top of page

ملي باور

هجرت الله اختيار

ملي باور

ملي باور د هغه حالت نوم دی چې د يوې ټولنې ټول وګړي ځانونه سره په يو ملي تار (هويت) تړلي وګڼي او ټول خلک ځان ته د يوې داسې کتلې په سترګه وګوري چې يو له بل یې رغېدن نه کېږي، داسې لکه د نوک او ورۍ رغېدن چې يو له بله نه کېږي. ملي باور جوړېدنه يا د ملي باور ټينګېدنه د څو کلونو او څو لسيزو کار نه دی، بلکې د پېړيو پېړيو تېرېدل غواړي چې په دې ټوله موده کې خلک دومره سره ګډ شوي او يو شوي وي چې بېلېدل یې ناشوني شوي وي.‌ د ملي باور د جوړېدا او يا هم د پياوړتيا تخم او رېښه بايده دي چې د دولت پر بنسټ کې کرل شوی وي او د دولت له ځواکمنتيا سره ملي باور هم بايد د ملت په هره څانګه کې خپلې رېښې ځغلولي وي.‌

د هر دولت د جوړښت بنسټ اساسي قانون وي. اساسي قانون ښايي له همدې امله ملي وثيقه ګڼل کېږي چې د ملت وګړي د ملي باور پر تار سره تړي. ملي وثيقه يانې يو ملي تړون يا سند چې ملت سره په خپلو کې تړي او د يوې واحدې ټولنیزې کتلې شکل ورکوي.‌‌ څومره چې د يو هېواد د خلکو ترمنځ دا ملي تړون پراخه او کلک وي، هماغومره به یې ملي باور پوخ او محکم وي. خو‌ اساسي قانون هم تر هغه چې عملي او اجرا نه شي، د ملي باور په ايجاد کې مرسته نه شي کولای، نو ځکه خو اساسي قانون د خلکو تر منځ د يو خپلمنځي تړون په توګه او همدارنګه د خلکو او واکمن پوړ ترمنځ د مسووليتونو او امتيازاتو د معلوموونکي او تعريفوونکي سند په توګه باید د اجرا ضمانتونه ولري. د اجرا ضمانتونو تر څنګ بايده دي چې خلکو او واکمن پوړ ته دا هم واضحه وي چې که چېرې د دغې ملي وثیقې د يوه يا څو احکامو په مانا،‌ تفسير، عملي کولو او ... برخو کې شک و ترديد رامنځته کېږي، نو وروستی خبره کول د چا حق دی او کومه مرجعه ده چې په دې اړه ټولې شخړې بايد حل ته ورسوي. په ډېرو هېوادونو کې دا دنده د سترې محکمې ده او په ځینې هېوادونو کې د اساسي قانون ځانګړې محکمې هم جوړې شوي وي.

د اساسي قانون د جوړولو پر مهال د ملت د وګړو حقونه او آزادۍ په پام کې نيول هم د ملي باور د ايجاد او پياوړتيا يو بل بنسټيز ګام دی. مانا د خلکو بنسټيز حقونه او آزادۍ لومړی په اساسي قانون کې درجول او بيا په عمل کې هم تحقق د ملي‌باور لپاره لازمي دي.‌ تر دې وروسته د دولت د ارګانونو او ادارو هر عمل او عکس العمل ايجاد شوی ملي باور لا پياوړی کوي.

د خلکو د حقونو او آزاديو مسئله تر ټولو مهمه ده، ځکه په ډيموکراټيکو ټولنو او سيسټمونو کې خلک اصل وي او پر هغوی واکمن پوړ د دې اصل (په اصطلاح) کاپي. نه يوازې په ډيموکراټيکو ټولنو او سيسټمونو کې، بلکې د اسلامي دين هم واکمن پوړ د خلکو خدمتګار په ګڼلو سره خلک اصل ګرځوي. په ډيموکراټيکو ټولنو کې واکمن پوړ د خلکو رايې ته اړتيا لري او د خپل واک مشروعيت د خلکو له رايو او اعتماد اخلي. پر همدې خاطر نه واکمن ځانته د خلکو د حقونو او آزادیو په ساحه کې د لاسوهنې حق ورکوي او نه هم خلک واکمن ته اجازه ورکوي چې د دوی د حقونو او آزاديو په ساحې کې دخل وکړي او که احیاناً دغسې يوه شخړه د فرد او واکمن تر منځ راځي، فرد يا ډله د هغه باور له مخې چې پر خپلو ملي بنسټونو یې لري، اړونده بنسټ ته خپله شخړه راجع کوي چې حل یې کړي. ملي بنسټونه هم شخړو ته له خپلو قومي، ژبنيو، مذهبي او حتا ګوندي سترګيو نه ګوري يا باید ونه وګوري،‌ بلکې د ملي باور د پاس ساتلو په پار د قانون په رڼا کې شخړو ته رسيده ګي کوي او حل کوي یې او که دغه عمل د کلونو کلونو لپاره همدغسې تکرار شي، نو پر ملي بنسټونو د خلکو باور لا پخېږي.

کله چې د ملت په وګړيو کې دا حِس موجود او ورځ تر بلې پياوړی کېږي چې نه څوک له چا کم دی او نه هم څوک له چا زيات، بلکې ټول مساوي دي، همدا د ملي باور حالت دی. کله چې د ملت په قومي او نورو هويتي ګروپونو او ډلو کې ورځ په ورځ او کال په کال دا حِس پياوړی کېږي چې دوی هم د ملت د نورو ګروپونو او ډلو په څېر د ملت برخې دي؛ دوی د خپل قومي او بل هر هويتي تړاو له امله نه د کوم مشخص امتياز حقدار دي او نه هم د کومې سزا سزاوار، دغه حالت ته ملي باور وايی. کله چې په ټولو ډلو او ګروپونو کې دا حِس موجود او پياوړی وي چې هېڅ ډله او ګروپ پرته له نورو ټولو د ښه او هوسا ژوند کولو وړتيا او اړتيا نه لري او ټول يو له بل سره لکه د یو بدن غړي بايد د لازم او ملزوم په توګه ژوند وکړي، دې حالت ته ملي باور وايي. او کله چې د هر ګروپ او هرې ډلې د خلکو په سر کې د وطن او ملت د بهبود د فکر هوا الوځي، نه د وطن او د ملت د نورو ګروپونو او ډلو د نابودۍ د فکر هوا؛ او ... همدا د ملي‌ باور حالت دی.

د ملي باور لارې هماغومره ډېرې دي، څومره چې د ملي بېباورۍ لارې دي. هر چېرته، هر کله او د هر چا له خوا چې ملي باور ته صدمه رسېږي، تر څنګ یې د ملي بېباورۍ تخم کرل کېږي، سر راپورته کوي او اهسته اهسته یې رېښې په ټولنه کې ژورو ته کېوزي. هماغسې چې د ملي باور د جوړېدا او پياوړي کېدا لپاره پیړۍ پیړۍ وخت پکار دی، د ملي بېباورۍ رېښې او جرړې هم د پېړيو پېړیو لپاره د ملت د بېلابېلو ډلو او وګړيو په تاريخي حافظه کې پاتې کېږي. د ملي بېباورۍ هېڅ تخم او رېښې ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي او په نږدې يا لرې راتلونکي کې یې د ناوړه او بدو عواقبو درک لازمي دی.‌

زما پر نظر د هر هېواد واکمن پوړ دا دواړه فرصتونه لري چې (یو) خپل ګامونه د ملي باور د لا پياوړتيا په لار سيخوي او (دوه) که د ملي بېباورۍ پر ګړنګونو؟! تر واکمن پوړ ور آخوا ټولنیز علمي او مدني بنسټونه، رسنۍ، د ټولنې مطرح اشخاص او حتا د دوی ټولو پر تعقیب عام خلک هم ټول دا فرصتونه په لاس کې لري چې څنګه ملي باور پیاوړی کړي او څنګه د ملت په منځ کې راغلي درزونه سره کوشير کړي، د دې پر ځای چې نور یې هم پراخه کړي او په هر لوري د مرچکو په شيندلو لاس پورې کړي. ښايي له ما نيولې بېرته تر ما پورې موږ ټولو د ملي‌ باور د پياوړتيا لپاره هغومره هلې ځلې نه وي کړي، څومره چې بایده دي او څومره چې راباندې ملي فرض دي.

bottom of page