
زمــا فــکــر
نېشلنېزم مسلمانېږي!
غالباً د حمزه بابا په (ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی؟) کتاب کې مې لوستي و چې په يوه مرکه کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د تعصب په اړه خپل نظر څرګندوي، هغه وايي چې کله هم يو څوک د خپل قوميت يا ژبې لپاره (جارحيت) ته لاس پورې کړي، نو دا تعصب دی. له دې اخوا که څوک له خپل قام، خپلې ژبې سره مینه لري او غواړي چې قام و ژبه یې راپورته شي او د نورو قامونو او ژبو سيال شي، نو دا تعصب نه دی. د حمزه بابا نقل قول مې کټ مټ ياد نه دی او نه هم راته د هغه کتاب صفحه ياده ده چې پرې حواله ورکړم، خو د ملتپالنې او نېشنلېزم په اړه د نوموړي په نظر کې راته د (جارحيت) کليمه ډېره ښه ياده ده. جارحيت مانا زور زیاتی، يرغل، پر نورو بلوسل او حمله پرې کول.
ملتپالنه يا نیشنلېزم د ملتولۍ يو ژور احساس دی چې د يو ملت ټول وګړي په خپلو کې سره تر يو ملي ـ سياسي هويت لاندې د مینې او محبت پر تار تړي. دا حِس د يو ملت وګړي له نورو رابېلوي او په خپلو کې یې سره یو ځای کوي. نېشنلېزم خلک په دوو ګروپونو وېشي، يو د (موږ) ګروپ دی او بل هم د (دوی) ګروپ.
له بده مرغه په موږ کې کابو له تېرو څه کم څلوېښتو کلونو راهيسې دا حِس بيا بيا وژل شوی دی، نه یوازې عملاً وژل شوی دی، بلکې تر دې راته بدرنګه شوی دی چې د کفر معادل ګڼل شوی دی او زموږ ملتپال پرې له دين څخه ایستل شوي دي. د افغان ملتپالنې پر ضد دې فکر د مصر له اخوان المسلمين څخه سرچينه واخيسته او بيا په بېلابېلو پړاوونو کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو (چې د پاکستان د پوځ د استخباراتو د لاس سيوری یې پر سر دی) له خوا بيا بيا تازه شوه، په مدرسو کې ورته مواد توليد شول او د جګړو پر مهال یې فکري مخالفان په اصطلاحMilitarize او Weaponize کړل او دا مخالفت یې پر تقدس بدل کړ.
د يو ملت وګړي ټول په (موږ) ګروپ کې سره راټولېږي او په (موږ) ګروپ کې ټول راټول خلک د يو ګډ سياسي ـ ملي هويت درلودونکي وي. سربېره پر دې دوی د يو ګډ فکر، ګډو ګټو، ګډو ارزښتونو او باورونو درلودونکي هم وي. دوی ټول هڅه کوي چې (موږ) ګروپ پياوړی کړي او د دې جوګه یې کړي چې له (دوی) ګروپ څخه پرې هېڅوک ونه بلوسي. د (موږ) ګروپ ټول غړي هڅه کوي چې د خپل ګروپ ګټې د (دوی) ګروپ د ګټو په مقابل کې وساتي.
موږ په داسې یوې نړۍ کې اوسېږو چې اصلاً د نېشنلېزم پر بنسټ آباده ده او ټول تعاملات یې د همدغه فرمول (موږ ګروپ او دوی ګروپ) پر بنسټ دي. دا چې د ټولو هېوادونو خلکو ځانونه يا په طبیعي ډول يا هم په مصنوعي ډول ملتونه کړي دي، يو ملي ـ سياسي هويت یې خپل کړی دی، او د خپلې ملتولۍ پر بنسټ یې ځانونه ته ګټې او زیانونه تعريف کړي دي. موږ هم د يو ملت په توګه حق لرو چې خپل ځان راټول کړو يا مو واردمخه باید راټول کړی وای، حق لرو چې خپلې ګټې تعریف کړو او زیانونه ځان ته معلوم کړو.
له بده مرغه چې تر اوسه پورې دا کار موږ نه دی کړی، يا نه یوو توانېدلي چې عملاً یې وکړو. کله چې موږ د ملتولۍ ملي حِس نه لرو، کله چې موږ د ملت پر محور خپلې ملي تعریف شوې ګټې نه لرو، کله چې موږ د ملت پر محور خپل تعريف شوي ملي زیانونه نه لرو، نو طبیعي ده چې موږ به د افرادو او ډلو او ډلګيو په توګه پر نورو ملتونو تکيه کوو، د هغوی د ګټو او زیانونو لپاره به لکه وسايل لوبېږو.
د نورو عواملو تر څنګ زموږ د خپل ملي حِس نشتوالی د دې لامل شوی دی چې له تېرو څه کم پنځوسو کلونو راهيسې تر هر څه دمخه په موږ کې زموږ ملي هويت چې (افغانيت)دی، وژل کېږي، زموږ ملي حِس له منځه ځي، او د ملي هويت احساس له وژنې وروسته بيا پر موږ نور او نور نومونه ايښودل کېږي او په دې ډول موږ له خپل هويت او شناخت څه ورځ په ورځ لرې شوي یوو او بالاخره خبره تر دې پورې رسېدلې ده چې موږ ځانونه د نورو د ګټو ګډوري ګڼلي دي او په هر دم او قدم مو نورو ته يا ډاډ ورکړی او يا هم سپيناوی چې ستاسې ګټې به نه زیانمنو او يا هم هغه موږ نه یوو چې ستاسې ګټو ترې زیان لیدلی دی.
زموږ په ملت کې ډېر افراد او ډلې شته وې او لا هم شته دي چې ګټې او زیانونه یې له موږ سره شريک دي، خو دوی پر خپلو خبرو، او اعمالو دلته د نورو ګټې پالي او هره شېبه زموږ د ملتولۍ حِس ژوبلوي. شخصاً ما ته د ښوونځي پر مهال ويل کېدل چې نېشنلېزم کفر دی، د پوهنتون پر مهال مې هم شاوخوا ته همدا ذهنيت حاکم و چې په نېشنلېزم سره انسان له اسلام نه وځي. اوس ښايي دا ذهنيت تر پخوا ډېر پياوړی وي، خو پر کابل د پاکستان بمبارد او بيا د شپې د څو ساعتونو جګړې په خواسته يا ناخواسته ډول په خلکو کې د (موږ) او (دوی) فکر پيدا کړ چې همدا د نوي افغاني نېشنلېزم پيلامه ده. پر فیسبوک او نورو رسنيو ښايي د تاليبانو مبلغينو له پاکستاني پوځ سره جګړې ته یوازې په دې پار هوا او ډېره هوا ورکوله چې تالیبانو ته د خلکو خواخوږي راجلب کړي او له دې نښتې څخه یې د یوې هڅوونکې وسيلې په توګه کار اخيست. خو زما په اند خبره، له دې نه هم ډېره ژوره لاړه او تر هغه ځايه ورسېده، تر کومه ځايه چې ملتپالو او نېشنلیستانو له کلونو کلونو هڅو او زړه چاودون سره سره نه شوه رسولای، يا یې نه ده رسولې او هغه د نېشنلېزم مسلمانول دي، اوس داسې ښکاري چې زموږ نېشنلېزم مسلمان شو، خو د دې نوي مسلمان پالنه پکار ده.
د پاکستان په مقابل کې د بدۍ او دښمنۍ حِس زموږ د ملتوالۍ يو اهم شاخص دی او دا ځکه چې همدې تبر بار بار زموږ د ملت ونه په داسې حال کې له بېخه بېخه وهلې ده چې تبر به یې هم زموږ له تنې و. له دې وروسته بایده دي چې ملتپال ځوانان لا هم پر ملي بسیج کار وکړي او قدم په قدم په خلکو کې د ملتولۍ د حِس د لا پیاوړتيا لپاره کار وکړي. له دې خبرې نه زما موخه پر خلکو تمرکز کول دي، نه پر هغې ډلګۍ چې اوس واک ورسره دی. د ملتولۍ د حِس له پياوړتيا وروسته بيا ډېر اسانه ده چې موږ دې ملي حکومت هم ولرو او د یو واحد ملت په توګه په سيمه کې د نورو ملتونو په منځ کې ژوند وکړو.
