
زمــا فــکــر
انساني پرمختيا او انساني وروسته پاتېوالی
په پرمختيايي بحثونو کې د هېوادونو د اقتصادي پرمختيا تر څنګ د هېواد د اوسېدونکيو پر پرمختيا باندې تمرکز زيات شوی دی چې انساني پرمختيا (Human Development) یې بولي. د نړۍ په کابو ټولو هغو هېوادونو کې چې پر معلوماتو پابندي نه وي، انساني پرمختيا د انساني پرمختيا شاخص (Human Development Index) پر بنسټ ارزول کېږي. د انساني پرمختيا شاخص بيا بېلابېل درې نور اړخونه يا فرعي شاخصونه لري: روغتيا، تعليم او د ژوند معيار (عايد). د همدغو اړخونو له ارزونې وروسته د انساني پرمختيا شاخص ته له صفر څخه تر يو نومرې ورکول کېږي. هر هېواد په پورته اړخونو کې په مجموعي توګه يوه يا هم يوې ته نږدې نومرې واخيستې، هغه هېواد انساني پرمختيا د شاخص پر بنسټ لومړی پرمختللی هېواد ګڼل کېږي. هر هېواد چې په پورته اړخونو کې په مجموعي توګه صفر یا هم صفر ته تر ټولو نږدې نومرې واخیستې، هغه هېواد د انساني پرمختيا د شاخص له مخې تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی. د بېلګې په توګه د ۲۰۲۵ز کال لپاره د انساني پرمختيا د شاخص پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو د خپور شوي لیست په سر کې د آیسلینډ هېواد راغلی دی چې يو اروپايي هېواد دی. دې هېواد تر ټولو لوړې نومرې (0.972) نومرې اخيستې دي. همدارنګه تر ټولو کمې نومرې په کې په کې سويلي سوډان اخيستې چې (0.388) دي. افغانستان (0496) نومرې لري چې د انساني پرمختيا د شاخص پر بنسټ د نړۍ په سطحه ديارلسم وروسته پاتې هېواد دی. په دې مانا چې تر افغانستان وروسته دولس نور داسې هېوادونه هم شته دي چې نومرې یې له افغانستان نه کمې دي.
ښه، زه نه غواړم چې دا بحث دې یوازې د پرمختيا پر شاخصونو او نومرو راټول شي. اصلي بحث دا دی چې پرمختيا د هر انسان اړتيا ده او د هر انسان غوښتنه ده. په عام ډول کابو هره انساني هڅه او کوښښ د پرمختګ لپاره دی. د دې لپاره چې د انسان ژوند له یوې ورځې بلې ته، له یوې میاشتې بلې ته، له يو کال څخه بل ته او په کُل کې له يو نسل څخه بل ته ښه شي. زما یادېږي، ښايي ستاسې به هم د ډېرو یاد شي چې زموږ پلرونو يا نیکونو به موږ ته ويل یا به یې یو له بل سره ويل چې پر موږ خو تېره ده يا تېره شوه، خدای تعالی دې وکړي چې وطن د راروان نسل لپاره جوړ (جوړ يو ډېره جامع کلیمه ده چې د پرمختيا او هوسا ژوند ټولې ماناوې په ځان کې رانغاړلی شي) شي. ښايي زموږ او ستاسې په تېر ژوند کې يو لوی ارمان د جګړې، بمبار او چاودنې ودرېدل او نه کېدل و چې ډېرو ورته د سولې او امن نوم ورکاوه. خو خبره یوازې په امنیت کې نه خلاصه کېږي، بلکې تر امنيت وروسته هېوادونه او انساني ټولنې پرمختيا غواړي او د پرمختيا پاييداري (Sustainable Development).
پرمختيا او پاييداره پرمختيا داسې څه نه دي چې يا خپله راځي او يا یې هم پردي چا ته ډالۍ کوي. د پرمختيا تر ټولو لومړنی ګام د هېوادونو سیاسي ثبات دی. سیاسي ثبات پر دې مانا چې يو هېواد د حکومتولۍ، قانون او ټولنیزو چارو له اړخه ډاډه وي او په دې ټولو برخو کې په نورمال ډول فعالیت روان وي. د حکومت يا سیاسي ادارو د ناڅاپي بدلون، کورنۍ جګړې او د داخلي ناامنيو خطر په کې صفر ته نږدې وي. په دغسې يو حالت کې حکومت خپل ټول پام د انساني پرمختيا په اړه د غوره پالیسيو وضعه کولو او اصلاحاتو ته رااړوي او د انساني پرمختيا په برخه کې خپلې لاسته راوړنې او پرمختګونه دوامداره او پاييداره کوي.
له بده مرغه چې په نړۍ کې زموږ د هېواد په شمول ځینې داسې هېوادونه هم شته دي چې د وخت په تېرېدا سره نه یوازې هلته انساني پرمختيا نه وي، بلکې په داسې وضعیت کې اوسېږي چې اوسېدونکي یې د انساني پرمختيا پر ځای انساني وروسته پاتېوالی تجربه کوي. موږ له بده مرغه د انساني پرمختيا د شاخص په درېواړو اړخونو کې نور هم مخ پر شا روان یوو. د یاد شاخص لومړی اړخ روغتيا ده. دلته له روغتيا نه درملنه او د روغتيايي کلنیکونو فعالیتونه نه دي، بلکې له هغې نه ډېر پورته موخه ترې د خلکو د ژوند توقع (Life Expectancy) مانا که يو ماشوم نن وزېږېږي، د هغه روغتيايي وضعیت ته په کتو، د هغه د فاميل توانايۍ ته په کتو، د ټولنې د روغتيا خدمتونو موثریت ته په کتو، د ښه ژوند او روغ ژوند کولو په اړه د کورنۍ پوهې ته په کتو او ... به دا ماشوم تر څو کلونو پورې ژوند وکولای شي؟ په دې کې حتا د هېواد اوبه، هوا، غذايي رژیم او ټولنیز تعاملات او راشه درشه هم راځي. همدارنګه په ښوونځيو کې د ماشومانو د شاملېدا کچه، مانا څو سلنه د ښوونځيو په عمر برابر ماشومان ښوونځيو کې شاملېږي او معیاري زده کړې تر لاسه کوي. همدارنګه د يو معیاري تعلیم د تر لاسه کولو لپاره يو ماشوم څو کلونه باید زده کړې وکړي او ... همدارنګه د معیاري ژوند په اړه هم د سړي سر کلنی عايد څومره دی؟ ځکه عوايد د خلکو د ژوند په ښه والي مستقيم تاثير لري.
په هر حال، له بده مرغه چې زموږ نه یوازې په نړۍ پسې اهسته اهسته شاته روان نه دی، بلکې د نړۍ د پرمختګ په مخالف جهت کې ګړندي ګړندي ګامونه اخلي. او دا ګړندي ګامونه عبارت دي د نړیوالو موسسو بندول چې تعليمي او روغتيايي خدمتونه خلکو ته ورسوي، د ښوونځيو بندول، د انټرنېټ بندول، او په کُل کې د خلکو پر بنسټیزو حقونو له هر اړخه بندیزونه. په دې ډول څوک نه شي ویلای چې دا هېواد به بالاخره چېرته رسېږي؟
