
زمــا فــکــر
تمساح (۳)
فيوډور دوستويفسکي

ما ځواب ورکړ: ((زه به یې درته تشريح کړم!)) او بيا مې زموږ هېواد ته د راروانو بهرنيو پانګو پر ګټو يو ليکچر پيل کړ. اصلاً د همدې موضوع په اړه ما نن سهار په پيټرزبرګ نيوز او په The Voice کې يوه مقاله لوستې وه. هغه يو څو شېبې راته غوږ وه، بيا یې زما لیکچر قطع کړ او ویې ويل: ((دا ټولې خبرې ما ته ډېرې نااشنا دي!، بس ورک یې کړه، تېرېږه ترې، ته هم بلا سړی یې! ما ته دا ووايه چې زه خو به بده نه ښکارم؟!))
ما نه غوښتل چې موقع له لاسه ورکړم او غوښتل مې چې د هغې د خپلې ښکلا پر تردد د خپل يقين کلک مهر ولګوم، ورته مې وويل: ((نه، نه، ته بده نه، بلکې ډېره او په ټوله مانا ښکلې ښکارې!))
هغې په ټوکه ما ته وويل: ((ته ډېر شوخ سړی یې!)) بيا یې لږ وروسته غاړه یوې خوا ته کږه کړه او ویې ويل: ((غريب ايوان ماتوويچ! زه د هغه په اړه ډېره خفه يم، ای زما ګرانه!)) دې سره یې سمدستي پر ژړا پيل کړه. ((هغه به ماښامنۍ څنګه وخوري؟ ... او ... او ... که هغه څه شی غواړي، نو څه به کوي؟))
ما په آرامه ځواب ورکړ: ((دا یوه ناڅاپي پوښتنه ده چې ځواب یې اسانه نه دی!)) چې رښتيا ووايم دا پوښتنه هېڅ زما ذهن وانخيسته. ښايي د دې له امله چې ښځې د موږ نارينه وو په نسبت د ژوندانه د ورځنيو ستونزو په حل کې ډېره عملي پوهه لري.
هغې وويل: ((بېچاره! ډېر بېچاره! چې دی څنګه له دې بدمرغۍ سره مخ شو؟ هغه بېچاره هېڅ هم نه لري، په تياره کې راګير دی، او تر ټولو لويه بدمرغي دا ده چې زه او هغه هېڅ ګډ تصوير هم نه لرو ... او اوس نو زه په يو حساب کونډه هم حسابېږم! ...)) او بيا یې په یوې په زړه پورې موسکا سره زياته کړه، داسې ښکارېده لکه په خپل دې نوي موقف چې ښه خوشحاله او راضي وي، ویې ويل: ((... خو بيا هم زه د هغه پر حالت افسوس کوم، خفه يم ورته!))
که په لنډه توګه که ووايم دا د هغې ځوانې او په زړه پورې غمجنې مېرمنې د غم طبيعي بيان و چې خپل مېړه یې له لاسه ورکړی و. ما هغه کور ته ورسوله، هغې ته مې ډاډ ورکړ او تسليت مې ورته ووايه. کله مې چې له هغې سره ډوډۍ وخوړه او بيا مو خوندوره کافي هم وڅښله، نو په شپږو بجو ترې ما د ټيموفي سيميونيچ په لور حرکت وکړ. دا مهال زياتره هغه واده کړي خلک چې منظم ژوند لري کرار په کور کې ناست وي او يا یې هم د خوب تياری نيولی وي.
تر دې ځايه د کيسې لومړۍ برخه وه، ما لومړۍ برخه په داسې لهن او ژبه وليکله لکه څنګه چې د يوې جدي پېښې د ليکلو لپاره پکار وي. خو غواړم چې له دې وروسته د کيسې جريان په طبيعي لهن و ژبې وليکم، غواړم لوستونکي یې د لوستنې پر مهال دا يادونه په پام کې ونیسي.
دوه
قدرمن ټيموفي سيميونيچ ما سره په داسې حالت کې مخ شو لکه خجالت چې وي. هغه زه د خپلې مطالعې کوچنۍ کوټې ته بوتلم او بيا یې په ډېر احتياط دروازه پورې کړه او په ښکاره ناارامۍ یې ورو وويل: ((د دې لپاره چې ماشومان زموږ مزاحمت ونه کړي.)) په کوټه کې یې ما ته د ليکلو مېز ته پرته څوکۍ باندې د کېناستو وويل او خپله تر څنګ پر یوې بلې نرمې څوکې کېناست. له ځانه یې خپله زړه او وړۍ لرونکې چپنه راتاوه کړې وه. داسې ښکارېده لکه هغه چې تر بل هر وخت ډېر رسمي او جدي وي، لکه هر څه ته چې تيار وي. سره له دې چې هغه زما مشر نه و او نه هم د ايوان ماتوويچ مشر و او تر اوسه پورې یې له موږ سره د يو صميمي همکار او حتا د يو ملګري په څېر چلن کاوه. هغه وويل: ((تر هر څه دمخه، پام دې وي چې زه کوم صلاحیت لرونکی شخص نه يم، بلکې يو عادي شخص یم، د نورو تر لاس لاندې شخص، لکه ته چې یې، لکه ايوان ماتوويچ چې دی .... زه په دې معامله کې هېڅ هم نه شم کولای او زه نه شم کولای چې په دې جاخه کې ځان دخيل کړم)).
داسې ښکارېده لکه هغه چې په هر څه واردمخه خبر وي، خدای شته دې ډول خبرو یې زه سخت حيران کړم. خو سره له دې ټولو ما بيا هم هغه ته هر څه ټکی په ټکی وويل او له سره تر پايه ټوله کيسه مې ورته په شد و مد وکړه. ما ورته کيسه په ډېرې دلچسپۍ وکړه، ځکه غوښتل مې د يو رښتيني ملګري په توګه خپل راترغاړې مسووليت ادا کړم. هغه هم ټوله کيسه پرته له دې چې کومه حيرانتيا ښکاره کړي، تر پايه واورېده، خو د شک او تردد نښې یې په مخ او سترګو کې له ورايه ښکارېدې.
هغه وويل: ((که لږ خيالي وغږېږم، ما همېشه باور درلود چې هغه به خامخا له دغسې يو حالت سره مخېږي!))
ما ترې وپوښتل: ((ولې تيموفي سيميونيچه! دا خو يوه غيرمتوقع پېښه معلومېږي ...!))
هغه وويل: ((هو، زه دا منم، خو که د ايوان ماتوويچ د خدمت ټولې سابقې ته وکتل شي، نو سړی پوهېږي چې هغه به په پای کې له دغسې يو برخليک سره مخ کېده. هغه يو قسم هوايي انسان و، غرور یې هم درلود. تل یې یوازې او یوازې د ځان د پرمختګ په اړه فکر درلود او زه له همدې امله وايم چې پرمختګ او د پرمختګ په اړه لاس و پښې وهل انسان دغسې کندې ته غورځوي!))
ما وويل: ((خو زه بيا هم وايم چې دا يوه غيرمتوقع پېښه وه او موږ نه شو کولای چې د ټولو هغو لپاره یې د يو اصل په توګه وکاروو چې پرمختګ غوښتونکي دي.))
هغه وويل: ((هو، خو دا هم واقعيت دی چې دا د پرمختګ غوښتونکيو لپاره يو اصل کېدای شي. ګوره، دا په حقیقت کې د هغه له اندازې زيات د ځان پوه ګڼلو پايله ده، زه تا ته ډېر په ډاډ سره ويلای شم. هغه خلک چې ځانونه ورته له اندازې زيات پوه ښکاري، هغوی خامخا خپلې پوزې په هر سوري کې منډي، په ځانګړې توګه په هغو ځايونو کې چې دوی ورته هېڅ نه وي دعوت شوي.)) په دې پسې هغه په داسې رويه زياته کړه لکه خفه شوی چې وي: ((ښايي پر دې مسئله تاسې تر ما ښه پوهېږئ! زه يو زوړ سړی يم او دومره تعليم مې هم نه دی کړی، خو ما خپل خدمت د يو سرتېري د زوی په حیث پيل کړ او سږکال مې د خدمت پنځوسمه کلیزه ده.))
ما وويل: ((اوهو، نه، تيموفي سيميونيچه! په ټوله مانا نه! بلکې زه خو وايم ايوان ماتوويچ ستاسې مشورې او لارښوونې ته ډېر لېواله دی، هغه ډېر لېواله دی چې تاسې ورته يوه لارښوونه وکړئ، هغه ستاسې لارښوونه غواړي، که ووايم په اوښکو او ژړا یې غواړي!))
هغه وويل: ((ښه، که وايې په اوښکو او ژړا یې غواړي، نو دا به د تمساح اوښکې وي او هېڅوک د تمساح په اوښکو باور نه شي کولای. ته ما ته دا ووايه چې هغه ته چا ويلي و چې بهر ته لاړ شه او هغه د بهر ته تګ لګښت له کومه کړ؟ په داسې حال کې چې هغه هېڅ شخصي پانګه نه لري!))
ما په خواشينۍ ښکاره کولو سره وويل: ((هغه په پخوانۍ دنده کې له تشويقي معاش (بونس) څخه يو څه پیسې سپما کړې وې. هغه غوښتل چې د درېوو مياشتو لپاره سويس ته لاړ شي، د ويليم ټيل خاورې ته!))
هغه راغبرګه کړه: ((د ويليم ټيل خاورې ته، هن!))
ما وويل: ((هغه غوښتل چې په نيپلز ښار کې د پسرلي ننداره وکړي، هلته موزيمونه وګوري، د هغه ځای دود دستور نه خبر شي او د هغه ځای د څارويو ننداره وکړي ...))
هغه راغبرګه کړه: ((امممم! د څارويو! زه فکر کوم همدا د هغه د غرور او تکبر نښه ده. کوم څاروي؟ څاروي! ولې موږ خپله څاروي نه لرو؟ موږ هم موزيمونه لرو، موږ د څارويو فارمونه لرو، موږ اوښان لرو، پيټرزبرګ سره نږدې يږې هم اوسېږي، او دا دی، بیخي نږدې، هغه چې ځان د تمساح خېټې ته اچولی دی ...!))
ما وويل: ((پرېږده ټيموفي سيميونويچه! هغه سړی په ډېر سخت حالت کې دی، هغه له تاسې څخه د يو ملګري په توګه مرسته او مشوره غواړي، تاسې ته د يو پخواني ملګري په سترګه ګوري، د مشورې او مرستې مخ یې در اړولی او تاسې هغه ملامتوئ! تاسې بايد پر هغې بدمرغې ايلينا ايوانوفنا باندې رحم وکړئ!))
هغه په داسې حال کې چې د تنباکو يو څو دانې یې په لاس کې واخيستې او په رويه کې یې نرمي له ورايه ښکارېده، راغبرګه کړه: ((اممم تاسې د هغه د مېرمنې په اړه وایئ؟! هغه لنډۍ ښکلې ښځه! هغه زړه راښکوونکي ښځه یادوې، هغه ګرده مرده؟! هغه چې هر وخت یې خپل وړوکی، ښکلی مخ يوې خوا ته نيولی وي؟! ... هغه ډېره مننونکې ښځه؟!! ... همدا څو ورځې دمخه هم اندري اوسيپيچ د هغې په اړه بحث کاوه!))
ما وويل: ((د هغې په اړه بحث؟!))
هغه راغبرګه کړه: ((هو، د هماغې په اړه، خو په ډېرو ښکلو او له ستاينو څخه په ډکو الفاظو، لکه داسې سينه یې ده، داسې سترګې یې دي، داسې وېښتان یې دي او ... هغه ويل لکه د خوږو ونه چې وي، سر تر پايه خوږه خوږه ده، بلکې خواږه ترې څاڅي ... هغه ويل چې هغه ښځه نه ده، بلکې د خوږو ونه ده! ... او بيا یې وخندل. هغه تر اوسه هم ځوان دی، په واقعيت کې ځوان ...)) په دې سره ټيموفي سيمیونيچ په ډېر لوړ غږ يو پرنجی وکړ او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ: ((... هو، هغه ځوان هم دی او د ځوانۍ تر څنګ یې ځان ته ښه کاري سابقه هم جوړه کړې ده!))
ما وويل: ((ټيموفي سيميونيچه! دا په ټوله مانا يوه بېله او بدله موضوع ده!))
هغه راغبرګه کړه: ((هو، بالکل، بالکل!))
ما وويل: ((نو ته څه وايې؟! ټيموفي سيميونيچه!))
هغه راغبرګه کړه: ((ولې؟! زه څه کولای شم؟!))
ما وويل: ((مشوره ورکړه! ... لارښوونه وکړه! ... ته يو تجربه ناک سړی یې ... د هغه ملګری هم یې! ... موږ څه باید وکړو؟ ... کوم اقدامات بایده دي چې ترسره شي؟ ... چارواکيو ته ورشه او ....))
هغه راغبرګه کړه: ((چارواکيو ته؟! ... هېڅکله هم نه! ... که زما مشوره منئ، نو ښه خبره دا ده چې تر هر څه دمخه دا موضوع همداسې پټه وساتئ، داسې عمل وکړئ لکه بیخي چې يو خصوصي معامله پټه ساتئ. دا ځکه چې دا پېښه مشکوکه ده، ما هېڅکله د داسې يوې پېښې په اړه نه دي اورېدلي، بلکې هېچا هم نه دي اورېدلي، پر دې سربېره، د داسې پېښو پخوانۍ هېڅ مثال نه شې موندلای، نو په همدې خاطر دا پېښه ډېره د اعتبار وړ نه ده، تر هر څه دمخه احتياط مهم دی .... نو زما ومنئ، هغه هملته يو څه وخت پرېږدئ او موږ بايد منتظر شو او وګورو چې څه کېږي...))
ما وويل: ((خو موږ څنګه منتظر پاتې کېدلای شو او څنګه به ګورو ټيموفي سيميونيچه؟! که هغه هملته ورک او غرک شي؟!))
هغه راغبرګه کړه: ((ولې به هغه هلته غرکېږي یا به ورکېږي؟ تا خو ويل چې هغه هلته راحت او آرام دی؟!))
ما هغه ته بيا کيسه له سره شروع کړه او تر پايه مې ورسوله. په دې سره ټيموفي سيميونیچ په ژور فکر کې ډوب شو. په داسې حال کې چې د نسوارو کوتۍ یې په خپل لاس کې اړوله راړوله، ویې ويل: ((اممم! زما په فکر دا تر ټولو غوره ده چې هغه باید د يو څه وخت لپاره هملته پروت وي، د دې پر ځای چې بهر ته لاړ شي، هملته چې پروت وي ښه ده. هغه به د فکر او تدبر لپاره ښه فرصت ولري. هو، باید ونه پرنجېږي او په عين حال کې بايد د خپلې روغتيا د ساتنې لپاره هم تدابير وسنجوي، د بېلګې په توګه ټوخېږي دې هم نه او داسې نور ... څه هم بايد ونه کړي. او د هغه جرمني سړي په اړه، زما په شخصي اند هغه پر حقه دی، نه یوازې پر حقه دی، بلکې له ايوانوويچ نه هم ډېر په حقه ده. ځکه ملامتيا د ايوانوويچ ده، ځکه د هغه د تمساح خولې ته یې ځان ورغورځولای دی، پرته له دې چې له جرمني سړي نه یې اجازه اخيستې وای. جرمنی سړی خو له اجازې پرته د ايوان ماتوويچ د تمساح خولې ته ځان نه دی غورځولای؟! او څومره چې زه پوهېږم ايوان ماتوويچ تمساح لري هم نه او دا چې دا تمساح د جرمني سړي خصوصي ملکيت دی، نو هېڅوک د دې اجازه نه لري چې د خسارې له جبران پرته یې وڅېري!))
ما وويل: ((ټموفي سيميونيچه! د انسان د ژوند ژغورنې په پار هم نه؟!))
هغه راغبرګه کړه: ((اوه، ښه، دا خو د پولیسو اړونده مسئله ده، تاسې باید پوليسو ته ورشئ!))