
زمــا فــکــر
د بحران ادبيات او د ادبياتو بحران
ويل کېږي چې اختناق او بحراني شرايط د انسان فکر ژورو ته ښکته کوي او خيال ته یې نوي وزرونه ورکوي. په ځانګړې توګه د ليکوالو او د فکر و نظر د خاوندانو فکر و خيال ته. که د نړۍ تاريخ ولوستل شي، کابو هر ملت او هر هېواد د تاريخ په اوږدو کې له بېلابېلو بحراني شرايطو او د اختناق له دورو تېر شوی دی. خو د هغه ملت ليکوالو، شاعرانو او د فکر و نظر خاوندانو بحراني شرايط د خپل فکر و خيال لپاره د خېز د تښتې په څېر ګڼلي دي. بحرانونو لوی ليکوال او شاعران زېږولي دي او په بحراني او د اختناق په شرایطو کې دې لویو ليکوالو او شاعرانو د خپلو ژورو فکرونو او لوړو خيالونو په زور داسې نوي او تلپاتې آثار تخليق کړي او ليکلي چې نه یوازې په بحران کې ښکېلو ملتونو ترې د خپل راتلونکي ژوند لوری او لودن موندلی دی، بلکې د نورو ملتونو لپاره هم د الهام سرچينه شوي دي. د بحران پر مهال تخليق شويو ادبياتو د بحران ادبيات اصطلاح هم کارېږي. د بحران ادبيات معمولاً دغه ځانګړنې په ځان کې لري: د انساني کړاو او اضطراب څرګندول؛ د بې عدالتۍ انعکاس؛ رياليسټيک او واقعیت پلوي؛ انتقادانه؛ سياسي او ټولنیزو بدلونونو پر وړاندې محطاطانه خو حساس غبرګون ښودل؛ او سیمبوليک او استعاري ژبه درلودل.
کله چې هم په کومه ټولنه کې فکر او خيال د حاکم قدرت له خوا د سانسور په زنځيرونو تړل شوی، هلته ليکوالو او شاعرانو سیمبوليکه ليکنه کړې ده او خپل پيغام یې د سيمبولونو په ژبه په نامستقيمه توګه تر خلکو رسولی دی. د نړۍ په ادبياتو کې د دې په لسګونه او سلګونه بېلګې شته دي. د بېلګې په توګه دجورج اوروېل د حيواناتو فارم (Animal Farm) چې په ۱۹۴۳ او ۱۹۴۴ کلونو کې (د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال) لیکل شوی دی. جورج اوروېل برېناتوی ليکوال و او دا کتاب یې هغه مهال د شوروي اتحاد د نظام پر خلاف وليکه. کتاب ځکه په سيمبوليکه ژبه او سیمبوليک ډول ليکل شوی دی چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال شوروي اتحاد د لويديځ په ځانګړې توګه د برېتانيه متحد و، نو هغه مهال د برېتانيا حکومت دا ښه نه ګڼله چې پر متحد شوروي دې یې نيوکه وشي. په دې کتاب کې يوه جمله ډېره جالبه ده، اوروېل ليکي: All animals are equal, but some animals are more equal than others. یانې ټول ځناور سره مساوي دي، خو ځینې ځناور له نورو نه ډېر مساوي دي. اوروېل د دې کتاب له لارې يو عمومي پيغام ورکوي او هغه دا چې هر انقلاب چې حسابورکونه، شعور او آزادي ورسره مل نه وي، پر نوي استبداد بدلېږي. له انقلاب نه یې موخه د ۱۹۱۷ز کال کمونيستي انقلاب و.
همدارنګه د جورج اوروېل يو بل ناول چې نولس څلور اتيا (۱۹۸۴) نومېږي، پکې د څو استبدادي رژيمونو سيمبوليک بيان او تشریح راغلې ده. د شوروي اتحاد د سټالين د استبداد، د جرمني د هټلر د نازي رژيم د استبداد، د موسوليني د وخت د ايټاليا د فاشيستي رژيم او همدارنګه د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د برېتانيا د وېنسټون چرچل د رژيم، په ځانګړې توګه د چرچل د رژیم د کلکې څارنې او دولتي پروپاګند. د دې ناول اصلي پيغام دا دی چې په استبداد کې واکمن دولت د انسانانو ذهنونه فلجوي او بيا ټول انسانان له يوه ځايه کنټرولېږي. ناول وايي: کله چې حقيقت له انسان ورک شي، انسان هم ورک کېږي، او بيا انسان انسان نه پاتې کېږي.
د روسي ليکوال فيودور دوستویفسکي (تمساح) کيسه (چې ما ژباړلې ده او د خپل فیسبوک له لارې مې برخه برخه خپره کړې ده) هم د سيمبول او طنز په ژبه لويديز ته د روسیې پر تمايلاتو او تمايل کوونکيو انتقاد او طنز. دی. (تمساح) په ۱۸۶۴ز کال کې ليکل شوی داستان دی. په دې داستان کې دوستويفسکي ښيي چې روسيه د لوېدیزې اروپا تقليد کوي. په اصطلاح د روسیې روشنفکران د اصلاحاتو خبرې کوي او غواړي چې د روسیې لارې او کوڅې د اروپا په څېر پخې شي، خو همدا په اصطلاح روشنفکران بيا د اروپایانو هغو په څېر ژور فکر نه لري. هغه ښکاره کوي چې د روسیې روشنفکران چې د اروپا تر اغېز لاندې راغلي دي، داسې دي لکه ايوان ماتوويچ چې د تمساح په خېټه (د اروپا د تمدن په خيال) کې ځانونه ورته ډېر لوی مفکرين ښکاري، خو د ټولنې عيني شرايط نه ويني او نه یې تحليلوي. ايوان ماتوويچ سره له دې چې د تمساح په خېټه کې پروت دی، خپل ځان او خپله کورنۍ یې له یاده وتلې ده، خو غواړي چې د تمساح له خېټې نړۍ رهبري کړي او نړۍ ته د ترقۍ او پرمختګ طرحې جوړې کړي. دستويفسکي د پيغام په توګه وايي: که د انسان فکر له وجدان، خلکو او انساني همدردۍ جلا شي او يوازې د تمدن او پرمختګ په خدمت کې وي، نو دا فکر لکه تمساح انسان خوی تېروي.
دا يوازې يو څو بېلګې وې. د نړۍ ادبيات په ځانګړې توګه د بحران ادبيات په هره برخه او هر ژانر کې سلګونه داسې بېلګې لري چې نه یوازې د خپلې ټولنې بلکې د ټولو انسانانو د فکر لوري او لودن ته یې بدلون ورکړی دی. د شيکسپير له ډرامو نيولې، تر د تولستوی د (جګړه او سوله) پورې. د فرانز کافکا (محاکمه) او مسخه، د البرټ کامو وبا او داسې نور ... ټول هغه آثار دي چې په يو نه يو ډول د اختناق او بحران په شرایطو کې پنځېدلي دي او پيغام یې د ټول انسانيت لپاره دی او خلکو ترې زده کړه کړې ده او کوي یې.
دلته زما موخه يوازې دا نه ده چې تر ځان مشران يا خپل همځولي او حتا کشران ليکوالان او په اصطلاح د فکر و نظر خاوندان په نېش ووهم چې ګواکې ولې یې تر اوسه د دغسې مهمو او لويو آثارو د ليکلو هڅه نه ده کړې، بلکې موخه مې دا هم ده چې د ځان په شمول خپل او په موږ پسې نسل ته دا پيغام هم ورکړم چې په بحراني او اختناقي شرايطو کې که نورې ټولې خواوې ساکتې او ولاړې وي، خو يوه خوا چې بايد ونه درېږي هغه د ليکوال د فکر مزل دی او د ليکوال د قلم نوکه ده. د فکر کولو، د ليکلو او تخليق کار باید په هېڅ لحاظ کې بس نه شي، بلکې فکر کول، ليکل، او تخليق بايد دوام پيدا کړي. زما په اند که شرايط او حالات د فکر کولو، د ليکلو او تخليق د خپرولو اجازه نه ورکوي، بيا دې هم دا کار نه درېږي، ليکل، او تخليق دې وشي او راتلونکې لپاره دې وساتل شي. لکه دمخه مې چې ياده کړه د بحراني ادبياتو يوه ځانګړنه سيمبول او استعاره ده، نو د بحران ادیبان بايد له دې وسيلې هم ګټه واخلي.
که له یوې خوا بحراني شرايط د بحران د ادبياتو د رامنځته کېدا باعث کېږي، په عين حال کې د ادبياتو د بحران باعث هم کېږي. د ادبياتو بحران د فکر کولو، ليکلو او تخليق هغه ډول دی چې په يو نه يو ډول د بحران له ژورورولو سره مرسته کوي. د ادبياتو په بحران کې ټول هغه ليکل او اثار راځي چې د بحران د عادي ښودلو لپاره ليکل شوي وي. له بده مرغه د ادبياتو بحران په ادبي او علمي حلقو کې بې اعتمادۍ، شک او تردید، عناد او ضديت، يو بل کم او سپک ګڼل، نامانوس او بې بنسټه انتقاد او د آثارو پر ځای پر اشخاصو کره کتنې دودوي او دا ټول کارونه د ادبياتو په نوم نوموي چې په حقیقت کې د ادبياتو بحران وي. د ادبياتو د بحران تر ټولو لوی زيان د بحران د ادبياتو د تخليق مخه ډب کول دي. ښايي په تېرو پنځوسو کلونو کې زموږ د بحران د ادبياتو په برخه کې د غوره آثارو د نه رامنځته کېدا يو لامل د ادبياتو بحران وي.
