top of page

ټولنيز رنګ اخيستنه

هجرت الله اختيار

ټولنيز رنګ اخيستنه

ټولنيز رنګ راخيستلو ته په انګليسي کې Conformity ويل کېږي. دا اصطلاح اصلاً د ارواپوهنې ده، خو په سياست، جنايي علومو، ټولنپوهنه او وګړپوهنه کې هم په پراخه کچه او په پراخه مفهوم کارېږي. ټولنيز رنګ اخيستل دې ته وايي چې يو انسان له خپل اصلي رنګ ووځي او د ډلې يا ټولنې په رنګ کې ځان رنګ کړي. په دې مانا چې يو شخص خپل چلن، باور او نظر داسې بدل کړي چې د ډلې يا ټولنې له معيارونو سره برابر شي. د دې بدلون کُلي عوامل درې کېدای شي: لومړی دا چې انسان يو ټولنيز مخلوق دی او معمولاً د ډلې يا ټولنې اغېز Social Influence پر ځان مني؛ دویم دا چې انسان کله کله خپل عقل، خپله پوهه، خپله تجربه، خپل احساسات او خپل درک د دې لپاره پرېږدي، قرباني کوي یې چې له ټولنې سره ځان همرنګه وښيي، د دې لپاره چې له ډلې يا ټولنې څخه ونه ايستل شي يا څوک ورته په کم نظر ونه ګوري، ريشخند نه شي؛ او درېيم دا چې انسان په رواني لحاظ اړتيا لري چې د نورو (ډلې يا ټولنې) په څېر شي، ځان له نورو (ډلې يا ټولنې) سره تړلی،‌ پيوند او د هغوی برخه وښيي، يا نور یې د ځان په ډول وګوري، نور (ډله يا ټولنه) فکر وکړي چې دی هم زموږ غوندې دی، دې اړتيا ته په انګليسې کې Need of Belonging وايي. نو له دغو درېوو عواملو څخه يو د دې لامل کېږي چې انسان خپل اصلي رنګ له لاسه ورکړي او ټولنيز رنګ واخلي.

ټولنيز رنګ اخيستل معمولاً دوه بڼې لري: يوه یې ظاهري بڼه ده. مانا انسان يوازې په ښکاره ټولنيز رنګ اخيستی دی، خو دننه یې خپل رنګ ساتلی دی. دا رنګ د انسان په ظاهر کې موقتي وي، همدا چې له ډلې يا ټولنې لرې شي، خپل اصلي رنګ کې راښکاره کېږي. د ټولنيز رنګ اخيستلو ظاهري بڼې ته Compliance هم ويل کېږي. دويمه یې داخلي بڼه ده.‌ مانا انسان له داخله او له زړه نه ټولنيز رنګ اخيستی دی او د ټولنې رنګ یې اوس پر اصلي باور بدل شوی دی. داسې چې خپل پخوانی رنګ ورته ناسم ښکاري. دا رنګ د انسان دايمي يا اوږدمهاله وي او ژر نه بدلېږي، حتا که له ډلې يا ټولنې لرې هم شي. له داخله او له زړه څخه ټولنيز رنګ اخيستلو ته په انګليسي کې Internalization وايي.

د ټولنيز رنګ اخيستلو په اړه تر ټولو مشهوره او په زړه پورې تجربه د سولومان آش (Solomon Asch) ده. نوموړي په ۱۹۵۰ز کال کې غوښتل معلومه کړي چې د ټولنيز رنګ اخيستلو پر مهال انسان رښتيا هم د خپل عقلاني قضاوت قرباني ورکوي او که يوازې د دې لپاره ټولنيز رنګ اخلي چې له ډلې يا ټولنې سره په مخالفت کې رانه شي؟ نوموړي اتلس جوړې کارتونه جوړل کړل. داسې چې د هرې جوړې پر يو کارت يوه کرښه ايستل شوي وي او پر بل کارت یې درې کرښې. د هرې جوړې پر دويم کارت ايستل شویو درېوو کرښو ته د A, B, C نومونه ورکړل شوي وو چې په دې درېوو کرښو کې به يوه کرښه د اول کارت له کرښې سره يو شان وه. د ټولو اتلس واړه جوړو کارتونو ترتيب داسې جوړ شوی و چې که فرضاً د اولې جوړې د لومړي کارت له کرښې سره په دويم کارت کې د A کرښه يو شان وه، نو په دويمې جوړې او همداسې په نورو جوړو کارتونو کې به دا د يو شان کرښې توری بدلېده، کله به B  و، کله به C و او کله به هم بېرته A. آش ټول ټال دا تجربه پر ۱۲۳ کسانو وکړه. دا ۱۲۳ کسان یې ټول په يو ځل تجربې ته راونه غوښتل، بلکې په هره تجربه کې به یې يو نفر (تر تجربې لاندې د اصلي کس په توګه) و او ورسره به یې اووه کسه نور داسې وو چې هغوی به واردمخه د آش له خوا روزل شوي وو. دې اوو کسانو به يوازې تمثيل کاوه او داسې یې ښودله چې دوی هم د اتم کس (تر تجربې لاندې اصلی کس) په څېر تجربې ته راغلي دي.

د تجربې پر مهال آش هر يو کس ته دا اتلس جوړې کارتونه يو په بل پسې ښودل. داسې چې لومړی به یې د يوې جوړې لومړی کارت ورته وښود، هغه کارت چې يوه کرښه پرې ايستل شوې وه او بيا به یې د هماغې جوړې دويم کارت چې درې کرښې پرې رسمې وې، ورته وښود او ورنه به یې وغوښتل چې په لوړ غږ ووايي چې له اولني کارت سره د دويم کارت کومه کرښه يو شان ده. تجربه داسې طرحه شوې وه چې تر تجربې لاندې اصلي کس به په اخر کې ځواب وايي. د هر ګروپ له اوو تمثیل کوونکيو څخه غوښتل شوي و چې په اولو دوو جوړو کارتونو کې چې تاسې ته ښودل کېږي بايد سم ځواب ووايئ، یانې د هماغې کرښې توری (A، B، يا C) ياد کړئ چې واقعاً يوه اندازه اوږدوالی لري. دا د دې لپاره چې تر تجربې لاندې د اصلي کس باور جوړ شي. خو درېیمه جوړه کارتونه چې درته ښودل کېږي، نو قصداً يو غلط ځواب ووایئ او بيا دا غلط ځواب ټول اووه واړه يو په بل پسې تکرار کړئ، تر څو چې نوبت اتم کس (تر تجربې لاندې اصلي کس) ته رسېږي. او دا ترتیب (قصداً يو غلط ځواب ټاکل) باید همداسې په پاتې پينځه لس جوړه کارتونو کې چې درته ښودل کېږي هم تکرار شي.

په هره مرحله کې تر تجربې لاندې اصلي کس چې د تجربې د ترتيب له مخې یې بايد وروستی ځواب ويلی و، د نورو اوو کسانو د غلط ځواب په اورېدا او ليدو به حيرانېده چې د ده سترګې يو شی ويني او ملګري یې بل شی انتخابوي. نو ځکه به نوموړي هم هغه ځواب انتخابوه چې نورو اوو ملګريو (چې اصل کې د تجربې لپاره تمثیل کوونکي وو) انتخاب کړی و. د تجربې په پای کې یو ډېره جالبه نتيجه تر لاسه شوه. تر تجربې لاندې اصلي کسانو کې يو غوڅ اکثريت یانې ۷۵٪ کسانو لږ تر لږه يو ځل د ډلې يا ټولنې رنګ راخيستی دی. په دې مانا چې هغوی ښه پوهېدل چې ډله يا ټولنه په غلطه ده، خو دوی بيا یې هم د ډلې په څېر ځواب ورکړی و.‌ همدارنګه تر تجربې لاندې اصلی کسانو له ډلې څخه يو پر درېیمه برخه یانې ۳۳٪ کسانو په ټولو مرحلو کې د ډلې رنګ اخيستی و. مانا له ډلې سره يو شان ځوابونه یې ورکړي وو، پرته له دې چې خپل عقل په کار واچوي او وګوري چې واقعاً کومه کرښه له لومړۍ کرښې سره يو شان وه. په دې تجربه کې تر ټولو جالبه دا وه چې کله تر تجربې لاندې اصلي کسانو ته له ډلې پرته په يوازې ځان د ځواب ورکولو فرصت ورکړل شو، نو د غلطۍ کچه یې له ۱٪ نه هم کمه وه.‌

تر ټولو هېښوونکی واقعيت هغه مهال روښانه شو، کله چې له تجربې وروسته تر تجربې لاندې اصلي ګډونوالو څخه وپوښتل شول چې سره له دې چې پوهېدئ ځواب مو غلط دی، ولې مو د نورو رنګ واخيست او بيا مو هم غلط ځواب ووايه. دوی دوه لاملونه په ګوته کړل: يو د ټولنيز نورم اغېز يا Normative Influence یانې دوی نه غوښتل چې په ډله کې له نورو متفاوت او عجیب ښکاره شي او نور ورپورې وخاندي. دوه د ډلې يا اکثريت د معلوماتو اغېز Informational Influence یانې فکر یې کاوه چې شايد دوی به په يوازې ځان په غلطه وي، ځکه د دوی هر يو په مقابل کې اووه کسيزه ډله وه او دوی باور درلود چې اکثريت خو په غلطه کېدای نه شي.

زه نه وايم چې ټولنیز رنګ اخيستل ښه دي، يا ښه نه، بلکې وايم ډېر کله انسانان د ټولنيز رنګ اخيستو پر مهال ړندېږي. خپل حواس له لاسه ورکوي او خپل فکر،‌ عقلي قضاوت او هر څه صفر کوي، ځکه چې ټولنه په يوه خوا ده او دی پر بله خوا، کټ مټ لکه د آش تجربه کې. زموږ د ټولنې په څېر ټولنو کې ټولنيز رنګ اخيستلو نه يوازې پر ډېرو اګاه او پوهو وګړيو ټولنيز درواغ منلي دي، بلکې د وګړيو اصلیت او انفراديت یې هم ورته له منځه وړی دی. ښايي ټولنيز رنګ اخيستل وي چې د ډېرو وجدانونه که مړه نه دي، نو ويده خو خامخا دي.

bottom of page