top of page

د توطيې تيوري

هجرت الله اختيار

ډېر کله چې انسانان د يو څه په حقیقت نه پوهېږي او داسې کومه لار هم نه مومي چې حقیقت پرې درک کړي، نو ورته تر ټولو اسانه لار تصور دی. بېلابېل انسان د خپل باور، فکر، تجربې او پوهې په کچه د شيانو او پېښو د حقیقت په اړه بېلابېل تصورات پنځوي او بيا یې د حقیقت په توګه مني. د سياست او جنايي علومو په برخه کې د خلکو لپاره د ډېرو پېښو د تشریح او توضیح يوه اسانه تکيه د توطیې تيوري ده. د توطیې تيوري د هرې پېښې تشریح او توضیح د اصلي عواملو او فکټورونو په واضحه کولو سره نه کوي، بلکې په دې خاطر چې يا ورته اصلي عوامل نه وي معلوم چې پېښه پرې تشریح کړای شي، او که ورته معلوم هم وي، نو نه غواړي چې د پېښې اصليت خلکو ته ښکاره شي، نو هڅه کوي چې پېښه له اصلي عواملو لرې داسې تشریح کړي چې ګنې دا هر څه د يو نامريي او پټ ګروپ له خوا تر کنټرول لاندې دي او د هغوی له خوا پروګرام شوي دي.

شک نشته چې دنيا له توطیو ډکه ده، په همدې خاطر د توطیې تيوري په ټوله نړۍ کې ګڼ پلويان او باوروونکي لري. له همدې امله حتا دولتونه او نور لوی پرېکړه کوونکي عاملان د ځینو هغو مهمو مسایلو په اړه چې د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري، د توطیې د تیورۍ له مخې پرېکړې کوي. په دې مانا چې خپله پرېکړې داسې ډیزاینوي چې اکثریت خلک یې پړه پر توطیه ګرو واچوي او باور وکړي چې د دولت یا لویو ادارو مسووليت هغومره نه دی، څومره چې په واقعیت کې دی.

دا چې خلک ولې د پېښو په اړه تر هر څه دمخه د توطیې تیورۍ ته پناه وړي؟ په دې اړه بېلابېل لاملونه شته دي. يو تر ټولو اهم او عام لامل یې د خلکو خپلمنځي سسټ تړاو دی. په دې مانا هغه خلک چې په ټولنیزو او سیاسي ګروپونو کې سره نه وي تنظیم شوي، په اسانۍ د توطیې د تیورۍ ښکار کېږي. په ګروپي توګه هغه ډلې او ګروپونه هم د توطیې د تیورۍ ښکار کېدای شي چې فکر کوي باورونه، ارزښتونه او هويت یې په خطر کې دی. د دغسې ډلو او ګروپونو مشران خپل غړي د ډار په بېلابېلو خيالي دایرو کې دننه ساتي او په هره ناسته او هر مجلس کې هڅه کوي چې د خپلو غړيو لپاره د ډار دغه خيالي دایرې لا ډېرې واقعي کړي. د دغسې ګروپونو غړيو ته بيا بيا دا تلقين شوي وي چې ټول هغوی چې ستاسې د ډار له خيالي دایرو څخه بېرون دي، په يو نه يو ډول تاسې ته خطر پېښوي او په اصطلاح ستاسې دښمنان دي.

د ټولنیزو رسنيو په دې دور کې د توطیې تيورۍ له مخې د پېښو توضیحات او تشریحات لکه د وایفای او انټرنیټي شبکو د څپو په سرعت سره خپرېدای شي او په همدې خاطر زياتره دغه تشریحات او توضيحات له یو بل سره نه یوازې توپیر لري، بلکې یو د بل مخالف هم کېدای شي. تر دې چې د ياد تیورۍ د پېښو دوه یا څو توضیحات شونې ده يو پر بل د توطیې تور هم پورې کړي او د خپل هغه د واقعي حقیقت ادعا هم وکړي، حال دا چې دواړه یا ټول به د توطیې له تیورۍ څخه رازېږېدلي وي. دا چې د توطیې تيوري پر دې ولاړه ده چې د پېښو تر شا پټ ځواکمن اشخاص، ګروپونه او دولتونه وي، نو پر همدې خاطر دا باور هم عاموي چې هر څوک د پېښو تر شاه د ځواکمنو توطیه ګرو شتون ردوي او په بل قسم یې تشریح کوي، هغه شخص ‌خپله د توطیې برخه دی. همدا د توطیې د تیورۍ د قوت نقطه ده چې ډېر خلک یې مخې ته نه شي ورتلای او که څوک یې په مقابل کې خپل استدلال وړاندې کوي، نو په توطیه کې د دخالت تور پرې پورې کېږي.

د توطیې تيوري که د ناسمو معلوماتو او تشریحاتو په خپرولو سره ناوړه پایلې درلودلای شي او حتا د انسانانو ژوند ته هم خطر پېښولای شي، خو انسان ته دا فرصت هم په لاس ورکوي چې هر څه ته د شک په سترګه وګوري. په اوسني عصر کې چې معلومات له اندازې زیات دي او د خپرېدا لارې یې هم له اندازې زیاتې دي، نو پکار ده چې معلوماتو او تشریحاتو ته د معلوماتو د یوې برخې په توګه وګورو، نو د کلي حقیقت په توګه. څومره چې زموږ د دید زاويه پراخه، د معلوماتو د هضم اشتها کمه وي، په هماغه اندازه ښايي ډېر تر حقیقته ځان ورسو. يوه بله لار چې د توطیې د تیورۍ پر بنسټ د چمتو شویو معلوماتو او تشریحاتو له سمدستي اغېز څخه موږ ژغورلای شي، هغه د فکر، پوهې، ايډيالوژۍ او علاقه مندۍ پر بنسټ په جوړو شویو ګروپونو کې زموږ پاتې کېدل دي.

bottom of page