top of page

تمساح (۸)

فيوډور دوستويفسکي

زه چې ورغلم، هغه د خوب له خونې بېرون په هغه کوچنۍ خونه کې چې دوی ورته کوچنی سالون وايه (که څه هم د دوی لوی سالون هم ډېر لوی نه و) پر وړوکې څوکۍ ناسته وه،‌ ما وليدل چې پر تن یې سپين داسې روڼ نری لباس و چې په سختۍ یې د هغې د وجود د پټولو هڅه کوله. مخې ته یې د چايو کوچنی مېر هم ايښی و. د کافي يوه وړه پياله یې مخې ته ايښې وه، هغه به په کې بيسکټ غوپه کول او بيا به یې خوړل.‌ هغه ډېره تازه او ښکلې معلومېده، خو په عين حال کې لږ خفه او غمجنه هم.

زه چې وليدم، يو خېز یې وکړ او په خندا یې ويل: ((اه ... دا ته یې؟! راځه، راځه شوخ سړيه! کېنه تش سريه! واخله کافي وڅښه! ښه، پرون دې څه کول؟ آيا ته پرون په ماسکویريد (Masquerade) کې وې؟))

ما ځواب ورکړ: ((ولې؟! ته هلته وې؟! زه نه وم تللی، ته پوهېږې؟! پرون زه تللی وم چې خپل هغه بندي وګورم ...)) ما د دې په ويلو سره کافي پورته کړه او خپل مخ مې هم يوې بلې خوا ته واړوه، د دې لپاره چې خپله پرهېزګاري مې ښودلي وي.‌

هغې وپوښتل: ((څوک؟ ... کوم بندي؟! .... اوه .... هو، هغه بېچاره همکارې دې! ښه، هغه څنګه دی اوس؟ زړه به یې تنګ وي کنه؟! ما غوښتل چې له تا څخه پوښتنه وکړم، زه فکر کوم چې اوس زه د طلاق غوښتنه کولای شم، که څنګه؟!))

ما له ډېرې غوسې نږدې کافي چپه کړې وه، ورته مې وويل: ((طلاق!!! ... دا د هماغه تورمخي کار دی؟!)) له ځان سره مې غلي په توندۍ وويل.

ما يو وخت دلته يو تورمخی سړی ليدلی و،‌ هغه لنډ برېتونه درلودل، دلته به د معمارۍ په کارونو کې بوخت و. هغه به زياتره د دوی کور ته راته او له ايلينا ايوانوفنا سره به یې ډېره دلچسپي درلوده. خدای شته زما بدې راته، زه فکر کوم چې پرون یې هم له هماغه سره کتلي دي يا به یې په ماسکيوريد کې سره کتلي وي او يا به هغه سړی ورته دلته راغلی وي او دا د طلاق کيسه هم هماغه ورته په خوله کې ايښې ده.

هغې یو دم خوله پرانیسته، داسې لکه کوم زده کړی سبق چې د چا په مخکې تېروي، ویې ويل: ((ولې؟! که چېرې هغه غواړي چې هملته په تمساح کې پاتې شي او ښايي په ژوند کې ترې بېرته راونه وځي، نو زه به هغه ته منتظره ناسته يم؟! مېړه خو باید په کور کې وي، نه د تمساح په خېټه کې؟!))

ما وويل: ((خو دا یو ناڅاپي پېښه وه)) ما غوښتل ډېر په نرمۍ او خلوص هغې ته زارۍ وکړم، خو هغې زما خبرې راپرې کړې او ویې ويل: ((اوه، نه، بس بس، نور هېڅ هم مه وايه، زه نور تا ته غوږ نه نيسم، زه یې نه اورم، ته همېشه زما په مخالفت کې ودرېږې، ته ښه سړی نه یې، ستا له وسې خو هېڅ هم نه دي پوره، ته به هېڅکله ما ته سمه لار ونه ښيې، نور خلک ما ته وايي چې زه اوس له ايوان ماتوويچ څخه طلاق اخيستی شم، ځکه چې نور به هغه کومه تنخوا هم ونه لري.))

ما له درد و غمه په ډک غږ سره وويل: ((ايلينا! آیا دا ته خپله یې چې غېږېږې؟! دا کوم بد انسان تا ته دا وسواس دراچولی؟ د دومره واړه دليل (تنخوا) له امله طلاق امکان نه لري. او هغه بېچاره ايوان ماتوويچ، بېچاره ايوان ماتوويچ خو ستا په مينه کې سوځېږي، حتا د هغه هېوالا دننه هم ستا په مينه کې سوځېږي! ته نور له هغه څه غواړې؟! هغه ستا په مينه کې لکه د خوږو ټوټه اوبه کېږي. پرون چې تا په ماسکيوریډ کې خوندونه اخيستل، هغه ما ته ويل چې هغه به تا ته د خپلې قانوني مېرمنې په توګه يو خط ولېږي چې له هغه سره يو ځای د تمساح دننه واوسېږې، داسې ښکاري چې د تمساح دننه ځای ډېر پراخه دی، دومره پراخه چې نه یوازې دوه کسه پکې ځایېدای شي، بلکې درېیم لپاره هم پکې ځای شته....)) او په دې پسې ما هغې ته له ايوان ماتوويچ سره د تېرې شپې د هغه په زړه پورې بحث په اړه هر څه وويل.

هغې چيغې کړې او په حیرانتيا یې وپوښتل: ((څه؟! ... څه؟!! ته غواړې چې زه دې هم د هغې هېولا خېټې ته دننه شم؟!! د دې لپاره چې هلته له ايوان ماتوويچ سره واوسېږم؟! تا څه يو فکر کړی دی؟! زه به هلته څنګه ننوځم؟! له دې خولۍ او دې کارنولين (لمنې) سره؟ اووفف خدايه! دا خو بيخي حماقت دی. زه به څه رقم ښکارم چې هلته ورننوځم او ډېر امکان لری چې هلته دې شاوخوا کې څوک وي هم چې ما ته به ګوري! دا خو ما ته بیخي ريشخند ښکاري! زه به هلته خورم څه؟! او ... او ... او زه به هلته څه کوم؟ ... اووفف خدايه! دوی به نور څه فکر وکړي؟! ... هلته به داسې کوم شی وي چې ما خوشحاله کړي؟! تا ويل هلته د ګيوتا پیرچا بوی هم شته؟! او که زموږ هلته جنګ شي؟ څه به کوم؟! موږ به له جنګ وروسته هم د یو بل تر څنګ ناست یوو؟! ډېر لوی حماقت!! او ډېر بد!!!))

ما د هغې خبرې قطع کړې او ومې ويل: ((زه موافق یم،‌ زه له دې هر څه سره موافق يم، زما ګرانې ايلينا ايوانوفنا!)) له دې سره ما ځان داسې وښود لکه زه چې ټول د هغې پر خوا يم. ومې ويل: ((خو یو شی دی چې تا ورته هېڅ پام نه دی کړی، تا تر اوسه دا درک کړې نه ده چې هغه له تا پرته ژوند نه شي کولای، که چېرې هغه تا هلته غواړي، دا خو له تا سره د هغه د مينې ثبوت دی، د پرجوشه، رښتینې، او تودې مينې ثبوت! ګرانې ايلينا ايوانوفنا! تا دې مینې ته ډېر په کم نظر کتلي دي!))

هغې یو دم چيغې کړې ((بس ... بس، زه نه غواړم ... زه نه غواړم چې په دې اړه څه واورم! ...)) هغې ما ته خپل وړوکی ښکلی لاس خوځوه، ما وليدل چې د لاس نوکان یې نوي رنګ شوي او پالش شوي وو. هغې وويل: ((ډېر بد سړی یې! ته همېشه غواړې ما وژړوې! که چېرې دې ډېر خوښېږي، خپله هلته ورشه، هغه ستا ملګری دی، ورشه هغه هېولا ته ته هم ورشه او هغه سره ملګرتيا وکړه او هغه سره هغه ستړي کوونکي ساینس باندې بحثونه وکړه!))

ما هڅه وکړه چې هغه بې پروا ښځه غلې کړم،‌ ورته مې وويل: ((که ته پر دې وړاندیز خاندې او ريشخند درته ښکاري، نو ته په غلطه یې! ايوان ماتوويچ ما ته هم بلنه راکړې ده. خو ته هلته د دندې له امله غوښتل شوې یې. که زه هلته ورننوځم، نو دا به زما د ملګرتيا سخاوت وي. خو کله چې ايوان ماتوويچ تېره شپه ما ته د تمساح دننه لاستيکي خاصيت تشریح کړ، نو داسې ښکارېدل لکه هلته چې ډېر زیات ځای وي، دومره زيات چې نه يوازې تاسې دواړه به پکې ځای شئ، بلکې ما ته به هم ځای وي پکې، ځکه چې زه ستاسې فاميلي دوست يم، خو که زه وغواړم هلته تاسې سره یو ځای شم!))

هغې ما ته وکتل او بيا یې په حیرانتيا وپوښتل: ((څنګه؟! موږ به درېواړه هلته يوو؟ ولې؟ څنګه امکان لري چې موږ دې درېواړه هلته اوسو؟ آيا موږ درېواړه به دننه په تمساح کې اوسو؟ ههه ههه ههه تاسې دواړه څومره  بېعقله یئ؟! ههه ههه ههه زه به تاسې دواړه تل سکونډم راسکونډم ... خبیثانو! ههه ههه ههه!))

هغه بېرته په کوچ وغورځېده او تر هغې یې خندل چې اوښکې یې راغلې. د هغې دا هر څه په ځانګړې توګه اوښکې او خندا ډېرې خوندورې وې. ما ځان کنټرول نه شو کړای، ورټيټ شوم او د هغې لاس مې ښکل کړ، هغې هم زه منعه نه کړم. که څه هم هغې زه په غوږ وسکونډلم، زما غوږ یې کش کړ، داسې چې غواړي ما سره بېرته پخلا شي! له دې وروسته موږ ډېر خوشحاله پاتې شو او ما هغې ته د ايوان ماتوويچ ټول پلان تشریح کړ، هغه پلان چې د دې لپاره یې د ماښام د هر کلي سالون په پام کې نيولی و. د هغې د سالون نظريه ډېر خوښه شوه.

هغې وويل: ((زه به یوازې ډېرو او ښکلو جامو ته اړتيا ولرم او د دې لپاره بايد ايوان ماتوويچ ما ته ډېرې روپۍ راولېږي، له خپل معاش نه او څومره ژر یې چې رالېږلی شي، باید راویې لېږي. یوازې .... یوازې پیسې ... نور زه نه پوهېږم!)) هغې له لږ فکر کولو وروسته اضافه کړه: ((هغه به هلته د اوبو په ټانک کې څنګه راوړل شي؟ دا خو ډېره له شرمه ډک کار دی. زه نه غواړم چې مېړه مې دې د اوبو په ټانک کې راوړل شي. زه خو به سخته وشرمېږم، خصوصاً کله چې هلته نندارچيان هم وي او هغه یې وګوري ... زه دا شی نه غواړم، ... نه، زه یې نه غواړم!))

ما وويل: ((په هر حال، زما ذهن ته اوس راغلل، آیا ټيموفي سيميونيچ پرون دلته و؟))

هغې وويل: ((اوه، هو، هغه دلته و. هغه راغلی و چې ما ته ډاډ راکړي او ته پوهېږې، موږ قطعې وکړې، ټوله شپه مو قطعې وکړې،‌ هغه د خوږې غوښې لپاره قطعې وکړې، که چېرې به ما بایللې، نو هغه به زما لاس ښکلوه، هغه څومره خبیث دی، هغه ډېر ښکلی هم دی. هغه هر وخت ماسکيوريډ ته له ما سره راځي، رښتيا ده کنه؟!))

ما وويل: ((هغه همېشه خپلو احساساتو په مخه کړی وي. او څوک به له تا سره خوښ نه وي؟ ته خو هر چا ته خوشحالي ورکوونکې یې!))

هغې وويل: ((غلی شه، بس کړه دا ستاينې دې نور! زه به دې غوږونه تاو کړم، غوږونه به دې تاو کړم بيا به دې رخصت کړم! ما په دې وروستيو کې د غوږونو تاوولو هنر ډېر ښه زده کړی دی. ښه، تا مخکې څه وويل؟ تا وويل چې ايوان ماتوويچ پرون زه څو ځله ياده کړم؟!))

ما وويل: ((نه، نه، ما دغسې څه نه دي ويلي، بلکې زه وايم چې هغه دا مهال د انساني بدمرغۍ په اړه ډېر په فکر کې وي او هغه غواړي ...))

هغې وويل: ((اوهو، بس کړه نور، ضرور نه ده چې نور وړاندې لاړ شې. زه پوهېږم چې هغه ښه خسته کن دی. زه به کله ورشم او وبه یې ګورم. زه بايد سبا ورشم، نن به ونه شي. نن مې سر درد کوي او بل دا چې هلته به ډېر زیات خلک وي. هغوی به وايي: دا د هغه مېرمن ده ... او زه به په دې اورېدلو شرمېږم ... ښه په مخه مو ښه شه ... ته به نن ماښام ...‌هلته یې؟! نه به یې؟!))

ما وويل: ((هو، زه ورځم چې هغه وګورم، هغه له ما غوښتي چې ورځپاڼې ورته وروړم))

هغې وويل: ((دا خو ډېره ښه ده، ورشه او هغه ته ورځپاڼې ولوله، خو بېرته نن ما ته مه راځه، زه ښه نه يم او ښايي زه لاړه شم چې يو بل څوک وګورم، په مخه مو ښه، شوخ سړيه!))

ما له ځان سره وويل: ((بالکل، دا روانه ده چې هماغه تورمخي سړي سره نن ماښام وګوري!))

bottom of page