top of page

سياست،‌ ايډیالوژي او ادب

هجرت الله اختيار

سياست،‌ ايډیالوژي او ادب

یو سياست دی، بله ايډیالوژي ده. سیاست د قدرت لپاره مبارزې ته وايي. ایډيالوژي د انسان په ذهن کې د ښې ټولنې یا د ټولنې ښه تصور یا فکر ته ويل کېږي.‌ انسانان ممکن په انفرادي ډول په خپلو خپلو ذهنونو کې د ټولنې د بهبود او ښه والي لپاره بېلابېل تصورات او فکرونه ولري،‌ خو کله چې د انساني ټولنې د بهبود لپاره دا ټول انفرادي تصورات او فکرونه په الفاظو کې راشي، کټګورایز شي، ورته یې یوې خوا ته کېښودل شي او متفاوت یې بېل شي، نو د ټولنې د بهبود او ښه والي لپاره څو جامع او هر اړخیزې ايډیالوژۍ ترې جوړېږي. هماغسې چې هره ايډیالوژي خپلو پلویانو او مننونکيو ته خپل معقول او قانع کوونکی استدلال لري،‌ مخالفانو ته یې د نامعقولیت او ردونې وړ استدلال موجود وي.

ایډيالوژي د سیاست لپاره یوه محرکه قوه ده. مانا اول باید د انسان په سر کې د ټولنې د ښه والي فکر پیدا شي، له هغې وروسته به د خپل دغه فکر د عملي کولو لپاره د قدرت تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي. د قدرت لپاره په مبارزه کې به دی یا د ده ډله پر خپلې ايډیالوژۍ استدلال کوي، خپله مخالفه ايډیالوژي به ناسمه ثابتوي او خلکو ته به دا تلقين ورکوي چې د ټولنې لپاره د ده او د ده د ګروپ فکر ځکه سم دی چې دغه نېمګړتیاوې نه لري. سیاسي مبارز به د خلکو باور و رايه غواړي تر څو واک و قدرت ته ورسېږي او بيا ټولنه هغه ښه حالت ته ورسوي څنګه یې چې د ده په سر کې فکر دی.

ادب په ټوله کې او شاعري په مشخص ډول د احساساتو بيان دی. د احساساتو بيان معمولاً په دوو لويو ډولونو وېشل کېږي چې يوه ته د جانان په اړه د احساساتو بیان ویل کېږي او بل ته یې د دوران په اړه د احساساتو بيان. د جانان په اړه د احساساتو بيانول د رومان برخه ده او پوهېږو چې رومان د ژوند یو لازمي جز دی. د دوران او زمان شرایط هم پر انساني ژوند اغېزناک دي او د انسان پر فکر و احساساتو ژور اغېز پرېباسي.‌ ولږه، ناامني، بېروزګاري،‌ مهاجرت، ظلم، خيانت، سرمايه، ځمکه، سیاسي قدرت او ... ټول د انساني ژوند د چاپېریال پدیدې دي. شاعر هم د انساني ټولنې برخه ده او دی د غني خان په قول د زمان سړې او تودې تر نورو انسانانو په متفاوت ډول احساسوي، ځکه چې د ده پر بدن هغه پوستکی نشته چې عام انسانان یې پر خپلو وجودونو لري.‌ نو شاعر به هم د زمان او دوران شرایط یا ښه ګڼي او یا به ناښه. که ښه یې ګڼي،‌ هم خپل دلایل به ورته لري او وايي به یې او که یې ناښه ګڼي هم خپل دلایل به ورته لري او وايي به یې.

کله چې د دوران او زمان د شرایطو په اړه د شاعر و ادیب او سیاستوال (د سیاسي قدرت تر لاسه کولو لپاره ایډیالوژیک مبارز) فکري یا ایډیالوژیک ورته والی پیدا شو، نو بيا دغه ډول شاعر و ادیب ته موږ و تاسې سیاسي شاعر و ادیب وایوو. که شاعري او ادب د قدرت لپاره د مبارزې یوه برخه او لار ومنو، دلته بیا (سیاسي) صفت د شاعر او ادیب لپاره درست دی، او که چېرې شاعري او ادب د قدرت لپاره د مبارزې برخه او لار نه ګڼو،‌ نو بيا به د شاعر او ادیب لپاره د (سياسي) صفت کارول مناسب نه وي. معمولاً د قدرت لپاره ایډیالوژیکې مبارزې د سیاسي ګوندونو په چوکاټ‌کې کېږي، که چېرې یو شاعر و ادیب عملاً او رسماً د کوم سیاسي ګوند چوکاټ ته شامل شوی وي، نو بيا ورته سیاسي ادیب و شاعر ویلای شو او شاعرۍ و ادبياتو ته یې د سیاسي شاعرۍ او ادبياتو اصطلاح هم کارولای شو. خو که یو شاعر و ادیب له سیاسي ایډیالوژۍ څخه یوازې اغېز اخیستی وي او دا اغېز یې په پنځونو کې محسوس وي، نو بیا ممکن ورته د سیاسي ادیب و شاعر پر ځای ايډیالوژیک ادیب و شاعر اصطلاح وکارو.

ايډیالوژيکي اغېزې له چاپېریال څخه راپیدا کېږي،‌ له کورني چاپېریال څخه نیولې، تر د ښوونځي، جومات،‌ مدرسې، پوهنتون چاپېریال پورې، له کلي څخه نیولې تر د ښار چاپېریال پورې. پر دې سربېره رسنۍ او کتابونه هم د ایډیالوژيک اغېز په ښندلو کې فوق العاده رول لري.‌ په دې ډول ویلای شو چې دا ډېره شونې ده چې یو شاعر و ادیب دې عملاً د قدرت په مبارزه کې دخيل نه وي او نه دې یې هم ادبي پنځونې د قدرت ايډیالوژیکې مبارزې ته استخدام شوي وي،‌ یانې شونې ده چې یو شاعر و ادیب دې سیاسي شاعر و ادیب نه وي، بلکې په پورته یادوو شویو چاپېریالونو کې د پاتې کېدو له امله او یا هم د رسنيو او کتابونو تر اغېز لاندې ایډیالوژیک شاعر او ادیب اوسي.‌

دمخه مې یاده کړه چې د شاعر و ادیب د پنځونو محتوا د دوران د مسایلو تر څنګ د جانان مسایل هم وي. نو دا هم باید یاده کړو چې هېڅ لازمي نه ده چې د جانان مسایل دې د ایډیالوژۍ برخه وي، بلکې د جانان ډېرې کیسې هم د ایډیالوژۍ برخه ګرځي او ایډیالوژيک اغېز د جانان پر کېسو هم اثر لري.‌ ځکه چې ایډیالوژي د ټولنې د ښه والي تصور دی او شاعر و جانان دواړه د ټولنې لازمي برخې دي. مانا رومان او دوران هم له یو بل سره تړلي دي او دا تړاو ورته خپله شاعر و ادیب ورکړی دی.‌ خو باید له یاده ونه باسو چې ممکن یوه ایډیالوژي یا ایډیالوژیک شاعر رومان ته په کم اهميت یا دویمه درجه اهميت قایل شي، نسبت د زمان او دوران مسایلو ته.

که څه هم پر پښتو ادب ایډیالوژیکو اغېزو په اړه زما مطالعه نهایت محدوده ده،‌ خو عام طور ویلای شو لکه څرنګه چې پر افغانستان او په مشخصه توګه د پښتنو پر سیمې په تېرو سلو یا څه له پاسه سلو کلونو کې د څو ایډیالوژيو بلوسې راغلي او د دې بلوسو په مقابل کې ودرېدنه شوې ده، نو خامخا به یې د پښتو پر ادب خپل اغېز ښندلی وي او خامخا موږ ایډیالوژیک شاعران یا نږه ایډیالوژيک شاعران و ادیبان موندلی شو. لکه دمخه مې چې یاده کړه،‌ که ایډیالوژي د ښه ټولنې تصور یا فکر وګڼو، نو بيا هېڅ شاعر او د هغه پنځونې له ایډیالوژۍ بېرون نه شي ګڼل کېدای.

په عامه توګه د ټولنپوهنې له اړخه ایډیالوژۍ دوه لویې مشخصې لري: یوه هغه ایډیالوژي ده چې د ټولنې پر موجوده حالت قناعت نه لري او غواړي چې بدل یې کړي، هو،‌ په ښه لور یې بدل کړي. دویمه هغه ایډیالوژي ده چې نه یوازې د ټولنې موجوده حالت باندې قانع او خوښه ده، بدلون یې نه غواړي،‌ بلکې دا حالت ساتي او تر څنګ یې د ټولنې پخواني ارزښتونو او اقدارو ته هم د قدر په سترګه ګوري او هڅه کوي چې بېرته یې احیا کړي.‌لومړنۍ ایډیالوژي روڼاندې، پرمختګپاله ګڼل کېږي او دويمه هغه محافظه کاره، شاتګپاله.‌ موږ کولای شو چې ادبیات او شاعري په دې ډول هم ګټګورایز کړو او پوه شو چې د کوم شاعر ادبیات او شاعري په کومه کټګورۍ کې راځي.‌

پر دې سربېره، په لږ نور مشخص ډول باندې سوسیالېزم یوه بله سیاسي ایډیالوژي ده چې ممکن د ګڼو شاعرانو او ادیبانو پر اثارو یې اغېز پرېوتی وي. سوسیالېزم د ټولنیزوالي او اجتماعيت په مانا دی. د دې ایډیالوژۍ پلویان پر انفرادي ازاديو او انفراديت باور ردوي او فرد ته د ټولنې د یو جز په سترګه ګوري. ټولنیز مساوات او د سرچينو مساوي وېش و لاسرسی د دې ایډیالوژۍ مشخصې دي. نو پر ټولنیزې بې عدالتۍ نقد، د سرچینو او پانګې له ناعادلانه وېش فریاد، د ظالم او مظلوم د کرکټرونو لوبول او د افرادو د حقونو پر ځای د ټولنې د حقونو خبره کول، د پانګې او بېوزلۍ جګړه توده ساتل او ... د سوسیالیستي ایډیالوژۍ اثرات دي.

د سوسيالېزم پر خلاف د لېبرالېزم ایډیالوژي بیا پر انفراديت او فردي آزاديو راڅرخي. د فردي آزاديو او فردي حقونو بحث، د انساني ژوند پر ټولو خواوو د ټولنې پر اغېز و رول باندې نیوکه او فرد د کورنۍ، ټولنې او دولت له قیدونو څخه آزاد ګڼل او په کل کې کورنۍ، ټولنه او دولت د فرد او افردو خدمت ته استخدامول د لېبرالېزم مشخصې دي، نو شونې ده چې د ګڼو شاعرانو او ادیبانو فکري تمایل دې لور ته وي، نو موږ کولای شو چې هغوی د لېبرالېزم ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې وګڼو.

په دې منځ کې ځینې شاعران او ادیبان ممکن داسې هم ومومو چې خپلې ټولې پنځونې یې د دین د ترویج او د دیني احکامو د تحقق لپاره استخدام کړی وي، دا ډول شاعران ممکن ټولنې او دنیا ته د دين له زاویې وګوري، هغوی چې د دین د اصولو پابند دي، ویې ستايي او دینداره یې وګڼي او هغوی چې د دین د اصولو ډېر نه دي پابند،‌ بې دینه یې وګڼي.

په هر حال،‌ پر شاعرۍ او ادبياتو د سیاست او ایډیالوژۍ اثرات لازمي دي ځکه چې شاعر او ادیب د ټولنې برخه ده او خامخا به د خپلې ټولنې د ښه والي او بهترۍ یو فکر ورسره وي. که څوک د شاعرۍ او ادبياتو پر سیاسي او ایډیالوژيک اړخ باندې لیکل او شنل کوي، نو بایده دي چې د سیاست او ایډیالوژۍ تفاوتونو ته هم پام وشي. ځکه سیاست د قدرت لپاره د مبارزې عملي اړخ دی او ایډیالوژي د ټولنې د ښه والي تصور و فکر.‌

bottom of page