
زمــا فــکــر
سياسي زغم
سياست د قدرت لپاره د مبارزې په نوم يادېږي؛ خو هغوی چې عملاً قدرت یې په لاس کې دی سياست نه کوي؟ ځواب یې دا دی چې هو کوي یې. کله چې ويل کېږي (د قدرت لپاره مبارزه) د دې عبارت مانا دا نه ده چې (د قدرت ترلاسه کولو لپاره مبارزه)، خو ډېر خلک یې په همدې مانا اخلي. (د قدرت لپاره مبارزه) کې د قدرت تر لاسه کولو لپاره مبارزه هم شاملېږي. د قدرت ساتلو لپاره هم مبارزه شاملېږي او د قدرت اضافه کولو لپاره مبارزه هم. نو هغه خلک چې عملاً یې قدرت په لاس کې دی، هغوی هم سياست کوي، خو هغوی یې د خپل قدرت د ساتلو او يا هم اضافه کولو لپاره کوي. ځينې پوهان د قدرت (مبارزې) ته (مدني) او (مشروع) صفتونه هم مخې ته ږدي، د دې لپاره چې د قدرت تر لاسه کولو، ساتلو او لا اضافه کولو ته يو چوکاټ کېږدي، دا چوکاټ داسې دی لکه د سیندونو مخې ته د شږو بندونو تړل!
ښه، زما د بحث موضوع د قدرت لپاره مبارزه نه ده، بلکې د قدرت لپاره په مبارزه کې زغم او تحمل دی. سياسي زغم يا Political Tolerance د سياست کولو يا د قدرت لپاره د مبارزې یو بنسټيز اصل دی. دا اصل د قدرت لپاره مبارزه کوونکي شخص، ګوند او يا هم دولت ته دا تلقينوي چې د ځان پر وړاندې د ناموافقو (ما قصداً د مخالف پر ځای ناموافق وليکه، ځکه د مخالف کليمې په لوستلو سره ښايي د لوستونکيو ذهن سمدستي نهايت منفي طرف ته لاړ شي) باورونو، نظریاتو او فعاليتونو شتون ومني. که ناموافقو باورونو، نظرياتو او فعاليتونو ته هم موږ د مقابل لوري له خوا (د سياسي قدرت لپاره د مبارزې) نوم ورکړو، نو بايده دي چې دلته هم ورته د (مدني) او (مشروع) قيد کېږدو. مانا ناموافق شخص، ناموافق ګوند (يا ډله)، او ناموافق دولت (په سيمه ییزه او نړيواله سطحه) که ناموافق باورونه لري، نظريات لري او يا هم فعاليتونه کوي، نو بايده دي چې په مدني ډول او مشروع ډول یې وکړي.
ښه، مدني او مشروع مبارزه یې څه ډول وي؟ لومړی مدني مبارزه هغه وي چې له تاوتريخوالي څخه خالي وي، په ځانګړې توګه د يو هېواد په داخل کې د سياسي وګړيو او ډلو ترمنځ سيالۍ بايد چې مدني وي. په دې مانا چې له زور، يو پر بل له يرغل او بلوسېدا څخه پرته بايد وي. د خبرو اترو، بحث او مباحثې، د خپلو سياسي ايډيالوژيو او نظرياتو د ترويج او اعلان په ډول، د خپلو پلويانو د زياتولو او جلبولو په توګه او په دې ډول خپل فکر او نظر نورو ته څرګند کړل شي، ورته ورسول شي، نه دا چې مخالف توهين شي، سپک شي، بندي شي، زخمي شي، او يا هم ووژل شي. د مدني سياست لارې ټاکنې دي، د سياسي ګوندونو فعاليت دی، پارلماني مبارزې او سيالۍ دي، بېلابېل ډول رسنۍ او د هغوی فعاليتونه دي، د مدني ټولنې بنسټونه تقويه کول دي، سوله يیز او مدني لاريونونه دي، سياسي بحثونه او مناظرې دي. د دې په مقابل کې د نامدني سياست لارې عبارت دي له کودتا، وسلوال فعاليت او پاڅون، ترور، ملېشه سازي او زورواکي، په خلکو کې وېره او ډار خپرول او ... دويم د مبارزې د مشروعيت مانا دا ده چې لومړی باید د قانون د اصولو سره سم، او دويم له قانون ورآخوا د ټولنې له ارزښتونو او منل شويو اصولو سره باید سم وي.
سياسي زغم (د خپل ځان، يا خپلې ډلې پر وړاندې د ناموافقو سياسي باورونو، نظریاتو او فعالیتونو شتون منل او ورته درناوی درلودل) د يو مدني ټولنې نښه ده او مدني ټولنه له مدني انسانانو څخه جوړېږي. سياسي زغم څو مهم بنسټونه لري لکه: (۱) د نظر او بيان آزادي، په دې مانا چې په ټولنه کې هر وګړي ته د سياسي نظر او باور د څرګندولو حق ورکړل شي او له دې امله څوک ونه ځورول شي او نه هم مجازات شي؛ (۲) د مخالفت (ناموافقت) منل يانې ضرور نه ده چې د ټولنې ټول وګړي دې يو ډول سياسي فکر او باور ولري، ځکه دا ناشونې ده، بلکې د بېلابېلو نظريو او باورونو موجوديت طبيعي دی، تر هغې چې ټولنې ته عملاً زيان پېښ نه کړي؛ (۳) د قانون رعايت، یانې د هغه ناموافقت زغمل چې قانون (هغه قانون چې د ملت استازيو جوړ کړی وي) ورته د ناموافقت اجازه ورکوي، هغه نظرونه چې په ټولنه کې تاوتريخوالي، کرکې او يا هم له قانون څخه سرغړونه وي، د هغو زغمل د سياسي زغم تر چتر لاندې نه راځي؛ (۵) متقابل درناوی، یانې سياسي سيالان او ناموافقان بايد يو بل ته د سيالانو په سترګه وګوري، نه د (دښمن) په سترګه، کټ مټ لکه د کرېکټ يا بلې لوبې په ډګر کې چې دوه بېلابېلې لوبډلې سره د اصولو او اخلاقو په چوکاټ کې لوبه کوي.
په يوه ټولنه کې د سياسي زغم پیاوړتيا د دې لامل کېږي چې حکومتولي ورسره ښه شي، سياسي ثبات پیاوړی شي، امنيت ښه شي، تاوتریخوالی کم شي او ملي يووالی لا ټينګ شي. په کومه ټولنه کې چې سياسي زغم نه وي يا کمزوری وي، هلته ټولنيز بنسټونه نړېږي، خلک پر يو بل باور نه شي کولای، بلکې هر يو بل ته د شک په سترګه ګوري. يوه نامعلومه وېره د خلکو پر ذهنونو خپره وي. خلک ځانونه له قدرت څخه محروم ګڼي او په نتيجه کې تاوتريخوالی زياتېږي. د جان سټوراټ مېل مشهوره وينا ده چې ((که يو نظر ناسم هم وي، بيا هم د اورېدا وړ دی، ځکه حقيقت يوازې او يوازې د بحث له لارې پياوړی کېږي، نه په خاموشۍ!)). او همدارنګه د والټېر نظر دی چې: ((زه ستا له خبرې سم موافق نه يم، خو تر مرګه به ستا د دې حق دفاع وکړم چې خپله خبره وکړې!))
زموږ ټولنه او زموږ خلک تر بلې هرې ټولنې سياسي زغم ته ډېره اړتیا لري، په ځانګړې توګه زموږ لوستي خلک. زموږ بحثونه او مباحثې چې يو پر بل پر شخصي او کورنيو حملو اوړي، يو دليل یې دا دی چې هغه نظر او هغه استدلال ته، چې له موږ ورسره موافق نه يوو، د (دښمن) نظر او (دښمن) استدلال په سترګه ګورو. ښايي په موږ کې دا تخم هم د پرديو له خوا کرل شوی وي چې د نظر او استدلال ناموافقت دومره جدي نيسو چې حتا د مقابل لوري پر شخصيت، حيثيت او کورنۍ بلوسېدل هم ځان ته روا کوو. د سياست او د قدرت لپاره د مبارزې يو اخلاقي بنسټ سياسي زغم دی، يا باید سياسي زغم وي. څوک چې سياسي زغم نه لري، پکار نه ده چې د لوبې دې ډګر ته راداخل شي.
