top of page

تمساح (۱)

فيوډور دوستويفسکي

تمساح

لیکوال: فېودور دوستويفسکي

ژباړن: هجرت الله اختيار

(يو)

د ۱۸۶۵ز کال د جنوري پر دیارلسمه نېټه د غرمې دولسنیمې بجې زما د ملګري او همکار ايوان ماتوويچ مېرمن ايلينا ایوانوفنا وغوښتل چې د تمساح ليدو ته ورشي. تمساح دا مهال د يو معلوم ټيکټ په مقابل کې د خلکو نندارې ته ایښودل شوې وه. زما ملګري او دوست ايوان ماتوويچ چې واردمخه له خپل رسمي کار څخه رخصت و او د يو بهرني سفر لپاره یې هم ټکټ اخيستی و، پر دغه سهار د کولو لپاره هېڅ هم نه درلودل. د هغه دا سفر د کومې ناروغۍ د درملنې لپاره نه و، بلکې د دې لپاره و چې تفريح یې وشي او پام یې بدل شي. دا چې پر دې سهار دفتر ته نه ته او بل کوم کار یې هم مخې ته نه و پروتګ نو اړ و چې د خپلې مېرمنې غوښتنې ته لازماً مثبت ځواب ووايي، بلکې په هغه کې خپله هم د تمساح د لیدلو شوق غړغنډې وهلې!

هغه د خپلې مېرمنې د غوښتنې په مقابل کې په نهايي ډاډ وويل: ((دا خو ډېر عالي فکر دی، نه یوازې د تمساح به وګورو، بلکې غوره به دا وي چې د اروپا له سفر دمخه دلته په وروستي ماښام کې به د اروپا اصلي اوسېدونکي هم وګورو او یو څه به ورسره بلد شو.)) په دې ويلو سره یې د خپلې مېرمنې مټ ونيوه او سمدستي یې د نندارتون په لور حرکت وکړ. ما هم مجبوراً حرکت ورپسې وکړ، ځکه د دغسې کورنيو دوستانو یوازې پرېښودل مناسب نه وي. که رښتيا ووايم ما ښاغلي ايوان ماتوویچ تر دې دمخه هېڅکله د خپلې مېرمنې په مقابل کې دومره فرمانبردار او مننونکی نه و لیدلای، څومره چې هغه هڅه کوله په هغه یادګاري سهر کې د خپلې مېرمنې مننونکی، بلکې مطیع پاتې شي. زه نه پوهېږم چې دا به څومره رښتیا وي چې پر خلکو د خپل بد برخليک په اړه واردمخه اګاهي کېږي، ما ته خو داسې ښکارېده لکه پر ده چې هېڅ اګاهي نه وي شوي، بلکې ګامونه یې د خپل بدبرخليک په لور ډېر په تېزۍ اوچتېدل. څنګه چې موږ نندارتون ته ننوتو،‌ نو هغه سمدستي د نندارتون د ودانۍ او شاوخوا د ډیزاين او جوړښت په اړه هيښ پاتې شو، او کله چې موږ د تمساح نندارځي ته ورسېدو، هغه سمدستي زما لپاره هم د تمساح ساتونکي ته يو روبل ورکړ. دې کار زه حيران کړم، ځکه داسې هېڅکله نه و واقع شوي چې هغه دې چېرته زما پر ځای پیسې ورکړي!

څنګه چې موږ هغه سالون ته ننوتلو چېرته چې تمساح نندارې ته ايښودل شوی و، هلته مو وليدل چې د تمساح تر څنګ د کاکېټو په نوم مشهور توتيان هم نندارې ته ايښودل شوي دي. همدارنګه موږ وليدل چې يوه ډله شادوګانې هم په پنجره کې بندې دي او نندارې ته ایښودل شوي دي. د ننوتو دروازې سره نږدې د کيڼ دېوال خوا کې د اوبو يو حوض و چې د لمبا حوض ته ورته و. د اوبو د دې حوض شاوخوا ته اوسپنه يي جالۍ راتاوه وه؛ خو یوازې يو، دوه اينچه اوبه به په کې وې. په همدې کوچني حمام ته ورته حوض کې هغه تمساح پروت و چې هر څوک یې د نندارې لېوال و. تمساح داسې بېحرکته پروت و،‌ لکه دې لوند اقليم چې له هر څه محروم کړی وي. کټ مټ لکه زموږ د هېواد اقليم چې د بهرنيانو لپاره هېڅ خوندور نه دی او نه پکې راحت وي. دې بلا هم په لومړي سر کې زموږ په ليدو هېڅ حرکت ونه کړ، لکه زموږ ورتګ چې هېڅ خوند نه وي ورکړی.

ايلينا ایوانوفنا په ډېرې خونسردۍ او خواشينوونکې لهجې وويل: ((ښه، دا د تمساح دی؟!، خدايزده ما ولې داسې فکر کاوه چې دا به کوم بل قسم وي؟!))

ښايي هغې به فکر کاوه چې تمساح به له الماسو جوړ شوی وي!!! د تمساح ساتونکی او نندارې ته وړاندې کوونکی چې اصلاً جرمنی و، راووت، موږ ته یې په ډېر ویاړ کتل. ايوان ماتوويچ ما ته راوکتل او ویې ويل: ((دی حق لري چې وویاړي، ځکه دی پوهېږي چې په ټوله روسيه کې دی یوازینی سړی دی چې تمساح لري او نندارې ته یې وړاندې کړی دی!))

که څه هم د هغه دا خبره سخته بېمانا وه، خو دا چې د سړي طبعيت نن له سهاره بیخي جوړ و، نو ما هم د هغه په څېر د مثبت فکر کولو هڅه وکړه او دې خبرې ته مې د هغه له ننني جوړ طبیعت سره لینک ورکړ، ګنې هغه ما ته معلوم دی چې په نورو وختونو کې ځومره له منفي بافۍ او کېنې ډک انسان دی؟!

ايلينا ايوانوفنا چې د تمساح د مالک له رویې ناراضه معلومېده، هغه په داسې يوې نرۍ موسکا مخاطب کړ چې هر نارينه د ښځې پر وړاندې ماتوي، ورته یې وويل: ((داسې ښکاري چې تمساح دې ژوندی نه دی؟!))

د تمساح مالک په ماته ګوډه روسي ورغبرګه کړه: ((نه، آغلې!)) او په دې سره یې سمدستي د اوبو د حوض له شاوخوا راتاوه جالۍ پورته کړه او په يو لرګي یې د تمساح سر ته زور ورکړ. سمدستي د خدای په قهر ککړ د تمساح هم د دې لپاره چې ځان ژوندی وښيي، خپل سر او لکۍ وخوځوله، وپشېد، ساه یې واخيسته، داسې لکه د یوې اوږدې مودې لپاره یې چې هېڅ ساه نه وي اخيستې. دې سره یې په مهربانۍ او وياړ د تمساح مخاطب کړ او ورته یې وويل: ((راځه، مه غوسه کېږه، کيرلچن!)).

ايلينا ایوانوفنا په لږې نورې نرمۍ او مینه ناکې لهجې ورغبرګه کړه: ((څومره وېروونکی تمساح دی، زه خو یې رښتیا هم ووېرولم، ښايي ما ته خوب کې هم راشي!))

جرمني سړي بيا هم په وياړ او له ټوکې په ډک انداز ځواب ورکړ: ((خو که یې خوب کې هم وګورې، خوري دې نه!)) په لومړي ځل موږ وليدل چې هغه له خپلې خبرې سره وخندل هم، خو موږ يو هم هېڅ ځواب ورنکړ.

ايلينا ایوانوفنا ما ته مخ راواړوه او ویې ويل: ((سيميون سيمیونیچه! راځه! راځه چې شادوګانو ته ورشو، شادوګانې زما ډېرې خوښېږي، په زړه پورې او ښې دي، دا تمساح خو ما ته سخت خطرناک ښکاري!!))

ايوان ماتوويچ په موږ پسې داسې غږ کړل لکه مېرمنې ته چې خپل زړورتوب ورښيي: ((اوهو، مه وېرېږه، زما ګرانې! دا د فرعونيانو له سيمو (افريقا) راوړل شوی خوبوړی او ستړی ژوی موږ ته کوم زيان نه شي رسولای!)). په دې خبرې سره هغه د اوبو له حوض سره هملته ولاړ پاتې شو. هغه خپله دستکشه په لاس کړه او د تمساح له پوزې سره یې لوبې پیل کړې. وروسته یې بيا موږ ته ويل چې غوښتل یې تمساح وپرنجوي. د تمساح مالک د دې لپاره چې د يوې ښځې درناوی یې کړی وي، په ما او ايلينا ايوانوفنا پسې راروان شو چې د شادوګانو تر پنجرو مو ورسوي.

تر دې دمه داسې ښکارېدل چې هر څه ښه سم روان دي او هېڅ هم داسې څه نه و چې د کوم بد څه د پېښېدو نښه دې وي. ايلينا ایوانوفنا د شادوګانو نندارې ته سخته خوشحاله وه، داسې چې پکې بيخي ورکه وه. هغه پرته له دې چې د تمساح مالک ته پام وکړي، له خوشحالۍ او خندا په ډک انداز تر ما ګرده راګرځېده. داسې ښکارېده لکه د شادوګانو او د خپلو نږدې ملګرو ترمنځ چې یې ډېر ورته والی موندلای وي. ما ته هم د هغې خوشحالي او خندا جالبه وه، تر دې لا زیات جالب دا چې هغې د خپلو ملګرو او شادوګانو پرتلنه کوله. جرمنی سړی نه پوهېده چې وخاندي او که نه؟ خو اخر هغه هم اړ شو چې خپله هېښتیا او زموږ له خندا څخه نارضايتي ښکاره کړي.

په دې وخت کې يوه ډېره بده چيغه پورته شوه، دومره وېروونکې او له هېبته ډکه چيغه چې ودانۍ یې ولړزوله. زه نه پوهېدم چې څه وکړم؟ د یوې شېبې لپاره ودرېدم، په ټوله مانا خاموشه! داسې لکه بېحسه چې يم. خو وروسته مې پام شو چې ايلينا ايوانوفنا هم چيغې وهي. ما په بيړه مخ واړوه، څه مې چې په نظر راغلل، بیخي یې شاک کړم. ما وليدل، اووف خدايه! ما ايوان ماتوويچ بېچاره د هغه وحشتناک تمساح په ژامو کې وليد. هغه یې له ملا څخه نيولی و، په افقي ډول یې له ځمکې پورته کړی و. هغه بيچاره د ځان د خلاصون لپاره لاس و پښې وهلې او بيا يوه شېبه وروسته د هغه هېڅ نښه او نښان نه ښکارېده. خو زه بايد دا ټوله کيسه په تفصيل سره وليکم. ځکه دا هر څه زما په مخ کې تېر شول، داسې چې زه ورته بېحسه او بېحرکته ولاړ وم. دا هر څه زما په مخ کې پېښ شول، ما هر څه په غړېدلو سترګو وليدل، زه هېڅکله له دغسې هیبتناکې پېښې سره نه وم مخ شوی. ‌په هغې سخته شېبه کې ما له ځان سره فکر وکړ چې که دا کار د ايوان ماتوويچ پر ځای له ما سره شوی وای، زما به څه حال وای؟

خو که زه اصلي کيسې ته راشم، نو تمساح ايوان ماتوويچ په خپلو هېبتناکو ژامو کې راتاو کړ، داسې چې غوښتل یې لومړی د هغه پښې وژوي. بيا یې بېرته راتاو کړ، پورته یې کړ.‌ ايوان ماتوويچ هڅه کوله چې ځان د تمساح له ژامو څخه خلاص کړي، غوښتل یې په يو خېز سره د هغه د ژامو له قيده ووځي او د اوبو په حوض پسې ځان کلک ونښلوي؛ خو بېرته یې لاندې راکښته کړ. په دې ډول د هغه د پورته کولو او راکښته کولو دا عمل همداسې تکرارېده. موږ ليدل چې ايوان ماتوويچ ورو ورو زموږ له سترګو پناه کېږي.‌ بالاخره،‌ د وروستۍ مړۍ په توګه د اوبو دغې خطرناکې او هېبتناکې هېولا (تمساح) زما دوست له ستونې تېر کړ او اوس د هغه هېڅ نښه او نښانه نه وه پاتې. موږ ورته کتل، د تمساح په وجود کې له دباندې خوا څخه د ايوان ماتوويچ د بدن ځینې برخې ښکارېدې چې څنګه په کې دننه روانې وې او ورکېدې.

دغه مهال ما چيغې وهلې چې سمدستي تقدير د بدمرغۍ يوه بله څپېړه هم موږ ته راکړه. تمساح يو ټوخی غوندې وکړ، ژامې یې خلاصې شوې او موږ د وروستي ځل لپاره د ايوان ماتوويچ سر د هغه په خوله کې وليد، موږ د هغه مخ هم وليد چې د اميد او هيلې هېڅ اثر په کې نه و پاتې. په همدغه بدمرغه شېبه کې موږ وليدل چې د هغه عينکې د هغه له پوزې راولوېدې او د اوبو د حوض په بیخ کې ولوېدې، ښايي د دې لپاره چې هغه د وروستۍ شېبې لپاره له عينکو پرته په غړېدلو سترګو شاوخوا ته په نااميدۍ وګوري او ښايي د دې لپاره چې له نهیلۍ په ډک نظر له شاوخوا سره خدای پاماني وکړي.‌

خو دغې خطرناکې او هېبتناکې هېولا (تمساح) هغه ته دا فرصت ورنکړ، يوه بله جټکه یې ورکړه او سمدستي یې له ستوني تېر کړ. دا ځل هغه د تل لپاره له سترګو غایب شو. د تمساح په ژامو کې د يو ژوندي انسان په توګه ايوان ماتوويچ د سر ښکارېدل او ورکېدل له خفګان او افسوس نه ډک و؛ خو په عين وخت کې دې صحنه کې داسې څه هم ښکاره شول چې انسان باید ورته خندلي وای، ما ته هم خندا راغله، خو ژر مې خپل ځان راټول کړ. له ځان سره مې وويل چې په دغسې شېبه کې د خپل پخواني ملګري او دوست په اړه خندل په هېڅ لحاظ هم مناسب نه دي. ما سمدستي ايلينا ايوانوفنا ته مخ واړوه او له همدردۍ په ډک غږ مې ورته وويل: ((داسې ښکاري چې زموږ د ملګري ايوان ماتوويچ کيسه نوره پای ته ورسېده!)).

زه که هر څومره هڅه وکړم،‌ نشم کولای چې په دې ټول جریان کې د ايلينا ایوانوفنا غم و اضطراب دلته په درسته بڼه بيان کړم. هغه له هغې لومړۍ چيغې وروسته داسې ښکارېده لکه په خپل ځای چې مېخ شوې وي او دې ټول پېښېدونکي، له غم او اضطراب ډک، افت ته یې داسې کتل لکه هېڅ هم چې نه شي احساسولای. د هغې سترګې دومره هېښې وې، تا به ويل له سره یې ووځي. او بيا یې سمدستي زړه برېښوونکې ژړا او واويلا پيل کړه. ما د هغې لاسونه ونيول. دا مهال د تمساح مالک هم چې تر اوسه د ډار او وېرې له امله پر خپل ځای جامد ولاړ و، يو دم چيغې کړې، لاسونه یې پورته آسمان ته ونيول او چيغې یې کړې: ((ای زما تمساح! ای زما ګرانه کارلچنه! مورې!، مورې!، مورې!))

له دې چيغې سره د ودانۍ د شا دروازه پرانيستل شوه، او د تمساح د مالک مور چې سره غومبوري یې درلودل، خو زړه ښځه وه، په سر یې خولۍ ايښې وه، په يوه چيغه یې خپل زوی ته ځان راورسوه. دا په ټوله مانا د بدمرغۍ يو حالت و. ايلينا ايوانوفنا همدا يوه چيغه وهله، تا به ويل لکه چې اعصاب یې له لاسه ورکړل او لېونۍ شوه. ((پوستکی یې وباسئ، پوستکی یې وباسئ!)) داسې ښکارېده لکه هغه چې په خود کې نه وي او غواړي د کوم ناسم کار له امله د چا پوستکی وباسي (یانې سم یې ووهي، یا شدیده جزا ورکړي!)). د تمساح مالک او د هغه مور موږ ته هېڅ پام نه کاوه چې پر موږ څه تېرېږي، دواړه د تمساح پر سر لکه د کُلبي غوايان تاوېدل راتاوېدل.

د تمساح مالک چيغې کړې، ((هغه [تمساح] خپله پر ځان وکړ، ځان ته یې خپله غم جوړ کړ، ځکه چې هغه يو لوړپوړی چارواکی تر ستونې تېر کړ.))

ښځې چيغې کړې: ((زموږ کارلچن، زموږ ګران کارلچن به مړ شي،‌ په دې کار!)).

د تمساح مالک چيغې کړې: ((موږ یې په غم اخته کړو او د رزق دروازه مو وتړل شوه!))

bottom of page