top of page

روڼآندي بحثونه

هجرت الله اختيار

روڼآندي بحثونه

بحث او مباحثه، خبرې اترې، تا ویلې او ما ويلې تر هغې ښې دي چې پر فزيکي جګړې او په اصطلاح د یو بل د سر په ماتولو منتج نه شي. ښايي دا مشهوره مقوله ټولو اورېدلي وي چې الله تعالی انسان ته دوه غوږونه او یوه خوله د دې لپاره ورکړي دي چې د بل دوه. خبرې واوري او خپله يوه وکړي. دا دوه خبرې کول او يوه خبره اورېدل هغه وخت ډېر اغېزناک وي چې د نورو د پوهولو لپاره وي، د نورو پوهول په دې مانا نه چې هغوی اصلاً ناپوهه دي یا دې هم ورته مطلق د ناپوهه نسبت وشي، پوهول پر دې مانا چې نورو ته خپل باورونه، خپل فکر او خپل نظر څرګند کړل شي او په مقابل کې یې د نورو باور، فکر، او نظر هم واورېدلای شي. دې ډول بحثونو ته روڼآندي بحثونه ويل کېږي.

د روڼآندي بحثونو ځانګړنه دا ده چې بحث کوونکی به د مقابل لوري شخصيت او شخصي حريم ته درناوی کوي، د هغه د فکر او نظر سپکاوی به هم نه کوي، بلکې په استدلال، منطق او د مثالونو په راوړولو سره به د هغوی فکر او نظر ننګوي. په دې ډول بحثونو کې به هېڅ لوری بې له مثاله او بې له استدلاله تشې دعوې نه وړاندې کوي. مثالونه باید عیني وي او استدلال هم منطقي او قانع کوونکی. يو پر بل به تورونه نه پورې کوي او نه به هم داسې ښکاره کوي چې هر څوک زما له فکر سره سم فکر نه کوي، هغه ګنې بېلارې یا ګمراه دی (يا هم زموږ د بحثونو د محتوا او دود په اصطلاح يا له دين څخه وتلی دی او يا هم له وطن سره مينه نه لري).

معمولاً روڼآندي بحثونه د هغو لوريو ترمنځ تر سره کېږي چې باورونه او فکري لارې یې یوازې (سپینې) او (تورې) نه وي. يا پر بل عبارت که يو څوک بېرونۍ نړۍ ته په (تورو) او (سپینو) عینکو کې ګوري، له دغسې شخص سره روڼآندی بحث اسانه نه دی. روڼآندی بحث د داسې کسانو ترمنځ اسانه وي چې بېرونۍ نړۍ ته په رنګينو عینکو کې ګوري او په بېرونۍ نړۍ کې موجود (د تور او سپین تر منځ نور)‌ ټول رنګونه ليدلای شي او پر شتون یې باور ولري. له مختلفو رنګونو څخه موخه دا ده چې انسانان او انساني ګروپونه ښايي د رنګونو د شمېر او انواعو په اندازه او په څېر فکري او ايډيالوژيک باورونه هم ولري. د رنګونو په نړۍ کې د دوو رنګونو له یو ځای کېدا څخه درېیم رنګ رامنځته کېږي او همداسې د درېوو رنګونو له ګډېدا څخه يو بل نوی رنګ جوړېږي. روڼآندي بحثونو کې هم بحث کوونکي د ټولنیزو،‌ هېوادنيو او حتا نړیوالو مسايلو په اړه خپل باورونه، افکار او نظريات د بېلابېلو رنګونو په څېر يو د بل په مقابل کې ږدي او د استدلال په زور هڅه کوي چې خپل رنګ د زمان او مکان د شرایطو په پام کې نیولو سره غوره او مناسب ثابت کړي.

د روڼآندو بحثونو پایله هېڅکله په (ماتې) او (ګټلو) سره نه اعلانېږي، بلکې مخاطبانو ته پرېښودل کېږي چې له ټول بحث څخه څه پایله اخلي. اصلاً دا بحثونه د ماتولو او ګټلو لپاره کېږي هم نه، بلکې په کُل کې د دې ډول بحثونو موخه مسايلو ته له بېلابېلو لیدلوريو او نظریو څخه کتل دي. د دې ډول بحثونو جوړونکي بنسټونه غواړي خلکو مخاطبانو ته معمولاً يوه عامه موضوع له بېلابېلو نویو عینکو وړاندې کړي. بحث جوړونکي بنسټونه او بحث چلوونکي هم هڅه کوي چې خپله بېطرفي وساتي او د بېطرفۍ د ساتلو موخه یې هم د خپلو مخاطبانو د باور ساتل دي.‌‌

روڼآندي بحثونو ته اکثريت روڼآندي مخاطبان هم راځي او کېني.‌ په دې مانا چې مخاطبان واردمخه پر دې باور وي چې ټولنیزو پديدو ته له بېلابېلو زاویو کتل ممکن دي او په همدې اراده بحث ته راځي، اوري یې، یا یې لولي. هغوی چې ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي پديدو ته له بېلابېلو زاوایوو څخه د کتلو حوصله (يا باور) نه لري، له دې بحثونو څخه تېرېږي. هماغسې چې بحث کوونکي، بحث چمتوکوونکي او بحث چلوونکي د کوم لوري (ماته)‌ او (ګټه) نه اعلانوي، مخاطبان هم له کُلي او جمعي قضاوت څخه ځان ژغوري. هو، هر مخاطب خپل انفرادي قضاوت او باور جوړولای یا بدلولای شي او دا یې حق هم دی. له کُلي او جمعي قضاوت نه موخه دا ده چې نه یوازې له ډله ییز او ټولیز غبرګون او عکس العمل نه ځان ژغوري، بلکې انفرادي چټک غبرګون هم نه ښيي. داسې غبرګون چې بحث مختل کړي او يا هم د بحث فضا ګډه وډه وکړي.

په عموم کې بحثونه، خبرې اترې او ويل و اورېدل د مدني انسانانو نښه ده. خو په سړه سينه بحث، د نورو د شخصيت او شخصي حريم د درناوي په پام کې نیولو بحث، د نورو د فکر او نظریې د درناوي په کولو سره بحث او مباحثه د غوره او بااخلاقه انسانانو نښه ده. له بده مرغه موږ اکثريت (ښايي زما په شمول)‌ يا پر بحث او مباحثې باور نه لرو. که بحث او مباحثې ته سره لوېږو، نو تر هر څه دمخه پر شخصيتونو، شخصي حريمونو داسې حملې کوو لکه مقابل لوری مو چې شخصي دښمن وي. که له دې ور تېر شو، بيا راته خپل فکر او خپله نظريه د دين هومره تقدس لري او هڅه کوو چې خپل مقابل لوری په یو نه یو ډول د دين کرښو ته راکش کړو او په څو ټيلو یې د دین له کرښې هغې خوا ته واړوو. که مو وس ونه رسېد چې راسره بحث کوونکی یا د بحث مسئلې ته دين سره ټچ ورکړو، بيا خو یې (ملي) کرښې ته په خپل ټول توان رسوو او چې زموږ نظر یې راسره نه مانه، نو ایسته یې د ملت له کرښې لاندې ګوزار کړو او په اصطلاح د (ملي خاين) ټاپه یې پر تندي وروهو. يو ځل مې چېرته لوستي و (يا مې اورېدلي و) يو چا ويل: ((ښه ده چې زموږ بحث کوونکيو سره د بحث پر مهال ټوپکې نه وي، ګنې د هر بحث په پای کې به مو هم ډېر مړي او ټپيان درلودل)).

bottom of page