top of page

تمساح (۵)

فيوډور دوستويفسکي

د ده د مثال پر استدلال به د حکومت هر مامور هڅه کوي چې ځان د تمساح خېټې ته دننه کړي او پرته له دې چې کوم خدمت وکړي، مفتو کې به معاش اخلي!))

ما وويل: ((ټيموفي سيميونيچه! هڅه وکړه چې د ايوان ماتوويچ په اړه يو څه وکړې. رښتیا هغه ما ته ويلي و چې تا ته هغه اووه روبله هم درکړم چې په قطعو کې یې درباندې بايللي وو.))

هغه راغبرګه کړه: ((اوهو، هغه دا راباندې هغه ورځ د نېکېفور نېکېفوريچ په کور کې بايللي وو. زما يادېږي، هغه شپه څومره خوشحاله او خندانه و او اوس به څنګه وي؟!))

د اوو روبلو په يادولو او ليدلو هغه زوړ سړی واقعاً اغېزمن شو. ما وويل: ((ټيموفي سيمیونیچه! د هغه لپاره باید واسطه شې!))

هغه راغبرګه کړه: ((زه به خپله نهايي هڅه وکړم. زه به په خپل نوم خبرې وکړم، لکه يو خصوصي شخص، لکه له ما چې معلومات غوښتل شوي وي. خو تاسې به په نامستقيم ډول، په نارسمي توګه معلومه کړئ چې د تمساح خاوند به له څومره جبران سره موافقه وکړي؟!))

ټيموفي سيمیونیچ په ښکاره توګه نور ملګری شو. ما وويل: ((په دواړو سترګو، زه به له دې معلوماتو سره تاسې ته بېرته راشم!))

هغه وپوښتل: ((او د هغه مېرمن ... آیا هغه اوس یوازې ده؟! آیا هغه خفه ده؟!))

ما وويل: ((ټيموفي سيمیونیچه! تاسې باید د هغې پوښتنه هم وکړئ!))

هغه راغبرګه کړه: ((زه به یې خامخا پوښتنه وکړم، ما لږ مخکې له ځان سره فکر وکړ چې زه باید د هغې پوښتنه وکړم، دا یو ښه فرصت دی چې د هغې پوښتنه وشي ... زه لا هم حيران يم چې د هغې بدبخته مېړه څه شي دومره مجبور کړی و چې لاړ شي او تمساح دې وګوري؟ ... ښه، ځه خير، زه باید لاړ شم او دا هر څه له نږدې وګورم!))

ما وويل: ((هو، لاړ شه او خپل بېچاره ملګری وګوره ټيموفي سيمیونیچه!))

هغه راغبرګه کړه: ((هو، زه به ورشم، خو واقعيت دا دی چې زه به د هغه امیدواري زياته نه کړم، زه به د يو عادي شخص په توګه ورشم ... ښه، خدای په امان ... زه د نېکېفور نېکېفوريچ کور ته ورځم، آیا تاسې به هم هلته یئ؟!))

ما وويل: ((نه، زه ځم چې هغه بېچاره بندي وګورم!))

هغه راغبرګه کړه: ((هو، هغه اوس يو بندي دی! .... هو، دغسې له بې احتياطۍ پېښېږي!))

ما له هغه زوړ سړي سره خدای په اماني وکړه. زما ذهن ته بېلابېل فکرونه راتلل. ټيموفي سيمیونیچ يو د ښه نيت او رښتينی انسان و. زه چې څنګه له هغه روان شوم، خدای شته پر دې ډېر خوښ وم چې هغه د حکومت په چوکاټ کې خپله د خدمت پنځوسمه کلیزه نمانځلې وه.‌ په همدې سره هم ټيموفي سيمیونیچ زموږ په منځ کې له نادرو شخصيتونو څخه يو و. زه په يوه منډه د تمساح د نندارې ځای ته لاړم چې هلته د تمساح په خېټه کې بند بېچاره ايوان ماتوويچ له هر څه خبر کړم. په حقیقت کې زه د دې لپاره هم هلته ورغلم چې پوه شم چې هغه د تمساح په خېټه کې څنګه دی؟ او چې پوه شم څنګه يو څوک د تمساح په خېټه کې دننه ژوندی پاتې کېدای شي؟ او د دې لپاره چې پوه شم چې آیا دا شونې ده چې يو څوک دې د تمساح په خېټه کې ژوند وکړای شي؟ کله کله به دا هر څه راته يو ويروونکی او وحشي خوب ښکاره شو ځکه چې يو وحشي او ويروونکې تمساح د دې کيسې اصلي کرکټر و.

درې

خو دا خوب نه و، بلکې واقعيت و، يو نه انکارېدونکی واقعيت! که واقعيت نه وای، نو ما به چېرته دا ټوله کيسه تاسې ته ويلای شوه؟! ځئ چې کيسې ته دوام ورکړو.

تقریباً نهه بجې وې چې زه د تمساح نندارځي ته ورسېدم. زه بايد د تمساح سالون ته د شا له دروازې ننوتی وای، ځکه چې جرمنی سړي د سالون د مخې دروازه نن ماښام دمخه بنده کړې وه. هغه دا مهال له خپل روزګاره ګوښه او په خپل کورني ماحول کې بوخت و. يو غوړ او خيرن کوټ یې پر غاړه و، خو داسې ښکارېده لکه د نن سهار په نسبت چې درې چنده زيات خوښ وي. داسې ښکارېده لکه هېڅ اندېښنه چې نه لري. ښايي د دې لپاره چې نن ورته ډېر زیات خلک ورغلي وو او ډېر ټيکټونه یې پلورلي وو. د هغه مور (Mutter) هم لږ وروسته راووته، داسې ښکارېده چې هغې زه څارلم. جرمني سړي او مور به یې وار په وار يو بل سره نږدې کېدل او پس پسک به یې کاوه. که څه هم د تمساح د نندارتون سالون بند و، خو جرمني سړي له ما څخه د يو روبل څلورمه برخه واخيسته، ما ته داسې ښکارېده لکه بېځايه څار او سختګيري چې کوي.‌

جرمني سړي ما ته وويل: ((ته چې هر ځل راځې باید پیسې ورکړې. نور عام خلک يو روبل ورکوي، خو ته به د روبل څلورمه برخه ورکوې، ځکه چې ته د خپل يو ښه ملګري ښه ملګری یې او زه د ملګرو درناوی کوم ...!))

زه چې څنګه تمساح ته نږدې شوم،‌ نو غږ مې کړ، هيله مې درلوده چې زما غږ به تر ايوان ماتوويچ ورسېږي، ومې ويل: ((ته ژوندی یې؟! ته ژوندی یې؟! زما فرهنګي ملګريه؟!))

د ايوان ماتوويچ غږ ما ته بېرته داسې راغی لکه هغه چې يا په کومې لرې دښته کې ولاړ وي او يا دې هم تر کوم تښت لاندې پروت وي او په سختۍ ساه اخلي.‌ هغه وويل: ((زه ژوندی يم او ښه يم ...!)) که څه هم زه له هغه سره نږدې وم. هغه بيا وويل: ((زه ژوندی یم او ښه يم ... پر دې به وروسته خبرې وکړو،‌ خو ته اوس دا راته ووایه چې حالات څنګه دي؟!))

ما لکه د هغه پوښتنه مې چې په قصدي ډول نه وي اورېدلي او لکه غواړم چې هغه سره د همدردۍ په ښودلو سره له هغه وپوښتم چې هغه څنګه دی؟ دا چې د تمساح په خېټه کې يو څوک څنګه وي؟ او دا چې په حقيقت کې د تمساح په خېټه کې دننه څه او څه وي؟ ما دا پوښتنې ځکه کولې چې د هغه د ملګرتيا حق هم راباندې و او بل د يو مدني او هوښيار انسان په توګه ما باید د هغه احوال اخيستی وای؛ خو هغه په ډېرې بدګومانۍ او يو ناڅاپي زما خبرې پرې کړې او پر ما یې په امرانه ډول چيغې کړې،‌ ویې پوښتلم: ((حالات څنګه دي؟ کارونه څنګه روان دي؟!)) د هغه غږ نری،‌ چېغېدونکی او لکه د تل په څېر پر ما له کبر او امر نه ډک و.

ما هغه ته له ټيموفي سيميونيچ سره د بحث او خبرو ټوله کيسه تېره کړه، خو په هغومره تفصيل نه، بلکې په لنډو لنډو. د کيسې کولو پر مهال مې هڅه کوله چې په خپل غږ کې د درد او ځور تراخه هم ګډ کړم. هغه لکه د تل په څېر زما د خبرو په منځ کې راودانګل او ویې ويل: ((هغه زوړ سړی ښه وايي! زما عملي خلک خوښېږي، او نازک طبيعیتي او بې همته خلک مې نه خوښېږي! زه اماده يم چې په دې ځای کې خپل ماموریت ومنم، که څه هم د ځانګړي ماموريت په اړه ستا نظر ډېر منطقي نه دی، خو دا چې هر څه اوس په يو نوي لوري روان دي، مجبور سړی ورته غاړه کېږدي. خو يوازې د تنخوا په خاطر پر ځان دومره زحمت ګالل هم نه ارزي. زما خبرې ښه په غور واوره، آیا ته ناست یې؟!))

ما ورغبرګه کړه: ((نه، زه ولاړ يم!))

هغه وويل: ((که پر فرش بل څه شی نه وي، نو کېنه پرې او ښه په غور زما خبرې واوره!))

ما هلته څنګ ته پرته يو څوکۍ راواخيسته او په غوسې مې پر فرش په غرب کېښوده. هغه په آمرانه ډول وويل: ((غوږه شه! نن خلک جوپې جوپې راغلي وو. ماښام خو دومره خلک وو چې دلته د پښې ايښودو ځای هم نه و، پوليس هم د دې لپاره راغلي وو چې نظم وساتي. د ماښام پر اتو بجو نسبت نورو ورځو ته وختي، د تمساح مالک وپتېيله چې د نندارې سالون بند کړي، د دې لپاره چې د ټکټونو د پلور له لارې تر لاسه کړې پيسې وشمېري او د سبا لپاره ښه اماده ګي ونيسي. نو زه پوهېږم چې سبا به دلته ښه سمه مېله وي. نو موږ و تاسې پوهېږو چې د ښار ټول پوه خلک به سبا راشي، د غوره ټولنو مېرمنې به هم راشي، بهرني سفيران به هم راشي، او مخکښه حقوقپوهان به ټول سبا همدلته وي او همداسې نور ډېر خلک به راشي. زه پوهېږم چې له لرې لرې سيمو څخه به هم خلک راشي. اصلي خبره دا ده چې زه به د دې ټولو خلکو تر نظر لاندې يم، که څه هم زه پټ یم، چا ته به ښکارم نه، خو زه بايد چې سبا راتلونکيو ډلې ډلې خلکو سره خپلې تجربې شريکې کړم، او په دې ډول به هغو بېکاره خلکو ته يو درس هم ورکړم. زه دې ټولو ته د خپل عظمت او برخليک ته د تسلېمېدا او بيا له خپل ناوړه برخليک څخه د سمې ګټنې يوه غوره بېلګه اوسم. زه به هغه ستيج شم چې ټول انسانیت ترې د خلاصون او لارښوونې يو غوره پيغام اوري. د دغې هيولا په اړه چې زه څومره ډېر بيالوژيکي معلومات او جزيات راوباسم، د دې هيولا په خېټه کې د يو اوسېدونکي په توګه به زما قدر و قيمت نور هم زيات شي. نو د دې لپاره چې زه د هغه څه په اړه چې پېښ شول، شکايت وکړم، زړه وخورم، زه په ډاډ سره وايم چې ځان ته د يو ډېر روښانه راتلونکې هيله لرم.))

ما په تمسخر ترې وپوښتل: ((دا هر څه به تاسې لپاره ستړي کوونکي نه وي؟!)) ما ته د هغه په خبرو کې تر ټولو ډېر خسته کوونکي د هغه د ځان ستاینې لهجه وه. خو په ټوله کې دا ټولې خبرې یې ستړي کوونکې او ناراموونکې وې. ما له ځان سره وويل: ((د ځمکې پر سر دومره پوچمغزی او دومره بېعقل انسان ولې پر ځان دومره مغرور وي او ولې ورته ځان تر ټولو هوښيار ښکاري؟ د دې پر ځای چې د ځان غټه ووايي، باید چې اوس یې ژړل!))

هغه زما د دې ارزونې په اړه سمدستي راغبرګه کړه: ((نه، زما سر خو اوس له لويو فکرونو ډک دی. زه اوس کولای شم په ډېرې آرامۍ د بشريت د نېکمرغۍ لپاره فکر وکړم. اوس له د تمساح له خېټې څخه حقيقت او رڼا راووځي. زه اوس بايد خپله يوه نوې اقتصادي تيوري رامنځته کړم، داسې تيوري چې زه به پرې وياړم، زه خو تر اوسه له دې کار څخه خپلو رسمي مصروفيتونو او ځینو نورو خنډونو ايسار کړی وم، زه به اوس ټول خنډونه له مخې لرې کړم او موجوده ناسمۍ به ټولې رد کړم او په دې ډول به زه یو نوی چارليس فورير[1]شم.‌ ښه،‌ په هر حال، تا ټيموفي سيميونيچ ته هغه اوه روبله ورکړل؟))

ما په داسې حال کې ورغبرګه کړه چې ((له خپل جېبه)) باندې ښه زور راوړم: ((هو، له خپل جېبه مې ورکړل!))

هغه په غرور وويل: ((موږ به دا حسابي سره خلاصه کړو. زه په پوره ډاډ سره هيله لرم چې زما تنخوا به لوړه شي، چې زما لوړه نه شي، نو د چا لوړه شي؟ زه اوس پر يو ډېر مهم خدمت بوخت يم، خو زما د مېرمن په اړه څه حال لرې؟))

ما له هغې وپوښتل: ((فکر کوم تاسې د ايلينا ايوانوفنا په اړه معلومات غواړئ؟!))

دا ځل هغه لږ په زوره چيغه کړه چې مثبته مانا یې درلوده او ویې ويل: ((هو، د خپلې ښځې په اړه!))

په دې اړه ما له هغه سره بله هېڅ مرسته نه شوه کولای،‌ پرته له دې چې خپل غاښونه مې وچيچل او بيا مې ورته ټوله هغه کيسه وکړه چې څنګه مې ايلينا ايوانوفنا تر کوره ورسوله او هلته مې پرېښوده. هغه حتا زما خبرو ته پرته له دې چې غوږ کېږدي، رابړچ وهل: ((زه د هغې په اړه يو ځانګړی پلان لرم.‌ که چېرې زه دلته نمانځل کېږم، زه هيله لرم چې هغه دې هم دلته ونمانځل شي.‌ کله چې سبا سهر پوهان، شاعران، فيلسوفان، بهرني منرالوجيستان او حکومتي چارواکي چې له ما سره دلته خبرې کوي، نو د هغې د سالون ننداره به په ماښام کې وکړي. له راتلونکې اوونۍ څخه اخوا بايد هر ماښام د هغې لپاره (د کورنۍ مېلمستيا) مراسم ونيول شي. کله چې زما تنخوا دوه چنده کېږي، موږ بايده دي چې د تفريح او ساعتتېرۍ لپاره امکانات ولرو. او دا هم چې نه غواړو تفريح او ساعتتېري دې له چای او نفرخدمتانو څخه اضافه شي. بس دا موضوع حل وګڼه. په دواړو ځايونو کې،‌ دلته او هلته، به خلک زما په اړه خبرې کوي. ما له ډېرې مودې راهيسې د دې تنده درلوده چې خلک دې زما په اړه خبرې وکړي، خو نه توانېدم چې ځان دې مقام ته ورسوم، ښايي يو دليل یې زما د عاجزۍ موقف او په خدمت (حکومتي دنده) کې ټيټه درجه وه؛ خو اوس مې دا مقام د تمساح په يو ساده کوچني خېز تر لاسه کړ. اوس به زما هره خبره اورېدل کېږي،‌ زما له خولې هره وتې خبره به تحلیل کېږي، راپسې به تکرارېږي، زما په نوم به چاپېږي. زه به خلکو ته خپله وړتيا او لياقت وښيم. دوی به اخر هم پر دې پوه شي چې کوم استعدادونه دوی د تمساح په څېر د (هېولا) خېټې ته غورځولي دي. دوی به اخر زما په اړه دا فکر وکړي او وبه وايي: چې دا سړی خو بايد چې د بهرنيو چارو وزير وای او يا یې يوه پاچاهي چلولای. او ځینې نور ښايي ووايي: دې سړي ولې پاچاهي نه چلوله؟! زه له ګارنيير او پژيسکي (یا چې هر نوم ورته اخيستل کېږي) څخه په شي کې کم يم؟ زما مېرمن هم بايد په ما پسې د ارزښت له مخې دويمه وي، ځکه چې زه ماغزه لرم او هغه ښکلا او جذابيت! ځينې به زما مېرمن ښيي او وايي به: دا ښکلې ده، ځکه چې د هغه (زما) مېرمن ده. نور به یې ورسره مني او وايي به: بالکل، دا ښکلې ده، ځکه چې د هغه مېرمن ده! د دې لپاره چې د دې ټولو لپاره اماده اوسو، ايلينا ايوانوفنا ته ووايه چې سبا ته د اندري کريويسکي له خوا ايډيټ شوی انسايکلوپيديا واخلي.‌ په دې سره به هغه وتوانېږي چې زما په موضوع خبرې وکړي. پر دې ټولو سربېره، هغې ته ووايه چې په پيټرسبرګ نيوز کې سیاسي لارښود ولولي او هره ورځ یې له Voice سره پرتله کړي. زه داسې تصور کوم چې د تمساح خاوند به له دې سره موافقه وکړي چې يو څه وخت ما له تمساح سره زما د مېرمنې روښانه سالون ته انتقال کړي. زه به د مجللې ناستې خونې د سالون د اوبو په ټانکۍ کې د تمساح په خېټه کې اوسم او هر سهار به په ټوکو او هوښيارو خبرو سره د خلکو د پام وړ ګرځم. زه به خپلې پروژې حکومتي چارواکيو ته تشريح کوم، شاعرانو ته به په سُر و لی کې خپلې خبرې وړاندې کوم، مېرمنو ته به زه په دلچسپه او ښکلې بڼه وړاندې کېږم، خو زه د هغوی د مېړونو د ذهني نارامۍ لامل نه يم. او پاتې نورو ټولو ته به زه برخليک ته د تسلمېدا او د خدای تعالی د ارادې د منلو يوه ځانګړې بېلګه اوسم. زه به خپله مېرمن يوه روڼاندې ادبي مېرمن کړم. زه به هغه د ټولو مخې ته راوړاندې کړم او خلکو ته به یې په اړه وضاحت ورکړم. هغه به زما د مېرمنې په توګه له ټولو فضيلتونو څخه مالامال وي.‌ که خلک انډري اليکساندرويچ ته زموږ د روسیې الفريد دي موسيټ په ويلو سره په حقه وي،‌ نو خلک به زما مېرمن ته د روسیې يويژينيا ټور په ويلو سره ډېر پر حقه وي.))

[1] چارلس فوریر د فرانسې د ارمانښار جوړونکی ټولنپوه او ټولنپال و. هغه د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې ژوند کاوه او د خپلې دې نظریې له امله مشهور شو چې ويلي و که د انسانانو مينې، شوقونه او کار په بشپړ او ښه ډول تنظيم شي، نو په پایله کې به يوه مثالي ټولنه رامنځته شي او په دې ډول به ټول خوښ اوسي.

bottom of page