top of page

نظرياتي اختلاف

هجرت الله اختيار

نظرياتي اختلاف د ژونديو ټولنو خاصه ده، خو هغه نظرياتي‌ اختلاف چې د یو بل د ککريو د ماتولو لامل نه شي.‌ نظريه دې ته وايي چې تاسې ته يو شی (په سياست او ټولنیزو چارو کې يوه مسئله) څنګه په نظر درځي، يا درغلې ده. کله کله د انسان نظر د سراب غوندې شيانو باندې تېروځي هم، په وچه دښته کې ورته اوبه په نظر ورځي، خو دا د هغه د نظر تېروتنه وي، دی ګوري چې اوبه دي، خو اوبه نه وي. دغسې تېروتنې چې خپله سمې نه شي، د بل چا په استدلال یې سمېدل اسانه نه دي. پر سراب تېروتي شخص او ډلو ته به فرصت ورکوې چې خپله عملاً د ښکارېدونکې اوبو (سراب) ځای ته ورشي او د خپل نظر تېروتنه باندې ځان یقيني کړي.

ما به د تدريس پر مهال زياتره په ټولګي کې دا مثال ورکوه. د ټولګي له بېلابېلو کونجونو څخه به مې يو یا څو محصلينو ته ویل چې پاس په چت کې لګېدلي پَکي ته وګوري او ما ته ووايي چې څو پَرې یې ورته ښکاري. له هرې خوا څخه به ما ته بېلابېل ځوابونه راتلل. هغوی چې مستقیم تر پَکي لاندې ناست وو،‌ ويل به یې درې پَرې ورته په نظر ورځي. د یوې خوا محصلینو به ويل چې دوی ته یوازې دوه پَرې په نظر ورځي، د بلې خوا محصلینو به ويل چې دوی ته یوازې يوه پَره ښکاري. ما به له دې مثاله وروسته ورته تشريح کوله چې دغه دید ستاسې نظريه ده. مانا هغه څه چې تاسې یې ګورئ، تاسې ته په نظر راځي، تاسې پرې باور کوئ، ځکه اکثريت خلک پر خپلو سترګو باور کوي. نو ځکه هغه څه چې تاسې ته په نظر درغلي دي، هغه ستاسې نظريه ده. بيا به مې ورته ويل چې پَکی خو يوه پدیده ده،‌ ولې د یوې پدیدې په اړه بېلابېلې دوه،‌ درې، څلور او ...‌نظریې منځ ته راځي؟ د محصلینو ځوابونه به بېلابېل وو،‌ خو خامخا به راته ويل کېدل چې زموږ د ناستې ځای له یو بل سره توپیر لري، یا هم زموږ د دید زاويه له یو بل سره توپیر لري. ما به ورته ويل چې همدا اصلي علت دی چې خلک د نظریو اختلاف ساتي او دا چې خلک په دې مخالفت کې یو د بل ککرې نه ماتوي،‌ دلیل یې دا دی چې ټول پوهېږي چې پَکی یو دی، خو دا چې دوی پر دې پوهېږي چې د دوی موقفونه سره فرق کوي، د دوی د دید زاویې سره فرق کوي، نو ځکه یې خپل اختلاف په سوله ییزه بڼه په خپلو کې ساتلای او پر دې یې توافق کړی دی چې یو د بل ککرې به نه ماتوي.‌

يوه ورځ يو محصل ما سره ټوکه وکړه، هغه له کړکۍ بېرون طرف ته کتل، ویل یې استاده ما ته بیخي پَکی نه ښکاري، ما ورته کړل، خو تاسې پَکی ته ګورئ نه، نو څنګه به درته ښکاره شي؟ تاسې پاس وګورئ، نو پَکی او دا چې ستا په نظر څو پَرې لري، به خامخا وګورئ. له ورته حالت سره د نجونو په يو ټولګي هم يوه ورځ مخ شوم. يوې نجلۍ له سترګو څخه عینکې لرې کړې، ویل یې استاده زه خو د پَکي يوه پَره هم نه وینم. يوې بلې نجلۍ پرې رابړچ وهل، ویل یې ته خیر ړنده یې، ځکه یې نه وينې. زه په خندا شوم، ما ورته وويل چې ستاسې د سترګو نظر ګمزوری دی، که عینکې په سترګو کړئ، خامخا به د پَکي پَرې په نظر درشي.

که د يوې سياسي يا ټولنيزې پدیدې په اړه د ټولګي په چت کې نصب پکی یو مناسب مثال وي، او د پَرو په اړه یې په بېلابېلو موقعيتونو کې د ناستو محصلینو نظرونه د دغې سیاسي یا ټولنیزې پدیدې په اړه د خلکو نظرونه وګڼو، نو موږ ته واضح کېږي چې د نظر اختلاف له کوم ځايه راځي او کوم عوامل دي چې نظر اغېزمنوي.

د یوې سیاسي او ټولنیزې پدیدې په اړه که د نظرونو اختلاف موجود وي، نو دا يو طبيعي امر دی او دا ځکه چې د ټولنې او نړۍ ټول خلک له یوې زاویې او له یو موقف څخه يوې پدیدې ته نه شي کتلای. د خلکو ترمنځ د نظريو اختلاف د هغوی له موقفونو او د هغوی د دید له زاوایوو څخه دی چې هغه پدیدې ته ګوري.

کله کله د نظر اختلاف له دې امله هم رامنځته کېږي چې ټول لوري، یا هم يو یا څو لوري له نورو سره دې توافق ته نه وي رسېدلي چې دوی اصلاً څه شي ته ګوري، یانې مورد بحث او مورد فوکس مسئله نه وي معلومه. لکه زموږ په ټولګي کې هغه محصل چې د چت پر ځای یې له کړکۍ بېرون کتل.

د نظر اختلاف له دې امله هم رامنځته کېږي چې يو یا څو لوري عین د دید قوت، پوهه، د مسايلو تحليل او شننه نه لري، لکه زموږ د نجونو په ټولګي کې چې یوې نجلۍ له خپلو سترګو عینکې لرې کړې وې. په دغسې حالت کې او يا هم په هغسې حالت کې چې يو يا څو لوري له مسئلې لرې بلې خوا باندې سترګې ښخې کړي وي، نو که نور لوري د لوړې حوصلې درلودونکي نه وي، نو ټکر هم رامنځته کېږي. لکه د نجونو په ټولګي کې پر يوې محصلې د بلې بړچ وهل چې ته ړنده یې! دا واقعاً رټ ځواب دی. په سياسي او ټولنیزو مسايلو کې د دې پر ځای چې خپل مقابل لوری د نظر اشتباه ته په پام کې کړل شي، که پرې بړچ ووهل شي او رټ ځواب ورکړل شي، طبیعي ده چې مخالفت په عقده اوړي او د عقدې اور بيا یوازې سېځل کوي.

واقعيت دا دی چې زما په شمول موږ اکثريت اول پر دې ځان نه پوهوو چې نظریاتي‌ اختلاف دښمني نه ده، بلکې د دید له بېلابېلو زاویوو څخه مسايلو ته کتل دي او د دید زاوایې زیاتره زموږ له موقفونو څخه راجوړېږي. دویم ځان ته مورد بحث او مورد فوکس مسئله نه معلوموو چې اخر زموږ ترمنځ مسئله څه ده؟ درېیم پر دې هم ځان نه پوهوو چې زموږ اختلاف او مخالفت په کوم ځای کې دی او په کومه کچه دی او په پای کې دا چې يو پر بل بړچونه وهو او که نور مو څه له وسه نه وي پوره، يا یې له دین نه باسو، يا پرې د نورو د جاسوسۍ تور پورې کوو او په دې ډول که په ټولنیزو پاڼو کې د ککرو ماتولو امکان نه وي، نو کنځلې خو یو بل ته ښې ډېرې کوو

bottom of page