
زمــا فــکــر
د محدوديتونو او مسووليتونو دايرې
تېره اوونۍ مې په فرانسه کې يو ملګري سره خبرې کولې. د کډوالۍ پر ژوند بحث شو. کډوالي هر چېرته سخته ده، او د هر چا لپاره سخته ده ځکه انسان په کې له نسبتاً له يو نورمال ژوند، ماحول او سيسټم نه وځي، او بل ته لا داخل شوی نه وي. په دې مرحله کې ځان او په ځانګړې توګه خپل روح و روان ارام ساتل د ډېرو لپاره اسانه نه وي. ملګري سره مې د ټولو خبرو خلاصه او نچوړ دا و چې موږ و تاسې د محدوديتونو په درېوو بېلابېلو دايرو کې ژوند کوو. اولنۍ دايره زموږ خپله ده. په دې دايره کې ګڼ مسووليتونه دي چې خپله موږ ته متوجه دي. که موږ دا مسووليتونه په ښه شکل ادا کړو، نو د محدوديتونو له خپلې دايرې راوځو. په دې دايره کې زموږ مسووليتونه دا وو يا دي چې ځانونه مو تر دې ځايه رارسولي دي، د دې هېوادونو قوانين او اصول زده کړو، رعايت یې کړو، ژبه زده کړو، که د کار د کومو مهارتونو زده کړه مهيا وي، زموږ مسووليت دی چې زده یې کړو او بالاخره د کار موندلو لپاره هڅه وکړو. که کار مو وموند، مسووليت مو دی چې په ښه بڼه څنګه یې چې کارفرما غواړي یا یې اصول وضعه کړي دي، تر سره کړو. په وخت کار ته حاضر شو او تر مشخص وخت پورې باید د کار په ځای کې اوسو. هېڅ هغه کار ونه کړو چې قانوناً جرم وي او ... دا زموږ مسووليت دی او د دې مسووليت په ادا کولو سره د محدوديتونو له خپلې دايرې څخه وتلای شو او په دې وتلو سره به ځان او خپل ذهن يو څه ارام کړو.
دويم د ټولنې او دولت د محدوديتونو ساحه ده. په دې ساحه کې موږ ته کم مسووليتونه راجع دي، ډېر یې خپله ټولنې او دولت ته دي. کوم مسووليتونه چې موږ ته په دې ساحه کې راجع دي، بايده دي چې هغه موږ ادا کړو. کوم چې موږ ته نه دي راجع، باید په اړه یې نه ځان ناارامه کړو او نه خپل ځان ته سزا ورکړو. ما ورته د بېلګې په توګه وويل چې موږ او تاسې بايد د خپلې اوسېدا ماحول او خلکو خيال وساتو. هلته په مروج فرهنګ ځان پوه کړو. د دولت له قوانينو او سيسټم سره اشنايي پيدا کړو او ... دا زموږ مسووليت دی، خو موږ نه شو کولای چې د خپل ماحول مروج فرهنګ، د دولت وضعه کړي اصول او قوانين او دلته حاکم سيسټم په خپله خوښه بدل کړو. په لږه نوره مشخصه ډول مې ورته وويل: که تاسې په يو اپارتمان کې اوسېږئ او په اپارتمانونو کې د اوسېدا فرهنګ دا وي چې د شپې له لسو بجو وروسته د جامو وينځلو ماشين يا هم د جارو ماشين ونه کاروئ، نو مه یې کاروئ. ځکه په دې کار سره د نورو اپارتمانونو خلک په تکلیفېږي. همدارنګه که اصول دا وي چې د خپل اپارتمان کرايه د مياشتې په لومړيو درېوو يا پينځو ورځو کې ورکړئ، دا کار بايد وکړئ، ځکه دا وضع شوي اصول دي، که زموږ خوښ وي يا نه وي، بايد ځان ورسره عيار کړو. همدارنګه که دولت قانون وضعه کړی وي چې تاسې کله له خپلې سيمې بل ځای ته سفر کوئ، نو دوی ته بايد احوال ورکړئ، يا مو که عايد اضافه کېږي يا کمېږي په خپل وخت احوال ورکړئ، نو دا کار بايد وکړئ، ځکه ته قانون او سيسټم په خپله خوښه نه شې بدلولای، بایده دي چې ځان ورسره عيار کړئ. ما ورته وويل که دا کارونه مو وکړل او یا مو لږ تر لږه ځان پرې پوه کړ، نو ذهناً به ارامه اوسئ.
د محدوديتونو درېيمه دايره د نړيوال سيسټم ده. په نړيوال سیسټم کې زموږ او ستاسې رول نشته، ځکه نړيوال سيسټم د دولتونو او د دولتونو له خوا د جوړو شويو نړيوالو سازمانونو له خوا پر مخ ځي او هر بدلون په کې د همدې لوبغاړو له لخوا راځي. نو په دې خاطر هم بايد خپله ذهني ارامي خرابه نه کړو چې په نړۍ کې کوم بدلونونه راروان دي او کوم راغلي دي. موږ د همدې نړۍ اوسېدونکي يوو، په همدې سیسټم کې ژوند کوو، که دونيا ښه طرف ته ځي، موږ ورسره ځو او که کوم بل ناښه طرف ته روانه وي، هم موږ ورسره روان يوو.
که څه هم دا خبرې زما مشخصاً هغه ملګري ته وې او زموږ د بحث موضوع کډوالي وه، خو وروسته مې چې پرې سوچ وکړ، د ټولو هغو لپاره ګټورې دي چې په وړې او لویې خبرې خپله ذهني آرامي له لاسه ورکوي. حتا پر وطن مېشت او پر وطن پاتې ډېر ځوانان هم د دې پر ځای چې په اول قدم کې د محدوديتونو له خپلې ځاني دايرې راووځي، پړه پر ټولنې او حاکم سيسټم اچوي او ټول تمرکز یې پر دې وي چې ټولنه او حاکم سیسټم دې دی د محدوديتونو له خپلې ځاني ساحې راوباسي او دا کار یې دومره ناراحته کوي چې له ژونده د تېښتې په اړه پر فکر او عمل هم مجبورېږي. که لږ په مشخصه توګه یې ووايم، د ځاني او ذهني آرامۍ لپاره بايده دي هغه څه چې زموږ و ستاسې ځاني مسووليت دی، هغه بايد په ښه بڼه تر سره کړو او څه چې زموږ و ستاسې مسووليت نه دی، نه بايد پر سر خوږ کړو او نه هم بايد خپل ځان او ذهن پرې ناارامه کړو. زه بايد دا هم واضحه کړم چې زما موخه دا نه ده، چې ټولنه او حاکم سيسټم کوم مسووليت نه لري، بلکې موخه مې دا ده چې هغه مسووليتونه پر خپله غاړه مه اچوئ چې ناراحته کېږئ. غواړم دا هم واضحه وي چې زما بحث د انسان پر ذهني ناارامۍ او آرامۍ دی، نه دا چې ووايم ټولنه او په کُل کې دولت د خلکو پر وړاندې کوم مسووليت نه لري.
