
زمــا فــکــر
د ملتپالنې منطق
يو د سياسي ملتپالانو منطق دی چې د کومو دلايلو له مخې ځانونه پر خلکو مني او په اصطلاح ځانونه تر نورو د سیاسي قدرت ډېر حقدار ګڼي او بل خپله د يوې ايډيالوژۍ او نظريې په توګه د ملتپالنې منطق دی چې څنګه دا ايډيالوژي منطقي، عاقلانه، بلکې لازمي او ضروري ده. سياسي ملتپالان د خپل منطق لپاره ښايي د ورځنيو مسايلو څخه نيولي، تر لنډمهاله او منځمهاله ستونزو او د نورو سياسي ډلو ټپلو د نيمګړتياوو او نيمګړو کارونو دلايل او مثالونه راوړي او په اصطلاح له خلکو وغواړي چې دوی ته د رايې او يا هم هرې بلې مروجې لارې سياسي قدرت ورکړي. او دا منطق او استدلال طبيعي دی چې له يو هېواده بل ته سره توپير لري، حتا له يو وخته تر بله هم توپیر لري، ځکه ستونزې او مسايل له يوه ځايه بل ته او له يو وخت نه بل ته هغسې نه پاتې کېږي، څنګه چې وو. خو د يوې ايډيالوژۍ او نظريې په توګه د ملتپالنې منطق او استدلال په هر ځای کې يو شان دی او هر وخت کې بايد يو شان وي.
ما به په پوهنتون کې محصلينو سره په بحث کې هم زياتره ويل چې زما په شخصي باور د ملتپالنې مخالفين او له يوې مخې ردوونکي یې داسې دي لکه له عامو انسانانو چې وغواړي چې موږ و تاسې ټول بايد خپل نومونه او د هويت نورې مشخصې له ځانه لرې کړو، ځکه چې موږ او تاسې ټول انسانان يوو، نو څه اړتيا ده چې يو پر ځان د بېلګې په توګه الف نوم ايښی دی او بل ب. که نوم او د هويت نورې مشخصې د انسانانو تر منځ د يو بل د معرفت لپاره لازمي او ضروري وي، نو په نړۍ کې د ګڼو ملتونو او هېوادونو ترمنځ د تعارف لپاره هم ملي مشخصې ضرور او لازمي دي. د ملتپالنې له نظريې پرته که ملي مشخصې تعريف او معلومې هم شي، خلک یې هغسې نه احساسوي، څنګه چې بايده دي.
ډېر ځله به ما سره په استدلال کې دا هم ما ته ويل کېدل چې ملتپالنه د ملتونو ترمنځ د جګړو او مخالفتونو زمينه سازي کوي او مثال به یې د لومړۍ نړيوالې جګړې ورکاوه. ما به یې په ځواب کې ويل چې شک نشته چې د لومړۍ نړيوالې جګړې يو عامل (د نورو عواملو تر څنګ) شديده ملتپالنه وه، خو ملتپالنه په خپل ذات کې هېڅ ملت يا هېواد بل سره جګړو کې نه ښکېلوي. په اوسنۍ نړۍ کې د هېوادونو تر منځ د جګړو عملي امکان ډېر کم دی او د هغوی خپل دلايل دي. ما به محصلینو ته ويل چې د ملتپالنې محوري ټکی ملي ګټې دي او که يو ملت د نورو په مقابل کې د خپلو ملي ګټو ساتندوی او ګټندوی اوسي، دې کې د بدۍ هېڅ هم نه شته. ما به ورته د عامو خلکو مثال ورکاوه چې موږ ټول په خپلو ګڼ مشترکات لرو، د مدني انسانانو په توګه د نورو کورونو ورځو، د نورو له کورونو غلا نه کوو، خو بيا هم موږ ولې ټولو له خپلو کورونو دېوالونه تاو کړي دي؟ ځکه چې زموږ د کورنۍ ګټې د دې ايجاب کوي چې د خپل کور، کلا، پټي، باغ دېوالونه او پولې راته معلومې وي. موږ ټول هر يو چې کار کوو، نو حاصل یې خپل کور ته وړو. زموږ د خپلو خپلو کورونو درلودل او زموږ د هرې کورنۍ ګټې د هماغې کورنۍ په غړيو پورې محدودېدل هېڅکله په دې مانا نه دي چې موږ دې له خپل ګاونډي سره په کومه جګړه کې نښتي يوو. موږ او تاسې ټول له خپلو ګاونډيانو سره ډېرې ښې اړيکې لرو، مړی او ژوندی ورسره کوو او د اړتيا په صورت کې یې مرستې ته ودرېږو.
په افغانستان کې یو ملي دولت او په خلکو کې د ملتپالنې يو ژوندی او فعاله احساس کټ مټ همداسې دی چې خلک بايد پر خپلو اړتياوو فکر وکړي او د خپل ملت او خپل هېواد د ګټو ساتندوی اوسي. نه داسې چې موږ دې څلور لسيزې يو ګاونډی خپل مسلمان! ورور! وګڼو او د هغوی د ګټو په پار خپل وطن لوټه لوټه کړو. بيا دې دوه لسيزې د بل ګاونډي له خوا د دين تر څادر او بينر لاندې د يو څو روپيو لپاره د هغوی پاليسۍ او پروګرامونه په خپلو سيمو کې داسې تطبيق کړو چې هدف یې د خلکو ټوټه کول وي، پر هغوی چې زموږ په څېر فکر نه کوي، د بېلابېلو نومونو ايښودل وي او خپلو ځوانانو ته داسې يو فکر ورکړو لکه دين چې يوازې يوه کوچنۍ دايره وي او هر چا ته چې موږ ټېله ورکړه، نو د دين له دایرې یې ايستلای شو. او بيا يوه لسيزه د اردوغان په محبت کې دومره مست شوو چې خپل پلار، خپل ورور، خپل استاد، او هر څوک چې له اردوغان سره محبت نه لري، پرې کنځلی شو او په دې ډول ځان ته د دين د ساتنې او مبارز نوم هم ورکړو.
د يوې نظریې او يوې ايډيالوژۍ په توګه په افغانستان کې د ملتپالنې تر ټولو ساده منطق دا دی چې د سيمې او نړۍ ټول هېوادونه پر همدې محور د سيمې او نړۍ سياست ته ګوري او خپل قوانين او پاليسۍ عياروي. د نړۍ د ټولو هېوادونو د عمل او عکس العمل بنسټ ملي ګټې دي. که زموږ د سيمې يو هېواد په ښکاره د خپل يو عمل يا عکس العمل لپاره ديني توجيه هم رامخې ته کوي، نو که ژور وکتل شي، خامخا به یې خپلې ملي ګټې له دې ديني توجيه سره تړلي وي، نه دا چې هغوی به خامخا د دين حاميان او غمخواره وي. د ملتپالنې د نظریې پر وړاندې زموږ په وطن کې معمولاً دوه سترې ننګونې دي. يوه یې د هغو فکري تګلارو شتون دی چې په اصطلاح په اسلام کې د سرحد شتون ردوي او پر ملتونو د مسلمانانو له وېش سره مخالفت کوي. د دوی په باور مسلمانان ټول يو امت دی او ارمان یې دا دی چې د نړۍ ټول مسلمانان دې تر يوې واکمنۍ لاندې راشي او بيا دې د مسلمانانو هر هېواد د يادې واکمنۍ (چې په اسلامي سياست کې یې خ ي لا فټ ګڼي) اما رټ اوسي. د دې ډول خلکو په مخ کې چې څوک د نېشنلېزم يا ملتپالنې نوم اخلي، داسې پرې لګېږي لکه په اصطلاح هندو ته چې د غوايي غوښه ښکاره کړې. دويمه ننګونه د قومي او ژبنيو فعالينو ده، دوی چې د قوم او ژبې پر مرض اخته دي، افغان ملتپالنه او نېشنلېزم د خپلو قومونو او ژبو د منحل کېدا په مانا ګڼي، نو ځکه خو یې په دې اړه همېشه غږ لوړ وي چې موږ يو ملت نه يوو. ځينې یې چې په ښکاره دا غږ نه شي کولای، هغوی بيا د نامتمرکز يا فډرالي نظام په يادولو سره د ملت په مخالفت کې خپل منافقت ښکاره کوي.
