
زمــا فــکــر
د مارتين لوتر کينګ (جونير) خوب
نن د جنوري نولسمه نېټه په متحده ايالاتو کې د مدني حقونو د ستر مبارز ډاکټر مارتين لوتر کينګ (جونير) ورځ وه. په متحده ايالاتو کې هر کال د جنوري د مياشتې درېیمه دوشنبه هغه د شخصيت او د هغه د کړې مبارزې د درناوي په پار (د فدرال دولت په سطحه) عمومي رخصتي وي. نوموړی په متحده ايالاتو کې د نژادي توپیرونو د له منځه وړلو لپاره په مبارزې مشهور دی. هغه سوله ييزه او له تشدد پرته مبارزه وکړه او باور یې درلود چې لکه څنګه چې تياره په تياره له منځه نه شي تللی، نو نفرت هم په نفرت له منځه نه شي تللی، بلکې (نفرت) يوازې او یوازې په (مينه) ماتېدلای شي.
په ۱۹۵۷ز کال کې نوموړي د متحده ايالاتو بېلابېلو ايالتونو او سيمو ته کابو له يو ميليون کيلو متره څخه اوږد سفر وکړ او د دې سفر په اوږدو کې یې خلکو ته له دوه سوو څخه ډېرې ويناوې وکړې. هسې خو نوموړي زرګونه عامه ویناګانې کړي دي، خو ټر ټولو مشهوره وينا یې ((زه يو خوب وينم!)) ده چې په ۱۹۶۳ز کال د اګست پر ۲۸مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د ابراهام لينکن د يادګار (مجسمې) له مخې څخه یې راټولو شويو کابو دوه نيم لکه خلکو ته واوروله. دا خلک (د کار او آزادۍ لاريون) ته راټول شوي وو.
نوموړي خپله وينا د ابراهام لینکن د يو مهم فرمان په يادولو سره پيل کړه، هغه فرمان چې سل کاله دمخه یې د متحده ايالاتو پر خاوره غلامي په دې نيت له منځه وېوړه چې پر دې ځمکه به ټول انسانان يو شان وګڼل شي. خو هغه وويل چې له بده مرغه د سلو کلونو له تېرېدا وروسته هم تورپوستي امريکایان د تبعيض، بې عدالتۍ او ټولنيزې نابرابرۍ قرباني دي. هغه د متحده ايالاتو د اساسي قانون او د خپلواکۍ د اعلاميې يادونه وکړه چې ټول انسانان آزاد او برابر ګڼي، خو ويې ويل چې په عمل کې ټول انسانان آزاد او برابر نه دي. هغه په خپله دې وينا او نورو ټولو ويناوو کې پر دې تاکيد کوي چې د حقونو او برابرۍ لپاره زموږ مبارزه د عدالت لپاره ده، نه د انتقام لپاره. په همدې خاطر هغه بيا بيا وايي چې که مبارزه د عدم تشدد، سولې او اخلاقي ترويج له لارې وشي، نو اغېز او اثرات به یې تلپاتې وي. خو که د دې لارو پر ځای له کرکې او تاوتريخوالي نه کار واخيستل شي، نو د ټولنې ګوټ ګوټ ته به يو پای ته نه رسېدونکی تاوتريخوالی او کرکه ورسېږي.
نوموړی د خپلې دې وينا په يوې برخه کې وايي چې زه يو خوب وينم. يو داسې خوب چې په دې ټولنه کې به خلک د رنګ پر ځای د اخلاقو او شخصيت له مخې ارزول کېږي. يو داسې خوب چې ټول ماشومان به، پرته له دې چې د پوستکې رنګ یې په پام کې ونيول شي، د يو شان او مساوي حقونو درلودونکي وي او دوی به يو ځای ژوند او لوبې کوي. هغه وايي يو خوب وينم چې عدالت به زموږ د ټولنې يوازینی بنسټ وي. داسې يو خوب وينم چې د متحده ايالاتو له هر ښار او هر ايالت څخه د آزادۍ غږ راپورته شي او د دې ټولنې ټول خلک ځانونه (آزاد) احساس کړي. نوموړی وايي:
((زه يو خوب وينم چې يوه ورځ به د جورجيا د سرو غونډيو پر سر د پخوانيو غلامانو اولادونه او د هغوی د پخوانيو بادارانو اولادونه سره يو ځای د ورورولۍ په فضا کې يو مېز ته کېني. زه يو خوب وينم چې يوه ورځ به حتا د مېسيسي پي آیالت، چې دا مهال د بېعدالتۍ له تودخې سوځي او د ظلم په اور تود شوی دی، به هم د آزادۍ او عدالت پر يوې شنې ورشو بدل شوی وي. زه يو خوب وينم چې زما څلور واړه کوچني ماشومان به يوه ورځ په داسې هېواد کې ژوند وکړي چې خلک به یې د دوی په اړه د دوی د پوستکي د رنګ له مخې نه، بلکې د دوی د اخلاقو او شخصيت له مخې قضاوت کوي. زه يو خوب وينم چې يوه ورځ به په الاباما کې ... کوچني تورپوستي هلکان او کوچني تورپوستې نجونې د کوچنيو سپينپوستو هلکانو او سپينپوستونو نجونو لاسونه ونيسي او د خويندو او وروڼو په څېر به سر يو ځای ودرېږي. زه يو خوب وينم چې يوه ورځ به هره [ټېټه] دره [لکه غر] لوړه شې، هره غونډۍ او غر به راټيټ شي، ناهموار ځايونه به هموار شي، کږې لارې به سمې شي او [ټولو ته به] د خدای جلال څرګند شي او ټول انسانان به یې يو ځای وويني.))
د نوموړي يو مشهور قول له ۲۰۱۳ز کال څخه زما په زړه ناست دی، هغه ويلي دي:“People fail to get along because they fear each other. They fear each other because they don’t know each other. They don’t know each other because they have not communicated with each other.”
مانا خلک سره نه نږدې کېږي، ځکه چې له يو بل وېرېږي. دوی له یو بل ځکه وېرېږي چې يو بل سم پېژني نه او دوی يو بل سم ځکه نه پېژني چې دوی له يو بل سره افهام او تفهيم نه لري.
مارتين لوتر کينګ (جونير) د امريکا ټولنې لپاره د خان عبدالغفار خان (فخر افغان) مثال لري. خان عبدالغفار خان کټ مټ لکه د مارتين لوتر کينګ په څېر زموږ د ټولنې ټولې ناروغۍ تشخيص کړې وې او بيا یې د درملنې لپاره عملي نسخې هم وړاندې کړې دي. د هغه (زما ژوند او جدوجهد) په کتاب کې زموږ د ټولنې پر ناوړه رواجونو پښې ايښودل، د توپیري چلندونو رد، د اقتصادي سوکالۍ او رفاه لپاره لاس په کار کېدل، د ټولو (نرانو او ښځو) لپاره د زده کړو لازميت، پر يووالي ټينګار، د دوامدارې او اغېزناکې مبارزې بنسټونه ايښودل، د خپل ملي او ژبني هويت راپورته کول، د قومي او قبيلوي تربګنۍ او لانجو او دښمنيو له منځه وړل، د ټولنې په رغون او سمون کې د وړيا او داوطلب کار دودول او ... داسې نورو لسګونو مواردو اساسات او اصول موندل کېدای شي. د امريکا د ټولنې کومه برخه چې نن د مارتين لوتر کينګ د ويناوو، لارښوونو او په ځانګړې توګه د ۱۹۶۳ز کال د (خوب) پر بنسټونو ولاړه ده، يوازينی دليل یې دا دی چې د هغه ملت د هغه وينا او خوب ته د عمل جامه ورکړه؛ خو له بده مرغه چې زموږ د خپل (ګاندهي) او زموږ د خپل (مارتين) خوبونه نه يوازې هماغسې خوبونه پاتې شول، نه يوازې د عمل جامه یې ورنکړه، بلکې په ملت کې یې داسې وګړي هم پيدا شول چې د هغه فکر او شخصيت ته یې هم متروکې ونيولې او خپل تنفر یې دې ته حد ته ورسوه چې اروا ته یې هم په سپکو(!) ويلو د ځان په سپکولو درېیغ ونه کړ.
