top of page

د نوي اعتراف سريزه

ما يو وخت په ملي شورا کې کار کاوه. په اصطلاح مامور وم او ټول معاش مې نهه زره او درې سوه افغانۍ کېده. دا د ۲۰۰۸ز کال وروستۍ میاشتې او د ۲۰۰۹ز کال لومړۍ څو میاشتې وې. معاش ډېر کم و، ګوزاره پرې نه کېده. موږ سره همالته په ملي شورا کې د (اراده) ورځپاڼې مسوول مدير خادم صیب هم همکار و. هغه او سيد نظيم سيدي صیب تشویق کړم چې ارادې ته يوه نيمه لیکنه کوه. ما ارادې ته د (تصوير) په نوم په اصطلاح د کالمونو يوه لړۍ پیل کړه او هره دوشنبه به مې پر يوې موضوع يو شی ورته لیکه. په اراده کې د لیکنو د دې لړۍ ګټه ما ته دا وه چې د یوې لیکنې په سر به راته پینځه سوه افغانۍ او په میاشت کې د لږ تر لږه څلورو لیکنو به دوه زره افغانۍ اضافه راتلې او دا ما لپاره هغه مهال که ډېرې نه وې، نو کمې خو بیخي نه وې. په ملي شورا کې د يو کال شاوخوا کار نه وروسته چې کله مې دا دنده پرېښوده او ننګرهار ته لاړم، نو د (تصوير) تر عنوان لاندې ارادې ته د اوونیزو لیکنو لړۍ هم وشکېده، ښايي یو دلیل به دا و چې په ننګرهار کې په ښه معاش مقرر شوم، نور نو پینځه سوه افغانۍ هغومره ډېرې نه وې.

بيا يو وخت په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې له خوا د (مثبت بدلون) په نوم يوه پينځه لس ورځنۍ خپرونه خپرېدل پیل شول. د ملګرو سترګې ما ته رااوښتې چې د لیکنو په برخه کې بايد په اصطلاح ډېر بوج زه واخلم. دا ځل مې په مثبت بدلون کې د (اعتراف) په نوم د لیکنو يوه لړۍ پیل کړه او کابو هرې ګڼې ته مې پر يوې ټولنیزې ستونزې يو شی ليکه. په عین حال کې چې ليکنه (کالم) به په مثبت بدلون کې خپرېده، په (ياران) وېبپاڼه کې به هم د (اعتراف) عنوان لاندې خپرېده. دې لړۍ تر یو وخته دوام وکړ، خو بيا یو وخت داسې راغی چې د مثبت بدلون چاپ ودرېد، او ياران وېبپاڼه هم يا نوې شوه، یا له منځه لاړه، نو هغه زما د منظمو لیکلو لړۍ هم وشکېده.

که څه هم نه مثبت بدلون او نه هم یاران د دې لیکنو په مقابل کې د ارادې غوندې ماته حق الزحمه نه راکوله، خو ما ته یې لويه ګټه دا وه چې په ليکلو یې اموخته کړم او د لیکلو لپاره به مې زياتره سوچ و فکر کاوه چې دې ګڼې ته بايد پر څه شي ليکل وکړم. يو وخت مې د (ارادې)، (مثبت بدلون) او (یاران) يو څه ليکنې راټولې کړې او د (اعتراف) په نوم په کتابي بڼه مې پر مومند خپرنديه ټولنې په زور يا په ناز چاپ کړې. زه نه وايم چې هغو ليکنو څومره ارزښت درلود یا یې (اوس چې په کتابي بڼه خپرې شوې دي) لري، خو د اوس په نسبت هغه مهال راته ځان ډېر (د ليکلو په برخه کې) کاريګر ښکارېده. نه يوازې اوس، بلکې د امريکایانو په اصطلاح که سړی رښتیا ووايي (To be honest) نو له ډېرو کلونو راهيسې له ما څخه ليکل (منظم ليکل او ژباړه) پاتې ده. عوامل یې چې هر شی وي، وي به، یا وو به، خو ليکل او منظم ليکل د هر چا لپاره په کار دي.

دا يو څه وخت کېږي، چې بيا مې ليکلو ته زړه تخنېږي. زه نه پوهېږم چې وبه یې کړای شم او کنه،‌ خو زړه مې دی چې د (اعتراف) د ليکلو هغه لړۍ همدلته فیسبوک کې پیل کړم. که واتوانېدم، هره اوونۍ به يوه کوچنۍ ليکنه تر همدې سرليک لاندې د خپل فیسبوک له لارې پوسټ کوم. که څه هم اوسمهال په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنيو کې د ليکلو په نسبت ويډیو او مخامخ بحث او مباحثې دود دي، خو زه په ځان کې له ليکلو پرته د هغو کارونو متره او توان نه وينم، نو اوس به پر همدې ليکلو بسنه وکړو. دا لیکنه دې د نوي اعتراف سریزه وي.

2035 - Present

Editor

I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me. It’s easy. Just click “Edit Text” or double click me to add your own content and make changes to the font.

2035 - 2035

Writer at Large

I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me. It’s easy. Just click “Edit Text” or double click me to add your own content and make changes to the font.

2035 - 2035

Intern

I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me. It’s easy. Just click “Edit Text” or double click me to add your own content and make changes to the font.

Education

2035 - 2035

Establishment Name | Master’s Degree

I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me. Let your users get to know you.

2035 - 2035

Establishment Name | Bachelor's Degree

I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me. Let your users get to know you.

Skills
& Expertise

  • I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me.

  • I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me.

  • I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me.

  • I'm a paragraph. Click here to add your own text and edit me.

bottom of page