
زمــا فــکــر
ملي احساس او ملي فکر
يو ملي احساس دی، بل ملي فکر. احساس د حِس کېدا اسمي حالت دی. نو ملي احساس د حِس کولو د هغه حالت نوم دی چې يو فرد پرې له يو ملت سره تړل کېږي، يا يو فرد ځان د يو ملت برخه ګڼي. په ساده الفاظو، که چېرې د افغانستان د لوبو يوه ملي لوبډله د هندوستان د لوبو له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، په ميدان کې ناست دوه کسه چې يو یې افغان دی او بل یې هندوستانی، دواړه به دا لوبه په دوو بېلابېلو ډولونو حِس کوي. افغان به د افغانستان د ملي لوبډلې پر هرې لاسته راوړنې او بريا خوشحالي حِس کوي او پر له لاسه ورکولو او پاتې راتګ به خفګان حِس کوي. په ورته ډول به هندوستانی هم د خپلې ملي لوبډلې په اړه خوشحالي او يا خفګان حِس کوي. د دوی دواړه دا حِس کول د دوی د ملي احساس ښودنه کوي. که چېرې په لوبغاړي کې زموږ د هېواد د اهل هنودو له قشر نه يو څوک ناست وي او په مقابل کې د هندوستان يو مسلمان، څه فکر کوئ چې بيا به هم د دواړو (افغان هندو او هندوستاني مسلمان) د خوشحالۍ او خفګان حِس د افغانستان او هندوستان د ملي لوبډلو په بریا او پاتې راتګ پورې تړلی وي؟ که موږ واقعاً يو ملت اوسو او خپلو اهل هنودو هېوادوالو ته مو په ملت کې د شمولیت او شراکت حِس ورکړی وي، نو طبیعي ده چې په لوبغالي کې ناست افغان هندو به د افغان لوبډلې پر بريالۍ خوشحالي حِس کوي او په پاتې راتګ به یې خفګان. په ورته توګه به د هندوستاني مسلمان حالت هم وي (البته په دې شرط چې د هندوستان مسلمان ته د هند د ملت د شموليت او په کې د شراکت حِس ورکړل شوی وي).
دا هسې مثالونه وو. ملي احساس له خپل ملت او خلکو سره د يووالي، طبیعي او عاطفي تړاو دی چې دا تړاو د انسان په جذباتو کې ښکاري. جذبات ښايي د خوشحالۍ وي، يا هم د خفګان. ښايي د غوسې وي، د درناوي وي، د نفرت او ککې وي، ښايي د نرمۍ وي، ښايي د سختۍ وي او ښايي په نورو بېلابېلو بڼو او شکلونو وي، خو ځان خامخا ښکاروي. ملي احساسات د خلکو او ملت د ګټو، تاوانونو، خوشحالۍ، خفګانونو، ارزښتونو، تاریخ، کولتور، څليو، شخصيتونو، نښو او نښانو او ... په مقابل کې ځان ښکاروي.
د احساس (حِس کولو) او تعقل ترمنځ اړيکه همېشه مستقیمه نه وي، بلکې ډېر کله د احساس (کله چې احساس ځان د جذبې په بڼه ښکاروي) او معقوليت ترمنځ اړيکه سرچپه وي. پر دې مانا چې څومره يو کس احساساتي او جذباتي وي، معقوليت یې هماغومره کمزوری وي. يا پر بله مانا کله چې احساسات او جذبات پورته ځي، معقوليت کښته راځي.
خو فکر له معقولیت سره تړلی دی. فکر له عقله پرته داسې دی لکه ړوند چې امسا ونه لري، ګام نه شي اخيستلای او که ګام اخلي هم، نو د ټکر يا غورځېدا امکان یې شته. ملي فکر بيا له ملي احساس نه فرق لري. هماغسې چې ملي احساسات د جذباتو په بڼه لوړ وي، ملي فکر بيا ژور وي او ډېر کله پر معقولیت بِنا وي. ملي فکر په حقیقت کې د فکر کولو او عقل کارولو د هغه حاصِل نوم دی چې په عملي کېدا سره یې ملي پرمختګ، ملي هوساينه، ملي خوشحالي رامنځته کېږي.
که چېرې يو څوک اوسمهال په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګېدليو بندیزونو ته خفه وي او ځورېږي، دا خفګان او ځور یې د ملي احساس له امله دی، خو که همدغه شخص پر داسې لارو چارو پوهېږي چې د افغانستان نجونې او ښځې له دې بندیزونو او محدوديتونو راایستلای شي او په عام ډول ټول افغانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د نړۍ د نورو انسانانو په څېر له بنسټیزو حقونو او آزاديو څخه برخمن کولای شي، دې ته ملي فکر وايي چې طبیعي ده د دې ملي فکر بنسټ به پر معقوليت ایښودل شوی وي، نه پر احساساتو او جذباتو. يا هم که څوک د افغانستان د ځوانانو بې روزګارۍ او بېوزلۍ ته خواشينی او خفه وي، دا یې د ملي حِس له امله ده، خو که د ځوانانو د روزګار او په مجموع کې د بېوزلۍ د کمولو او له امله وړلو لپاره د عملي کېدا وړ کومه طرحه، تګلاره او ستراتيژي لري، دا یې ملي فکر دی. د ملي فکر لپاره معقولیت او د عملي کېدا وړتيا په دې خاطر هم شرط دي يا باید شرط وي چې فکر له خيال نه را جدا کړي. شاعران خيالونه په اسانۍ پنځولی شي، خو د فکر په برخه کې یې ذهن هغسې کار نه کوي، څنګه چې د خيال په برخه کې کار کوي. د بېلګې په توګه شاعران او يا هم سندرغاړي د شاعرانو په استازولۍ په اسانۍ کولای شي چې د خيال په وزرونو خپل ملت د نړۍ د ملتونو سلطان ملت معرفي کړي، يا خپل کولتور، ارزښتونه، تاریخ، ژبه او حتا د هېواد يوه خړه پړه سيمه د نړۍ له ټولو سيالو هغو پورته او لوړه وګڼي او حتا د خلکو باور او یقين هم پر دې پوخ کړي چې حضرت شاعر او سندرغاړي خو بیخي سم فرمايلي دي. زما په نظر دا کولای شو ملي خیالونه يا ملي خيال وګڼو، خو ملي فکر نه دی. ملي فکر باید معقول او د عمل وړ وي. د سولې ارمانجن هغه مشهور شعر يو وخت ښايي د ډېرو خوښ و چې (وچه ډوډۍ دې وي او سوله دې وي). خو کله چې جګړه رښتيا هم له يوه لوري له منځه لاړه او خلک رښتيا هم د خپلو دسترخوانونو ته وچې ډوډۍ ته کېناستل، نو بيا یې پوښتنې پیل کړې چې د دې شعر شاعر څوک دی؟
