top of page
< Back

يو سړی

هجرت الله اختيار


نه باد و، نه ږلۍ وه، نه توپان و يو سړى
پوست موست لكه ميده ميده باران و يو سړى


د نفس او د هوا په لار يې نه اخيست قدم
په لاره د (ضمير) او د وجدان و يو سړى


و څومره وارخطاء، خپلو ملګرو ته تم نشو
يو ځاى په (ښه راغلاست) و (خداى په امان) و يو سړى


د ځان په پېژندنه يې جهان پر ځان مين كړ
يو ځان يې و بېشكه؛ خو جهان و يو سړى


د غم اظهار يې نه و زده، له چا به خفه نه و
همېش به لكه ګل په خوله خندان و يو سړى


د ژوند په هره چار كې خپله و د ځان مثال
دا ومنئ چې سم پوره انسان و يوه سړى


۱۳۸۹ل، د چنګاښ پينځمه

لغمان، عزیز خان کڅ، الفت كلى



[*] احمد ضمیر علمدوست زما خوږ ملګری و،

نوموړی په تنکۍ ځوانۍ کې د اپنډیکس له امله ومړ،

دا شعر د هغه روح ته لیکل شوی دی.

bottom of page