
زمــا فــکــر
موږ او وطن
د ګران ملګري استاد توحيدالله لحاظ د ليک په ځواب کې:
موږ دلته داسې يوو لکه يو ناروغ چې عملياتخونې ته له ننويستو دمخه بېخوده شوی وي، عملياتخانه کې پرې د بېخودۍ په حالت کې هر درد و تکليف تېر شوی وي، خو ده هېڅ نه وي حِس کړی او کله یې چې نشه له سره والوځي، سترګې وغړوي، شاوخوا ته وګوري، حيران دريان پاتې وي چې دا هر څه څه شی دي؟ دغه حالت (چې نه بېخودي ده او نه هم د خودۍ حالت) کې د ناروغ ذهن کله خپل پخواني حالت ته وګرځي او کله بېرته حال ته رامنډه کړي، خو د راتلونکي لپاره یې ذهن يو قدم هم مخکې نه اخلي.
موږ هم دلته دغسې يوو، هېڅ نه پوهېږو چې د کډوالۍ پر مهال له کوم درد و کړاو نه راتېر شوي يوو، ځکه موږ نه دي حِس کړي، موږ بېخوده وو. موجوده حالت کې هم زموږ ذهني تمرکز نشته، ځکه خو زموږ ذهن شېبه شېبه بېرته ماضي ته منډه اخلي. کله خپل پخواني حالت ته لاړ شو، هغه حالت ته چې وطن و، کار و، جوش و، موږ وو، پر خپل ځان، پر خپل وطن او پر خپل وجود مو باور و او دا باور ورځ تر بلې زیاتېده. کله بېرته لکه ناروغ اوسني حالت ته راشو، شاوخوا وګورو، هېڅ هم نشته، خپلو حواسو پسې لټون وکړو، هېڅ نه مومو، حواس مو الوتي دي، خپل ځان ته مو پام راوګرځي، پر خپل وجود هم باور نه شو کولای. ځان راته بل څوک ښکاري. زموږ روح د حال او ماضي ترمنځ منډې رامنډې وهي، خو نه مو په حال کې قرارولای شي او نه مو هم په ماضي کې ساتلای شي. د راتلونکي په اړه هېڅوک نه پوهېږي، ټول د (ښه) راتلونکي هيله مند دي، خو هېڅوک نه پوهېږي چې ولې ورته دا هيله مندي پيدا شوې ده. ټول د ناروغ سر ته لګېدلي سکرين ته ګوري، او هيله یې دا وي چې په دې سکرين کې هر څه سم ښکاره شي، د زړه ګراف، د اکسيجن مقدار او ... ډاکټر هم پر سکرين سترګې ګنډلې دي، نرس هم او پيواز هم، هېڅوک خبرې نه کوي، خو داسې ښکاري چې حال پر خپله ژبه هر هر څه وايي.
وطن رښتيا هم يوازې خاوره، غرونه، دښتې، کلي او ښارونه نه دي. وطن يوه هويت دی، يو شناخت دی او د دې هويت پر شاوخوا راټول ټول مادي او معنوي ارزښتونه دي. که د يو چا پښې د وطن له خاورې پورته کېږي، نو طبيعي ده چې خپل هويت او په هويت پورې تړلي مادي او معنوي ارزښتونه هم ترې پاتې کېږي. ښايي موږ هغه الفاظ وو، يا هغه جملې وو چې د وطن کتاب پر پاڼو ليکل شوي وو. موږ چې تر کومې د وطن د کتاب برخه وو، نو موږ بشپړه مانا درلوده او بشپړ مفهوم مو لېږداوه. خو له کومې ورځې چې د وطن د کتاب له منځه راشکول شوي يوو، نو موږ په انفرادي توګه هر چېرته د الفاظو په توګه ښکارو، په جمعي شکل هر ځای کې موږ جملې يوو او پراګرافونه يوو، خو چون له خپل کتابه لرې يوو، نو هغومره مانا او مفهوم نه شو لېږدولای څومره مو چې پر اوږو بار ده. د الفاظو ارزښت د کتاب په متن د يو بل تر څنګ تکميلېږي. هر لفظ ته په يوازې ځان د ځان مانا کاول سخت دي، خو کله چې په جملو کې د نورو الفاظو سره غاړه غړۍ شي او کله چې د جملو د برخې په توګه په پراګرافونو کې خپل وجود او پر شاوخوا یې ورټوله مانا وګوري او بيا یې پر ځان دا باور هم راشي چې د کتاب د يو مهم فصل برخه ده، نو طبيعي ده چې پر خپل وجود به وياړي او پر خپل وجود به یې يقين راځي.
خو که چېرې کتاب پاڼه پاڼه شي او لفظ لفظ یې يوه او بلې خوا ته وشيندل شي، نو دا الفاظ به خپله مانا له کومه کوي؟ الفاظ به له جملو د تېښتې هڅه کوي او جملې به له پراګرافونو د پرديتوب دعوې. د کتاب پاڼې به یوازې کاغذي ارزښت ولري چې ډوډۍ پخوونکي به پکې خپلو مشتريانو ته ډوډۍ تاوه وي، کباب پخوونکي به پکې خپلو مشتريانو ته کباب، او د پَليو پلورونکی به د دې کتاب له لفظونو نه ډکې پاڼې نيچه کوي او بيا به ماشومانو ته په کې پَلۍ اچوي. ماشومان چې کله پَلۍ وخوري، يا کباب اخيستونکی چې کله کباب وخوري، يا هم هغه ډوډۍ اخيستونکی، ښايي د پاڼو الفاظو او متنونو ته لږ و ډېر ځير شي، ښايي کوم لفظ يا جمله یې خوښه شي، خو واقعيت دا دی چې هغه بېرته غورځوي، او په هغه ارزښت ورته نه قايلېږي، په کوم ارزښت چې دا الفاظ د کتاب ليکوال د کتاب په پاڼو کې ځای کړي وو. نو موږ له وطن نه لرې د خپل وطن د کتاب هغه لفظونه، جملې، او پراګرافونه یوو چې بل هېچرته هم مانا کېدای نه شو او نه مو هم څوک په مفهوم پوهېږي.
که يو څوک ډېره هم هڅه وکړي، که يو څوک ډېر قدرت او توان هم ولري، لکه د افسانوي دېوانو په څېر، بيا هم د دې شکېدلي او پاڼې پاڼې شوي کتاب ټولې پاڼې، ټولې جملې او ټول الفاظ نه شي راټولولای. که يې راټولې هم کړي، په اولي بڼه کتاب ترې نه شي جوړولای او که یې جوړ هم کړ، بيا به یې هم ځینې پاڼې وړاندې وروسته وي او لوستونکی به په سختۍ ترې مانا او مفهوم واخلي. که څوک وغواړي دا کتاب له سره وليکي، بيا هم ستونزمنه ده چې ټول دې له سره په سمه توګه ټايپ کړای شي. ځينې جملې به ترې خامخا ماتې پاتې شي، ځينې الفاظ به د بېلابېلو دلايلو له امله بدل کړي او ... خو الفاظو ته به بېرته خپله مانا راستنه نه کړي. ځکه وخت به تېر شوی وي او د وخت په تېرېدا سره الفاظ نوې نوې ماناګانې اخلي. ځينې الفاظ د نورو الفاظو ځاي نيسي، ځينې الفاظ بېخي له کارولو لوېږي او حتا د ځينو الفاظو په کارولو بنديز لګېږي.
تاسې به ليدلي وي چې کله کله د پخوانيو کتابونو له شکېدلو پاڼو نه خلک د نورو کتابونو د پيوند او پوخ کلکولو لپاره کار اخلي. کله چې څوک پيوند شوی او پوخ شوی کتاب راواخلي، نو په سلېښ شوې پاڼه یې ځينې الفاظ، ځينې جملې، ځينې نېټې پام ځانته واړوي. انسان د دې الفاظو، د دې جملو او د دې نېټو په زور ماضي ته لاړ شي، په فکر و سوچ کې ډوب شي چې دا متن به چې نن د کاغذ د اهميت له امله يوازې د دې کتاب د پيوند يا پوخ د کلکوالي لپاره کارېدلی دی، د کوم کتاب برخه و؟ دا لفظونه او جملې به د کوم لوی ليکوال د فکر زېږنده وي؟ اصلي کتاب به چېرته وي؟ وي به او کنه؟ ښايي نه وي. ځکه که وای، نو دا کاغذ او پرې ليکل شوی متن به، د دې پر ځای چې د دې کتاب په پيوند کې کارېدلی وای، د دې پر ځای چې د دې کتاب پوخ یې کلک کړی وای، خو په اصلي کتاب کې به د لوستونکيو مخې ته وای. ښايي د هغو حساسو انسانانو زړونه لږ خفه شي چې له الفاظو او متن سره لږ و ډېر اشنايي لري، ښايي پر دغسې متن او الفاظو افسوس ورشي چې خپله مانا او ارزښت یې له لاسه ورکړی دی. خو که د جاپان د لوی شاعر باشو د کتاب په پاڼو کې په جلال آباد ښار کې وچه ډوډۍ تاوه شوي وي، ډوډۍ اخيستونکی به پوه شي چې د يوې بهرنۍ ژبې د کتاب په يوه پاڼه کې ګرمه ډوډۍ تاوه شوې، خو پوه به نه شي چې پر دې پاڼه د باشو د خيال او فکر کومه انځورګري شوې ده!
موږ دلته لکه له عملياتخانې څخه راوتلي ناروغان چې لا بشپړ په خود شوي نه يوو، کله نرسانو ته ګورو، کله ډاکټرانو ته، کله زموږ پر سر لګېدلي سکرين ته چې زموږ د زړه ضربان او د اکسيجن اندازه په کې کښته او پورته کېږي، کله ماضي ته لاړ شو او کله حال ته، خو د راتلونکي په اړه هېڅ فکر نه شو کولای چې زموږ راتلونکی به څه وي؟
موږ لا هم لکه د وطن له کتابه پر يوې شکېدلې پاڼې پاتې الفاظ يوو چې د حالاتو سړې او تودې راباندې داسې راځي او داسې یې حِس کوو لکه پر وجود مو چې پوستکی نه وي. موږ نه پوهېږو چې زموږ په مانا او مفهوم به څوک پوه شي او که خلکو ته به د بهرنۍ ژبې د کتاب يوه شلېدلې پاڼه ښکارو؟ والله اعلم!
