top of page

د يو مثبت ملي روايت تشه

هجرت الله اختيار

د يو مثبت ملي روايت تشه

ملي روايت یا National Narrative  د یو ملت د وجود ښودلو او د ملت د هویت د تعریف هغه بیانيهیا کیسه ده چې نور خلک پر خپل ملت بودن قانع کوي. ملت روايت نه یوازې د نورو خلکو لپاره دی، بلکې په خپله د ملت په داخل کې د بېلابېلوګروپونواو وګړيو لپاره هم دی چې په حال او راتلونکي کې یې سره د وحدت په تار وتړي او په کېد واحد موجودیت احساس او انعکاس پیدا کړي.

ملتونه خپل ملي روايتونه له خپل تاریخ، فرهنګ او ګډو ارزښتونو جوړوي او بیا یې له يو نسل څخه بل ته انتقالوي. د ملي روايت اهمیت په دې کې دی چې د ملت برحاله او راتلونکيو حکومتونو، سیاسي ګوندونو او سیاسي اشخاصو، بلکې د ملت هر پوړ او هر وګړي ته د حال او راتلونکي روښانه نخچه په لاس ورکوي؛ ورته ښيي چې دوی چېرته دي او په ګټه چېرته روان دي. ملي روايت په يو ملت کې د نورو ملتونو تر څنګ د اوسېدا، هغوی سره د متقابلو اړيکو او راکړې ورکړې لپاره زمينه سازي کوي. پياوړی ملي روايت له هېواد بېرون اوسېدونکيو سره هم دا مرسته کوي چې د بېلابېلو فرهنګونو او انفرادي علاقه منديو په ليدلو سره (په منفي مانا)‌ نه شاک شي او نه هم (په مثبته مانا) دومره ترې اغېزمن شي چې خپل فرهنګ، د ژوند ډول او خپل ځان ورته بې ارزښته او هېڅ ښکاره شي. د پياوړي ملي روايت درلودونکي ملت وګړي د نورو فرهنګ ته د يو متفاوت فرهنګ او ارزښت په توګه وګوري، خو پر خپل فرهنګ او د ژوند په ډول یې د بې ارزښتۍ شک نه کوي.

ملي روايت د سیاستوالو او سیاسي ګروپونو له نظریاتو او ایډیالوژیو څخه یو لوړ چتر دی چې پر سیاستوالو او سیاسي ډلو ټپلو خپل سیوری کوياو هغوی مجبوروي چې د سیاسي عمل او عکس العمل پر مهال د همدې چتر لاندې پاتې شي. د ملي روايت ځینې برخې ممکن د تاریخ لهویاړونو څخه رامنځته شوي وي، او ځینې برخې یې د تاریخ د هغو شرمونو او ناکامیو څخه راوتلي وي چې ملتونوترې زده کړې کړې دي او نه غواړي په راتلونکي کې دغه شرمونه او ناکامۍ تکرار شي. همدارنګه ملي روايت کېدای شي چې د ګډو ارزښتونو او باورونو په پېژندلو سره لا پياوړی شي او په يو ملت کې د تقدس تر درجې لوړ مقام پیدا کړي. ملي روايتونه ملي حکومتونه، ملي سياسي ګوندونه او ملي اشخاص رامنځته کوي او د هغوی په تعقیب بيا د ټولنې تر فرد فرد رسېږي.‌ د ملت فرد فرد پر ملي روايت باور پیدا کوي او د هغه د اثبات لپاره د منطق او استدلال لټه کوي.

له بده مرغه موږ د يو ملت په توګه خپل ګڼ ملي روايتونه يا هېر کړي دي او يا مو هم پرې باور له لاسه ورکړی دی او د دې يو دليل ښايي دا وي‌ چې زموږ حال تر ماضي بدتر دی. پينځه زره کلن تاريخ درلودل زموږ له ملي روايتونو څخه يو دی چې له بده مرغه زموږ حال ورسره جوړ نه راځي، په همدې خاطر زموږ پر دغه ملي روايت ريشخند راځي او باور پرې نه شو کولای. همدارنګه په تاریخ کې زموږ نورې کارنامې هم زموږ د حال د بد وضعيت تر سيوري لاندې دي او د ننني عصر روشنفکر افغان لپاره پرې باور کول اسانه نه دي.‌ د (افغان ملت) په نوم د يو واحد ملت په توګه زموږ تبارز اوس په ښکاره د ځینو لپاره د منلو وړ نه دی او له بده مرغه په ملت کې دا درز ورځ تر بلې پراخېږي. زموږ سوله دوستي، زموږ عدم تشدد، زموږ مېلمه پالنه، زموږ غيرت، زموږ د مېرمنو درناوی، زموږ شعر، فرهنګ، موسيقي، او ... نه شي کولای چې زموږ واقعي ملي روايت بيان کړي او موږ ته د يويشتمې پېړۍ د يو ملت په توګه تبارز راکړي او زموږ پر وجود دې نور یقيني کړي.‌

د نورو ملتونو ترمنځ زموږ د ملي روايت اکثريت کيسې منفي دي او يا هم یوازې زموږ د منفي اړخ عکاسي په کې شوې ده. شک نشته چې هر ملت مثبت او منفي اړخونه لري، خو دنيا ته زموږ يوازې منفي اړخ ښکاري او بس. ښايي د دې یو اړخ په سیاست کې زموږ ناکامي او د ځای تشوالی وي. که دليل یې هر څه وي، وي به، خو د خپل ملي روايت او مثبت ملي روايت د جوړولو وظيفه زموږ پر غاړه ده. بل هېڅوک د دې مسووليت نه لري چې ولې زموږ په اړه منفي ليدلوری لري. موږ د خپل دغه منفي اړخ تر څنګ ګڼ نور مثبت اړخونه هم لرو چې ټول په ګډه کولای شو ترې يو مثبت ملي روايت جوړ کړو. د بېلګې په توګه زموږ د جګړو پر تاریخ د تمرکز پر ځای کولای شو چې د سيمې او نړۍ په متمدن ژوند کې پر خپل رول ډېر تمرکز وکړو،‌ په ځانګړې توګه خپل د وصل رول. زموږ قومي، ژبنۍ او فرهنګي تنوع د دې پر ځای چې زموږ د بېلتون دليل شي، بايده دي چې د يو ملي بحث او مباحثې له لارې د يو بل اورېدو او یو بل سره د نږدې کېدا سبب کړو. زموږ اوږدمهالې جګړې او زموږ پراخه کډوالي هم زموږ مشترک درد او غميزه ده، کاشکې د دې پر ځای چې په کډوالۍ کې خپله انرژي يو د بل پر محکومولو مصرفوو، پر دې یې مصرف کړو چې څنګه يو بل ته لاس ورکولای شو او څنګه يو د بل تر څنګ ودرېدلای شو. موږ او تاسې ټول که له وطن بېرون یوو او که د وطن په داخل کې، غواړو ژوندي پاتې شو، غواړو چې کار ولرو، غواړو چې اولادونه مو زده کړې وکړي، غواړو چې له ټولنیز او سياسي عدالت نه برخمن اوسو. غواړو چې فردي آزادي او انساني کرامت مو پر ځای او له تېري څخه خوندي وي او بالاخره غواړو چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړو. نو دا ټولې غوښتنې بایده دي‌ چې موږ یو بل ته نږدې کړي، د دې پر ځای چې له یو بل نه مو لرې کړي. موږ ټول (زما په شمول) مسووليت لرو چې خپل مثبت ملي روايت جوړ او خپور کړو؛ خو له بده مرغه زما په شمول موږ ټول هېڅوک هم خپل دې مسووليت ته نه دي متوجه. د دې پر ځای چې خپل مثبت ملي روايت پياوړی کړو، تبارز ورکړو، منفي هغو ته هوا ورکوو او د تنفر په مقابل کې نفرت و کېنه وېشو. دا رويه موږ هېچرته نه شي رسولای، بلکې له یو بل مو لرې کولای او ورک کولای شي.‌

bottom of page