
زمــا فــکــر
کاسموپالېټنېزم، نېشنلېزم او لوکلېزم
هر انسان د ځان، ټولنې او نړۍ په اړه يو ليدلوری لري او کله کله پر خپل ليدلوري د عقيدې هومره کلک ولاړ وي. کله چې يو انسان له خپل ليدلوري څخه نړۍ ته ګوري، نو نړۍ ورته په يوه بڼه ښکاري، نو انسان د خپل ليدلوري له مخې نړۍ درک کوي. همدا د انسان نړۍليد دی. د انسان پر نړۍ ليد کېدای شي د هغه د دين اثر وي، کېدای شي د هغه د کولتور، او يا هم کېدای شي د هغه د سياسي باور او داسې نور اغېزناک عوامل هم شته دي چې د انسان پر نړۍ ليد اغېز کوي.
د بېلګې په توګه د اقتصاد يو مسلکي شخص ښايي نړۍ د کاروباري فرصتونو، سوداګريو او د توليد او بازار له اړخه وګوري، خو د پرمختيايي مطالعاتو يو مسلکي شخص ښايي نړۍ ته له دې زاوایې وګوري چې د نړۍ څو سلنه انسانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي؟ په کومو هېوادونو کې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه څومره ده؟ او د نفوسو زياتوالی او ښاري تراکم پر نړيوالې تودښې څه اغېز پرېباسي؟ همدارنګه د ديني علومو يو متخصص ښايي نړۍ ته له دې زاوایې وګوري چې څو سلنه خلک پر دينونو باور لري او څو سلنه یې نه لري؟ ولې خلک دينونه پرېږدي او ولې خلک (چې پخوا یې پر هېڅ دين باور نه درلود) دين ته راګرځي او ...
زموږ ليدلوری او زموږ نړۍ ليد زموږ په موقف پورې تړلی دی. په ساده مانا زموږ موقف هغه ځای دی له کوم ځايه چې موږ نړۍ ته ګورو. ښايي زموږ نړۍليد له ځينو نورو هغو سره توپير ولري چې له موږ څخه په يو بل متفاوت موقف کې دي او نړۍ ته ګوري او درک کوي یې. پر همدې بنسټ د متفاوتو ليدلورو او نړۍليد پر سر له جنجال او جګړې څخه دمخه لومړی مهمه دا ده چې يو بل درک کړو او بيا دا چې يو بل سره بحث او مباحثې ته کېنو.
کاسموپالېټنېزم (Cosmopolitanism)، نېشنلېزم (Nationalism)، او لوکلېزم (Localism) درې متفاوت ليدلوري دي چې د نړۍ خلک او جغرافيوي وېش ترې درک کېدلای شي. کاسموپالېټانېزم هغه نړۍ ليد دی چې انسان د دې پر ځای چې ځان په يوې محدودې جغرافیې پورې وتړي ځان د نړۍ تبعه ګڼي او خپل هويت ته د Cosmopolitan نوم ورکوي. د نړۍ په تابعيت باور درلودل خپله د انسان په ذهن کې ملي سرحدونه تتوي. په لرغوني يونان کې ديوجانس ځان د نړۍ تبعه ګاڼه. کارل مارکس به ويل چې کارګران مشخص وطن نه لري، دوی د نړۍ اتباع دي. د اسلام مبارک دين هم چې خپلو پيروانو ته د (امت) نوم ورکړی دی، دا خپله کاسموپالېټنېيستي نظريه ده چې انسانان له خپلو ملي پولو څخه يو پراخ هويت خپلوي. په اتلسمه پېړۍ کې جرمني فيلسوف کانت د نړيوال قانون International Law او دايمي سولې Perpetual Peace نظريه هم له ملي پولو څخه وراخوا د يو نړيوال هويت Global Citizenship خبره کوي. هغه وايي چې وګړي بايد يوازې د خپلو هېوادونو د قوانينو تابع نه اوسي، بلکې نړيوال حقونه او مسووليتونه هم لري. د بېلګې په توګه هغه د نړيوالې مېلمه پالنې په نظر کې وايي چې انسانان بايد وکولای شي د نړۍ ګوټ ګوټ ته لاړ شي، چېرته چې غواړي ژوند وکړي، بايد ویې کولای شي او پر وړاندې یې کوم ممانعت نه وي. هغه پر دې استدلال وايي چې په دې سره نړيواله سوله یقيني کېږي. د نړيوال تابعیت ليدلوری یا نظريه اوس هم په نړۍ کې ګڼ پلويان لري.
نېشنلېزم د ملت، ملي هويت، ملي جغرافيې، ملي ارزښتونو، ملي ګټو او ملي بحثونو يو ګډ حِس دی. نېشنلېزم يا ملتپالنه خلک په خپلو خپلو ملي هويتونو پورې محدودوي او د همدې هويت پر بنسټ ملي جغرافيې جوړوي. د نېشنلېزم تر ټولو قوي استدلال دا دی چې ګټې او ارزښتونه له يوې جغرافیې نه بلې ته توپیر لري او سيمه ییز او نړيوال سياست د ګټو د ګټلو، ساتلو او لا ډېرولو لوبه ده. هېڅ ملت او د هېڅ ملت سياستوال دومره مهربانه نه دي چې د نورو ملتونو پر ګټو په اصطلاح خېټه وانه چوي او يا دې د خپلو ګټو په پار نورو ته زيان ونه رسوي. نېشنليستان باور لري چې که نړۍ يو کلی هم وي، خو په دې کلي کې د هر چا کورونه بېل دي او د هر چا له کوره د دېوال تاوېدل او دروازه ورته ايښودل دا مانا لري چې د هېچا کور له بل سره شريک نه دی. نېشنلېزم په عملي لحاظ د وېسټفاليا له تړونونو وروسته د ملي دولتونو له رامنځته کېدا سره وجود ته راغی، د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې د نورو عواملو تر څنګ يو عامل افراطي نېشنلېزم و، خو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته بيا هم د ملي جغرافيو په ايجاد سره خلکو ملي هويت ته له ورستنېدلو پرته بله چاره نه درلوده. نېشنلېزم هم افراطي کېدلای شي لکه په ايټاليا کې د موسليني فاشېزم او په جرمني کې د هټلر نازېزم.
د لوکلېزم يا محلي هويت بحث په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې د ښارونو له اقتصادي پياوړتيا او د خلکو په ورټولېدا سره رامنځته شو. په ځانګړې توګه کله چې ګلوبالېزم يا نړيوالتوب په خپل اوج کې و. په لوکلېزم کې خلک ځانونه نه د نړۍ تبعه ګڼي او نه هم يوازې د ملي جغرافيو. بلکې خلک خپل هويت په خپلو لویو ښارونو کې ښکاره کوي. د لوکلېزم د پلويانو استدلال دا دی چې زموږ سيمه او ښار اوس د دې جوګه دی چې موږ پرې خپل هويت جوړ کړو. د دې تر څنګ يو تر ټولو قوي استدلال دا دی چې ملي هويت او ملي سياست له ځان سره ډېرې بدنامۍ هم لري، نو د دې لپاره چې خلک له ځانه د ملي سياست بدنامۍ وغورځوي، ځان په سيمه ییز هويت معرفي کوي. د لوکلېزم تر ټولو ښه عملي بېلګه په اوسمهال کې د نيویارک د ښاروال په مرکو او بحثونو کې کتل کېدای شي. د نيويارک ښاروال داسې ښکاره کوي لکه نيویارکي چې يو ځانګړی هويت وي. همدارنګه د هانکاک اوسېدونکي نه خوښوي چې څوک ورته چينايي ووايي بلکې خپل ځان په هانکاک معرفي کوي. د پاريس له اوسېدونکيو نه هم چې پوښتنه کېږي چې د کوم ځای یئ، د دې پر ځای چې ځان فرانسوی معرفي کړي، لنډ وايي: د پاريس یم.
زموږ د ټولنې په څېر په ټولو ټولنو کې داسې خلک شته چې يا له نېشنلېزم څخه پورته الوځي او يا هم ترې کښته ځان راغورځوي. داسې خلک پخوا هم وو، اوس هم شته او غالباً راتلونکي کې به هم وي. دا دواړه ډلې خلک که له ملي هويت څخه ورآخوا د يو پراخ هويت دعوه کوي او که له ملي هويت څخه کښته د يو بل کوچني هويت ادعا لري، په يو نه يو ډول ملتپالنه او نېشنلېزم خفه کوي او په اصطلاح دايره پرې راتنګوي، خو نېشنلېزم لا هم په خپل ټول قوت په نړيواله سطحه د اکثريت هويت برخه ده او ټولو تورونو او بديو ته ولاړ دی.
