top of page
< Back

غزل

هجرت الله اختيار



زنده ګي مې پرې اوږدېږي، ستا ارمان راسره ښه دى
ډېره ګټه پرې كومه، لږ تاوان راسره ښه دى


تصور د خورو زلفو، تصور دې د ښايسته مخ
اضطراب راسره ښه دى، اطمنان راسره ښه دى


ايېنې مې پكار نه دي، تصويرونه مې خوښ نه دي
په دې خپل وجود مې شكر، دا خپل ځان راسره ښه دى


نن راياد يې ګلاب مخيه! نن مې زړه درپسې ژاړي
نن ورېځ په آسمان ښه ده، نن باران راسره ښه دى


هېڅ مې هغه دواړه سترګې، وځي نه له فكر و خياله
پرېږدئ! پرېږدئ! خيال و فكر چراغان راسره ښه دى


زه خو بېرته پر زړو لارو واپس شومه اختياره
تګ يوازې نور ښه نه دى، څوك راوان سره ښه دى


۱۳۸۹ل، د زمري دوه ويشتمه، د مباركې روژې درېيمه

لغمان، عزیز خان کڅ،‌ الفت كلى

bottom of page