
زمــا فــکــر
تمساح (۲)
فيوډور دوستويفسکي

ايلينا ايوانوفنا د تمساح مالک له کورتۍ څخه نيولی و، کش کوه یې او همدا چيغې یې وهلې: ((پوستکی یې وباسه، پوستکی یې وباسه، پوستکی ترې وباسه!))
د تمساح مالک په چیغو سر و، ژړل یې او ځان یې له ايلينا ايونوفنا نه خلاصول غوښتل: ((ستاسې سړي هغه ځوروه، ستاسې سړي هغه ولې ځوروه؟ که زما د تمساح مړ شو، تاسې به یې تاوان ورکړئ، هغه خو زما زوی و، هغه خو پر ما لکه د زوی ګران و، داسې و لکه زما زوی!))
زه بايد اعتراف وکړم چې د تمساح د مالک ځانغوښتنه او د هغه د مور د زړه کلکوالی او سوړ چلن زما اعصاب خراب کړي و، خو په عین حال کې د ايلينا ایوانوفنا چيغو چې (پوستکی یې وباسه، پوستکی یې وباسه) زما فکر او تمرکز نور هم ګډوډ کړ. له تمساح او ايوان ماتوويچ څخه زما فکر و پام ايلينا ايوانوفنا ته واوښت او اوس رښتیا هم په هغې وډار شوم. زه بايد دا هم ووايم چې د ايلينا ایوانوفنا له چيغو ما سمه مانا نه وه اخيستې. ما ته داسې ښکارېده چې ايلينا ايوانوفنا نور اعصاب له لاسه ورکړي دي، خو بيا هم دا چې ورته ګران ايوان ماتوويچ یې له لاسه ورکړی دی، نو غواړي چې تمساح دې سخت ووهل شي او په اصطلاح په وهلو وهلو یې (پوستکی ووځي)ګ خو زه وروسته پوه شوم چې د هغې موخه بل څه وه. ما په داسې حال کې چې دواړه سترګې مې پر دروازه ګنډلې وې، او یوې ناوړه اندېښنې په مخه کړی وم، هڅه مې کوله چې ايلينا ایوانوفنا قانع کړم چې آرامه شي. د دې تر څنګ مې هڅه کوله چې هغه وپوهوم چې دغه (پوستکی یې وباسه) هېښوونکي غږونه دې هم نور نه کوي. که څه هم دا تمساح په مقابل کې چې د دې ميړه یې له ستوني تېر کړی و، د هغې غبرګون و، خو د نندارتون د ودانۍ په منځ کې او بيا په دغسې يوه کولتوري ټولنه کې دغسې چيغې ماته مناسبې نه برېښېدې. په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې له دغه ځايه لږ وړاندې ښاغلی لاوروف عامو خلکو ته وينا کوله. نو په دغسې وضعیت کې څوک د دغسې چيغو د اورېدا تصور هم نه شي کولای. د نوموړې چيغو هره شېبه د دې امکان برابروه چې هلته شاوخوا ته موجودو خلکو ته موږ بې فرهنګه ښکاره شو او يا دې هم د ښاغلي سټفانوف د کاريکاټورۍ ښکار شو.
ما چې کومه اندېښنه درلوده، هغه رښتیا شوه. ما وليدل هغه پرده چې تمساح او مخې ته کوچنی دالېز یې سره بېلول؛ هغه دالېز چېرته چې له موږ څخه د روبلو سېکې د ټيکټ په مقابل کې واخيستل شوې؛ پرده ناڅاپه لرې شوه، ما وليدل چې هغې خوا ته د يو سړي هيکل ښکاره شو، برېت او ږیره یې هم درلودل، په لاس کې یې خولۍ نيولې وه. سړی پر ملا کړوپ ښکارېده، خو پښې یې لا هم د تمساح له خونې بېرون وې، ښايي په دې خاطر چې د ټيکټ له پیسو ورکولو څخه ځان وژغوري.
دغه نااشنا سړي په داسې حال کې چې پښې یې هماغسې بېرون وې او نيمه تنه یې له پردې دېخوا ته وه، داسې ښکارېده تا به ويل اوس دې خوا ته رالوېږي. هغه ايلينا ايوانوفنا مخاطب کړه: ((آغلې! دغسې انتقامي غوښتنه د دې ښودنه کوي چې تاسې پرمختګ نه دی کړی، بلکې وروسته پاتې خلک یئ. دا ډول غوښتنه د دې ښودنه هم کوي چې ستاس ماغزو ته پاسفورس نه دي رسېدلي. تاسې به ډېر ژر د پرمختګ په تاريخ کې د شرمېدليو په توګه ثبت شئ او هم به زموږ د طنزي خپرونو برخه شئ! ...)) دغه سړي خپلې خبرې بشپړې نه شوې کړای، ځکه د تمساح د مالک هوښ پر ځای شو او ویې لیدل چې يو نااشنا کس پرته له دې چې د تمساح د لیدو پیسې یې ورکړي وي، سر د تمساح د نندارتون سالون ته رادننه کړی دی. هغه سمدستي ځان هغې پردې ته ورورسوه او په دواړو لاسونو یې سړی په ډېکو ډېکو له پردې اخوا ته ټېل واهه. په دې سره دواړه هغه پردې زموږ له نظره هم پناه کړل او ما درک کړه چې زموږ شر و شور ښه نه و.
ايلينا ایوانوفنا هم آرامه او غلې شوه. لکه څنګه چې ما مخکې هم يادونه وکړه، هغه اصلاً نه پوهېده یا یې نه غوښتل چې د تمساح ته کومه تحقيري یا تعذیبي (لکه د پوستکي ایستلو) جزا ورکړي. دا ځل یې په دېره ساده بڼه وويل چې تمساح دې څېرې کړای شي او له منځه دې یې د هغې مېړه راوويستل شي.
د تمساح مالک چيغه کړه: ((څه؟! ته غواړې چې زما د تمساح دې مړ شي؟)) هغه بېرته منډه کړه او په چیغو یې وويل: ((نه، اول باید ستا مېړه مړ شي، بيا زما تمساح. زما پلار هم د تمساح نندارې ته ايښی و، زما نيکه هم دا کار کاوه، زما زوی به یې هم کوي، زه یې هم کوم او موږ ټول به تمساح د خلکو نندارې ته وړاندې کوو. زه په ټوله اروپا کې مشهور يم، ته نه یې، اصلاً تاسې بايد ما ته جريمه راکړئ!))
جرمنۍ ښځه چې د تمساح د څښتن مور وه، رامخې ته شوه او ویې ويل: ((هو، هو، موږ بايده دي چې تاسې ته د تلو اجازه درنکړو، تاسې نه شئ تللی، تاسې بايد موږ ته جريمه راکړئ، ځکه چې ستاسې د نفر له وجې زموږ کارلوچين (تمساح) چوي.))
ما په ارامۍ ورغبرګه کړه: ((هو، اوس د تمساح څېرول کومه ګټه هم نه لري.)) ما غوښتل چې وېرېدلې او له غوسې ډکه ايلينا ايوانوفنا له دې ځايه ژر تر ژره روانه کړم او کور ته یې يوسم. ما وويل: ((زموږ ماتوويچ ښايي اوس په آسمانونو کې وزرې وهي، پرواز به کوي او ګرځي به)).
يو ناڅاپه موږ د ايوان ماتوويچ غږ واورېد چې ويل یې: ((زما ګرانې! زما ګرانې! زما مشوره دا ده چې سيده د پوليسو د مشر دفتر ته ورشئ، ځکه د پوليسو له ملاتړه پرته دا جرمنی سړی ځان په خبره نه پوهوي.))
موږ چې د ماتوويچ غږ او خبرې واورېدې، لومړي سر کې مو باور نه شو کولای چې ګنې هغه دې خپل غږ راايستلای وي، خو دا چې د هغه خبرې له تاکيد او هوښيارتيا ډکې وې. موږ چې څنګه دا غږ واورېد او باور مو راغی، نو ژر مو د تمساح حوض ته ورمنډه کړه او يو ځل بيا مو هڅه وکړه چې د تمساح په خېټه کې د بند بېچاره ایوان ماتوويچ خبرو ته غوږ ونیسو. د هغه غږ ډپ، نری و، حتا په سختۍ پرې څوک پوهېدلای شو چې څه وايي، چې اورېده دې، فکر دې کاوه چې کوم څوک له لرې ځايه څه شی وايي. د هغه د غږ په اورېدا ما ته هغه ډرامه راياده شوه چې يو ځل مې د کريسمس پر مهال د يو ملګري په کور کې ليدلې وه. په ډرامه کې یو ريشخندي سړی خپله خوله پر بالښت بندوي او د خپلې څنګ کوټې ته چيغې وهي، دی په حقیقت کې هڅه کوي چې د هغه دوو کروندګرو په څېر غږونه راوباسي چې يو بل ته د کروندې له يو سر نه بل ته غږونه کوي، يا هم د غره په يوه دره کې چې څوک هڅه کوي غږ یې له يو سر نه بل ته ورسي.
ايلينا ايوانوفنا په لړزانده غږ ورغږ کړ: ((زما ګران ايوان ماتوويچه! نو ته لا هم ژوندی یې؟!))
ايوان ماتوويچ ورغبرګه کړه: ((ژوندی او ښه یم. د مهربانه خدای ډېر ډېر شکر، چې تمساح زه خوی تېر کړم، پرته له دې چې کوم زیان راورسوي. زما يوازينی تشويش دا دی چې زموږ د دفتر مشران به دې پېښې ته په څه نظر ګوري؟ او بيا په داسې حال کې چې ما بهر ته د سفر کولو اجازه هم اخيستې ده، خو بدبختي ګوره چې د بهر پر ځای، د تمساح ګېډې ته دننه شوم چې په ټوله مانا بېعقلي ده!))
ايلينا ايوانوفنا ورغبرګه کړه: ((ګرانه! دا چې دا بېعقلي وه او که هوښيارتيا، پر دې سوچ خپل سر مه پړسوه، تر ټولو مهمه دا ده چې تر هر څه لومړی بايد په يو نه يو ډول دغه ځای څېرې شي او ته له دغه ځايه (د تمساح له خېټې) راووځې!
د تمساح خاوند په ژړا شو او ویې ويل: ((څېرې!، زه به پرېنږدم چې زما د تمساح دې څېرې شي. اوس به نور خلک هم د تمساح لېدو ته راځي، د دې پر ځای چې زه له هغوی پیسې راټولې کړم، زما تمساح څېرې کېږي، چوي!))
د ايوان ماتوويچ مېرمنې د خدای شکرونه ادا کول او ويل یې چې خدايه شکر، خدایه شکر! ايوان ماتوويچ په آرامۍ وويل: ((دوی رښتیا وايي. اقتصادي اصول پر هر څه لومړي وي.))
مېرمنې یې ورغبرګه کړه: ((سمه ده ګرانه! زه به په يوه منډه د پوليسو د مشر تر دفتره ځان ورسوم او هلته به شکايت درج کړم، ځکه زه فکر کوم چې موږ دا ستونزه نه شو حل کولای.))
ايوان ماتوويچ ورغبرګه کړه: ((همدغسې ده ګرانې! خو زموږ د وخت په دې صنعتي بحران کې دا هم اسانه نه ده چې د تمساح خېټه دې پرته له کوم اقتصادي جبران څخه څېرې شي او په عين حال کې دا پوښتنه هم خامخا راپورته کېږي چې که د تمساح څښتن ته د دې زیان جبران ورکول کېږي، نو څنګه او څومره به ورکول کېږي؟ تاسې خو پوهېږئ چې زه هېڅ امکانات نه لرم ...!))
ما په ډېر احتياط وويل: ((ښايي ستاسې له معاشه! ...))
د تمساح خاوند چې زما خبره واورېده، پر ما یې رابړچ وهل: ((زه به مې تمساح ونه پلورم! که پلورم یې هم، په درې زره به یې وپلورم، په څلور زره به یې وپلورم، اوس به خلک نور هم ډېر راشي، په پینځه زره به یې وپلورم.))
د تمساح خاوند په حقیقت کې خپل ځان او تمساح ته په ډېر ارزښت قايل و. ما د هغه سترګو ته وکتل، يو ناپايه حرص او له همدې حرص نه راپیدا خوښي په کې په څپو وه. ما په غوسناک ډول وويل: ((زه ځم!))
ايلينا ایوانوفنا هم په ژړا وويل: ((او زه هم ځم! زه بايد د ايندري اوسيپټيچ خوا ته ورشم، زه به پر خپلو اوښکو د هغه سخت زړه نرم کړم.))
ايوان ماتوويچ غږ پرې وکړ: ((داسې مه کوه ګرانې!)) هغه له ډېر پخوا نه د خپلې ښځې پر سر له اينډری اوسيپټيچ سره ضد درلود. هغه پوهېده چې هغه سړی به د ده د مېرمنې له ژړا نه ډېر خوند واخلي، د ده د مېرمنې په سترګو کې اوښکو هغې ته نوره ښکلا هم ورکوله او هغه ما ته هم مخ کړ او راته یې وويل: ((ملګریه! تا ته هم وايم، داسې مه کوه! دا هېڅ ښه نه ده چې سړی دې پرته له سوچه ځان دغسې پر سین لاهو کړي، ځکه موږ نه پوهېږو چې دا کار به څه ګټه وکړي او موږ به چېرته ورسوي؟ ښه دا ده چې د ټيموفي سيمیونېچ خوا ته لاړ شئ او بیخي عادي ورسره وګورئ. هغه يو کونه پېخ (پخوانی) سړی دی او د روڼاندۍ په کې نښه هم نشته، خو هغه د باور وړ دی او تر ټولو مهمه دا ده چې هغه ايغ نېغ سړی هم دی، څه شی پټوي نه، هر څه درته ښکاره وايي. زما سلامونه هم ورته وکړئ او دا پېښه هم ورته په ښه ډول تشریح کړئ او دا چې زموږ د وروستۍ قطعه بازۍ له مهاله زه د هغه اووه روبله پوروړی یم، د هغه روپۍ هم ورکړئ، په دې سره به د هغه زوړ سړي زړه نور هم نرم شي. په هر حال، د هغه مشوره کېدای شي زموږ لپاره ښه لارښوونه شي او په عين حال کې ايلينا ايوانوفنا هم کور ته ورسوه ... ځان آرامه کړه ګرانې!)) هغې خپلې مېرمنې ته مخ کړ او ویې ويل: ((زه نور د دې په چيغو چيغو ژړاګانو او غالمغال نه ستړی يم، زه بايد دلته لږ ارام وکړم. دا ځای نرم او ګرم دی، که څه هم ما وخت نه دی موندلای چې د دې غار (د تمساح ګېډه) شاوخوا وګورم، خو بيا هم ښه دی!))
الينا ايوانوفنا بيا چيغه کړه: ((د شاوخوا کتل څه مانا؟! آیا دغه ځای ښه روښانه هم دی؟))
هغه بېچاره بندي ځواب ورکړ: ((نه، نه، زه په يوې داسې تياره کې راګير یم چې د هېڅ شي پرې زور نه رسي! خو بيا هم زه خپله شاوخوا احساسولای شم، چې رښتيا ووايم زه د خپلو لاسونو په وسيله شاوخوا ګورم او احساسوم یې! ... اوس دې په مخه ښه شه! خپل ځان او ذهن ارام کړه! او پام دې وي چې ځان له تفريح او ساعتتېرۍ محروم نه کړې. تر سبا ماښام پورې ته او سيميون سيمینيويچ ما ته راشئ او دا چې ته هېرجنه یې، نو ممکن له ياده دې ووځي، نو په دې خاطر د دسمال يوې څنډې ته غوټه واچوه!))
زه اعتراف کوم چې د تمساح له هغه ځايه په راوتلو خوښ شوم، ځکه چې زه نور ستړی شوی وم. ما خپل مټ غمجنې ايلينا ايوانوفنا ته وړاندې کړ. د ايلينا د مخ ښکلا د دې غم او اندېښنې له امله نوره هم زياته شوې وه. ما ژر تر ژره هغه د تمساح له سالون راوويسته.
د تمساح څښتن په موږ پسې غږ وکړ: ((ماښام ته به تاسې د روبل څلورمه برخه نور ورکوئ!))
ايلينا ايوانوفنا چيغه کړه: ((اووفف خدايه! دا خلک څومره حريص دي؟!)) هغه چې ما سره روانه وه د ودانۍ په هندارو کې به یې خپل ځان ته کتل او پر دې به یې نور هم باور زیاتېده چې نن تر پخوا ډېره ښکلې ښکاري! ما د هغې په ځواب کې لږ په احساساتي ډول وويل: ((د اقتصاد د اصولو له امله!)) هغې چې لاس زما په مټ کې بند کړی و او راسره روانه وه، خلکو به موږ دواړو ته راکتل، خدای شته د خلکو دې راکتلو نه ما سخت خوند اخيست!
هغې په نري او زړه راکښوونکي غږ وويل: ((د اقتصاد اصول! ايوان ماتوويچ هم نن د همدې بدورګه اقتصادونو په اړه څه ويل، خو خدای شته که زه تر اوسه پوه شوې يم چې هغه اصلاً څه شی ويل؟))