top of page

تمساح (۴)

فيوډور دوستويفسکي

ما وويل: ((خو هغه به ايوان ماتوويچ غواړي، د دې لپاره چې له هغه پوښتنې ګروېږنې وکړي؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((ايوان ماتوويچ به غواړي؟! هها هها،‌ د دې تر څنګ هغه په رخصتۍ هم دی، نو موږ ښايي هغه له پامه هم وغورځوو. هغه پرېږدو چې د اروپا هېوادونه وګوري. دا به بيا يوه بله مسئله وي چې که د هغه رخصتي خلاصه شي او هغه بېرته راونه ګرځي، هغه مهال به موږ له پولیسو د هغه په اړه پوښتنه وکړو او وبه غواړو چې د هغه پلټنه وکړئ!))

ما وويل: ((د هغه رخصتي درې میاشتې ده، درې مياشتې هغه هلته څنګه پرېږدو؟ ازبرای خدا؟! ټيموفي سيمیونيچه؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((دا نو د هغه خپله ملامتي ده. هغه هېچا هم هلته په زوره نه دی ورغورځولای. په دې شرايطو کې موږ بايد د حکومت په لګښت يو نرس هلته وګومارو چې د هغه د روغتيا خيال وساتي،‌ خو د قانون مطابق د دې کار اجازه نشته. خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې تمساح يو شخصي ملکيت دی، نو دلته د اقتصاد اصول عملي کول غواړي او د اقتصاد اصول تر هر څه لوړ دي. همدا تېر ماښام، د لوکا اندرييچ په کور کې ايګناتي پروکوپييچ دا خبره وکړه. آیا ته ايګناتي پروکوپييچ پېژنې؟! هغه يو پانګوال دی. ډېر لوی کاروبار لري او هغه د اقتصاد او کاروبار په اړه ډېر واضح او روان غږېږي. هغه وويل: (موږ صنعتي پرمختګ ته اړتيا لرو. موږ تر اوسه پورې ډېر لږ پرمختګ کړی دی. خو موږ بايد پرمختګ وکړو. موږ باید پانګه توليد کړو. د پانګې د توليد لپاره موږ بايد منځنی پوړ رامنځته کړو، هغه پوړ چې بورژزوا ورته ويل کېږي. دا چې موږ خپله پانګه نه لرو،‌ نو موږ بايد پانګه له بهرنيو هېوادونو راجلب کړو. د دې لپاره موږ بايد بهرنيو شرکتونو ته دا فرصت ورکړو چې په روسيه کې ځمکې واخلي، کټ مټ هماغسې لکه په نورو بهرنيو هېوادونو کې چې کېږي. په اشتراکي ډول د ځمکو مالکيت په حقیقت کې د ټولنې پرمختګ لپاره زهر دي، د ټولنې پرمختګ وژني.) او ته پوهېږې؟! هغه په ډېرې خونګرمۍ خبرې کولې. هو، د هغه لپاره کېدای شي درستې خبرې وي، ځکه هغه يو مالداره سړی دی او داخل خدمت سړی نه دی. هغه وويل: (د ځمکو د مالکيت په اشتراکي سيسټم کې به هېڅ صنعتي پرمختګ رانشي، نه به کرنيز پرمختګ راشي.) هغه وويل: (تر کومې پورې چې شونې وي، بهرني شرکتونه باید او باید زموږ ټولې ځمکې واخلي او بيا دا ځمکې په وړو وړو برخو ووېشي، په دومره وړو برخو څومره چې ممکنې وي.) او ته پوهېږې؟! چې هغه دا د (په وړو برخو د وېش) اصطلاح ډېره په ټينګار ياده کړه او ویې ويل: (او بيا دا وړې برخې د خصوصي ملکيت په توګه وپلوري او يا دې یې هېڅ پلوري نه،‌ بلکې په کرايه دې یې ورکړي. کله چې زموږ ټول ملکيتونه د بهرنيو شرکتونو په لاس کې وي، نو هغوی کولای شي چې هر څومره کرايه ورلپاره ټاکي، ویې ټاکي. په دې ډول به کروندګر د اوس په تناسب د ورځې درې چنده زيات کار کوي او په خوشحالۍ به د کورونو کرايې ورکوي. په دې ډول به کروندګر تابع او صنعتي شي او همدارنګه به درې چنده زيات کار هم کوي. خو دا چې اوس ملکيت اشتراکي دی، نو کروندګر یې څه په کيسه کې دی؟ هغه پوهېږي چې له لوږې نه مري، نو ځکه خو لټ شوی دی، کار نه کوي، شراب څښي او څملي. که موږ ځمکې پر بهرنيو شرکتونو وپلورو، نو په دې ډول به پیسې روسیې ته راروانې شي، پانګه به رامنځته شي او په دې سره به بورژزوا پوړ راپورته شي. هغه بله ورځ د انګلیسي ژبې يوې ورځپاڼې The Times زموږ د مالي وضعيت په اړه يو راپور خپور کړی و او ويلي یې و چې زموږ مالي وضعيت ځکه خراب دی چې موږ منځنی پوړ نه لرو، نه لویې شتمنۍ لرو او نه هم تابع پروليتاريا.) ايګناټي پروکوپینيچ ډېر ښه ويناوال دی. هغه ډېر ماهر دی،‌ هغه غواړي پر دې موضوع يو راپور تيار کړي او بيا یې چارواکيو ته وړاندې کړي او له هغې وروسته یې ممکن په News ورځپاڼه کې هم خپور کړي.‌ د هغه دا کار به د ايوان ماتوويچ له شعرونو نه ډېر بدل وي؟!))

ما وروسته له هغې چې بوډا سړي خپل ليکچر يو ټکي باندې ودروه، سمدستي‌ ورته وويل: ((د ايوان ماتوويچ په اړه به څه کوو؟))

ټيموفي سيميونويچ به کله کله خپلې خبرې نه شوې بس کولای او داسې یې ښودله چې دی ګواکې پر هر څه پوهېږي. هغه راغبرګه کړه: ((د ايوان ماتوويچ په اړه به څه کوو؟ يانې څه؟ زه اوس هغه ته هم راتلم. موږ هڅه کوو چې بهرنۍ پانګه هېواد ته راجذب کړو. ته اوس خپله دې ته پام وکړه: څنګه چې موږ د يو بهرني پانګوال پانګه پيټرزبرګ ته راجذب کړه، د ايوان ماتوويچ په وسيله اوس د هغه پانګه دوه چنده کېږي. نو د دې پر ځای چې موږ د دغه بهرني پانګوال پانګه وساتو، غواړو چې د هغه د اصلي پانګې (تمساح) خېټه دې وڅېرل شي. آيا دا منطقي ده؟ زما په فکر ايوان ماتوويچ بايد د خپل پلرني ټاټوبي د يو رښتيني زوی په توګه ووياړي او خوشحاله شي چې د هغه له امله د يو بهرني پانګوال پانګه دوه چنده بلکې درې چنده کېږي. دا هغه څه دي چې له امله یې موږ غواړو چې له بهره پانګه هېواد ته راجذب کړو. که چېرې يو شخص دلته بریالی شو، نو یو بل به هم تمساح سره راشي او درېیم پانګوال به دوه يا درې تمساحګان په یو ځايي ډول راوړي او په دې ډول به د بهرنيانو پانګه او پانګونه نوره هم زياتېږي او په دې ډول به موږ دلته بورژزوا پوړ ولرو. زه ځکه وايم چې بهرني پانګوال بايد وهڅول شي.))

ما وويل: ((ټيموفي سيمیونيچه! تاسې له يو بېچاره ايوان ماتوويچ څخه فوق العاده قرباني غواړئ؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((زه له هېچا هېڅ نه غواړم. زه له تاسې څخه هم تر هر څه دمخه غواړم، لکه دمخه مې چې وويل، بايد په ياد ولرئ چې زه کوم چارواکی نه يم، نو په دې ډول له هېچا څخه هېڅ هم نه غواړم. زه د خپل پلرني ټاټوبي د یو زوی په توګه خبرې کوم. په رسمي مانا د پلرني ټاټوبي د زوی په توګه نه،‌ بلکې د پلرني ټاټوبي د يو عادي زوی په توګه. یو ځل بيا یادونه کوم چې هغه چا مجبور کړی و چې د تمساح خولې ته ځان واچوي؟ هغه خو يو قدرمن شخص و، يو داسې شخص و چې په خدمت کې یې هم ښه موقف درلود،‌ يو داسې شخص چې په قانوني توګه یې واده کړی و،‌ نو له داسې يو شخص څخه د داسې څه کولو تمه کېدلای شي؟ آیا دا منطقي ده؟))

ما وويل: ((خو دا يوه ناڅاپي پېښه وه؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((پر دې څوک پوهېږي؟ او هغه پیسې له کومه شي چې د تمساح څښتن ته د جبران په توګه بايد ورکړل شي؟))

ما وويل: ((ښايي د هغه د میاشتينۍ تنخوا نه، ټيموفي سيميونيچه!))

هغه راغبرګه کړه: ((آیا د هغه تنخوا به کفايت وکړي؟!))

ما په خفګان وويل: ((نه، کفايت به ونه کړي،‌ ټيموفي سيميونیچه! د تمساح خاوند په اول سر کې نه و خوښ چې تمساح یې وڅېرل شي، خو کله چې پوه شو، هر څه به د هغه په ګټه او د هغه د حقوقو د په پام کې نيولو سره تر سره شي،‌ نو سمدستي په غورېدا شو او د تمساح د نندارې لپاره یې د ننوتلو ټيکټ دوه چنده کړ.))

هغه راغبرګه کړه: ((ښايي درې چنده يا هم څلور چنده شي. خلک به پر هغه ځای له دې وروسته ورمات شي. د تمساح څښتنان هوښيار خلک دي. سربېره پر دې، لا (د عيسويانو) روژه هم نه ده راغلې، لا هم خلک غواړي چې د تفريح لپاره یو ځای بل ځای لاړ شي. لکه دمخه مې چې وويل، زما په نظر غوره دا ده چې ايوان ماتوويچ لا هم خپله پېژندګلوي پټه وساتي، هغه بايد پوه شي چې وارخطايي مه کوه. پرېږده چې هر څوک پوه شي چې هغه د تمساح په خېټه کې دی، خو خلکو ته دې په رسمي ډول نه اعلانېږي. ځکه ايوان ماتوويچ نسبتاً په ښه حالت کې دی، خلک لا هم فکر کوي چې هغه بهر ته تللی دی، خو حقیقت دا دی چې هغه د تمساح په خېټه کې دی.‌ په دې ډول د تمساح په خېټه کې د هغه پاتې کېدل مديريت کېدای شي. تر ټولو لويه خبره دا ده چې هغه بايد منتظر پاتې شي او ولې بايد هغه وارخطا شي؟!))

ما وويل: ((ښه، او که ...))

هغه زما خبره راپرې کړه او ویې ويل: ((تشویش نه دی پکار، د هغه روغتيايي وضعيت لا هم ښه دی!))

ما وويل: ((ښه، له هغې وروسته به څه کېږي، کله چې هغه ښه منتظر هم پاتې شي، نو بيا؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((ښه، زه بايد تا ته واضحه کړم چې دا يوه د لوړې پایې استثنايي قضیه ده. هېڅوک نه پوهېږي چې په دې اړه څه فکر وکړي؟ او تر ټولو بده دا ده چې موږ پخوانۍ دغسې قضیې يا پېښې هېڅ نه لرو چې له مخې یې حدس ووهوو چې څه به کېږي. که موږ دې ته ورته پخوانۍ قضیې درلودای،‌ نو موږ حدس وهلای شو چې څه باید وکړل شي. خو چې دغسې يو حالت دی،‌ نو څوک به څه ووايي؟ اوس به دا خامخا وخت نیسي چې حل شي!))

په دې وخت کې زما ذهن ته يو خوشحالوونکی خيال راغی،‌ ومې ويل: ((آیا موږ داسې نه شو تنظیمولای چې که تقدير داسې وي هغه هملته د تمساح په خېټه کې بند او ژوندی پاتې شي، نو چې هغه يوه عريضه ترتيب کړي او غوښتنه وکړي چې هملته داخلِ خدمت وګڼل شي؟))

هغه راغبرګه کړه: ((اممم امکان لري، خو د رخصتۍ په حال کې او بې معاشه داخلِ خدمت!))

ما وويل: ((خو بامعاشه به ونه شي کنه؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((په کوم اساس؟!))

ما وويل: ((لکه په کوم ځانګړي ماموريت چې تللی وي؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((لکه په کوم ماموريت او چېرته؟!))

ما وويل: ((د ژونديو موجوداتو د څېړنې په ماموريت، د يو ژوندي موجود په توګه د تمساح خېټې ته! چې لږ یې نور هم واضحه کړم د تمساح د خېټې دننه حالت معلومولو او څېړلو لپاره! په حقیقت کې به دا يو نوښت هم وي، دا به په حقیقت کې يو پرمختګ هم وي او په عين حال کې به د پوهې د رڼا خپرولو لپاره د هغه لېوالتيا هم ښکاره کړي.))

ټيموفي سيمیونيچ لږ په فکر کې شو. وروسته یې وويل: ((د تمساح خېټې ته د يو رسمي مامور استول چې د تمساح د خېټې دننه وضعيت او حالات معلوم کړي، زما په نظر دا يو احمقانه کار دی. دا کار په هېڅ قانون او اصولو برابر نه دی او بل دا چې دا رسمي مامور به هلته څه ډول او د څه شي په اړه څېړنه وکړي؟))

ما وويل: ((د تمساح د خېټې د داخلي وضعيت ساينسي څېړنه به وکړي، دا څېړنه به په يو ژوندي موجود کې دننه څېړنه وي. هسې هم طبيعي علوم او په طبيعي علومو کې څېړنې په دې وختونو کې يو مود ګرځېدلی دی، لکه په ونو بوټو څېړنې. دی به د یو ژوندي موجود له داخلي وضعيته خپله ارزونه او مشاهده راپور کړي ... د بېلګې په توګه دی به هلته د هاضمي پروسه تر نظارت لاندې ونیسي، يا د تمساح ځینې نور طبيعي خویونه، د دې لپاره چې د تمساح په اړه حقایق راټول شي ...))

هغه راغبرګه کړه: ((ستا موخه دا ده چې د تمساح په اړه احصايه راټوله کړای شي. ښه، زه په دې هکله کوم صلاحيت لرونکی چارواکی نه يم. همدارنګه زه کوم فيلسوف هم نه يم. تا د (حقایقو) يادونه وکړه، خو موږ دومره حقايق موندلي دي چې نور ترې پوزې ته راغلي يوو، موږ لا هم نه پوهېږو چې په دې دومره ډېرو حقايقو څه وکړو؟ خو له دې ټولو سره سره بايد ووايم چې احصايه ډېره خطرناکه ده!))

ما وويل: ((هغه څنګه؟!))

هغه راغبرګه کړه: ((احصايه خطرناکه ده. بله دا چې ته به منې چې هغه حقایق راپور کوي. چې داسې کوي، نو هغه به هلته لکه د يو وچ لرګي په څېر پروت وي. آیا دا ممکنه ده چې يو څوک دې د يو وچ لرګي په څېر د تمساح په نس کې پروت وي او بيا دې هم رسمي دنده ترسره کړي؟ دا به يو بل نوښت وي او يو خطرناک نوښت! او يو ځل بيا هم وايم چې موږ داسې پخوانۍ هېڅ قضيه نه لرو، که موږ دغسې کومه قضيه درلودای، نو زما په فکر هغه ته به دغسې يو څه دنده سپارل شوې وای!))

ما وويل: ((خو تر اوسه پورې هېڅ ژوندی تمساح نه دی راوړل شوی، ټيموفي سيمیونیچه!))

هغه راغبرګه کړه: ((اممم، هو، ستاسې اعتراض پر ځای دی! که چېرې ستاسې خوښه وي او په واقعيت کې هم غواړئ چې دا مسئله نوره هم مخې ته یوسئ،‌ نو بايده دي چې په پام کې ونيسئ چې که چېرې د تمساحګانو په راوړلو سره د حکومت مامورين نادرکه کېږي او بيا هغوی د تمساح په خېټه کې په یوې ارامې او ګرمې فضا کې موندل کېږي او بيا داسې توقع هم کوي چې هملته د تمساح په خېټه کې دې هم حکومتي امتیازات تر لاسه کړي، نو تاسې بايد ومنئ چې د ايوان ماتوويچ مثال به تر ټولو یو بد مثال وي.

bottom of page