top of page

ښوونکي د ټولنیز ثبات پالوونکي او ساتونکي

هجرت الله اختيار

نن د اکتوبر پینځمه د ښوونکيو نړیواله ورځ وه. د ښوونکيو د کار نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر پینځمه نمانځل کېږي. په ۱۹۶۶ز کال کې د کارګرانو نړیوال سازمان او يونيسکو (د ملګرو ملتونو ښوونیز، ساینسي او کولتوري سازمان) په ګډه (د ښوونکيو د وضعيت په اړه سپارښتنه) سرلیک لاندې يو سند ترتیب کړ. دا سند په حقیقت کې تر لومړنی نړیوال سند و چې د ښوونکيو د وضعیت په اړه یې حکومتونو او د پوهنې په برخه کې پر کار بوختو نړیوالو او ملي ادارو ته سپارښتنه او لارښوونه کوي چې د پالیسيو او کاري چوکاټونو او پروسیجرونو د ترتیب او رامنځته کولو پر مهال د ښوونکيو حقونو، موقف او درناوي ته څنګه ځای ورکړي. په همدې خاطر د ۱۹۶۶ز کال د ياد سند د رامنځته کېدا د ياد په پار له ۱۹۹۴ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو يونیسکو له خوا هر کال په رسمي ډول نمانځل کېږي.

ښوونکي او ښوونیز مرکزونه (ښوونځي، پوهنتونونه او بله هره ښوونځي اداره) کابو په ټولو هېوادونو او ټولنو کې د درناوي وړ دي او دا درناوی له دوو لوريو څخه دی، لومړی د حکومت له لوري او دویم د ټولنې (خلکو) له لوري. دواړه لوري ښوونکيو او ښوونیزو مرکزونو ته په عمل کې خپل درناوی ښيي. د حکومت له لوري د ښوونکيو او ښوونیزو مرکزونو د درناوي او ملاتړ لپاره په اساسي قانون، د پوهنې او زده کړو په قانون او نورو پوهنیزو مقررو او پالیسيو کې درج مسووليتونه عملي کوي، بودیجه ځانګړې کوي او د انکشاف او ودې لپاره یې عملي پروګرامونه ډیزاينوي او عملي کوي یې. ټولنه او خلک هم په عملي توګه د ښوونکيو او ښوونیزو ادارو سره اوږه په اوږه روان وي، د هغوی له مالي او معنوي ملاتړ څخه نیولې تر د هغوی د ساتنې او پالنې پورې ټول په عمل کې ښکاره کوي.

متحده ایالات د يو پرمختللي هېواد په توګه له درېوو بېلابېلو اړخونو څخه خپل ښوونکي او ښوونيز مرکزونه حمايه کوي. يو اړخ یې د فدرال حکومت دی (که څه هم په دې وروستيو کې له ښوونځيو سره د فدرال حکومت مستقیمې مرستې تر یوې اندازې کمې شوي دي). د فدرال حکومت د ټولو ښوونځيو د ښوونکيو او زده کوونکيو د ملاتړ لپاره لپاره ځانګړې بودیجه تصویبوي او بيا یې د ایالت په سطحه د ښوونیزو ادارو له لارې مصرفوي. دويم اړخ یې د ایالت د حکومت ملاتړ او مرسته ده. ایالتي حکومت له ښوونیزو پالیسيو څخه نیولې تر تدریسي نصابه پورې او د پوهنې لپاره د ځانګړې بودیجې پورې ټول برابروي. درېیم اړخ یې د خلکو او ټولنې له خوا ملاتړ دی چې دوی هم د خپلو ښوونځيو په ملاتړ کې ډېره غوښنه برخه اخلي. هر ښوونځی د زده کوونکيو د ولادينو يوه شبکه لري چې د یادې شبکې له لارې د مالي ملاتړ پروګرامونه، خبرتیاوې او د زده کوونکيو د اړتيا وړ مواد راټولېږي او تنظیمېږي. د همدې شبکې له لارې هر ښوونځی له والدینو څخه داوطلب ښوونکي او نور مرستندوی اشخاص پيدا کوي او د اړتيا په صورت کې ترې استفاده کوي.

پر دې سربېره، عام خلک د ایالت او سیمه ییزو قوانينو مطابق د موټروانۍ پر مهال د ښوونځي په شاوخوا کې او هغو ځایونو کې چېرته چې زده کوونکي د ښوونځيو بسونو ته راټولېږي، له تعين شوي سرعت څخه په لوړ سرعت موټر نه چلوي (که یې وچلوي نو د نصب شویو کیمرو له خوا یې د موټر د پلیټ عکس اخيستل کېږي او د جرمانې پرچه ورپسې کور ته راځي). همدارنګه د ښوونځي بس چې د زده کوونکيو د پورته کولو او يا کښته کولو لپاره د سړک پر سر ولاړ وي، د قانون له مخې ترې څوک نه شي تېرېدای (که تېر شي، د جرمانې پرچه ورپسې کور ته راځي).

دا يو څو بېلګې وې، نور هم ګڼ موارد شته چې خلکو، اړونده ادارو او حکومت ټولو سره لاس يو کړی دی او په شریکه یې دا ښوونیز سیسټم روان کړی دی.

له بده مرغه، زموږ په هېواد کې ښوونکي او ښوونیز سیسټم تر هر څه دمخه د هر سیاسي بدلون قرباني شوی دی. لکه څرنګه چې زموږ د ژوند نور اړخونه ثبات نه لري، دغسې زموږ ښوونيز نظام هم بې ثباته دی. موږ ونه توانېدو چې يو داسې ملي ښوونیز نظام رامنځته کړو چې په هر ډول شرایطو کې ښوونیزو معیارونه لوړ وساتي او تولید یې د سیاسي نظام اړتياوو ته لازماً ځوابګوی نه وي، بلکې ملي اړتیاوو ته ځوابګوی وي. له حکومت او سياسي نظام وراخوا، له بده مرغه موږ داسې کومه ټولنیزه او ولسي توانايي هم نه لرو او نه مو درلوده چې زموږ ښوونځی یې له سوځولو څخه ژغورلای وای یا یې وژغوري، زموږ ښوونکی یې له وژلو څخه ژغورلای وای، یا یې وژغوري او موږ د خپلو اولادونو (زده کوونکیو) هر اړخیز ملاتړ کړی وای. که ښوونځي د ټولنیز ثبات بنسټونه وي او ښوونکي د دې ټولنیز ثبات پالونکي او ساتونکي، نو زموږ ټولنیز ثبات د ښوونځيو او ښوونکيو له لړزانده حالت څخه لړزانده دی.

bottom of page