
زمــا فــکــر
زموږ او نوبل ترمنځ فاصله
پرون مې د واشنګټن پوهنتون پر فیسبوک پاڼه دا عکس ولید. دا د واشنګټن پوهنتون د یوې فارغې ماري برنکو عکس دی چې په خپل دفتر کې ناسته ده او له سويډن څخه د نوبل جایزې اعلانوونکې کمېټې له خوا راغلي زنګ ته ځواب ورکوي او ورسره غږېږي. کمېټه دې ته خبر ورکوي چې نوموړې سږ کال د دوا جوړونې Medicine په برخه کې د نوبل جایزه ګټلې ده. نوموړې ویلي دي چې اول زنګ یې اوکی نه کړ، ځکه نمبر یې نه پېژانده، او پر نااشنا شمېرې یې د ناغواړي زنګ (Spam Call) ګومان کړی و.
ماري په ۱۹۸۳ز کال کې له واشنګټن پوهنتون څخه لسانس اخیستی، بیا یې له پريسټن پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړې ده. نوموړې اوس د سياټل ښار د سيسټمونو د بيالوژۍ په انسټيټوټ (Institute for Systems Biology) کې کار کوي.
ماري او د نوموړې دوو نورو هممسلکانو (Fred Ramsdell) او (Shimon Sakaguchi) په ګډه يوه نوې څېړنه کړې او ثابته کړې یې ده چې د ناروغيو په مقابل کې د انساني وجود دفاعي سیسټم دا توانايي لري چې پرته له دې چې د وجود نورو حجرو ته په خواسته یا ناخواسته ډول زیان ورسوي، یوازې او یوازې له ناروغيو سره مقابله وکړي.
د نوموړيو دا څېړنه به اوس له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې د سرطان او نورو هغو ناروغيو (autoimmune diseases) ته چې پر مهال یې د انساني وجود دفاعي سیسټم په تېروتنه د بدن نورې ښې حجرې له منځه وړي، درمل او د درملنې طریقې جوړې کړي.
ښه، لوېديځ او نور ټول پرمختللي هېوادونه خو د دغسې څېړنو، لاسته راوړنو، نویو کشفياتو او اختراعاتو ځای دی او له دې ټولو لاسته راوړنو سره د دې هېوادونو په کُل کې پرمختګ او بیا په خاص ډول د دې هېوادونو اوږدمهالی سیاسي ثبات، سیاسي او حقوقي نظام، اقتصادي نظام، علم، او ټیکنالوژي او د خلکو ثابت حقونه او آزادۍ مرسته کوي. داسې هم نه ده چې دا هر څه دې په یوه ورځ، يوه میاشت، یو کال، لسو کلونو او حتا سلو کلونو کې هم نه دي شوي، بلکې دا د نسلونو نسلونو یو د بل پسې د کار او زیار هڅه ده.
که موږ او تاسې یوازې د دارو درملو برخې ته وګورو نو نن سبا په زرګونو ډوله دواګانې موجودې دي چې ټول انسانان ترې ګټه اخلي. همدارنګه د ناروغيو د تشخيص په برخه کې په سلګونو قسم وسايل له ډاکټرانو سره مرسته کوي چې د هر رنګ، هر دین او هرې ژبې ویوونکي انسانان ترې ګټه اخلي او ...
د کرونا وایروس د خپرېدا سره سم په لویدیځو او پرمختلليو هېوادونو کې ساینسپوهانو هڅه وکړه چې اول دا ویروس وپېژني او بيا یې د مقابلې لپاره واکسين جوړ کړي، ښايي پر هغو څېړنو او د واکسين پر جوړولو میلیونونه ډالر لګښت راغلی وي، خو ګټه ترې نن ټول انسانان اخلي. زما موخه دا نه ده چې په دې ډول د لویدیځ او پرمختلليو هېوادونو هغه سیاسي، اقتصادي او ...کوتاهۍ او ...پټې کړم، هدف مې دا هم نه دی چې وروسته پاتې هېوادونه پړه وګڼم، بلکې هدف مې دا دی چې د نن هر ښه یا ناښه اقدام پر سباني ژوند ښه یا ناښه اغېز پرېباسي. د بېلګې په توګه لکه زموږ په هېواد کې چې دا تېر څلور کلونه د نجونو زده کړې داسې په ټپه ولاړې وي، نو موږ بیخي ښه په واضحه توګه درک کولای شو چې ناوړې اغېزې به یې زموږ په واردمخه خراب او ناسم ژوند او ټولنه نورې څومره بدې وي او دا سلسله به بيا هماغسې له یو نسل نه بل ته انتقالېږي. د ماري د دې عکس په کتلو مې ذهن ته راغلل چې زموږ او د نوبل تر منځ به څومره فاصله وي؟
