top of page

د آتن د حکومتولۍ بنسټيز اصول (۳)

(دويمه برخه)

ژباړن: هجرت الله اختيار

(۴)

دراکون

د آتن د حکومتي جوړښت لومړني اصول او بنسټونه په دې ډول وو. د (اریستائیخموس)[1]آرکنتۍ پر مهال لږ وخت وروسته دراکون[2]خپل قوانین وضعه کړل.

قوانین او دولتي نظامات په دې ډول تر سره کېدل: سیاسي‌ حقوق ټولو ته په مساوي ډول ورکول کېدل،‌ خو په دې شرط چې شخص باید هغه عمر ته رسېدلی وي چې د نظام په پلي کولو کې ګډون وکړای شي[3]. دوی نهه کسه آرکنتان او خزانه داران له هغو کسانو څخه ټاکل چې لس (مینه)[4]پانګه یې درلوده او له ډول پور او محکومیت څخه خلاص وو. وروستي‌ قومندانان له هغو کسانو ټاکل کېدل چې کولای یې شوی د پلي (پياده) نظام برخه شي او سپهسالاران[5]او د سپرو د نظام قومندانان (هیپارک)[6]به یې له هغو کسانو څخه ټاکل چې سل (مینه) عاید ولري. سیاسي حقوق به یوازې مشروع او قانوني اولادونو ته ورکول کېدل[7]. دغه قومندانان (له هغې وروسته چې وبه ګومارل شول) ورباندې لازمه وه چې د پرېتانانو[8]ضمانت تر لاسه کړي او کله به چې ترې مسوولیت اخیستل کېده هم، د پورونو پر اداینې او ټولو حسابونو ته پر رسیده ګۍ سربېره ورباندې لازمه وه چې له خپل پوړ څخه لکه سپهبدان او د آس سپرلي کوونکو څلورو کسو یې په حق کې شاهدي‌ ویلې وه.

د شورا څلور سوه او یو غړي د ښار له هغو خلکو څخه ټاکل کېدل چې له بشپړو مدني‌ حقوقو څخه به برخمن وو. د دې شورا غړي او پاتې نور حاکمان له هغو کسانو څخه ټاکل کېدل چې عمر به یې له دېرشو کلونو څخه زیات و. هېچا نه شول کولای چې د دویم ځل لپاره هماغه یو مقام ته وټاکل شي، خو په دې شرط چې ټول هغه خلک چې د ټاکلو حق یې درلود، دغه مقام ته رسېدلي وي، په دې صورت کې به بیاځلې د قرعه کشۍ مراسم له اوله سره پیل کېدل.

که چېرې به د شورا له غړیو څخه یو کس یا هم د عامه اجتماع[9]له غړیو څخه چا په ناستو کې له ګډون څخه ځان ژغوره،‌ نو که چېرې به د (پانتاکوزیمدین)[10]پوړ برخه و،‌ نو درې درهمه به جریمه کېده، او که چېرې به د شوالیه (اس سپرلي کوونکیو)[11]پوړ پورې اړوند و،‌ نو دوه درهمه به جریمه کېده او که چېرې به د (زوژیتانو)[12]پوړ پورې اړوند و نو بیا به یو درهم جریمه کېده.

د ارئوپاژ مجلس (عمومي محکمه) به د قوانینو ملاتړی او ساتندوی و او ساتنه به یې ترې کوله چې حاکمان خپلې دندې له قوانینو سره سمې په بشپړه توګه ترسره کوي او کنه. د ښار پر هر اوسېدونکي به چې زیاتی کېده، کولای یې شول چې پر زیاتي‌کوونکي ادعانامه د قوانینو له موادو په استفادې چې تخلف ترې شوی دی، آروئوپاژ ته وسپاري. لکه څرنګه مو چې وویل،‌ که افرادو به د پورونو د اداینې توانایي نه درلوده،‌ نو مزدورۍ ته به کش کول کېدل او دغه مهال ټولې ځمکې هم د یو څو کسو په لاس کې وې.

[1]  Arisaichmos، له میلاد څخه د ۶۲۰ او ۶۲۱ کلونو دمخه کې (د طه حسین د ژباړې په حاشیه کې له میلاد څخه ۶۲۴دمخه کلونه راغلي دي.)

[2]  دراکون (Dracon) د آتن پېژندل شوی قانون ګزار و (چې له میلاد څخه دمخه په اوومه پېړۍ کې یې ژوند کاوه).‌ تر نوموړي دمخه د قضا او محکمو چارې د اوپاتریدانو او نجیبانو په لاسو کې وې. که چې دراکون د اپونیم د آرکنتۍ مقام ته وګومارل شو، نو د عوامو لپاره یې د قوانینو په وضعه کولو پیل وکړ. که څه هم د نوموړي قوانینو د حکومت په وضعیت کې جدي بدلون رانوست. د نوموړي موخه دا وه چې په داخل کې د کورنیو ترمنځ اختلافات له منځه یوسي، په همدې خاطر یې په قوانینو کې یووالی اصل وګرځوه.

دراکون په حقیقت کې د آتن لومړني‌ مدون قوانین وضعه کړي دي (له میلاد څخه په ۶۲۱دمخه کلونو کې) او د نوموړي قوانین تر دې اندازې سخت او پېچلي و چې د آتن مشهور ویناوال (دماد) ویلي و: د نوموړي قوانین پر وینو لیکل شوي دي.‌ دغه سختي او پېچلتیا یوه بېلګه وګرځېده او هر سخت قانون ته به یې د دراکوني قانون نوم ورکاوه. په دې قوانینو کې زیاترو تخطیو لکه د سبزیو غلا او یا هم د تازه مېوو غلا د اعدام جزا درلوده. ویل کېږي چې دراکون ته ویل شوي و چې د دې کوچنیو جرایمو جزا باید مرګ نه اوسي، بلکې د مرګ جزا باید لویو جرایمو ته وټاکل شي. هغه په ځواب کې وویل چې زما په باور د دغسې کوچنیو تخطیو جزا حتماً باید مرګ وي، خو د لویو جرایمو په اړه له بده مرغه چې تر مرګ شدیده جزا زما په واک کې نشته. ویل کېږي یو مهال یوه مجسمه پر ځمکه راولوېده او مزاحمت یې وکړ، نوموړي دغه مجسمه له ښار څخه پر تبعید محکومه کړه.

[3]  هوپلیت Hoplite،‌ د پخواني آتن پلی یا پیاده نظام و چې د ځواکونو د ملا د تېر حیثیت یې درلود. معمولاً کاسک خولۍ او زنګون بند به یې درلود، لوی سپر، لوړه نیزه او توره او کله به یې هم فلاخن (مچنغوزه) د سلا په توګه له ځان سره درلوده.

[4]  Mine، یو مین له سلو درخم سره مساوي و،‌هر درخم له شپږو ابول Obole څخه جوړ شوی و او یو ابول (0.72) ګرامه وزن درلود،‌ پر همدې بنسټ هر مین کابو ۴۴۰ ګرامه سپین زر کېدل.

[5]  ستراتېژ Stratege، د سپاهیانو یا سرتېرو قومندان مې پر سپهسالار ژباړلی، خو په حقیقت کې د ستراتېژ او پولمارک (چې په کتاب کې به ورسره مخ شو) توپیر شتون درلود. ستراتېژ هغه کس و چې فني، نظامي او جګړه ییزې چارې به یې پر غاړه وې، خو پولمارک د ډلګۍ د مشر او د جګړې د قومندان حیثیت درلود، وروسته بیا دا واک هم ترې واخیستل شو او یوازې په آتن کې د مېشتو بهرنیانو چارې ورته وسپارل شوې.

[6]  هیپارک Hipparque له دوو کلیمو څخه رغول شوې ده چې لومړۍ یې Hippos د آس مانا لري او دویمه یې Arkhos د رئیس او قومندان مانا. پر همدې بنست د دې کلیمې اطلاق پر هغه چا کېده د آتن د پخواني نظام د پینځه سوه نفري سپرو (دیویزیون) قومانده به یې پر غاړه وه.

[7]  له دې څخه موخه هغه اولادونه دي‌ چې مور و پلار یې د حقوقو درلودونکي وو. هغه اولادونه چې مور یا پلار به یې بېګانه وو،‌ د ښار اوسېدونکي نه ګڼل کېدل او د ټولنیزو حقوقو له یوې برخې څخه به محروم وو. د ډاکتر بهمنش د یونان تاریخ کتاب په (۱۲۷مخ) او ځینو نورو تاریخونو دا عنوان د (مشروع او نامشروع اولادونو) په بڼه راوړی دی چې د لیکوال په اندد ایراني لوستونکو له ذهني مخینې سره چندان متناسب نه دی.

[8]  Prytanes هغوی و چې د پریتانه غړیتوب ته به ټاکل کېدل. پریتانه ستره دولتي شورا وه او د غړیو غړیتوب به یې مدام العمر و. دې شورا د هېواد په عمومي چارو کې او په محاکمو کې وروستۍ پرېکړه کوله.

[9]  د شورا کلیمه مې هر ځای د Conseil  د ژباړې په توګه راوړې ده او عامه اجتماع مې د L’assemblee د ژباړې په توګه راوړې ده. په حقیقت کې شورا هغې اجتماع ته ویل کېږي چې معلوم غړي لری او که دا غړي سره راټول شي نو دا شورا ده،‌ خو اجتماع بیا معلوم او شمېرلي غړي نه لري او ټول هغه خلک په کې راټولېدای شي چې له ټولنیزو حقوقو څخه برخمن وي. اجتماع ګانې د ښارونو په میدانونو او یا هم لویو ځایونو کې چې سرونه یې پټ وي تر سره کېږي،‌ معمولاً اجتماع ګانې د اکثریت خلکو د نظر د ښکاره کولو او اعلامولو لپاره ترسره کېږي.

[10]  پانتا کوزیمدیمن Pentacosiomedimne، هغو کسانو ته ویل کېږي‌ چې له پینځه سوو مدیمنو Medimne څخه به یې کلنی عاید زیات و. مدیمن (کیل) د وزن واحد و او د جامداتو (51.84 کیلو) اندازه وه او د مایعاتو لپاره بل واحد و چې په مترت Metrete نوم یادېده چې (38.88 لیتره) کېده.

[11]  Chevalier هغوی و چې د یو آس او درې سوه مدیمنو ساتنې توان به یې درلود.

[12]  Zeugite هغه کسان وو چې د غوا – اوسپنې یوه دستګاه به یې درلودله او په عامه وینا د یو غوايي د کار په اندازه ځمکه به یې کرلی شوه. دې پوړ ته بایده و چې د کال دوه ویشت مدیمن (کیل) عاید ولري.

bottom of page