top of page

ملي عمل او عکس العمل

هجرت الله اختيار

ملي عمل او عکس العمل

په اوسنۍ نړۍ کې هر دولت (له خپلې ملي جغرافيې څخه بېرون) د خپل بهرني سياست لپاره دوه محورونه لري. يو د ملي عمل محور دی او بل هم د ملي عکس العمل محور.‌ د ملي عمل په محور کې د يو دولت ټول هغه نوښتونه (Initiatives) او اقدامات راځي چې د خپلو ملي ګټو او ملي قدرت په پار یې تر سره کوي، خو په ملي عکس العمل کې د يو دولت ټول هغه غبرګونونه، ممانعتونو، محدوديتونه، د اقداماتو ضد اقدامات او ... شاملېږي چې د نورو دولتونو د عملونو يا عکس العملونو په مقابل کې یې د خپلو ملي ګټو او ملي قدرت د ساتنې په پار تر سره کوي. ملي عمل کېدای شي يو دولت په يوازې ځان د بل واحد دولت په مقابل کې ترسره کړي او يا هم شونې ده چې يو دولت له ځان سره څو نورو دولتونه هم همغږي کړي او د يوې ټلوالې په توګه يوځايي اقدام وکړي. په عين توګه ملي عکس العمل هم شونې ده مستقيماً د يو دولت له خوا د يو بل واحد دولت په مقابل کې ترسره شي، يا هم شونې ده چې له نورو دولتونو سره په همغږۍ د يوې ټلوالې په توګه د يو واحد دولت په مقابل کې تر سره شي او يا هم د يوې بلې ټلوالې په مقابل کې وي.‌ همدارنګه ملي عمل او عکس العمل دواړه کېدای شي د سيمه يیزو او نړيوالو سازمانونو په چوکاټ کې ترسره شي.

زما اصلي بحث دا نه دی چې زه دې د ملي عمل او عکس العمل پر څرنګوالي او بڼو باندې بحث وکړم او يا دې پر دې بحث وکړم چې د ملي عمل او عکس العمل محتوا يا موضوعات کوم کوم کېدای شي. بلکې زه خپله پر ملي عمل او عکس العمل بحث کوم.

د ملي عمل و عکس العمل لپاره تر هر څه دمخه د ملت په وګړيو کې پر ملي هويت اتفاق او باور لازمي دی. که چېرې د يو ملت په وګړيو او ټولنيزو ګروپونو کې (هغه که د ژبې پر بنسټ شته ټولنيز ګروپونه وي، که د قامي پېژندګلوۍ پر بنسټ شته ټولنيز ګروپونه وي، که د جغرافيوي وېش پر بنسټ شته ټولنيز ګروپونه وي او که د نورو بېلوونکيو عواملو پر بنسټ شته ګروپونه وي) پر ملي هويت اتفاق او باور نه وي موجود، له هغه ملته د ملي عمل او عکس العمل تمه نه شي کېدای. د دغسې ملت هر وړوکی او لوی ګروپ به بېلابېل عملونه او عکس العملونه ښيي، خو ملي به نه وي. د ملي عمل او عکس العمل پر ځای به د وګړيو او کوچنيو ټولنيزو ګروپونو عمل او عکس العمل ډېر جوت او ښکاره وي.

په دويم قدم کې د ملت د وګړيو او ټولنيزو ګروپونو لپاره پر یو لړ ملي ګټو او ملي زيانونو اتفاق هم لازمي دی. ځکه چې د ملي عمل او عکس العمل بنسټ ملي ګټې او ملي زيانونه وي. که چېرې د يو ملت وګړي په لومړي قدم کې خپلې ملي ګټې او زيانونه ونه پېژني او په دويم قدم کې په خپلو منځونو کې پرې اتفاق ته ونه شي رسېدای، نو بيا هم له دغسې ملت نه د ملي عمل او ملي عکس العمل تمه نه شي کېدای. د ملي ګټو په ليست کې ټول هغه څه راځي چې د دولت هويت،‌ حيثيت، بقا، امنيت، پرمختګ او قدرت ورسره مستقيمه اړيکه لري. ملي زيانونه ټول هغه څه دي چې د دولت هويت، حيثیت،‌ بقا، امنيت، پرمختګ او قدرت ته زيان رسوي او له منځه يې وړي. هماغسې چې ملي ګټې تل ثابتې نه وي، ملي زيانونه هم تل ثابت نه وي. دا د دولتونو د زمامدارانو دنده ده چې وخت په وخت په مستقيمه يا نامستقيمه توګه خپل ملت ته ملي ګټې او ملي زيانونه تلقين کړي.‌

د ملي ګټو او زيانونو تر پېژندلو وروسته د يو ملت لپاره پکار دي چې د ملي ګټو او زيانونو په رڼا کې د دوست او دښمن يا لږ تر لږه سيال تعريفونه هم د ځان لپاره جوړ کړي. که يو ملت د خپل دوست و دښمن لپاره واضحه تعريفونه ونه لري، نو د ملي عمل او عکس العمل ښودل به هم ورته اسانه نه وي او له هر اتفاق سره د مخامخ کېدا پر مهال به ګنګس وي چې څه ډول عمل وکړي او يا هم څه ډول عکس العمل وښيي. په دغسې حالت کې به عملونه او عکس العملونه د شخصي او ګروپي برداشتونو له مخې وي، نه د ملي عقلانيت او پوهې له مخې. ملي‌ عقلانيت او پوهه د ملت د ټولو وګړيو او ټولنيزو ګروپونو جمعي او متفقه سنجش، اګاهي او تصميم دی چې همېشه د ملي ګټو د خونديتوب او د ملي زيانونو د مخنيوي لپاره کارېدلی وي او مثبته نتيجه یې ورکړي وي.‌ هر دولت خپل ملي عقلانيت او پوهه (سنجش، اګاهي او تصميمنيونه) د ملي عمل او عکس العمل لپاره بنسټ ټاکي او يا یې بايد وټاکي.

د وروستي ټکي په توګه د ملي عمل او عکس العمل لپاره دولتونو ته پکار دي چې خپله ملي توانايي او کمزورۍ هم وپېژني او درک یې کړي. ملي توانايي د دولت په لاس کې هغه مادي او معنوي ظرفيتونه دي چې دولت ترې د خپل ملي قدرت او ملي ګټو د خونديتوب لپاره کارولای شي. ملي کمزورۍ د دولت مخې ته پرتې هغه ستونزې او نيمګړتياوې دي چې له امله یې د دولت ملي قدرت کمزوری کېدلای شي او ملي ګټو ته یې خطر پېښېدلای شي. په ملي توانايۍ کې د دولت له نظامي ځواک څخه نيولې،‌ تر اقتصادي پياوړتيا پورې، سياسي ثبات، ملي او نړيوالې رسنۍ، ډيپلوماټيکې اړيکې او په نړيواله سطحه د سازمانونو او ټلوالو غړيتوب ټول په بر کې نيسي. په ورته توګه ملي کمزورۍ له ملي بې اتفاقۍ څخه نيولې تر سياسي بېثباتۍ پورې، اقتصادي رکود يا وروسته پاتېوالی، کمزوری نظامي ځواک، کمزورې نړيوالې اړيکې او ... ټول په بر کې نیسي.

د ملي دولتونو لومړنۍ دنده دا وي چې د ملت اراده تمثيل کړي، له ملت نه خپل مشروعيت واخلي او د ملت غوښتنو په پام کې ونيسي. همدارنګه ملي دولتونه مسووليت لري چې د ملي وحدت د پياوړتيا لپاره کار وکړي او ملي هويت تر نورو هويتونو برجسته کړي.‌ دغسې دولتونو سره ټول ملت په يوه غږ عمل او عکس العمل ښکاره کوي.

bottom of page