top of page

تمساح (۶)

فيوډور دوستويفسکي

زه بايد پر دې اعتراف وکړم چې که څه هم دغه ډېرې احمقانه او بې مانا خبرې د ايوان ماتوويچ همېشنی عادت و،‌ خو نن ما ته دا سړی بېخي بل قسم ښکارېده، کټ مټ لکه يو څوک چې سختې تبې نيولی وي او پرتې (بې مانا او احمقانه خبرې) وايي.‌ هغه په نننيو خبرو کې ما ته دومره احمق ښکارېده، لکه د هغه پخواني ايوان ماتوويچ حماقت چې په شلو کې ضرب شوی وي.‌ ما ترې وپوښتل: ((زما ملګريه! آیا ته هيله لرې چې ژوندی به پاتې شې؟ ما ته رښتيا ووايه چې ته ښه یې؟! ته دغلته خوراک څنګه کوې؟ خوب څنګه درځي؟ او تر ټولو مهمه دا چې دغلته ساه څنګه اخيستلای شې؟ زه خو ستا ملګری يم او ته هم بايد دا ومني چې دا يو نادره پېښه ده،‌ په همدې خاطر زما پوښتنې او پلټنې هم بېځايه نه دي؟))

هغه لکه د يو فيلسوف په څېر سمدستي راغبرګه کړه: ((يوازې پوښتې او پلټې بس! نور هېڅ هم نه؟! ښه سمه ده، زه دې اوس پوه کوم، داسې چې ډېر ژر به ډاډه شې. تا رانه وپوښتل چې ما دلته په دې هېوالا کې ځان څنګه تنظيم کړی دی؟‌ ښه، اول بايد درته ووايم چې دغه هېولا (تمساح) په ډېر عجیب و غريب ډول زما لپاره تش تور و. تمساح له دننه څخه داسې دی لکه يوه لويه تشه کڅوړه چې د ګټاپرچا ربړي موادو څخه جوړه شوې وي.‌ که دې ليدلي وي د هغو ربړي شيانو په څېر دی چې د مارسکويا په ګوروهوفي کوڅه کې خرڅېږي،‌ په ووزنيسينسکي پروسپيکټ کې،‌ البته که زه تېروتی نه يم. خپله سوچ وکړه،‌ که داسې نه وای، نو زه دلته څنګه ځایېدلم؟))

ما له حيرانتيا او ژړا په ډک غږ چې مخاطب ښه درک کولای شوم، وپوښتل: ((آیا دا امکان لري؟ آیا ممکنه ده چې تمساح دې ټوله خالي پوکاڼۍ ته ورته وي؟))

هغه راغبرګه کړه: ((په ټوله مانا امکان لري! او پوهېږې، دا تمساح د طبعيت د قانون له مخې دغسې جوړه شوې ده.‌ تمساح کې نور هېڅ هم نشته، سر طرف ته یې ژامې دي چې تېره تېره غاښونه په کې دي او د لکۍ طرف ته یې یوازې لکۍ ده او بس.‌ د لکۍ او ژامې تر منځ به ته دلته هېڅ‌ هم ونه ګورې، بس د ګټاپرچا په څېر ربړي مواد دي شاوخوا ته، يا ښايي خپله ګټاپرچا وي.‌))

ما دا ځل له غوسې نه په لږ ډک انداز وويل: ((ولې پښتۍ، معدۍ، کلمې، ځيګر او زړه نه لري؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((زه خو چې دلته يم دا يو هم نه ښکاري، او ښايي هېڅ تمساح دا شيان ونه لري. دا ټول د تمساح په اړه د خلکو خيالات دي.‌ لکه څنګه يو شخص پوکاڼۍ ته هوا ورکوي او پړسولای یې شي، دغسې زه که دې تمساح ته هوا ورکړم، نو وبه پړسېږي.‌ دا تمساح په ټوله مانا پړسېدونکې ده. رښتيا ته هم دلته راتلای شې البته که ډېر خودخواه نه یې او لږې قربانۍ ته اماده یې. او که ته هم راشې، بيا به هم دلته نور ځای پاتې وي.‌ حتا زه فکر کوم چې له تا وروسته ايلينا ايوانوفنا ته هم د دلته راتلو بلنه ورکړم. په هر حال،‌ د تمساح داخلي جوړښت ما لپاره داسې دی لکه د طبيعي علومو په يو ټولګي کې چې ناست يم. د بېلګې په توګه که يو څوک وغواړي چې نوې تمساح جوړه کړي،‌ نو طبیعي ده چې دا پوښتنه به ورته پيدا کېږي چې د تمساح بنسټیزه ځانګړنه به څه وي؟د دې پوښتنې ځواب اوس ما سره بېخي روښانه دی او هغه دا چې د انسانانو خوی تېرول! پوهېږې؟! يو څوک څنګه د تمساح د جوړولو پر مهال دا یقيني کولای شي چې انسانان به خوی تېروي؟ بيا هم ما سره ډېر روښانه ځواب شته او هغه دا چې تمساح دې خالي (تشه) جوړه کړي. او دا مسئله فزيک هم ډېره پخوا منلې ده، چې طبعيت خاليګاه يا تشه نه شي منلای. نو د دې لپاره چې د تمساح جوړونکی پر دې یقيني شي چې انسانان خوی تېروي، نو تمساح دې تشه يا خالي جوړه کړي او په دې ډول به تمساح د طبعيت د قانون پاس هم ساتي او د خپلې داخلي خلا د ډکولو په پار به انسانان ژوندي او خوی تېروي.‌ همدا د ټولو تمساحګانو په اړه تر ټولو منطقي استدلال دی چې ولې انسانان‌ ژوندي او خوی تېروي؟! د انسانانو او تمساحګانو د داخلي خاليګاوو ترمنځ يو بنسټيز توپير شته او هغه دا چې که تمساح تشه يا خالي وي،‌ نو خپله خالیګاه د انسانانو په خوی تېرولو او خوړلو ډکوي، خو که د انسانانو سر خالي وي،‌ نو د ډکولو لپاره یې هغومره لېواله نه وي.‌ دا هر څه ما ته داسې روښانه دي لکه رڼا ورځ! دا هر څه زما د خپلې تجربې او ارزونې په نتيجه کې راته معلوم شول. دلته راته ځان داسې ښکاري لکه د طبعیت په نس کې چې اوسېږم، زه دلته د طبعیت د تنفس اواز اورم. زه کېدای شي خپله خبره پر ايتيمولوژي هم ثابته کړم. يانې که د کروکوډېل Crocodile د لفظ رېښې ته هم سوچ وشي، نو د خوراک (Coracity) مانا ترې راوځي. Crocodile خپله ايټالوي Crocodillo کلیمې نه رغول شوې ده چې ښايي مصري فرعونيانو ته د لومړي ځل لپاره کارول شوې وي او ورپسې بيا د فرانسې Croquer فعل ترې جوړ شوی وي چې مانا یې خوړل،‌ خوراک کول او له ستوني تېرول دي. زه به دا ټولې موندنې د ايلينا ايوانوفنا په سالون کې په خپلې لومړۍ عامه وينا‌ (ليکچر) کې وړاندې کړم، کله یې چې زه د اوبو له دې ټانک سره هلته وېوړم.))

زما له خولې يو ناڅاپه ووتل: ((ملګريه! ته بايد د هاضمې دوا وخورې؟!)) بېرته مې خپل ځان ته وويل: ((د هغه تبه ده، هغه تبې نيولی،‌ تبه یې ده!))

هغه سمدستي رابړچ وهل: ((دا هسې چټياټ دي! په ځانګړې توګه زه چې اوس په کوم وضعيت کې یم، هر ډول دوا خوړل راته چټيات ښکاري. زه پوهېږم چې ته ما لپاره د دوا تجویز کوې، خو ما ته هر ډول دوا خوړل چټيات ښکاري!))

ما ورته وويل: ((خو زما ګرانه ملګریه! زه څنګه باور وکړم؟ ... ته اوس خواړه څنګه کوې؟! آیا تا نن ماښام خواړه خوړلي؟!))

هغه راته وويل:‌ ((نه، خو زه وږی هم نه يم او ډېر امکان د دې هم شته چې زه به نور هېڅکله خواړه ونه خورم او دا هم ډېر طبيعي ده چې زه دې خوړو ته اړتيا ونه لرم. که يو څوک د تمساح د خېټې ټوله تشه ډکوي، هغه کس خوړو ته اړتيا نه لري. ما د تمساح خېټه ډکه کړې ده، نو زه هم خوړو ته اړتيا نه لرم، ځکه چې ما تمساح ته دا احساس ورکړی دی چې هغه د لوږې احساس ونه کړي، ځکه هغه باوري ده چې خېټه یې ډکه ده.‌ دا چې ما هغه ته د مړښت احساس ورکړی دی،‌ هغه به هم په طبيعي ډول له خپل وجود څخه د خوړو حياتي او اړينه شيره زما وجود ته ترزيقوي.‌ دا داسې ده لکه هغه عشوه ګرې ښځې چې د شپې له خوا خپل ټول وجود په لمدو غوښو کې تاوه وي او کله چې سهر شي، نو له لمبا وروسته هغوی تازه،‌ نرمې، ځواکمنې او جذابې ښکاري.‌ زه هم همدغسې يم، که ما د خوړو په توګه د تمساح خېټه ډکه کړې ده او دا چې اوس زه خپله د تمساح برخه يم، نو دا په حقیقت کې ما د خپل ځان د مړولو کار خپله کړی دی، ځکه چې زه له تمساح نه ترزيقېږم او نتیجتاً موږ دواړه يو بل ترزیقوو.‌ خو دا چې د تمساح لپاره دا اسانه نه ده لکه ما روغ انسان هضم کړي، نو طبيعي ده چې هغه به په خپله خېټه کې يو څه بوج احساسوي، زه لکه يو اضافه غړی يا یو بل موجود چې په هغه پورې اړه نه لرم،‌ خو په خېټه کې یې ساتلای یم. خدای شته په همدې خاطر، د دې لپاره چې هغه ته ډېر تکليف ورنکړم، نو زياتره هڅه نه کوم چې په يو اړخ او بل اړخ واوړم. که څه هم زه يو اړخ یا بل اړخ اوښتلو کې کومه ستونزه نه لرم او دا کار په ډېرې اسانۍ سره کولای شم، خو دا کار له تمساح سره د خپل انسانيت له امله نه کوم، غواړم تمساح ته خپل انسانيت په عمل کې وښيم. همدغه يوه نېمګړتيا زما اوسنی حالت لري. په يوه مانا خو ټيموفي سيميونیچ پر حقه و چې ويل یې چې زه به د يو وچ لرګي په څېر هلته پروت يم. بلکې زه به عملاً د هغه خبره ثابته کړم چې زه دلته د يو لرګي په توګه پروت يم، همدغه زما د لرګي په څېر دلته پاتې کېدل شونې ده چې د انسانيت لپاره د يو ستر بدلون لامل شي. زموږ د ورځپاڼو او مجلو ټولې غوره نظریې او حرکتونه د هغو خلکو د کار او هڅو پايله ده چې يو ځای کې لکه د وچ لرګي په څېر پراته وو. په همدې خاطر دغه ډول خلکو ته د ژوند له واقعيتونو څخه د لرې خلکو په توګه کتل کېږي. خو دا هېڅ مهمه نه ده چې هغوی د دې ډول خلکو، يا که زما په څېر خلکو په اړه څه فکر کوي او څه وايي. همدا اوس زه د خپل يو نوي سیسټم پر جوړولو بوخت يم او ښايي ته هېڅ باور هم ونه کړي چې د سيسټم دا جوړونه څومره ساده او اسانه ده. د نوي سيسټم جوړونې لپاره ته يوازې او يوازې دې ته اړتيا لرې چې ځان يوې ګوښې ته اچوې يا چې ځان د تمساح خېټې ته ورواچوې، د دې لپاره چې سترګې دې پټې شي او سمدستي به د بشريت د راتلونکې زرېزې لپاره پو بشپړ او زرين سيسټم درته خيال ته راشي. کله چې نن ماسپښين تاسې له ما څخه لاړئ، بس ما هم له وخت څخه ګټه واخيسته، کېناستم او په يو وار مې درې سیسټمونه اختراع کړل او اوس لګيا يم پر څلورم هم کار کوم. دا واقعيت دی چې د نوي سيسټم د اختراع کولو په ترڅ کې لومړی بايد تر دې دمه راغلي او جوړ شوي هر څه رد کړل شي، خو ستونزه دا ده چې د تمساح د خېټې له منځه د دې هر څه ردول اسانه هم نه دي. زما په اوسني موقف (موقعيت) کې يو څه وړې وړې ستونزې شته. دا ځای يو څه لوند دی، همدارنګه پکې د هندي ربړونو په څېر بوی هم دی، که دې ياد وي،‌ زما د زړو کلوشو په څېر بوی کوي.‌ همدغه ستونزې دي، ګنې نور دلته زه هېڅ ستونزه نه لرم ...))

ما د هغه خبرې ورپرې کړې، ومې ويل: ((ايوان ماتوويچه! دا هر څه ما ته معجزه ښکاري، خدای شته که زما باور راځي. خو ته ... ته رښتیا اراده لرې چې نور به خواړه ونه خورې؟!))

هغه په غوسه راغبرګه کړه: ((دا ته څومره د بې مانا او چټي خبرو په اړه ځان ته زحمت ورکوې؟! داسې ښکاري چې اعصاب دې له لاسه ورکړي دي، ډېر سپک راته ښکاره شوې! زه لګيا يم د ارزښتناکو او لويو نظریو په اړه خبرې کوم او ته ... ګوره ته باید پوه شې چې زه په لويو او غوره نظریو موړ يم، دا نظریې زما د شاوخوا تيارې هم راته رڼا کوي. هغه د ډېر ښه زړه خاوند چې کله له صله رحمې (خپلې مور) مټر (Mutter) سره سلا وکړه، نو پر دې یې موافقه وکړه چې دوی به هر سهار د تمساح ژامو ته يو کوږ شوی اوسپنه يي پايپ راننباسي، کټ مټ لکه د شپېلۍ پايپ. زه به د دې پايپ په وسيله کافي او د ډوډۍ وړې وړې ټوټې خپلې معدې ته رسوم. پایپ واردمخه دلته موندل شوی دی، زه فکر کوم دا به زما لپاره يو بل عيش وي. زه هيله لرم چې زر کاله ژوند وکړم، البته په هغه صورت کې که چېرې رښتيا هم تمساحګانې دومره اوږد عمر لري. رښتيا يوه بله خبره مې ذهن ته راغله، ته کولای شې چې د تمساح د عمر په اړه سبا د طبعيت تاریخ وګورې او بيا ما ته ووايې. هسې نه زه تېروتی اوسم او د تمساحګانو عمر مې د کوم بل هېولا سره اشتباه کړی نه وي. رښتيا دلته يوه بله ستونزه هم ده او هغه دا چې ته پوهېږې چې ما جامې او بوټان اغوستي دي، له دې امله هم تمساح ما نه شي هضمولای. د دې تر څنګ دا چې زه ژوندی یم، نو د تمساح د هضمولو د هڅو مقاومت هم کوم. ته ښه پوهېږې چې زه ولې دا مقاومت کوم؟! ځکه چې زه نه غواړم پر هغه څه بدل شم، پر کوم څه چې د ټولو ژونديو موجودو په وجود کې ټول خواړه بدلېږي، که داسې وشي، زه خو به په شرمو وشرمېږم. خو زه له يو شي څخه وېرېږم او هغه دا چې له بده مرغه زما جامې او کورتۍ د روسیې ساخت دي، زر کاله وروسته خو دا له منځه ځي، نو کله چې زه بې جامو شم، نو زه به سره له خپل ټول مقاومته بيا هم هضم شم. سره له دې هم د ورځې له خوا به زه په ټوله مانا مقاومت وکړم او د ځان هضمېدلو ته به اجازه ورنکړم، خو د شپې مهال چې زه ويده يم، کله چې د انسان اراده کمزورې کېږي، نو شونې ده چې زه به هم د کچالو، پينکيک او يا هم د غوښې پر برخليک اخته شم. دغه فکر مې زياتره ځوروي. دا يوازې د وضعه شويو تعرفو د لرې کولو لپاره يو استدلال دی او دا چې انګریزي ساخت جامو ته دې اجازه ورکړل شي چې راوړل شي. ته پوهېږې چې هغه جامې کلکې او د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدونکي دي،‌ په ځانګړې توګه د هغه شخص پر تن چې د تمساح له خوا خوی تېر شوی وي. زه به هڅه وکړم چې په لومړي قدم کې دا نظريه ځينو چارواکيو ته ورسوم او په عين حال کې به یې ځینې سیاسي شننونکيو او ليکوالو ته هم ورکړم چې زموږ په پيټرزبرګ ورځپاڼو کې یې خپره کړي. زه به هغوی وهڅوم چې په نړیوالو ورځپاڼو کې یې هم خپره کړي. زه باوري یم چې دا به یوازینۍ نظريه نه وي چې دوی به یې له ما اخلي او ځانونه به له دې امله زما پوروړي ګڼي. زه وړاندوينه کوم چې هر سهر به د دوی يوه لويه ډله چې د ورځپاڼو له مديره پلاوي څخه به هر يو د روبل څلورمه برخه رااخيستې وي، دلته به راځي، له ما به ګرد تاوېږي چې د تېرې ورځې د پېښو په اړه زما نظريات واخلي. که لنډه يې ووايم ما ته راتلونکی ډېر روښانه او روڼ ښکاري!))

bottom of page