top of page

د شر عادي کېدل

هجرت الله اختيار

د شر عادي کېدل

د شر عادي کېدل يا The Banality of Evil د جرمنۍ ليکوالې او مفکرې هانا ارنت مشهوره نظريه ده چې په ۱۹۶۳ز کال کې یې وړاندې کړېده. نوموړې د جرمني د نازي توتاليتر رژيم په اړه ډېرې ليکنې کړې دي چې تر ټولو مشهور اثر یې د توتاليتر نظامونو سرچينې يا (The Origins of Totalitarianism) نومېږي. د نوموړې په اند توتاليتر واکمنيو تر ټولو بد ميراث په ټولنه کې د شر عادي کېدل دي. هغه وايي چې شر پېښېدل د وحشي، شيطانصفته او يا هم لېونيو انسانانو کار نه دی، بلکې عادي خلک، عادي مامورين هم د لویو شرونو د پېښېدا لامل کېدای شي. په ځانګړې توګه کله چې دوی فکر کول پرېږدي او اطاعت کول پیل کړي.

د نوموړې په دې نظر کې تر ټولو ډېر تمرکز پر فکر باندې دی. ځکه چې هغه فکر نه کول د شر سرچينه ګڼي او حتا د لويو شرونو سرچينه. د هغې په نظر بې له فکره اطاعت کول، په چا پسې تلل، د شخص په تابع بدلېدل ډېر خطرناک تمامېږي. هغه وايي کله چې په يوې ټولنه کې خلک فکر کول پرېږدي، او يوازې اطاعت کول پيل کړي، دا په خپل ذات کې يو لوی شر دی او د دې لوی شر له امله په داسې ټولنه کې نور شرونه هم عادي کېږي.

هانا ارنت وايي چې د توتاليتر نظامونو يوه ځانګړنه دا ده چې په خلکو کې د فکر کولو ځواک وژني،‌ او کله چې خلکو د فکر کولو توان له لاسه ورکړ، نو د استبداد اطاعت په ټولنه کې لکه فنګس خپرېږي، داسې خپرېږي چې د ټولنې ژورو ته کېوزي.‌ په دغسې ټولنو کې انسانان له حقونو او آزاديو بې برخې وي، وجدانونه فلج وي، د افرادو فردي هويت مسخه شوی وي، ډار عام وي، د ښه او بد،‌ د ګنهګارۍ او بېګناهۍ تعريف مشخص نه وي، يوازينی شی چې خلک یې د درلودلو حق لري، هغه اطاعت دی او بس!

د هانا په اند د وجدان او فکر اړيکه يو له بل سره حياتي ده. د نوموړې په اند وجدان يو ثابت غږ نه دی، بلکې د فکر تابع دی.‌ په دې مانا کله چې انسان فکر کول پرېښودل، وجدان یې هم مري، يا پر اوږده خوب ويده کېږي. نو د دې لپاره چې د انسانانو وجدانونه ژوندي يا وېښ پاتې شي، بايده دي چې هغوی ته د فکر کولو آزادي يا حق ورکړل شي. نوموړې وايي چې په مستبدو ټولنو کې مستبد واکمنان د خلکو د وجدانونو د وژلو يا ويده کولو لپاره تر ټولو لومړی کار دا کوي چې له خلکو د فکر کولو حق اخلي. نوموړې وايي د فکر کولو پر مهال انسان له خپل ځان سره خبرې کوي او هر وخت چې انسان له خپل ځان سره خبرې کول پرېښودل، دا تر ټولو خطرناک حالت دی.

نوموړې همدارنګه وايي چې کله انسان فکر کول پرېږدي، او د اطاعت په مانا سر ټيټوي،‌ نو دی په حقیقت کې خپل ټول حقونه له لاسه ورکوي. دلته نوموړې يوه بله مشهوره نظریه (د حقونو درلودلو حق يا Right to have Rights) رامنځته کړه. په دې مانا چې ټول انسانان حق لري چې حقونه ولري او دا حق د هېڅ ډول جوړجاړي Compromise لايق نه دی. د نوموړې په اند پر دې حق هم يوازينی جوړجاړی بې له فکره اطاعت کول دي.‌

توتاليتر نظامونه درې بنسټيزې ستنې لري. لومړۍ ستنه یې واحده فکري تګلاره يا ايډيالوژي ده. واکمنو ته خپله فکري تګلاره یوازینی حقيقت ښکاري او د خپلې دې فکري تګلارې له مخې هر څه توجيه کولای شي، حتا ظلم، شر او د انسانانو قتلونه. توتاليتر حکومت بل هېڅ فرد يا ډلې ته د متفاوت فکر اجازه نه ورکوي. دويمه ستنه یې وېره ده. توتاليتر نظام داسې وېره د ټولنې په ټولو اقشارو کې خپروي چې هر انسان له بل نه په وېره کې وي، او همدا وېره د دې لامل کېږي چې شخص، ډلې او په کُل کې ټوله ټولنه له فکر کولو لاس واخلي او د فکر کولو له اړخه ټولنه د فلج حالت ته رسېږي. دا وېره یوازې د مخالفانو لپاره نه وي،‌ بلکې د خپلو اطاعت کوونکيو په زړونو کې هم ننوتلي وي. درېیمه ستنه یې د انسان سپکول او بې ارزښته کول دي. په دې مانا چې تر توتاليتر نظامونو لاندې خلک خپل حقوقي، اخلاقي، او سياسي حيثيت له لاسه ورکوي او له واکمنو پرته نورو خلکو ته د اضافي انسانانو يا Superfluous People په سترګه کتل کېږي. توتاليتر نظامونه غواړي چې د انسان فکر، وجدان،‌ اخلاق او شخصيت تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي. د دغسې نظام په دوام سره په ټولنه کې ظلم عادي کېږي، فکر کول جرم ګڼل کېږي، او اطاعت کول فضيلت بلل کېږي.

زموږ ټولنيزې رویې او زموږ د کورنيو چاپيريال او ماحول هم داسې دی چې د انسان فکر په کې قدم په قدم لکه يو بندي بند په بند په هغه او دغه زنځيرونو تړلی روان وي. زما په نظر زما په شمول موږ او تاسې ټولو ته پکار دي چې تر هر څه دمخه په خپلو کورنيو او په ځانګړې توګه د خپلو اولادونو په ذهنونو کې بند کړي فکرونه آزاد کړو.‌ هغوی ته اجازه ورکړو چې په هر شي راسره خبرې کوي، د هر څه په اړه رانه پوښتنه کوي، ویې کړي. له دې وروسته په ښوونځيو، جوماتونو او مدرسو کې د ماشومانو د فکرونو غوړېدا ته اجازه ورکړو. د ازاد فکر وژل که د کورنۍ په سطحه وي، که د ښوونځي، جومات او مدرسې په سطحه وي او که د پوهنتون او ټولنې په سطحه وي، وطن ته ډېر تاوان رسوي. د فکرونو وژل زموږ د ټولنې ډېره پخوانۍ ستونزه ده، حتا تر انقلاب دمخه د اروښاد استاد الفت رحمه الله د ژوند په وختونو کې هم خيالونه او فکرونه وژل کېدل، ځکه خو هغه ويلي دي:

که هر څه راته وژنې خيال و فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی

bottom of page