top of page

حريمونه

هجرت الله اختيار

حريمونه

په حقوقي بحثونو کې د درې ډوله حريمونو ذکر کېږي. يو ته یې دولتي‌ حريم يا ساحه State Sphere وايي، بل ته یې د عوامو (عامه) حريم یا ساحه Public Sphere او درېیم ته یې هم د شخص (خصوصي) حريم یا ساحه Private Sphere.‌

په دولتي حريم کې د مقننه قوې، اجرايه قوې، قضايه قوې رسمي درېځونه، بحثونه، مکتوبونه،‌ ويناګانې، اعلاميې، پالیسۍ او ... شاملېږي. يا چېرته چې دولت يا د دولت هر استازی ارګان د عامه نظم او عامه ګټو پر بنسټ هر عمل يا عکس العمل کوي هغه ساحه دولتي حريم، فضا يا ساحه ګڼل کېږي.‌ د دولتي حريم بنسټ د عامه نظم او ګټو د رامنځته کولو او ساتنې په موخه مشروع واک دی.

د عوامو (عامه) حريم يا ساحه له دولتي ساحې څخه راکښته تر هغه ځايه پراخه ده،‌ له کوم ځايه چې خصوصي حريم پیلېږي (د خصوصي حريم په اړه وروسته بحث راځي). په عمومي حريم يا ساحه کې خلک د عامه ژوند د مسايلو په اړه آزاد بحثونه او خبرې کوي. هماغه د کاروان صاحب په قول،‌ لکه د خوست د خلکو متل چې دی،‌ چې ((يو په خدای کې او بل خبرو کې ټول خلک حق لري.)) په عمومي حريم کې ټول خلک د بحث او خبرو حق لري او هېڅوک هېچا ته نه شي ویلای چې تاسې د خبرو او بحث حق نه لرئ، يا هم داسې خبرې او دا بحث وکړئ او دا خبرې او بحث مه کوئ. خو شرط دا دی چې بحث و خبرې به د عامه ګټو او عامه مسايلو په اړه وي. د عامه (عمومي) حریم بنسټ د بيان آزادي ده.‌ د عامه ساحې پخواني مثالونه چايخانې، سرِچوک، د دوکانونو مخه، د مسجد مخه،‌ دېره، حجره، او اوسمهال عامه رسنۍ او په ځانګړې توګه ټولنیزې رسنۍ دي.

شخصي حريم يا Private Sphere هغه ساحه ده چې پکې د افرادو شخصي ژوند، احساسات، روغتيا، شخصي اړيکې، کورنۍ، د کورنۍ اړيکې او د کور په داخل کې کارونه او په کې شاملېږي. د شخصي يا خصوصي حريم بنسټ د بشري او اساسي حقونو په توګه د خصوصي حريم خونديتوب، او د فرد فردي‌ آزادي او انساني کرامت دی.

په متمدنو ټولنو کې د افرادو شخصي حريم د دولت او ټولنې د اوسېدونکيو له مداخلې څخه تر هغې خوندي وي،‌ تر څو چې شخص خپله اجازه نه وي ورکړي. په دې مانا چې د رسنيو په شمول هېڅوک حق نه لري چې د يو فرد په ژوند، احساساتو، روغتيا، اړيکو، کورنۍ او ... په اړه معلومات خپاره کړي او يا هم پوښتنې وکړي، تر هغې پورې چې شخص اجازه نه وي ورکړي. دا اجازه شونې ده صريحه او ښکاره وي،‌ لکه په وينا او يا هم ليکلې بڼه او يا هم ضمني وي. په ضمني‌اجازه کې د معلوماتو د غوښتنې پر مهال معلومات ورکول، د پوښتنې پر مهال پوښتنه ځوابول او يا هم د شخص له خوا خپله د معلوماتو خپرول شامل دي.

د عامه يا مشهورو شخصيتونو Public Figures  شخصي يا خصوصي حريم هم لکه د ټولنې د نورو افرادو په څېر شخصي،‌ خصوصي او خوندي دی، خو دا خونديتوب بيا هم لږ توپیر لري. په عامه شخصيتونو کې سياستوال، فلمي ستوري، د لوبو د بېلابېلو ډګرونو لوبغاړي او اتلان،‌ د موسيقۍ د برخې هنرمندان، د ټولنیزو او نورو خيريه کارونو په کولو سره مشهور شخصيتونه او حتا ځینې هغه کسان چې د يوې ځانګړې وړتيا،‌ کار او خدمت له امله د ټولنې او نړۍ د خلکو پام ور اوښتی وي راځي.

دا چې مشهورو ټولنیزو شخصيتونو ته د خلکو پام او توجه ور اوښتې ده، يا هم د هغوی نومونه او وړتياوې په يو نه يو ډول د خلکو په زړونو او ذهنونو کې ناست دي، نو خلک غواړي چې د هغوی په اړه نور هم پوه شي. رسنۍ او د رسنيو کارکوونکي هم د خلکو دغه غوښتنه په پام کې نیسي او د خلکو د خوښې او علاقې او ځینې مهال د ټولنیزو ګټو او خير لپاره د مشهورو شخصيتونو د شخصي حريم ځینې برخې يا ځینې اړخونه بحث کوي. دلته باید یادونه وشي چې د سیاستوالو د شخصي حريم ډېره برخه له دې امله او پر دې استدلال تر بحث لاندې نيول کېدای شي چې د عامه ګټه او په چارو کې روڼتيا ترې متصوره ده، ځکه چې سياستوال د خلکو د باور او رایې (په ماضي، حال او يا هم راتلونکي کې) له لارې قدرت تر لاسه کوي او د قدرت د کارونې واګې په لاس کې اخلي. نو پر همدې بنسټ د هغوی د شخصي حريم ډېره لږه برخه خوندي ده نسبت نورو مشهوو شخصيتونو ته او عامو افرادو ته.

خو د فلمي ستورو، هنرمندانو، لوبغاړو او نورو ټولنیزو او خيريه شخصيتونو چې يوازې په ټولنه کې منل شوي شخصيتونه وي، شخصي حريمونه یې د سیاستوالو په نسبت ډېر خوندي وي، خو بيا هم هغومره خوندي نه وي، څومره چې د عامو وګړيو (افرادو) خوندي وي.‌ د بېلګې په توګه که يو فلمي‌ستوری، یو لوبغاړی، یو هنرمند، يا هم د ټولنې یو بل مشهور شوی شخص په يو عامه ځای کې وي، لکه سړک، پارک، مارکېټ، غونډه، د لوبې ډګر، د هنر د نندارې صحنه او ... کې د هغه عکس اخيستل، د هغه په اړه بحث کول، د هغه په اړه پوښتنه کول او ... د هغه د خصوصي حريم نقض نه شي ګڼل کېدای، خو که يو څوک د هغه د کور له دننه فضا څخه د هغه عکاسي کوي او د هغه اجازه ورسره نه وي، نو بيا دا د هغه د خصوصي حريم نقض دی.

په عامه ځایونو کې د مشهورو اشخاصو د عکس اخيستلو او په اړه یې د بحثونو په اړه د رسنيو لپاره څو ټکي مهم دي: لومړی د شخص عکس او په اړه یې راپور یا بحث به خبري ارزښت Newsworthiness ولري؛ دويم دا چې په راپور او بحث کې به عامه ګټې Public Interest هم په پام کې نیول شوي وي؛ او درېیم دا چې د خبر، راپور او بحث طلايي اصل توازن Proportionality هم باید له یاده په کې نه وي ايستل شوی. يو بل اصل هم يادېږي چې هغه د مشهور شخص اراده ده، مانا شخص به خپله په خپله اراده او خوښه عامه حريم یا ساحې ته راغلی وي او دا به ورته متصوره وي چې د يو مشهور شخص په توګه به دی د خلکو د نظر او پام وړ ګرځي او شونې ده خلک يا رسنۍ پرې بحثونه هم وکړي.

bottom of page