تېرېدو سره به دوی خپل حکومت کې ژور اصلاحات راولي،‌ له نړۍ سره به اړیکې ښې کړي، د نجونو مکتبونه به پرانيزي او د ښځينه وو پر کار لګيدلي بندیزونه به رفع کړي،‌ امنیت به قایم کړي او له نړیوالو تروریستي ډلو په ځانګړې توګه القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کړي. چې په نتیجه کې به یې نړیواله ټولنه په رسميت وپېژني.‌ خو له بده مرغه چې کال تېر شو، خو نه د دوی په پالیسيو! کې کوم بدلون راغی او نه دونیا پرې باور وکولای شو. د پاکستان، قطر او سعودي په شمول تر اوسه پورې هېڅ‌هېواد په رسميت هم ونه پېژندل. تر دې چې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په غونډه کې یې د دوی ورغلی استازی د میلمه په توګه کېنوه،‌ نه د افغانستان د غړي په توګه. د شانګهای په غونډه کې هم ورته د افغانستان څوکۍ ورنه کړل شوه. دا ټول وضعیت چې لوستي‌ او مسلکي‌ اشخاص ګوري، نو په افغانستان پورې تړلي هیلې یې ورته مړې ښکاري او نه غواړي چې نور په دې وطن کې خپله او د خپلو اولادونو اینده راخرابه کړي.‌

څلورم: د ښځو پر کار او زده کړو بنديز (د خلکو په ژوند او آزاديو محدوديتونه)

له افغانستانه د مسلکي او علمي‌ اشخاصو د کډوال کېدو یو تر ټولو ستر علت په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه دي چې طالبانو د خپلې دیني تنګنظرۍ له امله وضعه کړي دي. ځکه ډېر خلک نه غواړي چې خویندې او لوڼې یې نالوستې پاتې شي. په تېر یو کال کې یو زیات شمېر لوستي خلک چې لوڼې یا خویندې یې د ښوونځيو په لوړو ټولګيو کې زده کوونکې وې او یا یې هم د کورنيو ښځينه غړیو دندې درلودې، د خپلو لوڼو،‌ خویندو او دکورنۍ د ښځینه غړيو د زده کړو او کار له امله هم مهاجرت ته مخه کړه. دوی نه غواړي چې د طالبانو تر ولکې لاندې په خپل وطن کې له ژوند کولو څخه د خپلو لوڼو، خویندو او د کورنۍ د ښځینه غړیو زده کړې او د کار حق قرباني کړي.‌ پر دې سربېره دوی بېرون د ښځو پر یوازې ګرځېدا، یوازې سفر کولو هم بندیزونه لګولي دي.‌ په دولتي‌ادارو کې یې د ږیرو د پرېښودو،‌ خولۍ په سرولو او د جمعې لمونځونو ته د حاضرېدو احکام هم جاري کړي دي.‌ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ولایتي ادارې یې بېرته فعالې کړي دي.‌ خلک چې د دوی چار چلند ته ګوري نو باوري کېږي چې طالبان هماغه د نویمو کلونو خلک دي او په هماغه فکر او طرز یې حکومتولي فعاله کړې ده. تعلیمیافته او مسلکي اشخاص نه غواړي چې پر خپل ژوند او آزاديو ناحقه محدوديتونو ته غاړه کېږدي. په ځانګړې توګه هغوی چې په تېرو شلو کلونو کې یې زده کړې کړي دي، د نړۍ بېلابېل هېوادونه یې لیدلي دي او هلته یې د ژوند سهولتونه او فردي آزادۍ تجربه کړي دي. که دغسې اشخاصو ته له افغانستان څخه د بېرون وتلو یو کوچنی فرصت برابرېږي، هم نه غواړي چې ضایعه یې کړي.

پینځم: پر افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستې بندیدل او اقتصادي‌ بنديزونو له امله د غربت او بېکارۍ د کچې زیاتوالی

د طالبانو له واکمنېدا سره سم متحده ایالاتو د افغانستان بانک زېرمه ګنګل کړه. متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې هغه مرستې چې ژمنې یې له جمهوریت سره کړې وې،‌ پر دوی بندې کړې. که په تېر یو کال کې هره اوونۍ څلوېښت مېلیونه ډالر د دوی ادارې ته ورکول کېدل او لا هم ورکول کېږي، خو دوی دا پیسې په خپلو نظامیانو او ملګرو ویشي. یوه لږه انداره پیسې چې له داخلي عوایدو څخه یې تر لاسه کوي د ملکي مامورینو معاشونه پرې برابروي،‌ نور نو په افغانستان کې غربت او بېوزلۍ خوله ښخه کړې ده. ورځ‌تر بلې غربت او بېوزلي زیاتېږي. نو له دې امله هم څوک نه غواړي چې په دې وطن کې پاتې شي، له بېوزلۍ څخه د فرار له امله هم ګڼ شمېر مسلکي او علمي اشخاصو مهاجرت ته مخه کړې ده.

اووم: د خطر احساس

ډېر هغه اشخاص چې له امریکايي او نورو هېوادونو له موسسو سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړی و، یا هم د حکومت په نظامي‌او نورو ملکي بستونو کې یې کار کړی و، ټول د ژور خطر احساس کوي. له دې امله هم هڅه کوي چې وطن پرېږدي او کډوال شي. په تېر یو کال کې په ډېرو ولایتونو کې په مرموز ډول ګڼ افراد ووژل شول،‌ له کوره ووایستل شول او مړي یې وموندل شول. یوازې په کامې ولسوالۍ کې تر څلوېښتو ډېر کسان وژل شوي‌دي.‌ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون د راپور له مخې په ننګرهار کې په سلګونه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي. تر دې پورې چې د جلال آباد نهر او د زیتونو فارمونه به هره ورځ د څو جسدونو شاهدان وو. وژنې او ترورونه لا هم روان دي. نو علمي او مسلکي اشخاص چې دا ډول وژنو او ترورونو ته ګوري، نو د ژورې وېرې احساس ورته لوېږي او خپل ژوند له افغانستان څخه د تېښتې لپاره یو فرصت ګڼي. هره لار چاره چې ورته مهیا وي، ترې استفاده کوي او غواړي چې له وطنه پښې سپکې کړي.

اتم: له تدريس د ځینو استادانو منعه کول،

په لسګونو هغه استادان چې د علمي‌ کادر په حفظ سره په تېر جمهوري نظام کې دندې درلودلې، د لوړو زده کړو وزارت له خوا بېرته پوهنتونونو ته د راستنېدلو اجازه ورنه کړه. نه یوازې چې اجازه یې ورنه کړه، بلکې د لوړو زده کړو وزیر د دوی په اړه سختې څرګندونې هم وکړې او حتا ویې ویل چې د دوی ترفیعات دې هم ورته نه اجرا کېږي. د برحاله استادانو معاشونه یې څلوېښت سلنه ورته راکښته کړل او استادانو ته زیاتره د اشغال د پاتې شونو په سترګه کتل کېږي. په همدې خاطر هم زیاتره استادان نه غواړي چې په دې وطن کې پاتې شي او چې یو کوچنی فرصت هم ولري،‌ نو ترې استفاده کوي او غواړي چې له خپلو کورنيو سره له وطنه پښې سپکې کړي. شخصاً زه خپله درې ځل د لوړو زده کړو وزارت ته ورغلی یم، هلته مې له اړونده رئیسانو او حتا له مالي او اداري‌ معین سره لیدلي دي. خو هر ځل یې راته ویلي دي چې دا مسئله وزارت ته لومړيتوب نه لري، موږ ښايي په دې اړه یوه عمومي‌ پرېکړه وکړو، بیا به خبر شې. زه تر نهو میاشتو په افغانستان کې وم،‌ خو له بده مرغه نه عمومي پرېکړه وشوه او نه هم خصوصي. زه بيا هم تدریس ته تللم، د محصلینو د مونوګرافونو لارښوونه مې کوله، د دفاع په غونډو کې یې کېناستم او ګډون مې کاوه. د ډيپارټمنټ جلسو ته ورتلم،‌ خو زما حاضري نه وه. تر دې پورې چې د پسرلي په سمستر کې راته د تدریس لپاره مضامین هم رانه کړل شول. زه د خپل ډيپارټمنټ د آمر له خولې خبر شوم چې د پوهنځي رئيس ورته ویلي و چې په ده پسې مضامین مه لیکه. د پوهنځي رئيس ته د پوهنتون مرستیال چې پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی دی، ویلي و او د پوهنتون مرستیال ته له وزارته ویل شوي و. دا چې د دوی زیاتره مهمې پرېکړې د وټس آپ او ټلیفون په ذریعه کېږي،‌ نو د پوهنتون له تدریس څخه زما د منعه کولو په اړه هم هېڅ‌ کاغذ او سند له کوم ځایه نه صادر شوی او نه هم چېرته وارد شوی دی. دا ممکن یوازې زما کیسه نه وي، بلکې زما په څېر ممکن لسګونه استادان له دغسې بېخونده او نامنطقي برخود سره مخ وي. که څوک له افغانستانه د بېرون وتلو لار لري،‌ نو ښايي ووځي او که یې نه لري، نو هملته به لکه د جوارو دانه په بټ کې اوړي راوړي.‌

خلاصه دا چې له افغانستانه نه یوازې هر لوستی ځوان چې وځي دا د موجوده او راتلونکي افغانستان په زیان ده، بلکې حتا هغه ماشومان چې له افغانستانه له خپلو والدینو او یا هم د کورنۍ د نورو غړیو سره وځي، هم د افغانستان د راتلونکي په زیان دي. له ما سره پینځه اولادونه له وطن راووتل. زما او د دوی هره شېبه زړه غواړي چې وطن ته بېرته راستانه شي. زه دوه ماسترۍ لرم او کابو څوارلس کاله په بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو کې د کار کولو تجربه. په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې کابو د لسو کالونو تدریس تجربه لرم، په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې مې مقالې خپرې شوي دي او د ګڼو کتابونو د چاپ ویاړ لرم. زه چې تر دې سرحده رارسېدلی یم، پر ما د افغانستان لګښت شوی دی. زما د ښوونځي په زده کړو، د پوهنتون د لسانس او ماسترۍ پر زده کړو. زما تجربه د دولت او نړیوالو ادارو د معاشونو په مقابل کې تر لاسه شوې ده. پر ما لګښتونه شوي دي. ما د افغانستان په داخل کې په لسګونو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی او له افغانستان بیرون مې په پاکستان، متحده عربي اماراتو، متحده ایالاتو او سينګاپور کې په مهمو او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی. دا لګښتونه ټول پر ما د افغانستان لپاره شوي دي. زما له توانایۍ څخه باید د افغانستان لپاره ګټه اخیستل شوې وای. زه یوازې یو مثال یم، زما په څېر هر افغان چې له افغانستانه وتلو ته اړ شوی دی، تر ما ښه ظرفیت لري. ولې دوی د پردیو دولتونو لپاره خدمت وکړي. زه باوري یم که زما اولادونه دلته پاتې شي او یو څه وخت یې تېر شي، وبه نه غواړي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي. دوی له بده مرغه له افغانستان پردي شول. لکه د زرګونو هغو نورو کادرونو د اولادونو په څېر چې د خلکیانو د حکومت پر مهال او یا هم د مجاهدینو د حکومت او خپلمنځي جګړو پر مهال له وطنه راوتي وو او اوس یې دویم او درېیم نسلونه له وطنه بېګانه دي.‌ دې ته باید ژور سوچ شوی وای.

په پای کې باید ووایم چې موږ او زموږ اولادونه له وطنه اواره، مساپر او پردي سهي، خو خدای تعالی دې پر وطن هېڅکله بیا داسې حالت نه راولي چې یو شمېر خلک یې اړ شي چې وطن پرېږدي. د وطن موجوده ناخوالې دې رب ژر تر ژره حل کړي چې له وطنه تللې مساپرې مرغۍ او مرغان بېرته خپل وطن ته ستانه شي. له وطن بېرون هر څه پیدا کېدای شي،‌ یوازینی څه چې نه شي پیدا کېدای، هغه وطن او د وطن حٍس دی.‌

[1] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-62558514

bottom of page