
زمــا فــکــر
د حیثیت د بېرته راجوړولو سټراتيژي
هر شخص، هره کورنۍ او هره اداره د حیثيت د درلودلو او ساتلو حق لري. د (حيثيت) کلیمې اصل عربي دی چې د مقام، ارزښت او اعتبار په مانا ده، د ټولنیز مقام، ارزښت او اعتبار په مانا!
هېڅوک، هېڅ کورنۍ، او هېڅ اداره نه غواړي چې په ټولنه او خلکو کې دې یې تر لاسه کړی مقام، ارزښت او اعتبار خدشه دار شي، یا دې یې له لاسه ورکړي. د اشخاصو، کورنيو او ادارو لپاره ټولنیز مقام، ارزښت او اعتبار (په کُل کې حیثیت) هغه نامريي ځواک دی چې هڅوي یې يا مجبوروي یې چې د ټولنې له منل شویو نورمونو سره ځان عيار کړي او له هر هغه عمل او اقدام څخه یې راوګرځوي چې حیثيت یې پرې زیانمنېږي یا له منځه ځي.
خو کله کله په غوښتلي توګه يا هم په ناغوښتلي توګه له شخص، کورنۍ، او ادارې څخه داسې اعمال او اقدامات تر سره کېږي چې په ټولنه کې یې حیثيت زیانمنوي يا یې له لاسه ورکوي. دغه حالت د شخص، کورنۍ او ادارې (ټولو) لپاره د بحران مانا لري. زياتره اشخاص نه پوهېږي چې د دغسې بحراني حالت د واقع کېدو پر مهال څه کولای شي؟ يا څه باید وکړي؟ د کورنۍ لپاره هم دغسې بحراني حالت سخت وي، خو نسبت شخص ته پرې هغومره سخت نه تمامېږي؛ ځکه کورنۍ له اشخاصو جوړه ده او حیثيت ته پېښ زیان یې هم پر غړيو په مساوي ډول وېشل کېږي. د کورنۍ بېلابېل غړي د بېلابېلو تجربو له مخې ښايي بېلابېل مناسب یا نامناسب غبرګونونه وښيي او هم د خپل حیثیت د بېرته اعادې لپاره بېلابېل فکرونه او تدابیر تجويز کړای شي. په ورته توګه د ادارې لپاره هم اسانه نه وي چې حیثیت یې زیان وویني، خو بيا هم دا چې ادارې د بېلابېلو مسلکي اشخاصو له لوري (او په واسطه) چلېږي، نو ځکه د کورنۍ په څېر په کې دا پوتانشيل موجود وي چې د حیثیت له زیانمنېدا سره سم مناسب او لازم عکس العمل وښيي او خپل ځواب ووايي.
يو وخت ما د MBA د درسونو په لړ کې د کاروبارونو لپاره د بحراني شرایطو د مديریت د مطالعې پر مهال د ويليم بینوت ( William Benoit) يوه طرحه يا سټراتيژي لوستې وه چې که چېرې د یوې کاروباري ادارې حیثیت ته زیان رسېږي، څنګه او له کومو لارو چارو په استفادې خپل حیثیت بېرته اعاده کولای شي. په ياده طرحه کې يوه جمله چې ما لپاره تر ټولو په زړه پورې وه دا ده چې (Perceptions are more important than reality). همدا خبره د اشخاصو او د کورنيو لپاره هم صدق کوي ځکه واقعيت به خپله اشخاصو او کورنيو ته معلوم وي، خو له هغه واقعيت نه د خلکو او ټولنې تصور او فکر ډېر مهم دی. مانا که د شخص او کورنۍ په اړه د ټولنې فکر او تصور په رښتیا یا هم په درواغو خرابېږي، بېرته جوړل یې پکار دي، ځکه که یې د بېرته راجوړولو هڅه ونه شي، نو شخص یا کورنۍ به په ټولنه کې خپل مقام، ارزښت او اعتبار وبایلي.
که څه هم. ويليم د حیثیت د اعادې سټراتيژي (ځینې یې تيوري هم ګڼي) د ادارو په اړه ده، خو کېدای شي اشخاص او کورنۍ هم ترې ګټه واخلي. نوموړی وايي کله چې د يوې ادارې حیثیت زیانمنېږي، نو له دوو صورتونو څخه به خالي نه وي. لومړی: ادارې به يو ناسم او ناوړه کار تر سره کړی وي او مسوولیت به ورته مستقیماً راجع کېږي. دویم: ادارې به هېڅ ناسم او ناوړه کار نه وي تر سره کړی او هسې به پرې تور پورې شوی وي.
ويليم وايي که اداره د حیثیت د زیان په تور کې پړه نه وي، نو د دې پر ځای چې خاموشه پاتې شي، غوره اقدام دا دی چې په واضحه ټکيو ياد تور رد کړي او ووايي چې اصلاً داسې څه پېښ شوي نه دي او يا هم که د کومې بلې ادارې تورې لګېدلای وي، نو هم دې په واضحه ټکيو ووايي چې دا کار زموږ د ادارې نه دی، بلکې د پلانۍ او بیستانکۍ ادارې دی.
په دويم قدم کې که اداره خپل حیثیت ته زیانمن تور ردولای نه شي، نو له ياد تور څخه تېښته هم نسبت خاموشۍ ته غوره ده. نوموړی وايي چې د تېښتې بېلابېلې لارې شته، د بېلګې په توګه: خپل کړی کار يا اقدام دې د نورو د کار يا اقدام په غبرګون کې وګڼي چې ګنې پلانۍ ادارې دغسې يو کار کړی و، موږ یې په مقابل کې ځکه دغسې وکړل. يا دې داسې وښيي چې شرايط داسې وو چې د دې کار يا اقدام مخه نه شوه نيول کېدای. يا هم داسې چې دغه کار يا اقدام ناڅاپي او غیرارادي پېښ شوی دی او کوم ارادي عمل نه دی. او يا هم دا چې ياد کار يا اقدام د ښه نيت له امله ترسره شوی دی، خو له بده مرغه پایله یې بده راوتلې ده.
په درېیم قدم کې که چېرې پورته لارو نه ګټه اخيستنه شونې نه وه، نو اداره کولای شي چې د ورپورې شوي تور شدت راکم کړي او دا کار هم له بېلابېلو لارو کېدای شي. د بېلګې په توګه: اداره دې خپل مثبت او د خلکو په ګټه تر سره کړي کارونه او اقدامات راپورته کړي او خلکو ته دې وښيي چې وګورئ موږ اکثره دغسې ښه کارونه هم کړي دي؛ يا دې هڅه وکړي چې د خپل تر سره کړي ناوړه کار او اقدام په اړه د خلکو منفي احساسات راکم کړي، ودې وايي زموږ مخالفين هسې هوا ورکوي، اصلي کیسه دا ده، دومره خلکو ته زیان نه دی رسېدلی، ارقام سم نه دي خپاره شوي او ... او ...؛ يا دې د نورو ادارو ناوړه کارونه او اقدامات په پرتلیز ډول رامخې ته کړي، لکه پلانۍ ادارې دومره خلکو ته زیان رسولای، موږ خو بيا هم ښه یوو ...؛ او يا دې هم په ضمني بڼه خپله پړه ومني، خو خلکو ته دې په کې یوه ګټه پیدا کړي، فرضاً ودې وايي هو، زموږ له دې اقدام نه چاپېریال يا حیواناتو ته مستقيم زیان رسېږي، خو د دې کار ډېره ګټه انسانانو ته او هغه هم له دې درکه؛ او که بله لاره نه وه ورپاتې، نو پر خپلو حریفانو دې ورباندې کړي او ورته تورونه دې پورې کړي چې د خلکو فکر و پام پر بله واړوي؛ او که بېخي بله لار نه وه، نو بيا پرته له دې چې پړه ومني، جبران ته دې غاړه کېږدي، ودې وايي چې موږ حاضر یوو، ټولو زیانمنو ته د هغوی د زیان جبران ورکړو.
په څلورم قدم کې اداره کولای شي چې پر خپله تېروتنه اعتراف وکړي، له خلکو او زیانمنو څخه بښنه وغواړي چې پر خپلې ټولې لویۍ موږ ته بښنه وکړئ او هم دې د زیانمنو د زیان جبران ته اوږه ورکړي.
ما چې دا سټراتيژي لوستله، نو له ځان سره مې فکر وکړ چې ياد ښاغلي ولې دا سټراتيژي عمومي کړې نه ده چې اشخاص او کورنۍ هم ترې د خپل حیثیت د بېرته جوړونې يا اعادې لپاره ګټه واخلي. که هغه نه ده عمومي کړې، ما خو درته عمومي کړه. زما نظر او مشوره ټولو هغوی ته دا ده چې کله مو هم یوه مسئله حیثیت ته متوجه وه، نو په اړه یې خاموشه مه پاتې کېږئ، ستاسې خاموشي، د تور د منلو په مانا ده، خو په دې خاموشه منلو سره د خلکو غوسه نوره هم تاسې ته زیاتېږي. که خپله پړه منئ هم، نو په جار او ښکاره یې ومنئ او له خلکو د بښنې غوښتلو جرئت هم ولرئ.
