top of page

د ښاغلي مصطفی سالک پر يو نظم څو خبرې

هجرت الله اختيار

د ښاغلي مصطفی سالک پر يو نظم څو خبرې

ليکوال: هجرت الله اختيار

د ښاغلي مصطفی سالک مشهور نظم چې اصلي عنوان یې (په کربلا کې ټوکېدلی ګل یې!) دی،‌ خو مشهور د دې نظم پر لومړۍ کرښه (جینۍ د خدای او د رسول ومنه!) دی،‌ ما ډېر پخوا د لومړي ځل لپاره لوستی و، ښايي هغه مهال چې زه د ښوونځي زده کوونکی وم. خو د ښوونځي له مهاله،‌ بيا تر پوهنتونه او آن تر اوسه پورې،‌ زما په تېر ادبي ژوند کې مې دا نظم بيا بيا لوستی دی او هر ځل یې پر ما بېل بېل اثر کړی دی. واقعيت دا دی چې دا نظم موږ ته د يو،‌ بلکې څو تصويرونه ښيي. تصويرونه هم په يو اړخيزه مکالمه کې وړاندې کوي،‌ داسې يو اړخيزه مکالمه چې يوازې شاعر خبرې کوي، مقابل لوری هېڅ هم نه وايي،‌ خو د نظم په لوستو لوستونکی پوهېږي، يا یې درک کوي چې د شاعر مقابل لوری څه ويل غواړي؟ يا شاعر د مقابل لوري د کومو خبرو،‌ د کومې ارادې يا کوم څه کولو (عمل) په مقابل کې دا ډول عکس العمل ښودلای دی. په شعر يا نثر کې د ارایې دې ډول ته په ادبياتو کې ډراماټيک مونولوګ Dramatic Monologue اصطلاح کارېږي.‌ ډراماټيک مونولوګ په شعر يا نثر کې د ارایې يا بيان هغه ډول دی چې لوستونکی يوازې د يو کرکټر خبرې اوري يا یې لولي، خو په حقیقت کې د خبرې يا مکالمه د يو بل غایب کريکټر د خبرو يا مکالمې په ځوابيه وي،‌ دا چې دويم کريکټر موجود نه وي،‌ نو لومړی کريکټر داسې غږول شوی وي چې لوستونکی په اسانۍ درک کوي چې دويم کريکټر کومې خبرې کړي دي یا یې کوي. ډراماټيک مونولوګ کارونه د شاعر او ليکوال د هنري افاقيت او لوړوالي نښه هم ګڼل کېږي.

د سالک صیب د ياد نظم عمومي موضوع يا Theme دا دی چې دی نه غواړي يوه موضوع ورياده شي. نه غواړي هغه موضوع يا مسئله چې ده ته درد ورکوي، دی ناراحته کوي پرې خبرې وشي. دی په حقیقت کې په هر څه خبر دی، ښه په جزياتو پرې پوهېږي، خو خبرې کول پرې نه غواړي، اورېدل یې نه غواړي. دا کومه موضوع ده؟ موضوع د سالک صیب شخصي نه ده،‌ کورنۍ یې هم نه ده، بلکې عمومي ده، د ټول وطن موضوع ده. دی نه غواړي چې خپل مقابل لوري نه د وطن د درپه درۍ، بېوسۍ، ورانۍ، او د ده پر خپله وينا، د وطن د لوڼو پرښتو هغه حالت واوري چې (اوس د ابليس پر دروازو پرېوزي)، هغه پرېښتې چې (آیېنې نه به یې هم حيا کوله).

په اروپوهنه کې يوه اصطلاح ده اجتناب،‌ تېښته يا Avoidance یې بولي. د اجتناب تصور په حقيقت کې د فرويډ سيګمونډ د دفاعي ميکانېزمونو له يو ميکانېزم (Suppression) نه رامنځته شوی دی. په ارواپوهنه کې دفاعي ميکانېزمونه هغه تګلارې دي چې يو انسان پرې له ناخوښه واقعيت منلو، زغملو، ليدلو، يا هم اورېدلو څخه تېښته کوي، يانې ځان (خپل روان او احساسات) ترې ساتي. معمولاً دفاعي ميکانېزمونه د هغو ناخوښو واقعيتونو په مقابل کې کارېږي چې په منلو، زغملو، ليدلو او يا هم اورېدلو سره یې انسان ځان کم احساسوي، يا هم ډار يا وېره ورته لوېږي.‌ فرويډ د خپلو دفاعي ميکانېزمونو په ترڅ کې يو ميکانېزم مهارول، ځپل يا هم Suppression يادوي. مهارول يا ځپل د ناخوښه واقعيت د نه منلو، نه زغملو،‌ نه ليدلو او يا هم نه اورېدلو په موخه انسان هڅوي چې په اړه یې فکر کول د يو څه وخت لپاره پرېږدي او دا ځکه که پر دغه ناخوښه واقعيت یې فکر ورټول شي،‌ نو زيانمن ورته تمامېږي.

سالک صیب په خپل ټول نظم کې هڅه کوي چې د وطن او وطنوالو هغه ناخوښه واقعيت Suppress يا مهار کړي،‌ هېر یې کړي، نو په همدې خاطر خپل مقابل لوري ته د خدای او رسول روی نیسي او ترې غواړي چې دا خبرې ورته یادې نه کړي. په پښتو کې پر يو څه (تېږه ایښودل) دا مانا لري چې پر دې مسئله اوس بحث کول نه دي پکار.‌ د دې دا مانا نه ده چې بیخي پر بحث کولو نه ارزي، خو سمدستي پرې تېږه ږدي، پر دې بحث کول ځنډوي، او وروسته چې کله حالت ښه شو، بيا پرې بحث کوي.

په ټولنیزو علومو کې په ځانګړې توګه د رهبرۍ په افهام او تفهيم (Communication) يوه اصطلاح د اخلاقي/مذهبي هڅونې Moral/Religious Persuasion په نوم هم شته. د هڅونې يا نورو ته د قناعت ورکولو په دې ډول کې يو مشر خپل پیام ته اخلاقي یا مذهبي ټچ ورکوي، د دې لپاره چې مقابل لوري يو څه ته وهڅېږي یا قانع شي. سالک صيب هم په خپل نظم کې له مذهبي هڅونې يا قناعت څخه کار اخيستی دی. په همدې خاطر خپل مقابل لوري ته تر هر څه دمخه د (خدای او رسول) روی (مخ) مخې ته ږدي. (جینۍ د خدای او د رسول ومنه!) د نظم لومړۍ کرښه ده، خو د پښتو په اصطلاح دا جمله په حقیقت کې داسې ده چې نجلۍ د خدای او د رسول روی ومنه. د خدای تعالی او رسول الله روی (مخ) يا چا ته وړاندې کولو د پښتو په فرهنګ او رواج کې تر ټولو جدي او لويه غوښتنه ده، ځکه چې مسلمانانو ته تر دې پورته مقدسات نشته دي.

د فرويډ د دفاعي ميکانېزمونو په بحث کې هغو عواملو ته چې له امله یې يو شخص Suppression او يا هم Avoidance ته مخه کوي د محرکاتو (Triggers) یا د فشار عوامل (Stressors) نومونه ورکړل شوي دي. مانا خامخا به يا بهرني یا هم داخلي عوامل وي چې يو څوک نه غواړي يو ناخوښه واقعيت وګوري یا یې واوري. په دې عواملو کې درې یې عمده دي: يو ذهني فشار يا وېره Psychological Stress, or Anxiety، دوه د احساساتو له امله د درد حِس کول يا Emotional Pain، او درې پر ځان باور نه درلودل يا ځان کمزوری ګڼل Low Self-Esteem. سالک صیب د نظم په لومړيو کړيو کې له دې درېواړو يادونه کړې ده. پر سندرو د مقابل لوري نازکې شونډې سوځېدنه په حقیقت کې Emotional Pain دی. د شاعر د زړه په تارونو کې د زور نه موجوديت د Low-self Esteem ښودنه ده او د ژوند د رباب د ماتېدا وېره او پر شور په غلي کېدا یې ډارېدل هم Psychological Stress يا  Anxiety دی.‌

هغه ناخوښه واقعيت چې په مقابل کې یې په يو شخص کې دفاعي ميکانېزمونه فعالېږي د ناخوښه محرک (Unpleasant Stimulus) یا فشار راوړونکي عامل  (Stressor)په توګه يادېږي. سالک صیب هم په ترتیب سره د نظم په ورپسې کړيو کې ټول هغه ناخوښه محرکات يو په يو ذکر کړي دي چې په مقابل کې یې د ده دفاعي ميکانېزمونه فعال شوي دي. دا ناخوښه محرکات هغه خبرې دي چې سالک یې نه غواړي واوري او غواړي سمدستي پرې تېږه کېښودل شي.‌ د نظم په وروستيو کړيو کې دا خبرې عبارت دي له: د وطن اور کېدا،‌ د ګل پر پاڼو د ليکل شويو افسانو سوځېدل،‌ د نرګسو د ګلونو مړه کېدل،‌ د سترګو د ميخانو سوځېدل،‌ د کلي (وطن) د نجونو مېره بې همزولو کېدل او اوس یې داسې حالت کېدل چې د خپلو پېغلو ملګرو پر قبرونو غوړېږي او تر ټولو ډېره دردوونکې دا خبره ده چې د وطن نجونې پرښتې چې له آیېنو نه یې هم حيا کوله،‌ نن د ابليس په دروازه کې سوال او ګدایګرۍ ته ناستې دي. د نظم د دې کړيو هره کرښه د وطن د يوې خوا تصوير دی چې سالک صیب د یو شاعر په توګه نه غواړي ویې ګوري یا یې په اړه واوري. که دا ټول تصويرونه په يو بل پسې کېښودل شي،‌ نو د وطن يو مکمل ټراژيډيک فلم يا ويډيوي کليپ ترې جوړېږي.‌ پر دې هر تصوير بلا بلا خبرې کېدای شي، ځکه په دې هر تصوير کې دننه ښکارېدونکی هر توک یوازې د خپل ځان ښودونکی نه دی، بلکې د یو لوی قشر نماينده دی.

په ورپسې کړيو کې داسې معلومېږي چې شاعر سالک ته خپله يو هممسلکه او همفکره شاعره مقابل کې ولاړه ده. د دې لپاره چې د یوې شاعرې زړه یې نه وي مات کړی،‌ نو په ورپسې دوو کړيو کې د شاعرې د شعر او هنر ستاينه کوي او دا ستاينه او دا اعتراف د هغې غوښتنې په مقابل کې ده چې په لومړي سر کې یې د (خدای او رسول) روی ورته نيولی و او ورنه یې غوښتې و چې غلې شه. دلته معلومېږي چې په لومړۍ کړۍ کې (په سندرو باندې تېږه کېږده) کرښه بېځايه نه ده او دا ځکه چې دی له یوې شاعرې غواړي چې سندرې (شعر) ليکل بس کړي. د شاعر يا شاعرې پر خوله مهر لګول اسانه خبره نه ده، بلکې دا د یوې شاعرې اروا وژل دي. نو په همدې خاطر شاعر سالک هڅه کوي چې د هغې زړه مات نه کړي، د هغې د هنر ستاينه کوي، اعتراف پرې کوي او د هنر جادوګره یې ګڼي.‌

په ورپسې درېوو کړيو کې سالک صیب خپلې ملګرې شاعرې ته د موجوده واقعيت يادونه کوي. موجوده واقعيت چې دوی دواړه په کې قرار لري،‌ غربت دی، د کربلا غوندې ماحول دی، له رنګینې نړۍ د پرديتوب احساس دی. له دې سترې نهيلۍ وروسته چې کله شاعر د خپلې شاعرې ملګرې سترګو ته ګوري، داسې معلومېږي لکه په پورته خبرو چې پښېمانه شوی وي. يو ځل بيا د خپلې شاعرې ملګرې د حسن او هنر ستاينه پيلوي. کله چې هغه خپلې شاعرې ملګرې ته وايي: ((ستا په رڼا،‌ ستا پر ښکلا مې قسم)) دا ټولو لويه ستاينه ده، ځکه معمولاً قسمونه پر مقدساتو کېږي، خو شاعر دلته د خپلې ملګرې شاعرې په رڼا او ښکلا قسم يادوي، نو په ضمني ډول ښيي چې ما ته تر ټولو ستر ارزښت لرې، د مقدساتو هومره! او له قسم نه وروسته یې پر عظمت او لويوالي اعتراف کوي. د هندوکش، د پامير، د سپين غر بزرګه څوکه، او تاتره د افغان وطن د عظمت نښې دي چې شاعر ورسره د خپلې ملګرې عظمت سيال کوي.

په ورپسې کړۍ کې شاعر سالک خپلې شاعرې ملګرې ته د هيلې او اميد رڼا هم ښيي، خو بيا هم ډېر مطمين نه ښکاري.‌ د خپل نه اطمنان يو دليل د حمزه بابا غوندې يادوي. حمزه بابا خپل وزرونه مجازي ګڼلي وو او پرې وېرېده، ځکه یې تر عرشه پروزا ته زړه نه و ښه کړي. خو سالک وايي چې زما لاسونه لنډ دي،‌ تر عرشه نه شي رسېدای، ګنې د هغه ټول وير اجرونه به مې درته راوړي وای چې تا د وطن لپاره کړي دي. د نظم وروستۍ کړۍ قيامت کوي. قيامت په دې مانا چې شاعر د وروستۍ خبرې په توګه د خپلې شاعرې ملګرې د قناعت لپاره د قيامت غوښتونکی دی. خو دا غوښتنه مطلقه نه ده، بلکې په يو شرط پورې تړلې ده او دا شرط د خپلې شاعرې ملګرې د هيلو نه پوره کېدل دي. که دا نظم يوه کيسه، يو فلم، يو ناول وګڼو، نو زما په نظر وروستۍ کړۍ یې تر ټولو ښه پای دی، یو دا چې شاعر پکې خپل ټول عقيدت خپلې شاعرې ملګرې ته ښکاره کړی، دویم دا چې تر دې وروسته په دې نظم کې بله هېڅ خبره نه ځایېږي او نظم ته یې يو ډول بشپړتيا يا تکامل بښلی دی.

bottom of page