top of page

تمساح (۷)

فيوډور دوستویفسکي

زه له ځان سره وبوږنېدم: ((تبه .... تبه)) بيا مې ترې وپوښتل،‌ هيله مې درلوده چې د هغه نظريات په دقیق ډول زده کړای شم ((زما ملګريه! او آزادي .... ته خو داسې لګيا یې لکه په زندان کې چې یې،‌ لکه يو زنداني چې د خلکو د آزادۍ په اړه خبرې کوي او وايي چې هر انسان آزاد پیدا شوی دی او بايده دي‌ چې له خپلې آزادۍ څخه خوند واخلي!))

هغه رابړچ وهل: ((ته بېعقل یې! غلامان له آزادۍ سره مينه لري، هوښيار خلک نظم غواړي، خو که چېرې نظم موجود نه وي بيا؟!))

ما ورته وويل: ((ايوان ماتوويچه! مهرباني وکړه، ما پرې پوه کړه!))

هغه په غوسه راته وويل: ((ښه، خوله دې وتړه او غوږ ونيسه! زما خيال هېڅکله دومره لوړ نه دی الوتی لکه نن چې څومره پورته پورته پروازونه کوي. زما په دې کوچني پناه ځای کې يوازې یو شی دی چې ما ځوروي او هغه د ادبي مجلو نيوکې او زموږ د طنزي مجلو له طنز او ټوکو ډکې ليکنې دي. زه وېرېږم چې زموږ بې فکره ليدونکي، بېعقله او له کرکې ډک ليکوال او په کُل کې هغه هېڅکاره خلک به ما پر مسخره بدل کړي. خو زه هم همداسې نه کېنم، خامخا به تدابير نيسم. زه سبا ته د خلکو غبرګون ته ډېر بېواره انتظار کوم، په ځانګړې توګه د ورځپاڼو نظرياتو ته. ته بايد سبا د ورځپاڼو په اړه معلومات راکړي!))

ما وويل: ((بيخي سمه ده، سبا ته به زه د ورځپاڼو يو غټ پنډ له ځانه سره راوړم!))

هغه راغبرګه کړه: ((سبا به لږ وختي وي چې ورځپاڼې په دې اړه راپورونه خپاره کړي، ځکه لږ تر لږه څلور ورځې پکار دي چې هغوی په دې اړه راپورونه جوړ کړي. خو ته بايد سر له همدې نن ورځې هر ماښام د ودانۍ د شا په دروازه ما ته راشې. زه غواړم چې تا د خپل سکرټر په توګه وګومارم. ته به ورځپاڼې او مجلې ما ته لولې او زه به تا ته خپل نظريات وړاندې کوم او کارونه به درته سپارم. ګوره پام دې وي چې بهرني ټليګرامونه دې له ياده ونه وځي. هڅه وکړه چې د اروپا ټول ټيليګرامونه هره ورځ دلته درسره وي. نن همدومره بس دي،‌ ښايي خوب به درځي، نو کور ته لاړ شه؛ خو هو، زما د نيوکو په اړه ډېر سوچ مه کوه. زه خپله د خپلو نيوکو په اړه کومه وېره نه لرم،‌ ځکه هر څوک چې نیوکې کوي،‌ هغوی خپله په مهم موقف کې وي. که يو څوک نيوکې کوي او هوښيار او صادق وي، نو خامخا به لوړ مقام ته ورسېږي، که د سقراط مقام ته ونه رسېږي، نو ديوجانس مقام ته خو به خامخا رسېږي، يا هم شونې ده په يو وخت کې د دواړو مقام ته ورسېږي، بس يو له دوی یا هم دواړه به د انسانيت په منځ کې زما راتلونکی مقام وي.‌))

ايوان ماتوويچ لګيا و، په ټوله سپين سترګۍ یې د ځان ستاينه کوله او په ټول زور یې هڅه کوله چې زما پر وړاندې ځان سپکه وړۍ کړي. هغه کټ مټ لکه د یوې ساده کليوالي ښځې په څېر و، هغه ښځه چې په متلونو کې یادېږي او وايي چې راز نه شي ساتلای، څه یې چې په زړه کې ورتېر شي، پر خوله یې راځي. هغه چې څه هم د تمساح په اړه ما ته وويل، زما خو پرې هېڅ‌ باور نه راځي. دا به نو څنګه امکان ولري چې د تمساح خېټه دې تشه وي؟! زه ډاډه يم چې هغه دا هر څه د دې لپاره ويلای چې ځان ډېر تکړه او ...‌ وښيي او په مقابل کې ما کم وګڼي.‌ زه په ډاډ سره ويلای شم چې هغه یو ناروغ دی او له ناروغانو سره بايد ښه چلن وشي.‌ زه بايد دا هم ومنم چې دا سړی هېڅ زما په ذهن کې نه کېني، هېڅ یې منلای نه شم. ما په خپل ټول ژوند کې هڅه کړې ده چې له دې سړي ځان خلاص کړم، اړيکه ورسره پرې کړم، خو له بده مرغه تر اوسه هم نه يم توانېدلای. له زرو نه ډېر ځله به ما ورسره د هر څه د پرېښېدو تکل کړی وي، خو نه پوهېږم چې ولې مې ترې پرېکون نه کېږي. داسې احساسوم لکه زه چې تل غواړم د هغه پر وړاندې ځان ثابت کړم، يا لکه زه دې چې د کوم انتقام په لټه کې يم، بس زما او د هغه ملګرتيا د ملګرتيا يوه نااشنا ډول دی. زه ويلای شم چې زما او د هغه د ملګرتيا اړيکه له لسو څخه نهه برخې له کېنې او عضب نه جوړه ده.‌ خو دا ځل موږ په رښتيا يو له بل بېل شو.

په داسې حال کې چې زه له سالون څخه وتلم، جرمني سړي راته اهسته وويل: ((ستا ملګری يو ډېر هوښیار شخص دی.)) داسې ښکارېده، لکه هغه چې زموږ ټولې خبرې اورېدلي وي.‌

ما ورغبرګه کړه: ((هو، هسې يوه خبره راپه زړه شو، که يو څوک ستا دا تمساح اخيستل غواړي، نو په څو به یې پرې وپلورې؟!))

ايوان ماتوويچ هم زما پوښتنه واورېده، هغه ډېر په بېصبرۍ د ځواب انتظار کاوه. دا واضحه وه چې هغه نه غوښتل چې جرمنی دې د تمساح په مقابل کې کمې روپۍ وغواړي. په هر حال،‌ خو هغه خپله غاړه په يو ځانګړي انداز تازه کړه، داسې يې ښکاره کړه چې زما پوښتنه یې واورېده.‌

جرمنی سړی په لومړي سر کې اماده نه و چې زما خبرو ته غوږ کېږدي، هغه ځان يو قسم غوسه ونيوه،‌ ویې ويل: ((نه، هېڅوک زما تمساح نه شي اخيستی!)) هغه په دې خبرې تک سور واوښت،‌ لکه د سمندر د لوبسټر[1] په څېر. ویې ويل: ((زه نه غواړم چې خپل تمساح وپلورم، زه به یې پر يو ميلیون تالرو (د اروپا پخوانۍ د سپينو زرو سیکې چې ډېر ارزښت یې درلود) هم ونه پلورم. ما همدا نن يو سل او دېرش تالر له خلکو پرې راټول کړي دي. کېدای شي سبا ته پرې لس زره راټول کړم او بيا پرې هره ورځ سل زره راټول کړم، زه به یې ونه پلورم، زه یې نه پلورم!))

ايوان ماتوويچ خفه خو ډاډه ښکارېده. ما هڅه کوله چې ځان کنټرول کړم. ما ويلې چې د خپل ملګري د ملګرتيا د پاس ساتلو په پار باید دا کار وکړم. ما په سړه سينه او ډېر ارامه هغه لېوني جرمني ته اشاره وکړه،‌ ورته مې وويل چې ستا دا حسابونه منطقي او درست نه دي.‌ ځکه که هغه هره ورځ سل زره تالره پر خپلې تمساح تر لاسه کوي،‌ نو په څلورو ورځو کې به ټول پيترزبرګ ورته راشي او څلور ورځې وروسته به په پيترزبرګ کې هېڅوک داسې نه وي پاتې چې د تمساح ليدو ته راشي او ده ته دې روبل ورکړي. بل دا چې مرګ و ژوند هم د خدای تعالی په لاس کې دی، بله ورځ به يا تمساح مړ شوی وي او يا به هم ايوان ماتوويچ ناروغ شي يا به هم ومري او يا به هم کومه بله راپېښه شي.

جرمنی سړی يوه شېبه په ژور فکر کې ډوب شو،‌ وروسته یې وويل: ((زه هغه ته د څاڅکو دوا راوړم، زه به ستا ملګری له مرګه وژغورم!))

ما ورغبرګه کړه: ((د څاڅکو دوا خو ډېره ښه ده، خو دې ته دې هم پام وي چې دا قضيه به محکمې ته هم ځي. د ايوان ماتوويچ مېرمن شونې ده چې د خپل قانوني مېړه د روغ رمټ راوتو غوښتنه هم ولري. تاسې خو غواړئ چې شتمن شئ، خو آیا ته غواړې چې ايلينا ايوانوفنا ته هم څه شی ورکړې؟!))

د تمساح مالک په ټینګه وويل: ((نه، زه نه غواړم هغې ته څه ورکړم!))

د تمساح د مالک مور هم د خپل زوی خبره په کلکه تکرار کړه، ویې ويل: ((نه، موږ نه غواړو چې هغې ته څه ورکړو!))

ما سمدستي وویل: ((نو دا به تاسې ته ښه نه وي چې همدا اوس يو څه تر لاسه کړئ، په يو ځل، يوه اندازه پیسې، ښايي‌ ډېرې نه وي، خو دا به دمخه تر دې چې تقدير هر څه په لغته ووهي، تر لاسه کړئ. زه بايد په ډېر صداقت تاسې ته ياده کړم چې دا پوښتنې يوازې د خپل ځاني‌ تجسس له امله کوم!))

جرمني سړي خپله مور هغه کونج ته بوتله، چېرته چې د شادوګانې پنجره ايښې وه چې مشوره ورسره وکړي. په دې وخت کې ايوان ماتوويچ غږ کړل: ((ښه، ځه خير، ته به وګورې چې څه کېږي؟!))

دا مهال نو زه په داسې یو حالت کې وم چې له هرې خوا مې اور اخيست. اول مې زړه غوښتل چې دا جرمنی يوه ښه کلکه څپېړه ووهم، ورپسې یې مور ته ښه زنګېدلې څپړه راتاوه کړم او بيا ورپسې په ايوان ماتوويچ راباندې کړم او په يو دمي پرې زړه يخ کړم چې يو وارې یې له سره دا بېځايه ځانغوښتنه او ځانستاينه وباسم. خو زما دا ټول اور د هغه حريص جرمني سړي د ځواب تر سيوري لاندې و.

جرمني سړي چې کله له خپلې مور سره مشوره وکړه، نو راغی او خپلې غوښتنې یې په دې ډول پیل کړې: ((د تمساح په مقابل کې پنځوس زره روبله، خو دا پیسې به د هغه دولتي‌ بونډ (Bond) په بڼه وي چې په دې وروستيو کې دولت اعلان کړي دي او دا چې د لاتري ووچر (Voucher) هم بايد ورسره وي.‌ په ګوروهوي Gorohovy سړک د خښتو جوړ يو کور چې په کې ورسره يو درملتون هم وي او پر دې سربېره د روسیې د پوځ د ډګروالۍ رتبه!))

په دې وخت ايوان ماتوويچ چيغه کړه: ((وګوره! ما درته نه و ويلي؟! د ده له دې وروستۍ بې مانا غوښتنې وراخوا، په نورو ټولو غوښتنو کې دی پر حقه دی. ځکه دی د خپلې هېولا (تمساح) په اوسني ارزښت ډېر ښه پوهېږي. اقتصادي اصل بايد تر هر څه لومړی وګڼل شي!))

ما پرته له دې چې د ايوان ماتوويچ خبرو ته پام وکړم، په غوسه جرمني سړي ته وويل: ((د خدای لپاره!! لکه ته ولې بايد ډګروال شې؟! تا داسې خاص څه کړي چې ډګروالي پرې غواړې؟! تا په څه شي کې پوځي‌ ویاړ ګټلی دی؟!! داسې ښکاري چې اعصاب دې بېخي له لاسه ورکړي وي!!!))

جرمني سړي يو دم چيغې کړې ((نه، هېڅکله هم نه، ما اعصاب له لاسه نه دي ورکړي! زه يو ډېر هوښيار شخص يم، خو داسې ښکاري چې ته لېونی یې! زه ځکه د ډګروالۍ رتبې وړ يم چې زه تمساح نندارې ته وړاندې کوم، داسې تمساح چې دننه په کې ژوندی دولتي سلاکار (hofrath) پروت دی. هېڅ روسی به داسې تمساح نندارې ته وړاندې نه شي کړای چې په کې ژوندی دولتي سلاکار (hofrath) پروت وي.‌ زه ډېر هوښيار شخص يم او ځان د ډګروالۍ مستحق ګڼم!))

ما په‌ ډېره غوسه وويل: ((ښه سمه ده، زه لاړم، د خدای په امان! ايوان ماتوويچه!)) او د تمساح له سالونه ووتم. زه پوهېدم که يوه دقیقه نور هم هلته پاتې وای، نو ځان به مې نه وای کنټرول کړی. د هغو دوو بېعقلانو بېځايه هيلې او غوښتنې هېڅ د زغملو وړ نه وې. د بېرون سړې هوا زما غوسه يو څه سړه کړه او موډ مې يو څه ښه شو. خو ما بيا هم په دواړو لوريو پینځه لس پينځه لس ځله لاړې تو کړې. لاره کې مې یوه بګۍ ونيوله، کور ته لاړم. څنګه چې کورته ورسېدم، جامې مې وايستې او ځان مې د خوب پر بستر وغورځوه. خدای شته څه شي چې ډېر ځورولم هغه دا و چې زه هغه احمق خپل سکرتر ګڼلای وم. اوس به زه هر ماښام په هلته ورتګ او د هغه احمقانه خبرو ته په غوږ نيولو مړ کېدلم، خو زه مجبور وای چې دا کار مې کړی وای، ځکه ما باید د هغه د ملګرتيا پاس ساتلای وای، هغه په سخته کې و او ما باید یوازې نه وای پرېښی. خدای شته زه مې ځان ته هم سخت په قهر وم. کله مې چې شمع مړه کړه او پر ځان مې بستره راکش کړه، نو څو ځل مې خپل سر ته او سینې ته سوکان ورکړل چې پر خپل ځان خو زړه يخ کړم. دې کار يو څه ارامه کړم. له دې وروسته ارام ويده شوم، ښايي له دې امله هم چې ستړی وم. خو په خوب کې مې ټوله شپه شادوګانې ليدلې، يوازې د سهر خوا ته مې ايلينا ايوانوفنا په خوب کې وليده.

(څلور)

ما ټوله شپه شادوګانې ځکه خوب کې ولیدې چې هغه هلته د جرمني سړي په پنجره کې بندې وې او ما ماښام ليدلې وې، خو د ايلينا ايوانوفنا خوب ته راتګ بيا يوه بېله کيسه ده.‌ زه بايد دا هم ووايم چې دا ښځه پر ما ګرانه وه. زه دا ځکه وايم چې د هغې په مقابل کې زه تل له دې خواهش سره لاس و ګرېوان وم چې د هغې سر او يا هم د هغې ګلابي غومبري ښکل کړم،‌ که څه هم زه هېڅکله خپل دې خواهش ته تسليم شوی نه یم، خو که چېرې موقع مساعده شي، نو زه به د هغې د شونډو له ښکلولو څخه هم ډډه ونه کړم، نه یوازې د هغې شونډې، بلکې د هغې غاښونه به هم ښکل کړم، هغه غاښونه چې د هغې د خندا پر مهال لکه مروارېد پړک وهي،‌ خدای شه هغه ډېره زياته خاندي. ايوان ماتوويچ به زياتره هغې ته ويلې چې ته زما (بېعقله محبوبه) یې! فکر کوم دا نوم پر هغې ډېر ښه نښته.‌ هغه په فزيکي لحاظ لکه د خوږو ونه چې وي، که هر څوک یې وګوري، همدا ګومان پرې کوي چې له سره تر پښو ټوله له خوږو ډکه ده.‌ خدای شته زه نه پوهېږم چې ايوان ماتوويچ ولې خپله ښځه د روسیې یوېجېنیا تور ګڼي؟

په هر حال، له شادوګانو پرته زما دې بل خوب زه ښه خوشحاله کړم. د سهر د کافي د څښلو پر مهال مې پرونۍ ټولې پېښې يوه يوه ذهن نه تېرې کړې. بيا مې پرېکړه وکړه چې دفتر ته د تګ پر لاره به ايلينا ايوانوفنا هم وګوم او دا کار ما بايد له دې امله هم کړی و چې موږ سره کورني دوستان وو.

[1] يو سمندري ژوی دی.‌

bottom of page